د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نظیف خان: بی پیلوټه الوتکې به هلته ورکیږي، چې ترورستان ددې علاقې نه کډه شي.

میرویس
13.09.2013

ګرانو وطنوالو، سلامونه
د قبایلو او سیاسي چارو ماهر نظیف خان د آزادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي، پرځای ددې چې د بې پیلوته الوتکو نارې سورې ملګرو ملتو نو ته ورسولې شي، پکار دي چې اول ترورستان زموږد علاقې نه وشړل شی. کله چې دا کار وشي، ډرون خود پخود ورکیزي.

هغه وایي: " اوس چې د ا نوې خبره راپيدا شویده؛ چې په بين الملل کې به د ډرون مساله پورته کیږي، نو ډرون خو د دهشتګرۍ خلاف په نننو اسلحو کې تر ټولو محفوظه او عصري وسله ده.

دلته د دهشتګرو جرړې دي، دلته پنجابي طالبان دي، عربي طالبآن دي، دلته چيچن دي، دلته ازبک دي او دلته د القاعدې يو ډېر لوى نېټ ورک دى. یو وارې چې ددې دهشتګرو چې دې غرونو کې دوى دېره دي، چې د دوى خاتمه وشي، نو ډرون به په خپله بند شي."

ګرانو وطنوالو، که دغه ترورستان ورک شي، په سمه کې صلح او امنیت تاءمین شي، کیدای شي چې دافغانستان نه ددوبۍ په شان یو بندرې ملک جوړ شي. پاکستان به د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته او منخنۍ اسیا به تودو اوبو ته لارې ومومی، افغانستتان به یوازې د ترانزیت، د مالونو دزیرمې، خدماتو او نورو تجارتي فرصتونونه ګټه واخلې او دغه راز د افغانستان ټول معدني، زراعتي، مالداري او نور سکتورونه به فوق العاده فعال شي او ټوله سیمه به ښیرازه شي.


طیب زابلی *
14.09.2013

مطلب داچی قبائل ټول ختم شی نوبیابه ډرون ورکیږی هوبیابه خود ورکیږی ځکه چی څوک په نښه کی؟
داځکه چی قبائل زیاتره تروریستان دی تروریست مانا دامریکا مخالف،دښمن اوقبائل په غوڅ اکثریت دامریکا مخالف اودښمنان دی


larghonay laraway
14.09.2013

زه به داسې نه وايم چې ټول قبايل ټرورسټان دي خو د پاکستان ، امريکا او انګليس استخباراتي کړيو له خوا د قبايلو خاوره او قبايل په ډېره ناوړه توګه استعمالېږي!
همدا راز د امريکا او انګلیس د ګټو ساتونکو ټولو ټيرورسټانو ته همدې قبايلو د ناپوهۍ له کبله په خپله خاوره کې پنا ورکړې، ورپسې لښکر شوي او ځان او افغانستان يې پرې تباه برباد کړل!

زه خو وايم په اوسنۍ نړۍ کې قبايل او قبايلي ژوند يعنې څه؟


مسلم قلموال
14.09.2013

[quote:8eff7da0d1="larghonay laraway"]زه به داسې نه وايم چې ټول قبايل ټرورسټان دي خو د پاکستان ، امريکا او انګليس استخباراتي کړيو له خوا د قبايلو خاوره او قبايل په ډېره ناوړه توګه استعمالېږي!
همدا راز د امريکا او انګلیس د ګټو ساتونکو ټولو ټيرورسټانو ته همدې قبايلو د ناپوهۍ له کبله په خپله خاوره کې پنا ورکړې، ورپسې لښکر شوي او ځان او افغانستان يې پرې تباه برباد کړل!

زه خو وايم په اوسنۍ نړۍ کې قبايل او قبايلي ژوند يعنې څه؟[/quote:8eff7da0d1]
خبره به لږه واضحه کړو، یعنې دا امریکا ده چې د پاکستان په ذریعه د پښتنو نه تروریستان جوړوي او بیا یې پخپله ټارګټ کوي؟ لکه څوک چې خپل ملګري ته وايي چې ماته توپ پاس کړه چې زه پرې شوټ ووهم همداسې ده کنه؟
او قبایل یعنې ساده او کلاسیک پښتانه! او قبایلي ژوند یعنې پښتو او پښتونولي!
خو دا چې پښتو او پښتونولي د انګریز او امریکا په مکر او فریب د ناوړه سیاستونو ښکار شوې نو دلته د پښتنو سادګي د منلو او ستایلو وړ نه ده!
پښتانه باید خپل دښمنان وپیژني او هغه دي: پاکستان+انګلیس+امریکا.


میرویس
16.09.2013

طیب زابلئ صاحب، سلامونه او احترامونه
ورورجانه، تاسې لره د قبایلو په حال احوال ځان خبرول پکار دي. قبایل ویاړلي پښتانه دي، دوست او دښمن پیژني، دوی سربادې ندي، ډیر هوښیار، زیرک او عاقل خلک دي، خو وطني بنیاد ګیرایانو او جګړه مارانود خارجي ترورستو او جنایت کارو په مرسته یرغمل کړیدي. پښتانه ددغو بد رګو نه تر سږمو راغلي او هرڅوک چې ددې طوق لعنت نه په خلاصون کې د هغوی سره مرسته وکړي، ملاتر او قدر یې کوي.

هر هغه څوک چې دغو پښتنو ته سوله، امنیت، سوکالي راوړي او د اولادونو د آینده غم یې خوري، د معارف او نور عام ژوند شرائط ورته برابروي مننه یې کوي.
خو طالبان، القاعده او نور ترورستان غیر د وحشت، دهشت، مرګ، ورانکارئ او معارف د ځپلو نه پرته بل شئ هیچاته په ارمغان ندي راوړي.
مګربې پیلوټه الوتکې ترورستان ولي چې د پښتنو د سیمونه یې وتلو ته مجبور کړي. هغه خلک چې ترورستان ترې تښتیدلي دي نن ډیر خوشحاله دي.
پر مولا دې سپارم.


pattang
16.09.2013

لېونۍ لاړه شه جام راوړه
که دلته نوي دتاجۍ کره (کورته)ور واوړه !
انډيواله غلط پوه شوی يې ،خو دا پوهېدل دې خپل علت لري!
هغه ستاسو هميشه غلط پړومی دی چې نفر يېې مالوم دي !!
طالب ستاسو د مردار مرض دوا !!

[quote:31761b7c44="میرویس"]طیب زابلئ صاحب، سلامونه او احترامونه
ورورجانه، تاسې لره د قبایلو په حال احوال ځان خبرول پکار دي. قبایل ویاړلي پښتانه دي، دوست او دښمن پیژني، دوی سربادې ندي، ډیر هوښیار، زیرک او عاقل خلک دي، خو وطني بنیاد ګیرایانو او جګړه مارانود خارجي ترورستو او جنایت کارو په مرسته یرغمل کړیدي. پښتانه ددغو بد رګو نه تر سږمو راغلي او هرڅوک چې ددې طوق لعنت نه په خلاصون کې د هغوی سره مرسته وکړي، ملاتر او قدر یې کوي.

هر هغه څوک چې دغو پښتنو ته سوله، امنیت، سوکالي راوړي او د اولادونو د آینده غم یې خوري، د معارف او نور عام ژوند شرائط ورته برابروي مننه یې کوي.
خو طالبان، القاعده او نور ترورستان غیر د وحشت، دهشت، مرګ، ورانکارئ او معارف د ځپلو نه پرته بل شئ هیچاته په ارمغان ندي راوړي.
مګربې پیلوټه الوتکې ترورستان ولي چې د پښتنو د سیمونه یې وتلو ته مجبور کړي. هغه خلک چې ترورستان ترې تښتیدلي دي نن ډیر خوشحاله دي.
پر مولا دې سپارم.[/quote:31761b7c44]


pattang
16.09.2013

لېونۍ لاړه شه جام راوړه
که دلته نوي دتاجۍ کره (کورته)ور واوړه !
انډيواله غلط پوه شوی يې ،خو دا پوهېدل دې خپل علت لري!
هغه ستاسو هميشه غلط پړومی دی چې نفر يېې مالوم دي !!
طالب ستاسو د مردار مرض دوا !!

[quote:d229da9611="میرویس"]طیب زابلئ صاحب، سلامونه او احترامونه
ورورجانه، تاسې لره د قبایلو په حال احوال ځان خبرول پکار دي. قبایل ویاړلي پښتانه دي، دوست او دښمن پیژني، دوی سربادې ندي، ډیر هوښیار، زیرک او عاقل خلک دي، خو وطني بنیاد ګیرایانو او جګړه مارانود خارجي ترورستو او جنایت کارو په مرسته یرغمل کړیدي. پښتانه ددغو بد رګو نه تر سږمو راغلي او هرڅوک چې ددې طوق لعنت نه په خلاصون کې د هغوی سره مرسته وکړي، ملاتر او قدر یې کوي.

هر هغه څوک چې دغو پښتنو ته سوله، امنیت، سوکالي راوړي او د اولادونو د آینده غم یې خوري، د معارف او نور عام ژوند شرائط ورته برابروي مننه یې کوي.
خو طالبان، القاعده او نور ترورستان غیر د وحشت، دهشت، مرګ، ورانکارئ او معارف د ځپلو نه پرته بل شئ هیچاته په ارمغان ندي راوړي.
مګربې پیلوټه الوتکې ترورستان ولي چې د پښتنو د سیمونه یې وتلو ته مجبور کړي. هغه خلک چې ترورستان ترې تښتیدلي دي نن ډیر خوشحاله دي.
پر مولا دې سپارم.[/quote:d229da9611]


میرویس
16.09.2013

لرغونئ لاروئ صاحپ. السلام علیکم
وروره زه وایم چې قبایل بالکل ترورستان ندي، او نه د چا دښمن دي. قبایل د یو څو افراطیانو چې ترورستانو یرغمل کړیدي، او یا یې سحر ورباندې کړئ، او د ځان تایع کړي یې دي، د لاسه کړیږي.
قبایل خارجي ملکونو نه، بلکه خارجي ترورستو ډلو نه د ځایي بدعتیانو په مرسته رنځ وړي.
همدغه قبایل چې کافي درائت لري دا بهتره ګڼي، چې که بې پیلوټه الوتکې وي او یا کومه بله وسیله، او د هر چا دخوا چې وی مرجح ګڼي چې ترورستان یې له وطنه پسې واخلي.
په الله دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more