د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وروستۍ تباه کونکې زلزله دمذهبي عالمانو په ژبه

Anonymous
13.01.2005

وروستۍ تباه کونکې زلزله دمذهبي عالمانو په ژبه
دسونامې په نوم وروستۍ بې رحمه زلزلې دختيځې اسيا له ١٥٠٠٠٠ نه زيات خلک ووژل. او بې سارې تباهۍ اوبربادۍ يې له ځان پسې پريښودې. دانګلستان يو ستر عيسوی مذهبه مشر په ګيله آميزه ډول وويل : زه اوس څنګه خلکو ته وعظ وکړم چې خدای تعالي ته مخه کړی او له هغه سره مينه ولری او څنګه هغوی ته ووايم چې خدای تعالي په تاسې ډير مهربان دي. خو يو اسلامې عالم ډاکتر يوسف الکرادوي اعلان وکړ چې دا د خدای جزا وه چې په توريستي سيمو کې يې غربيانو ته ورکړه. هغه وايي چې په دغو سيمو کې الکول، مخدره مواد اونور منعه شوي کارونه اجراکيږي او له همدې کبله يې د خدای تعالی له خوا يې دداسې جزا وړتيا درلوده.
ستاسې نظر څه دی؟ په ځانګړې توګه که دټول افغان ملاصيبان په دې باب معلوماتو وړاندې کولو ته راوړاندې شي ډير به ښه وي



ع کريم حليمي
14.01.2005

ختيځ وال صاحب سلام او پسله سلامه ښه راغلی درته وايم ٠
مرګ ډېر بدل حالت دي ٠ د مړي دپاره کومه لو خبره نده خو د بازماندګانو د پاره ډېره سخته خبره او ږغ دی
څو بې پلار،څوک بې مور،بې وروره ،٠٠٠٠٠٠٠٠ سوه ٠ غم همېښه و ژوندوته پاته سي ٠ چه ولاړه غم ئې خلاص سو٠ د دونيا موږ او غم سره پاته يو ٠ خدای دې راباندي اسانه کي ٠
وروره ! [quote:a851362284]جغرافيه تقدير دي ٠ او تاريخ مبارزه ده ٠ [/quote:a851362284]
په دختيځې اسيا کښي به خلګو خود ګناه وي کړي او بيا به ئې هم کوي ٠ لکه په هر ځای کي چه کيږي ٠
د مځکي پرمخ داسي انسان نسته چه ګناه دي نه کوي ٠ او نه انسان د ګناه څخه ځان خلاصولای سي ٠ ابدأ
خبره د زلزلې نده ٠ خبره د مرګ ده ٠ مرګ خو يو شکل نه لري ٠ چه خامخا به ئې اولادونه پر راځرخېدلي وي نو به پسله خدای په امانيه څوک مري ٠
خدا چه د نوح عليه السلام په دخت کي خلګ په اوبو غرق کړه ٠ هغه د نوح عليه السلام په ښرا وه ٠ نه چه خدای بلا
ورته بې حوصلې سوو ٠ لکه څومره لوی نظام چه خدای جوړ کړي ٠ نو تر دغه نظام د خدای حوصله ډيره ده ٠
عيسايان ملايان چه داخبري کوي ٠ بند پاته دي ٠ ولي چه دوی ٠ له عيسی ع څخه خدای جوړ کړي ٠ او ټوله دين
ئې يوازي د بخښي ، مهربانۍ پر محور راڅرخي ٠ بل څه نه لري ٠ د د عيسوي ملاخبره نه ده ٠ هغه خلګ چه ده ته
په شنبې په چړچ يا کليسا کي ناست وه ٠ او دا عمرونه عمرونه ئې د عيسی عليه السلام خدائې ستايلې او هغه مهربانه ئې معرفي کړي ٠ چه نن ئې مقتديان حيران او متحير دي ٠ چه زموږ ملا څه ويل ٠ او نن څه حال دي ٠
چه درواغ ئې ډير ويل ٠ نو ملا (الجان ) هم په خپلو درواغو کي بند راغلي

او پاته سوه د ډاکتر يوسف الکرادوي خبره ٠ او ل خو دا لازمه ده چه دی د راسخ علم خاوند دي که يا ؟؟؟
دا ډاکتر صاحب ډير غلطه خبره کړې ٠ پر مړو باندي بد ويل ډير غلط کار دي ٠ په تېره بيا چه نه ئې پېژني ٠
پر پاچا،سياستوالو خبري کول په ژوند او مړينه بد کار ندي ٠ اما عوام غريبان ، پر بېچاره خلګو بد ويل په تيره بيا چه مړه وي ٠ او ملا ساب و وايي چه په دې خاطر مړه سوه چه ګناه کاره وه ٠ شرعا حق نه لري ٠
او د مړي شيطان هم لاس واخلي ٠ او خاتمه مستوره ده ٠
د ده د پاره به داښه وای چه ويلي ئې وای چه الهي د داسي امتحانه مو وساته چه تحمل ئې نه لرو ٠ حيات يو امتحان دي ٠

جغرافيايي حوادث دغسي دهشي او عجب وي او دي ٠ که مي ښه پياد وي ٠ په ايټالياکښي دوه زره کاله د مخه
د اتشفشان غره څخه ايرې د اور پر يو ښار راتوۍ سوې (باد په واسطه) ٠ او ښار ټوله تر ايرو لاندي سو ٠ د دې ښار نوم دي Pompeii ٠ هغه وخت له دغه ښاره زر نفره هم ژوندي و نه وتل ٠ او که نن بيا داسي پېښه وسي ٠
ممکين ٩٨ % خلګ ږوندي پاته سي ٠

او تايخ بيامبارزه ده ٠ دا بايد د انسانانو زده سي چه د بحر پر غاړه بايد څرنګه ابادۍ چوړي سي ٠ که بيا داسي
پېښه تکرار کيدل چه ورته اماده يو ٠ دامعنا نه چه موږ به د خطره خلاص يو ٠ تر ډيره حده به ممکن د دغسي
مرګ مخه ونيسو ٠ که خدای کول ٠ تجريبه علم دي ٠
په جاپان کي ډيري زلزلې کيږي ٠ نو چون اوس ئې تجريبه زياته ده ٠ ډيرئې د ځاني خطر مخه نيولې ده ٠


Anonymous
14.01.2005

((اسلامې عالم ډاکتر يوسف الکرادوي اعلان وکړ چې دا د خدای جزا وه چې په توريستي سيمو کې يې غربيانو ته ورکړه. هغه وايي چې په دغو سيمو کې الکول، مخدره مواد اونور منعه شوي کارونه اجراکيږي او له همدې کبله يې د خدای تعالی له خوا يې دداسې جزا وړتيا درلوده.))

ګرانولوستونکو سلام !

زه دداسې مطلق او بې رحمه ملا په علميت افسوس کووم چې ددوه لکه انسا نانو تباهي ورته ((دداسې جزا )) وړ ښکاري٠
دداسې افراطي اوتنګ نظرو په نظريواځی هغه څوک مسلمان اوانسان دې چې ددوی د خواهش سره برابروي٠ دغه ملا لا تراوسه خبر نه دې چې دايران زلزلې هم په زرګونو مسلمانان تباه کړي اود سونامي اکثريت قربانيان هم هغه غريب مسلمانان وو چې ديوې مړۍ دګټلو لپاره يې په بحر کی ماهيګيري کووله٠ ددې تر څنګ د قربانيانو اکثريت ماشومان اوښځې دي ٠
زه له دغه ملاڅخه پوښتنه کووم چې دغه ټول ماشومان او ښځې دمخدره موادو قاچاقبران وو؟ دغه ټولو ماشومانو شراب څښل ؟ څه ثبوت لرې؟ غربيان هم انسانان دي اوځينی يې دخپلو ماشومانو اوکورنيو سره هلته تللي وو٠ زه فکر نه کووم که کومې غربي فوځي اډې ته پکی تاوان رسېدلې وي ٠
دادمسلمانانوبدبختي ده چې داسې بې رحمه عالمان لري اوپرځای ددې چې مسلمانانو ته ښه نوم وګټي ، په نړوالو شخړو اوبدنامۍ کی يې کښېباسي ٠ دارنګه تش په نامه عالمان انسانيت ، رحم ، انساني عاطفه ، منطق ، صلح او انساني کرامت ته نه يواځې قايل نه دي بلکه ددغوارزښتونوپه پايمالوولو کی مستقيم لاس لري ٠ وګورۍ دافغانستان سياسي ملايانو ته ! په زرګونو قتلونه دوی وکړه ، همدغه غربيان چې دوی ورسره دوښمني لري دوی افغانستان ته راوستل ، دافغانانو په ناموسونو همدغو ملايانو تېرې وکړ ، دافغا نانو شخصي اودولتي شتمنۍ دوی لوټ کړې ، ټولنيزې بداخلاقيانې دوی رامنځ ته کړې ٠ تاسودافغانستان له ملايانو څخه پوښتنه وکړۍ چې دومره مال او دولت دوی له کومه کړه ؟ دوی دې د ١٩٧٨ څخه پخوا خپل مال او دولت وښايي چې څه يې لرل ؟
دشوروي عسکر څه وخت له افغانستانه وتلي اوولی ملايانو ونشوکړای چې د خلقيانو
اوپرچميانو په پرتله ښه ، سالم ، اسلامي او عادل حکومت جوړکړي؟
اوس نو ځينی پوښتنې دجنت اوددوزخ دټېکدارانو څخه :

خدای تعلی به کومه اسلامي ډله جنت ته بيايي ، سوني ، شيع ، وهابي ، برېلوي ، قادياني ، اسماعيلي ، صوفي اوداسی نور؟
وايي دنيا داخيرت توښه ده نودغه پورتنۍ ډلې چې په دې دنيا سره نه دي جوړی شوي هغې دنيا ته به څه توښه يوسي ؟

دغه دوچ زور خدايي استازي کوولای شي په ثبوت ورسوي چې خدای دهرڅه اختيار ورکړې ؟

ځينې خلک لکه دغه ملا په ريښتيا چې نه ځان پېژني اونه بل

ازادنظر


Anonymous
14.01.2005

ډېر محترم آزاد نظر صاحب تاوده سلامونه او نېکی هېلی می ومنی٠
ستاسی محترم دا ارزشمنده او د واقعتونو او دﻻېلو څخه ډکه او پر محتوا لېکنه می ولوستله، خداېشته د زړه زنګ ېی را اوبه کړل٠ خداېدی تاسی ته ﻻنور هم دداسی خو لېکنو او واقېت وېلو په لارکښی ﻻزېادتوفېق او بری درکړی٠ امېن٠
د نا اهله او بی علمېته (پنځه صورته) ملاېانو دﻻسه مو اور واخېست ، وطن اوتارېخ يی راخرابه کړل ٠ د ښکلی او سپېڅلی او مبارک اسلام څخۀ د مرحم په ځای توری جوړی کړی او د خلکو په سترګو او ځګرونو ېی منډی رامنډی٠ راسخه مسلمانان ېی دی ته اړ کړی چی د اسلام ددين څخه واوړی٠ داسی مسالونه په زرګونو ما لېدلی٠
دداسی تش په نامه اسلامی ډاکترانو لکه يوسف الکرادوی ويناګانو او داسلا م دسپېڅلی دېن تر نامه ﻻندی نا معقوله کړو وړو ټوله نړی داسلام او مسلمان پرضد ګرځولی ده٠ هماغه خدای "ج" دی چی موږ عقېده پر لرو دوی ته سزا ورکړی٠ او موږ دی زېاتی په خپل قدرت سره ددوی له شره خلاص کړی٠ امېن٠
بل داچی ستاسی پوښتنو ته دوی اصلأ ځواب نه لری٠ که لری ېی داېی ګز دا ېی مېدان٠
په اخېر کښی ستاسی څخه ېو ځل بيا مننه کوم چی پر واقعېت ږغېدلی ېی٠ او خداېدی داسی اصېلو پښتنو ته لکه تاسی غوندی چی شمېر ېی زېاد دی دا جرئت ورکړی چی زموږ دوطن واقعېتونه او دونا اهله، اسلام اوملت دښمنه ملاېانو توری څېری ښکاره او ددوی د ناکردو څخه بی له کومی وېری پرده اوچته کړی٠
په درناوی ستاسی دوعاګوی سپېلنۍ٠


Anonymous
14.01.2005

مننه مننه :
درونو دوستانو داشتباه له مخی می په پورتنی لیکنه کښی د ازاد نظر صاحب پر ځای دنقاد صاحب نوم لېکلی و، خو دې اشتباه ته می د فورم مسئول ژر متوجه شوی او هغه یې اصلاح کړی ده، په دې توګه ترې مننه کوم .
په ډېره مینه ،سلامونو او درناوي . سپېلنئ٠


Anonymous
16.01.2005

درونو دوستانو زما سلامونه لکه دافغانستان دا غرونه رغونه ومنۍ٠
وروستو بيا می غوښتل چی وستاسی حظور تۀ عرض کړم چی دا سی د منطق او استدﻻل نه لېری خبری چی دغه پورتنی ډاکتر ملا کړی دلته هېواد کښی دننه هم تر غوږو کېږی چی ،البته دملاېانو له خولی، چی سړی ډېر متأسره کېږی٠ افسوس چی له دوی سره استدﻻل نه کېږی چی اندک خبر دی له خولی راووځی بېا دکفر ټاپه په تندی درولګوی٠
نو که دا دخدای "ج سزاوی چی دی مسکېنو خلکو تۀ ورکړه نو بيا خداېی عدالت څه شو؟
که دشرابو او ځنا سزا په دی دنېا بنده ګانو ته ورکولی لکه ملا صاحبان چی ورکوی نو غونډه غربی نړی او امرېکا به ﻻوختی په سېن ﻻهو شوی وای٠
وسلام ٠ متين ګران٠


Anonymous
18.01.2005

لوده !
که ته په رښتيا احمق نه وې نو په ځان به دی ولی ((لوده)) نوم ايښوده٠
شرافتمند اودرانه خلک درانه او عزتمند نومونه خوښوي ٠ ستا شرمې نوم خو په هيڅ قوم کی نه پيداکيږي ٠ کوم پښتون اومسلمان داسی نوم خوښوي ؟ کوم مسلمان اوپښتون دغسې نوم لري ؟ ددې نه څرګنديږي چې نه پښتون يې او نه مسلمان ٠ زه افسوس کوم چې په دې ښکلې ويبپاڼه کی ستاغوندی لوده ته هم اجازه ورکول کيږي چې دپښتنو نوم بد کړي ٠

ستادشان سره يوازی لعنت برابر دې نوځکه می درباندی پيرزو کيږي هم٠

ازادنظر


Anonymous
18.01.2005

لوده ګله!!! لوده زيات د کم عقل او يا ساده په مانا کارول کيږي خو تا بايد په ځان د لوچک يا بداخلاق نوم ايښی وای دا به درسره ښه ښکاريدی. که دغسي يو لوچک انسان په داسې پوچو او لوچکو کلماتو د ملا پلوی کوی نو په واقعيت کې پخپله د ملايانو ستر دښمن دی او په دې دملايانو حيثيت د دوه پيسو سره برابر کړ. او کله چې داسلام په نمايندګۍ داسې الفاظ استعمالوي نو له بده مرغه چې په اسلام کې دې هم خپله مردارې خوشې کړه.
داسې ملايان چې دمظلومو انسانانو تباهۍ ته اتڼ کوي او په زړه کې يې لږ زره انساني عاطفه وجود نه لري مسلمان خو پريږده چې انسان هم ورته ويل ګناه ده. دغسې ورته ملايانو په افغانستان کې څه وکړل؟د ازاد نظر صيب او نورو ورونو ليکنې بيا ولوله. که بيا هم نه پوهيږي نو په رښتيا چې لوده يې.
عثما بن لادين دې تاته مبارک وي ، موږ د هغه پرته هم مسلمانان يو. تاورڅخه دزمانې پيغمبر جوړکړی خو موږ يې دا پيغمبري نه منو. اکثريت مسلمانان ورته د جنايات کار په څير ګوري. هغه پخپله دامريکا او لويديځ په واسطه روزل شوی دی. که ملايان ددين لاره ونيسي هيڅ څوک يې په ضد نه دي، خو که د جومات په ځای تخت غواړي او لياقت يې هم نه لري بيانو ورته ملا نه شو ويلی .
مګر ډير بې تربيه يې. داسې ليکنه چې تا کړې ده دکرکې وړ ده.


Anonymous
19.01.2005

عرض صيب ٠ سردار لرم
په منطق او درناوي محدود ٠او له غړيتوب پرته٠ ګټور بحثونه مو ولوستل ٠
واقعأ داسي څرګندوني تاسو ليکلي وې ٠ واقعأ ئې پر زړنو او عقل ئې اثرونه واچول ٠
داسي ! يوه مور وه ٠ دري لوڼي ئې درلودې ٠ درې واړي توړياني(توتله ) وې ٠
ښايستې نجونې وي ٠ مرکې (خاسګار)ډيري ورته کېدې ٠ کله چه مرکه به کور ته ورغله ٠ نو د پښتنو د دود سره سم ٠
دو دونه به ئې د مرکې سره وسوه ٠ (راشه درسه ،چای ،٠٠٠٠٠٠ ) هره مرکه چه به ولاړه سوه ٠ بيا ئې دوهم وار نه ده ليدلې ٠ 25 کاله مرکې کېدلې ٠ اما داسي مرکه نه سوله پيدا چه دوهم وار بيا کورته ورسي
د نجنکيانو مور ٠ نجوني کښېنولې ٠ او داسي ورته وويل ٠ اه نجونو ! که چيري داسي وه چه مرکه راسي ٠
خپل د مېلونو عزت کوۍ ٠ د خبرو لاس واخلۍ ٠ چه خبره تر خوله را ونه باسۍ ٠
سبا مرکه راغله ٠ نجوني په پټه خوله خدمت کوي د مرکې ٠
بدبختانه داسي پېښه سوه ٠ چه چرګه پر هګيو ناسته وه ٠ په دغه وخت کښي د هګيو راولاړه سوه ٠ او د مرکي
د خلګو و مخته ئې خپل ضرورت (نسوار ) توف کړه ٠ هيڅ خبره نوه ٠
خو ديوې نجلۍ تر واک تيره سوه ٠ پر چرګه ئې نعري کړې چه ٠ ته ته تړه تړه ړړه ٠
خور ئې ږغ وکړ ٠ چه تاته مور نه تړه چه مه تړه (تاته مور نه وه ويلي چه خبري مکوه )
دوهمي نعرې کړې چه تکړ ما لا نه توړه (شکر ماخوخبري ونکړې ) حال داچي درو واړو اصلأ خبري وکړې
نو مرکه دلاړه بيا ئې دوهم وار ونه ليدل ٠
هره مرکه چه به ورغله کورته نجوني به ئېﻻخوښي سوې ٠ ولي چه کارندې وې ٠ خدمت ئې زده وو ٠ ښايستې وې
د ستني کار ئې زده وو ٠ اما چه خولې چه به ئې خلاصي کړې ٠ توړياني وې ٠

کلاه محمد عطا دوز


Anonymous
20.01.2005

انالله وانا اليه راجعون
بسم الله الرحمن الرحيم وعبادالرحمن الذين يمشون على الارض هونا اذاخاطبهم الجاهلون قالوا سلاما.
"اودخداي هغه بندګان چي په ځمكه په عاجزۍ سره تګ كوي كله چي جاهلان ورسره خبري پيل كړي نودوي وايي سلامتي دي وي له جانبه دخدايه(له دغه شرنه)
كاشكي چي موږپه پورتني بحث كي دلوي خداي جل جلاله دغه معجزكلام په پام كي نيولى واى. سمه ده چي دابحث دمنطقو دى او دين دلته څوك هسي اوهسي هم نكوي خوددى مانا دانه ده چي سړى دي نوپه خبروكي دومره ترچتې ووزي چي اسلامي اخلاق اوافغاني نزاكتونه له پامه وغورزوي.
يوه جاهل به بى فايدى بحث پيل كړي وي دابل لوده جاهل ته نوبيانه وو په كارچي خپل بيسارى جهالت دي دغسي سرِبازار رسوا كړي. دلوده خبري خوهاغه دى وطنمل ورسمي كړى خودانورو وروڼوبياپخپل وارسره دعكس العمل په ښوونه كي بيسارى جديت ښودلى وو. كه څه هم چي ژبه يى له لودګۍ خالي وه خوبياهم نه وو په كار.پدى كارسره مو لوده ته وښودله چي تاسي له اخلاقي او رواني پلوه څومره ضربه پذيرياست. اوداڅه ستاسي په عصبي ضعف دلالت كوي.
سونامي كه هرچيري اوهرڅنګه ووتيرشو.موږدمسيحيانو,بودايانو,اوهندوانوترڅنګ مسلمانان هم وليدل چي په اوبولاهوشول . اوبيادمسلمانانو شميره ترغيرمسلمانانو ډيره وه. اوعجيبه خولاداده چي وژل شوي زياتره مسلمانان يى دآچې داقليم عرب نژاده خلك دي. هغه خلك چي ديوه خالص مذهبي اسلامي حكومت دجوړولو په موخه له تيرو ديرشو كلونوداندونيزيا له حكومت اوپوځ سره په جګړه اخته دي. اوس نو داڅه څنګه بايدتعبيرشي؟ ايادا څه د آچې دمسلمانانو له دين سره دميني له امله رامنځ ته شول(نعوذبالله)؟
اوكنه داڅه په توريستي مراكزو كي دفحشاء له امله؟ خودغه فحشاء خونوپه دوبۍ,جده ,بيروت,دمشق,كازابلانكا او آن كابل كي ترنورهرځاي ډيره ده.
امريكا,اروپا او دافريقا ځيني هيوادونو ته كه پام وكړۍ نوهلته خوفحشاء يوكلچرګرزيدلى خو هلته نه داسي خاص زلزله شته اونه سونامي.
حقيقت دادى چي طبيعي پيښي په تيره زلزله دخداي جل جلاله دمطلق قدرت يوه الګويانمونه ده.په انساني ژبه كي دى څه ته موږ مصيبت ياابتلاء ويلاى شو.
خداي جل جلاله فرمايي: بسم الله الرحمن الرحيم.... ولنبلونكم بشئ من الخوف والجوع ونقص من الاموال والانفس والثمرات...........
اوخامخا به زه تاسي وازمويم(اخته به موكړم)په يوڅه باندي له ويري,لوږي اودمالونو او ځانونو او ميوو دانوپه كمي باندي.........
سبحان الله! ولي پام نكوو چي آياسونامي دويري,په مال اولاد اوځانونوكي دكمي موجب نه وو؟ آياهغه دبيساري لوږي اوناروغيولامل نه وو؟
هغه ژبغړاندي څپې اود9ريختراسكيل زلزله!!! سبحان الله هغه خوف او ويره خوګواكي موږنده ليدلي.
پاتي شوه داعمالوخبره نوحقيقت داهم دى چي كيداى شي په زلزلو او طوفانونوكي زموږبدو اعمالو يوبنسټيزرول لوبولى وي. خوددې څه پريكړه بيادخداي جل جلاله كاردى. يوسف كرادي اوبل دانشي ويلاي چي داندونيزيايانو له عمله داڅه پيښ شو.كه تاته دآچي فحاشي درياديږي نوعرب پلازميني بايد له ياده ونه باسى. اوس خوله خيره سره په سعودي كي هم فحاشي خپل اوج ته رسيدلي ده اودتورحجاب ترشاچي دبدلمنۍ كومه لوبه روانه ده هغه دخادم الحرمين دپلارپه قبر اودفيصل په لمن تورداغ دى اوددې څه بركات اوفيوضات ښايي هغوي مباركينو په قبرونوكي هم محسوس كړي وي.
په هرصورت دمصيبت اوابتلاء په وخت كي دخداي جل جلاله امردى :........اذااصابتهم مصيبة قالوا انالله وانااليه راجعون........
كله چي مصيبت ورته ورسيږي نووايي بيشكه موږدخداي يو اوموږدهغه لور ته بيرته ورګرزيدونكي يو.
دپاي خبره داده چي خداي پاك چي دادُنياجوړه كړيده نوځيني تخليقي كوډونه يى له ځان سره ساتلي دي. مثلا انسان دډي اين اې له لاري ځيني بشري اسرار معلومولاي شي خونشي كولاى چي دډي اين اې له لاري دبشرجوړولو خواته پرمختګ وكړي.
انسان نشي كولاي چي ديوه فطري توليدي محيط په برابرولوسره بياهم دغوښي يوګرام ټكړه اوياهم مصنوعي وينه جوړه كړي .
انسان دباد اوباران, وريځي اولمر او آن كله ناكله دكسوف اوخسوف پيش بيني دپرمخ تلليو سيسمولوژيكي وسايلو په مټ كولاي شي . خودزلزلې دپيش بيني خبره كم تركمه تراوسه پوري دساينس له وسه وتلي ده. اوآن كه امريكايان داوس لپاره په زحل اوعطارد كي هم خپل ترصدي مركزونه جوړكړي وبه نه شي كولاي چي داكار وكړي.
زغلول نجار په لندن كي ميشت يووتلى عرب كاينات پيژندونكى او اسلامي مفكردى . له بي بي سي تلويزون سره يى په خبروكي څرګنده كړه چي دزمكي دزيربنايي پيچلي ساخت اوځينو كوډونو له امله دراتلونكو سلوكلونو لپاره ګرانه ده چي ساينس دي دزلزلو دوقوع پيش بيني وكړي.
دنوموړي په وينا دايومطلق اعتقادي امردى چي موحد انسان بايد ايمان ورباندي ولري. نوموړي زياته كړه چي ترزمكه لاندي تغيراوتبديل يوازي حيوانات محسوس كولاي شي .همدالامل دى چي هغوي دپيښي له ځايه په جوپو جوپو زغلي.دسونامي له راتګ نه مخكي هم دتايلند,سري لانكا,ماليزيا او اندونيزيا ځنګلي حيوانات دلوړو سيموخواته تښتيدلي وو. همدالامل دى چي دسلګونو زرو انسانانوپه منځ كي ديوه مړه ځناورعكس ندى ليدل شوى. داڅه پخپله دالهي قدرت څرګنده نښه ده......


Anonymous
20.01.2005

دروند ميلمه او درنو لوستونکو ته سلامونه ! ميلمه وروره تاسو سم ليکلي چې
(( انسان نشي كولاي چي ديوه فطري توليدي محيط په برابرولوسره بياهم دغوښي يوګرام ټكړه[color=red:4949ca75be] او يا هم مصنوعي وينه جوړه کړي[/color:4949ca75be]))، خو دا وروستۍ برخه اوس اعتبار نه لري ، ځکه په فرانسه کې د ناروغانو له پاره مصنوعي وينه جوړول ممکن شوي اود مصنوعي وينې دکارولو تعميم به يې په نږدې راتليزه کې پيل شي .خو زما په اند لکه څنګه چې د طبيعي وينې جوړول د الله تعالی قدرت دی، د مصنوعي وينې صنعت هم د خدای تعالی قدرت دی ، ځکه د طبیعت او انسان ټولوخالق هغه ی، نو انسان ټولې علمي تخیکی او کلتوري ، سیاسی اواجتماعی کواندتیاوې او لا سته راوړنې دازلي ویش او پلان سره سم
رامنځته کیږی . د خدای لوی ذات او پر هرڅه قادر دی او د طبیعت قوانین یې رامنځته کړی او هر څه د عليت پر بنسټ ترسره کوي . ښايي انسان يې له همدې کبله د ځمکې يا طبيعت د تسخير له پاره خپل نائب ګرځولی وي، څو د عليت د پيژندلو او پوهنې له ﻻرې دغه رسالت تر سره کړای شي . له دې کبله نن مصنوعي وينه اختراع شوې څه ويلی شئ ، که سبا غوښه جوړول هم ممکن شوه نو بيابه تاسو ملا صاحبان څه واياست ؟
بله دا ده چې الله تعالی مطلق عالم او مطلق قادر دی ، نو هرڅه چې کيږي الله تعالی په اذلي توګه ټاکلي او د اړونده علل او معلول لړۍ يې ورته وضع کړې وي ، په دې کې د انسان فعاليت هم محاسبه شوی دی . دغه راز د هر کس دعا او خيرا هم د هغوی له پيدايښت څخه پخواپه اذل کې منل شوي يا رد شوي دي .
[color=blue:4949ca75be]څوک نشي ويلی چې که داړونده سمندر پر نوموړو ساحلونو اوس څوک نه اوسيدای، دغه سمندري ناورين به ګواکې نه و رامنځته شوی . له دې کبله دغسې پېښو ته مذهبي شکل او انګيزې ورکول يو بيځايه کار دی [/color:4949ca75be]. والسلام علی من التبع الهدا .


Anonymous
20.01.2005

که بحث د منطق دی نور اځی چې د لمړني ميلمه ليکنه د منطق او علميت په رڼا کې وڅيړو
١ ليکي:(( يوه جاهل به بى فايدى بحث پيل كړي وي...)) کله چې يو څوک د يو مشهور اسلام پوه شيخ يوسف الکرادي دغسې يو بې منطقه منطق ته ګوته نيسي نو هغه ستا په ګمان يو جاهل دی چې دا موضوع راپورته کوي او نيوکه پرې وکړي. نو بيا خو ستا په حال هم افسوس..... په ياد ولره چې ددغسي يو مشهور اسلام پوه دخولې خبرې تش باد نه و چې والوت بلکې په نړيواله کچه داسلام په وړاندې ژور حساسيتونه را پيدا کوي او دنړۍ په سرتاسر کې د مسلمانانو په وړاندی د نورو مذهبونو کرکه او غوصه راپاروي.
٢ ښاغلی ميلمه له يوې خوا د شيخ يوسف الکرادي وينا ردوي خو له بلې خوا ورسره زړه نازړه خپله موافقه هم څرګندوي. په دې مانا چې ليکنه يې ضد او نقيض ده. دا ښاغلی ليکي:
((پاتي شوه داعمالوخبره نوحقيقت داهم دى چي كيداى شي په زلزلو او طوفانونوكي زموږبدو اعمالو يوبنسټيزرول لوبولى وي.)) ددې وينا په مذهبي اړخ نه پوهيږم خو دومره پوهيږم چې دمنطق له نظره هيڅ پايله ورڅخه نشي راوتلای. ايا خدای تعالی نشي کولای يوازې د بدو اعمالو کسانو ته جزا ورکړي؟ ايا په زرګونو کوچنيانو ګناه کړې وه چې چې يا ووژل شول او ياهم بې موره او پلاره پاتې شول؟ او داګناهګاران يوازې په سونامې ځپلې سيمه کې وو؟
٣ بل ځای ليکي: ((په هرصورت دمصيبت اوابتلاء په وخت كي دخداي جل جلاله امردى)) که داسې مصيبتونه دخدای تعالی امر بولی نو بيا خو ورباندې خپګان نه دی په کار. ايا زموږ خپګان به د ګناه په مانا نه وي چې د خدای پاک په امر باندې خپګان ښکاره کوو؟ ستاسې په اند ځني کودونه خدای پاک ځانته ساتلي دي او بنده د پيژندنې نه عاجز دی. مګر اوس تر ډيره حده دطوفانو او زلزلو په اړه هم نسبي وړاندوينې ممکنې شوي ، او خبره د وخت ده چې نور پرمختګ هم وشي. که دا کار شونی شي بيا به ستاسې ملايې منطق څه وي، په امريکا کې د دطوفانونو وړاند ويني کيږي او بيا خلک له سيمو نه وباسي. داسې اوس څه مانا؟ څنګه يو ساينس پوه پوهيږ ي چې خداې تعالی په نژدي وخت کې د يو مصيب حکم صادروي؟
٣ حيوانات لکه چې ويل کيږي شپږم حس لري او دغه ډول دخطر درک کولی شي او تاسې دا يو الهي قدرت بولی ، بيانويې ولي دا حس انسان ته نه دی ورکړی ؟ او که انسانانو دا حس او ادراکې قوه لرلی، نو ايا دا به بيا ستا په ګمان دالهي قدرت د څرګندوی په مانا نه وای؟
که منطقي ځواب درسره وي نو مهرباني وکړه او خپل نظر ښکاره کړه.
زه مذهبي مطالعه ډيره نه لرم نو دا دليلونه مې يوازې دمنطق او عقل له نظره درته وړاندي کړل که په همدې ساحه کې ځواب راکړې ډيره مهربانې به دې وي. که ايات اوخديث راته وليکي نو زه خو په عربي نه پوهيږم او نه پوهيږم چې ستا مانا او تحليل سم دی او که نه.


Anonymous
20.01.2005

وروڼو سلامونه اونيكي هيلي مي ومني.
حقيقت دادى چي زه پخپله ديني عالم نه يم اونه هم دومره معلومات لرم. البته هغه څه چي مي زده وو ومي ويل. كه غلط شوى يم خداي دي راته معافي وكړي. خوداچي تاسي زماڅرگندوني دومره په جديت اخيستي زه يى ځكه حيران كړم چي مااصلا هغه ليكنه دمرورو ترمنځ دپخلايني ديوه پله دجوړولوپه موخه كړي وه خوله بده مرغه ستاسي دليكنو له محتواماته څرگنده شوه چي زه موهم له لوده گانو حساب كړى يم.
پاتي شو هغه پيغورونه چي دمطلق اعتقادي امر، او مطلق ايمان په اړه ماته راكړل شوي نو زه يوازي دومره وايم چي راځۍ پام وكړو. انسان سپوږمۍ ته ختلى يانه ختلى دابيله موضوع ده. خوموږيى منو چي ختلى.
مخكي له دى چي انسان هلته وخيژي دسپوږمۍ اوفلكي اجرامو په هكله دبشرمعلومات خورامحدود وو. خو كله چي انسان هلته وخوت او نوي علمي پلټني اوڅيړني وشوى نو انسان ډيرڅه نوي زده او رابرسيره كړل. انسان چي سپوږمۍ ته نه وو ختلى هم نو هغه هم دخداي پاك قدرت وو اوچي اوس وخوت نو داهم دلوى خداي دمطلقي كبريايي نښه ده.
دنيا عالم دامكان دى. هرڅه هروخت ممكن دي.خوزه پياهم پخپله هغه خبره ولاړيم چي ځيني شيان ښايي خداي پاك پخپل ځان پوري خاص كړي وي. مصنوعي وينه به جوړه شوي وي اوكه په امريكاباندي ستاسي دغه غيرمتزلزل اعتقاد،اعتماد او ويساوو نو كيداي شي چي يوڅه ورسته غوښه هم جوړه كړي خوايا داڅه دبشري وجود دمصنوعي جوړښت خواته گام بللاى شو؟؟؟ نه هيڅكله نه. روح به له كومه ورته راولي.
روح خوخداي په قران كي فرمايلي چي وقل الروح من امرربي.... ووايه چي روح زما درب له امره ده......
انسان ايا كولاي چي دحتمي مرگ مخه ونيسي؟؟؟ نه هيڅكله نه
هيله كوم ماته دملايي طعنه رانكړل شي ځكه زه ملانه يم. كنه نوبياخوماته هم اسانه ده چي تاسي ته امريكا په مخ درومښم. زه بحث كوم خو جگړه نكوم. پخلاينه اومنځګړيتوب كوم.
زماموخه داهم نه وه چي گواكي په مصيبت سړى خوابدى نشي. هغه سړى به له كومه انسان وي چي دبشريت په تاوان دي خواشينى نه شي؟ انسانان په مانند ديوه بدن دي. چي يوځاي درد وكړي بل ځاي يى هم محسوس كړي................والسلام على من التبع الهدى..........



ع کريم حليمي
20.01.2005

درنو او قدرمنو سلام
نن وينه جوړه جوړه شوئ ده تر Synthetic Blood تر نامه لاندي و ګورۍ ٠
او د نن ورځو په جنګو کښي کار څيني اخلي ٠ کله چه عسکر زخمي شي او وينه ډېره ضايع کړي ٠ نو Synthetic Blood ور کوي ٠
او هم د انسانانو سپېر پارټس جوړيدل ممکن سوي دي ٠ اما عيسايان ملايان ئې مخالفت کوي ٠
چون ٠ امريکا اولسواکي حکومت دي ٠ نسي کولاي چه د خپل ملت تر دود پښه واړوي ٠


سونامي

Anonymous
20.01.2005

د بحث ددې برخي ټولو درنو لوستونکو او کره کتونکو ته سلام وړاندي کوم .
ستاسو دا ( [color=red:e4bab9f439]اور _ اور [/color:e4bab9f439]) قلمونه چي ګورم ، هر توری په پام سره ليکم ، هسي نه چې راتلونکی ګزار پر سونامي نه بلکي په سنځرخېل شي !
ستاسو ټولو نه يوه پوښتنه لرم .
که چيري تاسو خپل دا قيمتي وخت ، کوم چي اوس يې يو نيم منطقي او خورا ډيرو بې منطقه ليکنو ځايه کوئ . ددې ګټي کومي دي ستاسو په اند ستاسو لپاره څۀ دي ؟
او همدا ډول يې ګټي زموږ هغه جګړه ځپلي هيواد ته کوم چي دا ٢٥ کاله د جګړو په اور کي سوځيږي او سوځيږي ، او تر هغه وروسته ورته سمه ايز او نړيوال غله ناست دي ، چوريږي تالا کيږي ، څۀ ده ، څه مرسته ورسره کولای شي ؟ کوم درد ته يې دوا کيدلای شي ؟ کوم يتيم ته مو ډوډۍ ورکولای شي ؟ کوم قلم کومه پاڼه ، کوم شاګرد ، کوم استاد ، کومه ښوونځی ، او کومه پوهنځۍ جوړولای شي ؟
ولي بايد په هره کاسه کي ځانونه واچوو ؟
احترام لرم تاسو ټولو ته ، شک نشته چي د موضوع په اړه به زده کړي ولرئ ، تجربې به ولرئ ، او .....
خو ؛ ښه به نه وای که مو داسي ويبپاڼي لرلای چي دغسي په تورو شپو کي ناڅرګند مزلونه مو هغو پوهانو راحلولای ، يا مو ورنه پوښتني کولای ، کوم چي په اسلام ، کي لوړي زده کړي لري ، نه دا چي دخېټي خبري ، او خپل نظر په يوه داسي پاڼه کي ايږدي ، کوم چي ورته به په زيات شمير لوستونکي د يوه اعتباري پاڼي په سترګه ګوري ، او غلطي څرګندوني به په منطقي پوهي حضموي ؟
ماته په دې ا ړه دلته څه وليکئ !
سرلوړي اوسئ .


Anonymous
20.01.2005

[code:1:923ab1841e]ایا انسان كولاي چي دحتمي مرگ مخه ونيسي؟؟؟ نه هيڅكله نه ..... زه بحث كوم خو جگړه نكوم. پخلاينه اومنځګړيتوب كوم. [/code:1:923ab1841e]
حتمي مرګ هغه دی چې مخه یې نه نیول کیږی ، نو خدایږو ستاسو خبره سمه ده چې :انسان د هغه مرګ مخه شي نیولای، چې مخه یې نه نیول کیږي . خو که مطلب مواجل مطلق وي، نوهغه هغه طبیعی اونهایي مرګ دی چې کله دانسان زړه نور کار نه ورکوی او له حرکته څخه وغورځیږي . خو ناروغي او نور خارجي عوامل لکه دموټر ټکر، د کوم ظالم مرګونی ګوزار ، د ټو پک ډز ، زهر خوړل او نور ې پیښې هم د غسې د زړه د دریدو سبب ګرځي ،چې له ځینو څخه سړی د درملنې او تداوۍ په وسیله راګرځیدلی شي. خوکه علاج یې ونشي نو زړه یې دریږی او پر معلق اجل سره هم مري . مطلق مرګ په ټولو ژوندیو حیواناتو کې شته او دطبیعت د قانون په توګه اړین او حتمي دی . دې ته مذاهب د خدایي مقدرات وایی ، فیلسوفان یې قانونمندي بولي او ساینس یي طبیعي قانون ګڼي . په ټولو کې یوه جبر ي پیښه بلل کیږي چې مخه یي نیول کیدای نشي ! هغه روح ،کوم چې داړونده انسان له پیدایښت مخکې ، وروسته او د ژوندانه په بهیر کې موجود وي،هم نشي کولی چې د نوموړي انسان د ژوندي کیدو او مرګ مخه ونیسي . دمیلمه لیکونکي د جملې پاتې برخه لاښکلې ده چې موخه یې پخلاینه ده ، کوم چې یو ډیر نېک او ضروري هدف دی. الله تعالی دې مونږ اوتاسې د نوموړي ورور سره په دغسې نیکوهدفونو بریالي کړي . په درناي.


Anonymous
20.01.2005

[quote:d64e5e60a2]ښه به نه وای که مو داسي ويبپاڼي لرلای چي دغسي په تورو شپو کي ناڅرګند مزلونه مو هغو پوهانو راحلولای ، يا مو ورنه پوښتني کولای ، کوم چي په اسلام ، کي لوړي زده کړي لري [/quote:d64e5e60a2]
وروره دین داخرت غم خوري او بری یې په دې برخه کې خوندي کیدای شي . خو آیا د دنیا ، ټولنیزو ، سیاسي ،اقتصادي ، علمی اوتخنیکي ستونزو حل له اسلام یااسلامی عالمانو څخه غوښتل مخکې له مخکې د ماتې اوناکامۍ منل نه دي ؟.
د واکمنۍاو سیاسي قدرت تش بوی چې پر ملا صاحب ولګید، لکه پریو پوډري چې د پوډرو بوی و لګیږي،بیايې پ مرګ نه پریږدي اواولسونه دخپل قدرت د ساتنې له پاره دا سلام پربهانه هم پخپله او هم پر خپل دښمانو له تیغه تیروي ،حال داچې دهیڅډل ستونزې پرحل نه پوهیږي او نه پرې خبر اوسي . ملا باید پر مسجدونو تسط ولري، نه پرسیاست ، اقتصاد، ساینس ، تخنیک اوکلتور باندې چې هېڅ ډل اشنایی ورسره نلري . نو وروره د ملا ملا صیب او دیني عالم ـ معلم خبرې دې د ژوندانه د مسایلو او دنیوی ستونځو په هکله همدموره بیځایه دي لکه څوک چې له یوه سیاستوال څخه داخرت د ستونځو له پاره یو پنځه کلن سیاسی اقتصادي پلان یا د دوزخ داور پر ضد له یوه ډاکتر څخه ددرد ګولۍ غواړي . وروره تاسې لیکلي چې ملا نه یم، خدای دې وکړي چې دغه بلا نه یې، مونږ هم د ملا مخالف نه یو،د هغه اخلاقي ، معنوی او روحاني قدرت د ټولنې له پاره غواړو، نه دهغه سیاسي او پوځي واک او قدرت، ځکه له دينی چاروپرته په سیاسی چاروکې نوموړی هغه جاهل دی چې په خپله ناپوهۍ هم نه خبریږي اودرګرده ناوړه تصمیمونه یو د بل پسې نیسي . خلق پرچم ، تنظیمونو او
طالبانو ثابته کړه چې ترکاڼي د بیزو کار نه دی .


pattang
21.01.2005

وروڼو !
مونږ کوچنيان نه يو ،پر ټولو خبرو ښه پوهيږو او هم پوهيږو چې ستا ( ستاسو) هدف
څه شې دي او چيرې ځۍ !!
راځۍ وروڼو! خپله عقيده دهر چا خپله اودي يوه او بل عقيد و ته به احترام لرو٠
لرګي وهل ښه کار ندې ؟
دغسي بحسونه غيرې منطقې دې ، ځکه چې ددواړو فرضيو, سبوتونو او پوستولاتو دا Fundamental set يو وړ ندي :
ستا منطق خوداسې څيړل شوې دي :
Logic is therefore the science of the principles of correct, i.e. conclusive thinking and proof leading

نو دا بل منطق څرنګه تعريف شوي دي ??

اول خو دا هم رواج ندې :
ميلمه ، ميلمه، ٠٠٠٠٠ ، ميلمه =: X ، کوم ميلمه?? .
زدکړه نوره زدکړه اوپوهه نوره پوهه غواړي ؟؟
ښاغلېوميلمه خېلو : يو خواهش درځخه کوم چې کنځلې راته ونکړ ي ځکه پرما مور ، پلار او ناموس ډير ګران دي ٠

په درناوي پتنګ

[quote:e70a7bb845="ميلمه پال"]که بحث د منطق دی نور اځی چې د لمړني ميلمه ليکنه د
منطق او علميت په رڼا کې وڅيړو
١ ليکي:(( يوه جاهل به بى فايدى بحث پيل كړي وي...)) کله چې يو څوک د يو مشهور اسلام پوه شيخ يوسف الکرادي دغسې يو بې منطقه منطق ته ګوته نيسي نو هغه ستا په ګمان يو جاهل دی چې دا موضوع راپورته کوي او نيوکه پرې وکړي. نو بيا خو ستا په حال هم افسوس..... په ياد ولره چې ددغسي يو مشهور اسلام پوه دخولې خبرې تش باد نه و چې والوت بلکې په نړيواله کچه داسلام په وړاندې ژور حساسيتونه را پيدا کوي او دنړۍ په سرتاسر کې د مسلمانانو په وړاندی د نورو مذهبونو کرکه او غوصه راپاروي.
٢ ښاغلی ميلمه له يوې خوا د شيخ يوسف الکرادي وينا ردوي خو له بلې خوا ورسره زړه نازړه خپله موافقه هم څرګندوي. په دې مانا چې ليکنه يې ضد او نقيض ده. دا ښاغلی ليکي:
((پاتي شوه داعمالوخبره نوحقيقت داهم دى چي كيداى شي په زلزلو او طوفانونوكي زموږبدو اعمالو يوبنسټيزرول لوبولى وي.)) ددې وينا په مذهبي اړخ نه پوهيږم خو دومره پوهيږم چې دمنطق له نظره هيڅ پايله ورڅخه نشي راوتلای. ايا خدای تعالی نشي کولای يوازې د بدو اعمالو کسانو ته جزا ورکړي؟ ايا په زرګونو کوچنيانو ګناه کړې وه چې چې يا ووژل شول او ياهم بې موره او پلاره پاتې شول؟ او داګناهګاران يوازې په سونامې ځپلې سيمه کې وو؟
٣ بل ځای ليکي: ((په هرصورت دمصيبت اوابتلاء په وخت كي دخداي جل جلاله امردى)) که داسې مصيبتونه دخدای تعالی امر بولی نو بيا خو ورباندې خپګان نه دی په کار. ايا زموږ خپګان به د ګناه په مانا نه وي چې د خدای پاک په امر باندې خپګان ښکاره کوو؟ ستاسې په اند ځني کودونه خدای پاک ځانته ساتلي دي او بنده د پيژندنې نه عاجز دی. مګر اوس تر ډيره حده دطوفانو او زلزلو په اړه هم نسبي وړاندوينې ممکنې شوي ، او خبره د وخت ده چې نور پرمختګ هم وشي. که دا کار شونی شي بيا به ستاسې ملايې منطق څه وي، په امريکا کې د دطوفانونو وړاند ويني کيږي او بيا خلک له سيمو نه وباسي. داسې اوس څه مانا؟ څنګه يو ساينس پوه پوهيږ ي چې خداې تعالی په نژدي وخت کې د يو مصيب حکم صادروي؟
٣ حيوانات لکه چې ويل کيږي شپږم حس لري او دغه ډول دخطر درک کولی شي او تاسې دا يو الهي قدرت بولی ، بيانويې ولي دا حس انسان ته نه دی ورکړی ؟ او که انسانانو دا حس او ادراکې قوه لرلی، نو ايا دا به بيا ستا په ګمان دالهي قدرت د څرګندوی په مانا نه وای؟
که منطقي ځواب درسره وي نو مهرباني وکړه او خپل نظر ښکاره کړه.
زه مذهبي مطالعه ډيره نه لرم نو دا دليلونه مې يوازې دمنطق او عقل له نظره درته وړاندي کړل که په همدې ساحه کې ځواب راکړې ډيره مهربانې به دې وي. که ايات اوخديث راته وليکي نو زه خو په عربي نه پوهيږم او نه پوهيږم چې ستا مانا او تحليل سم دی او که نه.[/quote:e70a7bb845]


pattang
22.01.2005

ميلمه وروه اسلام عليکم او اختر دي مبارک شه لمونځونه دي قبول شي !
وروره ستا په ليک کې مې يوه ډيره ښه جمله ولوستله او هغه داده :
( خو الله دی خېر کړي )٠ وروره مونږ ټول اطرافيان يو او وياړ هم لرو چې اطرا فيان
يو , خو يوه خبره درته کوم چې په شرعې او مدنې قانون کې هر انسان په خپل ځان
پورې تړلې او خپل بشري کرامت لرې يعني دنوروعقاربو په ګناه دوي مسؤليت
نلرې او دوی ته ښکنځلې کول به له دوی سره ظلم وي٠ که چيرې په دي ويبپاڼه کې
ښکنځلې او نو ر داسې شيان شروع شي لکه په www.afghan-web.com
کې چې دافغانانو/پښتنواوخراسانيانو/ستمې ملي له منځه سختې بي ادبه او ايتنيکي جګړي روانې دي , نودابه ددي پاڼې او د پښتنو لويه بدبختي وي نو زه مجبور يم چې دي دوميان او پرووايدي (domine, Provide) له مسؤ لينو سره په تماس کې شم تر څو چې د ip پتي ( ip-address) دداسي غړيو( users) له فوروم نه بندي کړې او يواځې دselect اجازه ورته ورکړې شې ٠
زه اميد واريم چې تاسو به ديوه پښتون او روشنفکره انسان په ډول دداسي بيهوده
شيانو مخه ونيسۍ٠

په درناوي ستا سو پتنګ
[quote:489e3baf99="Anonymous"]((ښاغلېوميلمه خېلو : يو خواهش درځخه کوم چې
کنځلې راته ونکړ ي ځکه پرما مور ، پلار او ناموس ډير ګران دي ٠ ))

په هرچا مور پلار اوناموس ګران دي خوځينې لوده ګانو ته هيڅ اهميت نه لري ځکه چه نه يې لري ٠
يوليونې افراطي جاهل دعوه کوي چه داول ځل لپاره ليکنه کوي اوپه اول ځل معلوميږي چه څومره دبيشرف خاندان نه دې ٠ دغه پست فطرته د هيواد دويپاڼی څخه پېژنم چه دسپک ډم ځوی دې ٠ خو الله دی خېر کړي٠

زه به پس له دې نه د هغه چا چه اول حمله کوي په خور مور لور او ښځه صرفه ونه کړم ٠ نوره د لوده ګانو خپله خوښه ده[/quote:489e3baf99]


ډاکتر وطنمل
22.01.2005

[color=blue:8d79e4e4dc]درنو ليکونکو ته له سلام او نيکو هيلو له وړاندې کولو نه وروسته له ځينو څخه هيله ده چې :
١- شخص او شخصي مسايل مطرح نکړئ ،
٢- که تحليل او د لوستونکو له پاره ګټور متن نشئ وړاندې کولای، د بي ارزښته
متن له وړاندې کولو څخه ځان ژغورل هم د ټول افغان پاڼې او هم ستاسو له پاره پخپله يوه ګټوره خبره ده، هيله ده چې مراعت يې کړئ .
٣ - د ادب څخه ليرې الفاظ کارول دلته منع دي ، استعمال يې داړونده ليکنې د ړنګيدلو سبب ګرځيدلی شي . دغه راز که د چا بي ارزښته او لږارزښته ليکنې ړنګيږي ، ګيله به يې له خپله ځانه وي! [/color:8d79e4e4dc]


Rezwan Arman
22.01.2005

درنودوستانو سلامونه اونېکی هېلی می ومنی٠
او بيا لوی اختر دټولو مبارک شه٠
وروستو بيا می دپتنګ صاحب دوېنا ېا(لېکنی ) په تأېئد غوښتل چی دخپلو درنو پښتنو اوپه مجموع کښی دهغه درنوافغانو ورونو څخه چی په ټول افغان کښی لېکنه کوی دا هېله وکړم چی لومړی دخپلو هېوادوالو او ووسته بيا ددی ښايسته او په زړه پوری وېبپاڼی دلوستونکو او مېنه والو ددرناوی په خاطر ېو بل ته دبدو ردو دوېلو څخه ډډه وکړی٠
راځی چی خپل بحثونه سره دوروری په فضا کښی وکړو٠ او دېو اوبل نظر ته سره احترام او درناوی وکړواو ېو بل ته سره په خوږو الفاضو قناعت ورکړو٠
خداېدی وکړی چی زموږ او ستاسی دا د بنډار اومرکی لړی ددی ساېټ له لوری په ډېره ښاېسته بڼه کښی لکه چی وه ،دوام ومومی٠ ګوری چی داخوږه دېره ېا وجره مو رانه خرابه نه شی٠
دالله پاک درباره ته دپښتنو په منځ کښی داتفاق او ېوالی ددوعا په کولو سره دحمزه بابا دشعرد ېو دوه بېتو په لېکلو مو په لوی الله سپارم ٠

وروځی لېمه سترګی باڼه پښتانه خداېه يو ځای کړی پښتانه پښتانه
خېر که وی بيل چی دېوﻻس ګوتی وی داپه نړی کښی ېو پينځه پښتانه

په ډېر درناوی او افغانۍ مېنه رضوان (ارمان)


Anonymous
22.01.2005

( نو زه مجبور يم چې دي دوميان او پرووايدي (domine, Provide) له مسؤ لينو سره په تماس کې شم تر څو چې د ip پتي ( ip-address) دداسي غړيو( users) له فوروم نه بندي کړې او يواځې دselect اجازه ورته ورکړې شې ٠
زه اميد واريم چې تاسو به ديوه پښتون او روشنفکره انسان په ډول دداسي بيهوده
شيانو مخه ونيسۍ٠ )))))))))))

تاسوښه خبره کړې ده خو اړتيابه ورته نه وي، بس به وي چې ووايو چې که هر چا بې مورده د بل فاميل ته بداخلاقه الفاظ کارولي وي ددغه تحمل موږ نه لرو٠ زه بداخلاقي ته روشنفکري نه شم ويلای ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more