د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پيل په غوږ كي ويده په خارج كي روزلي


Adil watanmal
15.01.2005

د عزت وړ لوستونكو له پنډو سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته

ګرانو لوستونكو څرنګه چي تاسي ته معلومه ده چي د الرساله ويب پاڼي د پښتو مجلو په خپرولو شروع كړي چي د هغي له جملي څخه د توري بوړي اسلامي مجله او همدارنګي د څرك مجله ده خو د تيري جمعي پر شپه مي وكتل چي د [color=darkblue:bd2579c491]مجاهد ږغ [/color:bd2579c491]په نامه نوي مجله ئي نشر كړي نو دغه مجله مي خپل كمپيوټر د راښكتولو نه ورسته وكتله چي د مجلي په ٤١ مخ كي مي پر دغه مضمون سترګي ولږيدي:
[color=darkred:bd2579c491]د پيل په غوږ كي ويده په خارج كي روزلي[/color:bd2579c491]
د ذكر شوي مضمون په لوستو سره راته څرګنده شوه چي د مضمون ليكونكي د ټول افغان د بحث فورمونو ليكوالانو وليكنو ته اشاره كړي او د خپل نظر د څرګندوني پرمهال ئي چي كوم الفاظ استعمال كړي نو نه يواځي چي د خپلي مجلي نوم ته ئي تاون رسولي بلكي د ټول افغان ويب پاڼي ته ئي هم ضررناك بولم او دغه ښاغلي په خپل مضمون كي د ټول افغان د ليكوالانو د ليكونو څخه دغه لانديني جملي رانقل كړي او ليكنه ئي پري كړي

1. ((((((((موږ افغانان ډير بي ځايه خياله ور يو هغه د آبادي ورځي درپه ياد كه چه تاسي خيال په كوي...))))))))
2. (((ستا په عمر دي يو سائنټيسټ نه لري دوهم ستا په عمر دي ددنيا په سويه صفت نه كي پيدا او سره له دي چه تاريخ دي ٥٠٠٠ زره كاله دي.........دريم په ټول وطن كي څه نه لري چي ته ورته وه ګوري چه د خوشحالي اسخاس په وكي ........ته دغه نعري وهي چه افغان يم او غيرتي افغان يم اوس په نړي كي د غيرت تعريف نوي شوي ........ تعريف ئي نن داسي كيږي هغه څوك غيرتي معلوميږي چه هر څه ئي خپل وي علم ولري ټوپك طياره ولري.............موږ او تاسي ته خداي ښه د اوړو پزه راكړه يواځي امريكايان نه دي راغلي اوس به مو پزه پري واي تاريخي جهانه لرو وايو چه ټوله ددنيا حكومتونه په كومك راغلي چپ اوسه))))

ددغه جملو ليكلو څخه ورسته ئي د خپل نظر شروع داسي كړي (( محترمولوستونكو دغه جملي تاسي وليدي چي هغه د پيل په غوږو كي ويده د انټرنټ له لاري په بريښناليك كي د مسلمانانو لپاره راليږلي دي......)))) او د خپل مضمون شروع ئي داسي كړي ((( سترګي او غوږنه دي په كار واچوه عقل دي پښو ته تللي بي عقلي دي په ككري كي د رټلي شيطان په رهبري........))))

ګرانو لوستونكو ددغه موضوع دلته په ذكر كولو غواړم چي يو څو خبرو ته اشاره وكړم لومړي خو دا چي هغه ليكوالان وروڼه چي دلته ليكني كوي بايد په ذهن كي دا خبره وي چي دغه ليكني په ټوله نړي كي خواره واره پښتانه ګوري او تبصيري پري كوي او له بلي لوري هغه وروڼه چي د كوم ليكوال د ليكني سره مخالف وي نو هيله تري كوم چي خپل نظر په همدي فورم كي څرګند كړي نه دا چي په كومه مجله كي خپل نظر څرګندوي او بيا په ليكنه كي خرابه لهجه هم استعمالوي او همدارنګي د نوموړي ليكنه د ټول افغان ويب پاڼي ته هم ضررناكه تماميږي. نو كه ددغه مجلي كوم ليكوال او يا نماينده په ټول افغان كي وي نو بايد دي خبري ته متوجه شي او پردي هم ځان پوه كړي چي په ليكنو كي د مسلمانانو په اړوند بده لهجه استعمالول د ليكونكي او مجلي قدر كموي،
نو هغه ليكوالان وروڼه چي غواړي وه ګوري چي ښاغلي ئي پر ليكونو څرنګه تبصيره كړي نو هيله ترينه كوم چي د الرساله ويب پاڼي ته لاړشي او دغه مجله خپل كمپيوټر ته كښته كړي او وه يي لولي او دالرساله ويب پاڼي ادرس دادي.
www.alrisalah.cjb.net

---------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
15.01.2005

د عزت وړعادله وروره، لوستونكو له پنډو سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته
نوري خبري يئ پريږه ٠
رابه سم يعني راځم د فتلون و اغستلوته ٠ فتلون اصلأ عربی لباس دي ٠ يعني اسلامي ٠ امريکايان ترننه پوري ٠
چه فتلون اغوندي ٠ خپل لباس ئې نه دي ٠ له نامه څخه معلوميږي ٠ دغه فتلون عربو جوړ کړي ٠
د کوچني خلکو تعصب هم کوچنی وي ٠ او لويان خلګ لوي تعصب لري ٠ د طيارې سره تعصب نسي کولای ٠ ولي که د طيارې سره تعصب وکړي ٠ مجبوره کيږي ٠ چه طياره جوړه کړي ٠ چه طياره ،راډيو،تليفون ،توپک نسي چوړه ولای نو تعصب نه ورسره کوي ٠ هو کالي دي خپل چوړه ولای سې ٠ نو تعصب دي ٠ د فتلون سره شروع کړي

لباس خوراک په سنت کښي نه حسابيږي ٠ او اخلاق نو ښه ښئ دي ٠ چه ځيني وخت فرض وي او ګای سنت ٠
الهي مسلمانانو ته د کفارو سره تعصب ورکړي ٠ چه د صنعت ،زراعت ،علم کي تعصب وکړي ٠
الهي مسلمانانو ته يو د بل په منځ که غبطه ورپيداکړې


صابر ننګرهاري
16.01.2005

عادل وطنمل صيب له سلامونو څخه ورسته

وروره د مجاهد ږغ مجلي همدي موضوع په اړوند ما خپل نظر د الرساله ويب پاڼي او مجلي په بريښناليكونو ورليږلي دي او ما هم غوښتل چي ددي موضوع په اړوند دلته څه وليكم خو چي ستاسي ليكنه مي وكتله نو له خپل نظر څخه تير شوم ځكه په ليكنه كي مو هغه څه وه چي ما غوښتل په ګوته ئي كړم او الله شاهد دي چي ددي موضوع په لوستو سره خپه شوم او همدارنګي نوري څو موضوعګاني هم دي خو خير راته ښكاري چي د مجلي چلونكي ټول جزباتي ځوانان دي او جزبه انسان په ډيرو غلطو كارونو كولو مجبور وي.

صابر ننګرهاري


mahboob
16.01.2005

ما ته خو پتلون هسي خوند نه را کوي که هغه عربي لباس دی اوکه انګريزي .



Adil watanmal
22.01.2005

ګرانو لوستونكو او ليكوالانو له سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته

لومړي خو ټولو ته د لوي اختر مباركي وايم او هيله لرم چي په تن بدن باندي به روغ او جوړ وي.

دوهم ستاسي د نظر څرګندوني څخه يو عالم مننه.

محترم حليمي صاحب د لباس په اړوند كه هغه پتلون وي او كه غير زه خپله داسي نظر لرم.
اسلام خپلو افرادو ته لباس نه دي په ګوته كړي بلكي امر ئي ورته د عورت په پټولو كړي او د نر او ښځي لپاره ئي د عورت اندازه معلومه كړي نو اوس په هر مسلمان باندي ستر عورت فرض دي خو بايدد ستر عورت لپاره په هره ټولنه كي د هغه سي لباس اغوستلو څخه ځان وساتي چي فتنه ترينه جوړيږي او زما د خپلو پښتنو لباس ډير زيات خوښ دي او تر اوسه مي د بل كوم قوم لباس نه دي اغوستي سره ددي چي د ډيرو مختلفو قومونو په غونډو كي مي شركت كړي خو كوشش مي كړي چي د پښتنو لباس په مكمل ډول واغوندم ځكه چي پښتون يو بيل قوم دي او جدا لباس لري او زه پدي نظر يم چي پښتون په كوم ځاي كي خلق وويني بايد له لباس څخه ئي وپيژني او خپل لباس او ژبه پريښودل او د نورو لباس كول او په ژبه ئي خبري كول بغير د ضرورت څخه . زه ئي مخالف يم او زه ډير افسوس كوم چي ډير پوه پښتانه په نورو ژبو غږيدل او د نورو لباس اغوستل ورته ترقي ښكاري او له همدي وجه په خپل منځ كي هم په پردي ژبه غږيږي او بغير د ضرورته هم د غيرو لباس كوي چي د څه وخت په تيريدو سره خپله ژبه ترينه هيره شي او خپل لباس په اړوند هم كوم فكر نلري او په نوم پښتون پاتي وي.او همدارنګي يو بل غټ مصيبت په هغه پښتنو كي چي د افغانستان څخه د باندي ژوند تيروي دادي چي بچيان ئي د هغه هيواد په ژبه چي دي پكي وسيږي ليك لوست كولي شي خو په پښتو او فارسي باندي كه خبري پري كولي شي خو نه ئي ليكلي شي او نه يي لوستلي شي.چي هيواد ته په راستنيدلو سره د ډيرو مشكلاتو سره مخ وي نو زه له ټولو پښتنو څخه هيله كوم چي هر چيري وي نو بايد خپله ژبه ژوندي وساتي او هغه پدي چي په خپلو كي په مورني ژبي خبري وكړي او خپلو بچيانو ته د پښتو ليك اولوست ور وه ښايي او همدارنګي د خپل لباس په اړوند هم.

اوس په همدي بسنه كوم بيا به سره غږيږو ځكه چي د اختر ورځ ده او ميلمانه......

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more