د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نظيف خان: د پاکستان بقا د افغانستان په سوله کې نغښتې ده

میرویس
13.09.2013

د فورم قدرمنو شریکباڼو، ستړي مشئ الله مو نیکمرغه لرله.
د قبابلو او سیاسي چارو ماهر نظیف خان د آزادۍ د رادیو سره په مرکه کې ویلي چي د پاکستان د بقا رمزد افغانستان په صلحه، امنیت او ثبات کې نغښتئ دئ.
هغه وایي:"په کار دا دي چې پاکستان د افغان امن ته، چې هلته اول ضروري دى، دې ته اول سنجيده شي، چې د افغان د سولې بهير ته تقويت ورسوي، دې ته ګټه ورسوي او دا په دې وخت کې دپاکستان د خير د ترقۍ او د ژوندي پاتې کېدو يواځينۍ لار ده."
آفغانستان او پاکستان چې ګډ کلتوري او قومي روابط لري، اقتصادي، سیاسي، امنیتي او سیمه ایز حالات یې هم یو پربل مستقیم تاثیر لري. دواړه ملکونه د تروریزم نه کړیړي، او ورله پکار دي چې د تروریزم په مهار کولو کې صادقانه ګډ کوښښونه وکړي، او د سیمي د اقتصادي او انکشافي فرصتونو نه ګټه پورته کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more