د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ملا عبدالغني برادر آزادي، یو مثبت اقدام

میرویس
23.09.2013

السلام علیکم، د فورم شریکانو
رپوټونه وایې چې ملا برادر په پاکستان کې د زندان نه آزاد شوي او کراچۍ ته وړل شویدي.
دا چې ملا برادر به په پاکستان کې پاتې شې، افغانستان ته به ولیږل شي او یاربه سعودي، دوبۍ او یا ترکیي ته واستول شي، چندان مهمه نده، خو مهمه داده چې هغه ته د دسولې په خبرو کې برخه ورکړه شي.

د ملا برادر په خوشي کیدو به د طالبانو د میانه روې ډلې د تلې پله درنده شي او ممکن د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.


Re: د ملا عبدالغني برادر آزادي، یو مثبت اقدام

pattang
23.09.2013

ځينې خلک محيط او بې سوادي ناپوهي کړي وي خو ځينې خلک
مورزادي ناپوهه پيدا شوي دي او عقل نه پکشې تخته کېږي !
مقصد مې مېرويس صيب ندی ، داسې خبرې زه بل چېرې هم لونم!
ملا برادر او ملا معتصم اغاجان په طالبانو کې نور ندي او نه جنګي
طالبان دوی ته د دوو توتو اهميت ورکوي هغوی په مختلفو جاسوسي
کړويو کې اوس بند دي او دفاسد رژيم او cia له خوا اعاطه او
اباطه کېږي ، دفاسد دولت دسولې ډنډوري بې ځايه اولودګي په طاقت
دځلوروده !

[quote:8bbd6286e1="میرویس"]السلام علیکم، د فورم شریکانو
رپوټونه وایې چې ملا برادر په پاکستان کې د زندان نه آزاد شوي او کراچۍ ته وړل شویدي.
دا چې ملا برادر به په پاکستان کې پاتې شې، افغانستان ته به ولیږل شي او یاربه سعودي، دوبۍ او یا ترکیي ته واستول شي، چندان مهمه نده، خو مهمه داده چې هغه ته د دسولې په خبرو کې برخه ورکړه شي.

د ملا برادر په خوشي کیدو به د طالبانو د میانه روې ډلې د تلې پله درنده شي او ممکن د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.[/quote:8bbd6286e1]


میرویس
01.10.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
ورورجانه، ستاسې څرګندونې د طالبانو افسوس ناک حالت بیانوي. که ستاسې خبره صحیح وي، همدغه د طالبانو سرنګوني ده.
په کراچۍ کې پرملا معتصم آغاجان د قتل حمله وشوه، او مرګونئ زخمي شو، خو د الله رضا نه وه چې فوت شي. هغه د علاج دپاره ترکیې ته لاړ او پوه ؤ چې د طالبانو افراطیانو یې د وژلو قصد کړئ ؤ، جبراً هلته پاتې شو.
ملا برادر درئ کاله زنداني شو، او اوس چې د زندان نه آزاد شوئ، ولې به طالبان هغه او ملا معتصم نه مني؟ ددوی دواړو ګناه څه ده؟

دغه دواړه طالبي شخصیتونه میانه روه مبارزین دي، چې د اسلامي احکامو پر بنا نه افراط کوي او نه هم تفریط.. دوی دواړه په اسلامي لاره برابردي. خو هغه نور چې تاسې غوندې افراطیان دي، ددغو دوو طالبي مشرانو سره بغض لري. که طالبان د خپلومشرانو په مقابل کې دغسې رفتار کوي، نو مسلمان ولس به پر هغوی څه اعتبار وکړي؟ دا پخپل ‌ذات کې د طالبانو بربادي ده.

وروجانه، چې دا خبره دې هیره نشي، ملا برادر او ملا معتصم آغاجان په طالبانو او خپلو پیروانو کې بېشانه ملاتړ لري او دغه راز دوی دواړه د افغان ولس غوښتنو ته لبیک وایې، او د طالبانو سره دسولې په پروسه کې هم افغان ولس د سولې حمایه کوي.

که طالبان د ملا برادر او ملا معتصم آغا جان نه لاس واخلي، داپه خپل ذات کې د افراطي او میانه روو طالبانوتر منخ د اختلاف اورته د لمنې د وهلو نه پرته بل څه نشي کیدای.
خدای پامان پتنګ صاحب.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more