سياست او روانې چارې
ولسمشریزي ټاکنې!
Hashmat Kahn
18.09.2013
د ټاکنو هره پریکړه د هغو خلکو په لاس کې ده چې د رایو صندوقونو ته ځې او رایې ورکوې. د رایو صندوقونو ته تلل او رایې ورکول د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه به ټولوافغانانو په خاصه توګه ښځو ته چې د رایو ورکولو په شرایطو برابر وي یو بل طلایي فرصت وي. موږ ټول د رایو ورکولو په شرایطو برابرافغانان هڅوو چې په ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو ټاکنو کې ونډه واخلي.
ولسمشر حامد کرزی د ټاکنو په اړه داسې وویل:«ټاکنې په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت یواځینۍ لاره ده، د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو په اړه باید هیڅ شک شتون ونه لري.»
نړیوالي ټولني او افغانانو دبریالیتوب او پر مختګ بنسټ په افغانستان کې ايښي دي. دا به غوره وي چې د دي پرمختګونو پربنسټ افغانان نور هم کار وکړي او د یو آزاد او پر مختللي افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده ځان ورسوي.
جان کیري د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د راتلونکوټاکنو په اره داسي وویل « واشنګتن به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې مداخله نکوي او د کوم خاص نوماند ملاتړ به هم په مستقیمه توګه نکوي. »
ستاسو په نظر دافغانانو به غټ مشکل په تاکنو کې څه وي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil
سلام و احترام نثار همه به غیر از پتنگ
Shahzada
19.09.2013
امیدوار هستیم که این بار یک رییس جمهور انتخاب شود که از همه ملیت ها و اقوام نماینده گی کند. ما همه اول افغان هستیم و بعدا تاجک ، هزاره ، پشتون ، پشه یې ، ایماق ..... ما همه با هم برادرایم و زیر یک بیرق افغانستان میخواهیم زندگی کنیم. هر کس میخواهد افغانستان را تجزیه نماید آن خواب را به گور خواهد برد.
با احترام
شهزاده