نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د چا کاردئ: د خدای په کور کې د مسلمانانو وژل
اتل
20.09.2013
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د اسلام د پیغبر انحضرت محمد صلی الله علیه وصلم نه چا پوښتنه وکړه، انسان وژنه څومره عظیمه ګناه ده؟ هغه مبارک په ځواب کې کعبې شریفې ته په لاس اشاره وکړه، او ویې ويل هغه کعبه چې څوک ونړوي، الله جل جلاله دومره نه ورباندې خپه کبږي، لکه د یوه انسان په وژنه.
اوس تاسې ښه فکر وکړئ، مسله امت چې د خدای تعلی په کور کې په عبادت لګیا وي، او یو څوک لاسي بمونه ور واچوي، مسلمانان ووژني او زخمی یې کړي، دا به کومه طبقه خلک وي.
دا لاندې خبر مشال رادیو خپور کړیدي:
====
پېښور: پرجومات بمي برید, ۳ تنه ووژل شول
د پېښور په بر اچيني نومي سيمه کې نامعلومو وسله والو پر يوه جومات بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ٣ کسان مړه او ٢٠ ټپيان شول.
مشال راډیو
20.09.2013
د پېښور په بر اچيني نومي سيمه کې نامعلومو وسله والو پر يوه جومات بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ٣ کسان مړه او ٢٠ ټپيان شول.
د پېښور ښار امنيتي چارواکي وايي، چې د جمعې په شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د پېښور په بر اچيني سيمه کې پر پيرانو جومات لاسي بمونه وغورځول، چې امله يې ٣ تنه مړه او ٢٠ ټپيان شول.
د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، نامعلومو وسله والو هغه مهال پر مسجد لاسي بمونه وغورځول، چې په جومات کې د ماسخوتن تر لمانځه وروسته د ذکر محفل روان و، چې نږدې ١٠٠ کسانو په کې ګډون درلود،د پېښې په اړه د پېښور يو تن جګپوړي امنيتي چارواکي رسنيو ته وويل:
"اچيني بالا پېښور ته نزدې له خيبر ايجنسۍ سره نښتې سيمه ده، بېګاه ناوخته ځايي وسله والو ترهګرو د سربند د اچيني پر پيرانو جومات لاسي بمونه وغورځول او ډزې يې وکړې، چې په ترڅ کې ٣ کسان مړه او ٢٠ نور ټپيان شول. د پېښې پر مهال په جومات کې نږدې ١٠٠ کسان موجود وو."
نوموړي همدا راز وويل، چې د پېښې ټپيان يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي او په سيمه کې يې پوليس او نور امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى کړي دي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي او عيني شاهد د خپل هويت د پټ پاتې کېدو په شرط مشال راډيو ته وويل:
"موږ د ماسخوتن تر لمانځه وروسته په جومات کې ناست وو، د جمعې شپه وه، له نورو سيمو هم خلک راغلي وو، د ذکر محفل روان وو چې يو دم ډزې شوې او له ډزو وروسته درنې چاودنې وشوې. يو دم تياره شوه او دوړې شوې. د ډزو نه وروسته مې وکتل چې ډېر خلک پر ځمکه پراته وو. زموږ سيمه له قبايلو سره نزدې ده، هر وخت پکې وسله وال د پوليسو پر پوستو او همداشان پر ملکي وګړيو حملې کوي، څوک يې مخه نه نيسي."
بر اچيني د پېښور ښار لويديځ ته د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ په پوله پرته سيمه ده، چې وخت ناوخت پکې وسله وال پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو تر بريدونو وروسته بېرته قبايلي سيمو ته ستنېږي.
د يادونې وړ ده، چې په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو برخو کې د مذهبي تاوتريخوالي لړۍ له ډېر پخوا راهيسې روانه ده، چې له امله تر دې دمه زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او دا لړۍ لا دوام لري.