سياست او روانې چارې
په اقتدار کې، له احمد شاه مسعود سره لومړۍ لیدنه
pattang
16.09.2013
انډيوالانو عصمت قانع زما نه خوښېږي ځکه داسې ناولی مخ لري
لکه د ناولي اوناشولته خلقي خو داليکنه یې زما خوښه شوه !
عصمت قانع
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مؤسسې د پلان له شنډېدو سره
جوخت ټول کابل د ویر پر ټغر پروت وو.
هسې ښکارېده لکه د اسمان لوبه چې هم بدله شوې وي او د ګردون
هر څرخ د غمیزو او ناورینونو له نویو صحنو او تازه نندارو سره
حرکت کوي.
کابل د ویر او ناورین پر ټغر پروت وو او هره لحظه په کې د وینو د
یوه تازه توپان زړه رېږدونکې انګولا د تهدید او ګواښ پر نیلۍ سپره
وه. کابل د چور او تالان په ښار بدل شوی وو، هرې خواته د تېښتې
کاروانونه لا لهانده او سرګردانه په خوځېدو را خوځېدو بوخت وو.
ماښام به د ښار په اسمان کې د سرو سکروټو نینې د ځمکې پر تېغنه
را لوېدې او داسې فکر کېده، چې زمان د تاریخ په اوږدو کې د یوې
سترې غمیزې د بشپړېدو د نوي پړاو شاهد دی او شاهد هم وو.
د هېچا د مرګ تپوس نه کېدو، د هېچا ناموس خوندي نه وو، د هېچا پر
مال صرفه نه کېده، د هېچا ژوند خوندي نه وو.
د ثور ۲۸ ورځ وه، چې د نوي نظام د غوره تبلیغاتي پلان پرسر د
جمعیت اسلامي افغانستان فرهنګي کارمندان د ملي امنیت په ریاست
کې سره راغونډ شوي وو.
احمد شاه مسعود غوښتل چې دغه غونډه په خپله رهبري کړي، تر
دې وړاندې استاد برهان الدین رباني هم په غونډه کې حاضر وو،
خو غونډه د یوه بدخشي قاري لخوا د قران شریف د څو ایتونو په
لوستلو سره پیل شوه او وروسته احمد شاه مسعود په خبرو پیل
وکړ.
د خبرو په سر کې احمد شاه مسعود له حکمتیار څخه سر وټکاوه، له
خبرو او وینا څخه یې داسې معلومېده چې د افغانستان لپاره ټول
خطرونه، ټول ګواښونه او ټول ضررونه د ګلبدین حکمتیار په وجود
کې مجسم شوي دي.
زه د انیس د نشراتي مؤسسې په نماینده ګي غونډې ته ورغلی وم.
مسعود په لومړي سر کې د حکمتیار په باره کې وویل، چې هغه به تر
اوسه پورې کوشش وکړي ترڅو کابل په یوازې سر ونیسي او د
قدرت انحصاري تشکیلات پلي کړي.
خو وروسته یې په خبرو کې د اتنیکي تعصب رنګ له ورایه راجوت
شو او په داسې حال کې چې پکول یې د مخامخ ښیښه یي میز پر
منځنۍ برخه په احتیاط سره کېښود پر څوکړه ږیره یې لاس را تېر
کړ او ماته یې مخامخ وکتل، په خبرو یې شروع وکړه.
دیګه جان بیادر، حکمتیار صاحب میخواهد که بار دیګه نادرخان شوه،
حالا دیګه وزیری ها و جاجی ها و منګل ها به مشکل به چور و
چپاول کابل دست خواهد یافت.
شما باید به مردم بګوئید که رژیم کاملاً بدست مجاهدین است، دیګه
هیچ کس نمیتواند که اقتدار مجاهدین را در تاریکی شب دزدی کند.
زه خاموش شوم. ملکزاد چې اصلاً ازبک توکمه وو او له ډېره وخته
راهیسې یې د جمعیت اسلامي په فرهنګي کمېټه کې کار کړی وو د
کابل د ملي راډیو تلویزیون د پرسونلي قحطۍ په باره کې خبرې
شروع کړې او د تلویزیوني خپرونو د پیل لپاره یې د جهادي
پرسونل او بشري توان د راغونډولو په باره کې خپل وړاندیزونه
بیان کړل. زما په څنګ کې فضل الرحمن فاضل ناست وو، هغه هم د
افغانستان د اسلامي حزب د فرهنګي کارمندانو د جلبولو په باره کې
توضیحات وړاندې کړل.
زما کیڼ اړخ ته د لغمان محمد نیسم فقیري ناست وو، ده هڅه وکړه
چې مسعود د تاریخ د یوه بېساري کرکټر په توګه یاد کړي، بس
چاپلوسي یې شروع کړه، داسې چاپلوسي چې مه کوه پوښتنه.
غونډې تقریباً شل دقیقې دوام وکړ، چې مسعود د یوه عاجل او بېړني
کار د پېښېدو په بهانه له غونډې ووت او موږ د لومړي لمبر قصر
په لور روان شو، چې د فرهنګي او تبلیغاتي کار د پیل لپاره د استاد
رباني ملاقات ته ورشو.
کله چې د جلسې له غونډې راووتو، نو احمد شاه مسعود لا د ملي
امنیت د لومړي پوړ په تالار کې موجود وو او د تالار مخې ته د تېر
رژیم لوړ رتبه پوځي قوماندان ولاړ وو.
زه احمد شاه مسعود بېرته یوه ګوښه ځای ته ور وغوښتم او راته
ویې ویل: دده خبرې په فارسي وې، ټکي په ټکي یې نشم را
اخیستلای خو مفهوم یې په ټوله امانتدارۍ سره څه چې زما په ذهن
کې دي دلته رانقلوم.
ته یو پښتون یې او فکر کوم چې افغانستان به ډېر درته ګران وي، ما
دې په میثاق خون او مجاهد کې لیکنې لوستي دي، ته او ستا نور
همفکران حکمتیار ته دا پیغام ورسوئ، چې که له کابله څخه د نظار
شوری او جمعیت مجاهدین په زور وشړل شي تاسو به یو متحد
افغانستان ونه لرئ، بیا به د افغانستان د نیمګړتوب تاریخي
مسوولیت هم تاسو ته متوجه وي.
داسې قوتونه شته چې زموږ تر شا ودرېږي دا به زموږ مجبوري وي،
چې د سالنګ اخواته د خپلو خلکو د جهادي آرمان د سرته رسولو
لپاره تشکیلات جوړ کړو او په کابل کې هم څوک په ارام پاتې نشي.
مجاهدین به هېڅکله هم د حکمتیار دغه فاشیستي ارمان چې په یوازې
سر دې حکومت وکړي پوره کېدو ته پرې نه ږدي.
زما لپاره د مسعود اخطار د افغانستان د تجزیې مفهوم درلود.
اعصاب مې ګډوډ شول. کله چې له تالار څخه راووتم، نو محمود
بریالی، جنرال مومن، اصف دلاور، جنرال بابه جان، دوستم مجید
روزي او عبدالرحمن جرمن د تالار مخې ته ولاړ وو.
دوی په فاتحانه انداز کې داسې ولاړ وو لکه د ببرک کارمل دکترین
چې یې د بریالیتوب ستیج ته پورته کړی وو. د ودانۍ پر هر دېوال
د حفیظ الله امین تصویر راته ښکاره کېده. ګومان مې کاوه، چې
افغانستان چا راڅخه برمته کړی وي، هماغو زړو روسي قواوو،
هماغه د هورا نارو، هماغه کارملي دسیسو.
د حفیظ الله امین تصویر مې تر سترګو کېده نه پوهېدم، چې په داسې
حالت کې ولې د امین تصویر زما سترګو ته درېږي.
ځان مې سره راغونډ کړ، اعصاب مې سره راټول کړل او هماغه د
حفیظ الله آمین په پغمانۍ لهجه مې د محمود بریالي په مخ کې په
لوړ اواز وویل: له آمو تر اباسینه ایمنګ ستر وطن هېڅکله له مېنځه
نه ځي. زما تر اواز وروسته بریالي نورو ته وویل: امینست ها در
صفوف مجاهدین هم نفوذ دارد.