د موضوعګانو سرپاڼه
سياست او روانې چارې
پر شکیل اپریدي خیبر هاوس کې مقدمه چلیږي
میرویس
19.09.2013
ګرانو لوستونکو سلامونه مې ومنئ
د خيبر قبایلي سيمی پوليټیکل ايجنټ د مشال راډیو خبر یال ته ويلي دي چی د ښاغلي اپريدي د مقدمي سر دوباره اوريدنه به د رواني میاشتې د ۲۴مي نيټی نه په خيبر هاوس پيښور کي شروع کيږي .
ډاکتر افریدي چې په ۳۳ کاله بند محکوم دئ، تورپرې لګیدلئ ؤ چې د القاعدې د ترورستی دلې دسرغنه اُسامه بن لادن دکور په میندلو کې یې مرسته کړې وه.
ډاکتر افریدي، چې اسلام، پشتنو، پاکستان او ټولې سیمې ته یې د خیر ښیګڼې د رسولواود القاعدې د ترورستي شبکې دشرنه د پښتون قام دخلاصولو په لاره خپل ژوند او کورنۍ په خطر کې اچولي وو، محاکمه له سره پیل کیږي.
الله دې ډاکتر افریدي ته د هغه د جهاد اجرونه ورکړي، او خپلې کورنۍ ته یې دئ زر ورخوشي کړي.