د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاکستان عیسویان او مسلمانان د تابعت یو شان حقوق لري.

میرویس
23.09.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د پاکستان د پيښور په ښارکې د عیسویانو په عبادتګاه کلیسا کې د پرله پسې دوو بمونو په چاودنه شدید انتقادونه روان دي او په مختلفو ښارونو کې اعتراضیه مظاهرې شويدي. خلک وايي چې ولې په خاص ډول په کلیسا ګانو کې بمونه وچول شي. د پاکستان عیسویان هم ددې ملک خلک دي، او دا چې دعیسوي دین پیروان دي، باید پر دوي حملې ونشي او د هغوی په مقابل کې د تبعیض نه کار وانه خیستل شي، خکه چې دا نه د پاکستان د اساسي او مدني قانون سره اړخ لګوي، او نه هم د اسلامي ارشاداتو سره.

ګرانو لوستونکو، خو زه وایم چې طالبانو اصلاً نه دا چې تبعیض یې ونکړ، بلکه عیسویان یې هم د مسلمانانو سیا لان وګڼل، ځکه چې طالبان خو دایم په مسجدونو کې بمونه الوزوي، بې ګناه مسلمانان وژني، خو دا ځل يې د عیسویانو په معبد کلیسا کې هم دا کار وکړ، اود مسلمانان او عیسویانو تر منځ توپیر ته یې خاتمه ورکړه.

اصلاً طالبان خپلو شومو مقاصدو ته د رسیدو په لاره کې نه د اسلام پروا کوي، نه دعیسوي او نه هم د هغوی د ادیانو.
دا مطلب دډيوې رادیو په شمول اکثره رسنیو خپور کړیدئ.
آلله دې هغوی ته سمه لاره ور وښیي.


Re: د پاکستان عیسویان او مسلمانان د تابعت یو شان حقوق لري.

pattang
23.09.2013

نه يواځې دغه وژنه بلکې هره يوه وژنه له غمه ډکه ده خو عاملين
يې هغه عيسويان دي چې په اروپا او امريکا کې ژوند کوي او له
مسلمانانو سره بد چلند کوي !
دساري په توګه په غرب کې هر لمونځ کونکي اومسجد پالونکي
مسلمان ته اسلا ميست وايې او دا په ټولو مېديا ؤ کې یې خو بيا
دغه اسلاميست په عينې املا او انشا سره هم تروريست بولي او
دغه پرو پاګنده روانه ده !
مصري عسکروته امريکايان دکال ۱،۳ ميليارده دالر ورکوي او په
دغه عسکرو اواردو دوی بيا هر څه پرې کوي !

دمسال په دود !
دمصر اخوان المسلمين په ديموکرات ډول په ۵۲ اکسريت
رايو او انتخاباتو حکومت جوړول وګټل نو په غربي مېديا کې
داسلاميستانو او تروريستانو خبرې شروع شوې او په ماجراجويې
د غربيانو مذ دوره اردو محمد مرسي رئيس جمهور بندي او
داخوانامسلمين نور مشران يې بندي کړل او يا ووژل پرون ورځ
۲۱-۹-۲۰۱۳ دمصر يو محکمي د اخوان ګوند غيرې قانوني اعلان
او بند که او سر بېره پردې يې دګوند ټوله سرمايه ،دفترونه ضبط
او دولتي کړل !
دغه عمل په غربي ديموکراتي کې د هتلر د فاشستانو د پروګروم
pogrom شپه بلل کېږي چې ډېر بد نا جائز او دغندلو وړدی او له
داسې دولت سره چې فاشستي کارونه کوي غربيان خپل ټول سياسي
روابط قطع کوي خوداچې داکار دمسلمانانو پر خلاف شوی دی ټولو
خپل غوږونه مړه اچولي دي حتا شابسی هم ورکوي !

نو پر دې اساس به اسلامي ډلې په قهر شوې وي چې دا سې يو
عمل يې کړی دی زه داعمل غندم خو د عيسويانو تکبر، جګه پوزه
او دوه مخی چټل سياست هم غند مه !

[quote:b94c87ce6f="میرویس"]قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د پاکستان د پيښور په ښارکې د عیسویانو په عبادتګاه کلیسا کې د پرله پسې دوو بمونو په چاودنه شدید انتقادونه روان دي او په مختلفو ښارونو کې اعتراضیه مظاهرې شويدي. خلک وايي چې ولې په خاص ډول په کلیسا ګانو کې بمونه وچول شي. د پاکستان عیسویان هم ددې ملک خلک دي، او دا چې دعیسوي دین پیروان دي، باید پر دوي حملې ونشي او د هغوی په مقابل کې د تبعیض نه کار وانه خیستل شي، خکه چې دا نه د پاکستان د اساسي او مدني قانون سره اړخ لګوي، او نه هم د اسلامي ارشاداتو سره.

ګرانو لوستونکو، خو زه وایم چې طالبانو اصلاً نه دا چې تبعیض یې ونکړ، بلکه عیسویان یې هم د مسلمانانو سیا لان وګڼل، ځکه چې طالبان خو دایم په مسجدونو کې بمونه الوزوي، بې ګناه مسلمانان وژني، خو دا ځل يې د عیسویانو په معبد کلیسا کې هم دا کار وکړ، اود مسلمانان او عیسویانو تر منځ توپیر ته یې خاتمه ورکړه.

اصلاً طالبان خپلو شومو مقاصدو ته د رسیدو په لاره کې نه د اسلام پروا کوي، نه دعیسوي او نه هم د هغوی د ادیانو.
دا مطلب دډيوې رادیو په شمول اکثره رسنیو خپور کړیدئ.
آلله دې هغوی ته سمه لاره ور وښیي.[/quote:b94c87ce6f]


میرویس
25.09.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
ستاسې جواب مې ټکې په ټکي ولوست، هیڅ ډول ارتباط د پیښور د پیښې سره نلري،او که ستاسې خبره ریښتیا وي چې طالبان په نورو علاقو کې د غربیانو کاراواییو په قهر کړي دي، او بې کناه انسانان یې په بدله کې وژني، دا عذر بدتر له ګناه دئ، او بل دا چې په اسلام کې بل څوک د چا په ګناه نه نیول کیږي.

طالبان د اسلام دعوه کوي، خو اعمال یې د اسلامي ارشاداتو مخالف دي، او که تاسې د هغوی اعمالو ته د برائت دپیدا کولو په لټه کې یاست، الله دې هدایت درته وکړي.

وایي: به تهران ګنه کرد آهنګرې = به کرمان سر زدند زرګرې.
الله مو مل شه.


pattang
25.09.2013

ستا خبره تر يوو ځايه درسته ده خو دغه تعريف بايد دټولو لپاره
په مېديا يې ډول او په حقوقي ډول سره صدق وکړي!
ځېنې وخت سړی ، ګروپ … ډېر په احساساتو راځي !
يوو عصري ۲۲ کلن مسلمان اريد نومی چې دکوزوو Kosovo څخه
راځي دامريکايانو ظلم یې په افغانستان لېدلی وو او دفرانکفورت په
هوايې ميدان کې کار کاوو نو کله چې يوه طياره امريکايې عسکر له
افغانستان په فرانکفورت کې ښکته شول او سروېس ته وختل ټول
کشېناستل چې خپلې قشلې ته حرکت وکړي نو اريد سروېس ته ور
پورته شه او تفانچه يې ورته ونيو ه دوه غسکر يې مړه درې يې
سختټپيان کړل خو تفانچه يې وربنده شوه که بنده شو ې نه وی نو
ډېر عساکر به يې وژلي وو !

حقوقي خو عسکر بې ګناه وو خو ددې ځوان اعصاب امريکايې کارونو
او کړنو ضعيف کړې وواو په جرمني کې يې حق نلاره چې داسې عمل
وکړي!
زمونږ دجنګ علت فاسد رژيم او اشغالګردي چې دوی ورک شي جنګ
ورکیږي !

[quote:764ee6c424="میرویس"]پتنګ صاحب، السلام علیکم
ستاسې جواب مې ټکې په ټکي ولوست، هیڅ ډول ارتباط د پیښور د پیښې سره نلري،او که ستاسې خبره ریښتیا وي چې طالبان په نورو علاقو کې د غربیانو کاراواییو په قهر کړي دي، او بې کناه انسانان یې په بدله کې وژني، دا عذر بدتر له ګناه دئ، او بل دا چې په اسلام کې بل څوک د چا په ګناه نه نیول کیږي.

طالبان د اسلام دعوه کوي، خو اعمال یې د اسلامي ارشاداتو مخالف دي، او که تاسې د هغوی اعمالو ته د برائت دپیدا کولو په لټه کې یاست، الله دې هدایت درته وکړي.

وایي: به تهران ګنه کرد آهنګرې = به کرمان سر زدند زرګرې.
الله مو مل شه.[/quote:764ee6c424]


میرویس
27.09.2013

آلسلام علیکم، پتنګ صاحب ستړئ مشې!

برادرجانه، زموږ د ملک روانه فاجعه دکابل د حکومت د جوړیدو، او د خارجیانو لخوا زموږ د ګران وطن د اشعال نه مخکې پیل شوی وه. زموږ د فاجعې پیل د پخواني شوروي اتحاد داشغال په وخت کې پیل شوه، د مجاهدینو تر منځ په خود غرضه جګړو کې، حکمتیار په کابل باندې په حملو کې نوره هم شدیده کړه، طالبانو دکابل جنګونه پای ته ورسول، امنیت یې رواوست، د مخدره موادو تولید ته یې د پای ټکئ کیښود، خو ورسره یې د افغانستان نه زندان جوړ کړ، ملک یې په غربت او فقر پمن کړ، د ښځو او نارینه حقوق یې صلب کړل، ملک يې قهقرا ته روان کړ، د القاعدې غلامي یې ومنله، د القاعدې د لاسه يې زمو ږ ملک په خارجیانو اشغال کړ او دا فاجه لا روانه ده.

زموږ د غمیږي د نوي بعد مسؤلین طالبان او القاعده دي، او ددوام اصلي زړئ یې هم دغه دواړه دي. طالبان دې اول القاعده ترد او ترک کړۍ، بیادې د انتخاباتو له لارې مبارزه وکړي، نه د قتل او ملک د تباهۍ له لارې.
الله دې خیر درکړي.


pattang
27.09.2013

[quote:4f104c11eb="میرویس"]آلسلام علیکم، پتنګ صاحب ستړئ مشې!

برادرجانه، زموږ د ملک روانه فاجعه دکابل د حکومت د جوړیدو، او د خارجیانو لخوا زموږ د ګران وطن د اشعال نه مخکې پیل شوی وه. زموږ د فاجعې پیل د پخواني شوروي اتحاد داشغال په وخت کې پیل شوه، د مجاهدینو تر منځ په خود غرضه جګړو کې، حکمتیار په کابل باندې په حملو کې نوره هم شدیده کړه، طالبانو دکابل جنګونه پای ته ورسول، امنیت یې رواوست، د مخدره موادو تولید ته یې د پای ټکئ کیښود، خو ورسره یې د افغانستان نه زندان جوړ کړ، ملک یې په غربت او فقر پمن کړ، د ښځو او نارینه حقوق یې صلب کړل، ملک يې قهقرا ته روان کړ، د القاعدې غلامي یې ومنله، د القاعدې د لاسه يې زمو ږ ملک په خارجیانو اشغال کړ او دا فاجه لا روانه ده.

زموږ د غمیږي د نوي بعد مسؤلین طالبان او القاعده دي، او ددوام اصلي زړئ یې هم دغه دواړه دي. طالبان دې اول القاعده ترد او ترک کړۍ، بیادې د انتخاباتو له لارې مبارزه وکړي، نه د قتل او ملک د تباهۍ له لارې.
الله دې خیر درکړي.[/quote:4f104c11eb]

نه نه نه ! زمونږ دغميزې علت خلق او پرچم او بيا شورای نظار
ده ، که دوی وطن تقسيم کړی نوی نو طالبانو به څه کول !!

وروره زمونږ غميزه زمونږ اسلامي پوستکی دی چې صليبيان
غواړي په زور او تکبر بل رنګ او هويت ورته ورکړي !!


میرویس
01.10.2013

پتګ صاحب، السلام علیکم
ورورجانه دا درسره منم چې زموږ د غمیزې د پیل کولو عاملین د خلق او پرچم ګوندونه دي. خوددې غمیزي اوسنئ دوام د طالبانو، القاعدې او نوروخارجي ترورستانو په قبضه کې دئ.
زموږ او د پاکستان طالبان تردې حده افراطي شوي چې خپل او پردئ، مجرم او غیر مجرم نه پیژني، د اورلمبو غوندې وچ اولانده ګډ سیزي.

دوی اسلامي احکام او حدود هم مات کړیدي، که داسې نه وای دوی به ولې د خپلو د اتباعو په کلیسا کې ځان مرګي کاراوايي کوله او یابه یې ولې د قصه خوانۍ په بازار کې بې کناه مسلمانان قتلول او په زرهاوو د قرآن عظیم الشان نسخې به یې پکې سیزلې.
آلله دې دوی د اسلام او اخوت په لاره روان کړي.


pattang
01.10.2013

ميرويس خانه په وړوکتوب کې به مونږ ډېرجنګونه کول !
او دوه به مو په جنګ سره اچول نو بيا به مورته وېلې .
« جنګه جنګه توره زه به تماشې کوم تاته به نينې کوم »
وروره دډېرو وژنو په مانا زه هم نه پوهېږم چې دا ولې؟
هغه ټول جنايت دی چې اولسي خلک قصدا پکشې وژل کېږ ي!
داسې جنګونه دازادي جنګونه وي خو دخپلو خلکو
قصدي وژنه جنايت دی !
چې هر څومره صليبي اشغالګر پاته کېږي جنګ به دوام لري !
له بلې خوا هر ډول نور استخبارات بېله cia څخه هلته لاسونه
پکشې لري خو پښتانه پکشې وژل کېږي !!

[quote:741dc3364e="میرویس"]پتګ صاحب، السلام علیکم
ورورجانه دا درسره منم چې زموږ د غمیزې د پیل کولو عاملین د خلق او پرچم ګوندونه دي. خوددې غمیزي اوسنئ دوام د طالبانو، القاعدې او نوروخارجي ترورستانو په قبضه کې دئ.
زموږ او د پاکستان طالبان تردې حده افراطي شوي چې خپل او پردئ، مجرم او غیر مجرم نه پیژني، د اورلمبو غوندې وچ اولانده ګډ سیزي.

دوی اسلامي احکام او حدود هم مات کړیدي، که داسې نه وای دوی به ولې د خپلو د اتباعو په کلیسا کې ځان مرګي کاراوايي کوله او یابه یې ولې د قصه خوانۍ په بازار کې بې کناه مسلمانان قتلول او په زرهاوو د قرآن عظیم الشان نسخې به یې پکې سیزلې.
آلله دې دوی د اسلام او اخوت په لاره روان کړي.[/quote:741dc3364e]


میرویس
01.10.2013

پتنګه وروره، سلامونه
دغه ډول قتلونه بې هوده او ناروا قتلونه دي.
ډله ایز قتلونه، او دېته ورته نور جنایتونه د چا درد نشي دوا کولای.
څوک چې د ولس پرخلاف دغسې ناروا کوي، پرعوض ددې جې مشکل حل کړي، لایې زیاتوي. ستاسې خبره بالکل درسته ده، دا ټول جنایت دئ
الله دې هدایت ورته وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more