نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان او پاکستان، دګډ دښمن په مقابل کې یو موټئ کیږي
اتل
12.09.2013
ډیرو محترمو لوستونکو، سلامونه.
وایي: مشترک دردونه انسانان سره نږدئ کوي. ملکونه هم د ګډ دښمن په مقابل کې اتحادونه کوي، او په ګډه جبهه کې ددښمن سره جنګیږي.
افغانستان خو تل ویلې چې د تروریزم سره په سیمه کې ګډه مبارزه پکار ده. داسې ښکاري چې اوس پاکستان هم دې نتیجې ته رسیدلئ چې تر ټولو غټ دښمن یې تروریزم دئ او په يوازې سر یې د قابو کولو جوګه ندئ.
دپاکستان نوي انتخاب شوي حکومت د تروریزم د مهار کولو دپاره هلې ځلې پیل کړیدي، چې ممکن مثبته نتیجه ورکړي.
۱- د خپل ملک دطالبانو د تحریک ټي ټي پي سره یې قیدیات تبادله کړي، او دملک ټولو ګوندونو حکومت ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو سره د سولې له لارې مسئله حل کړي.
د افغانستان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یې د سولې د کوښښونو د ملاتړ دپاره، د بند نه دملا محمد عمر آخند د مرستیال ملا عبدالغني برادر د آزادولو اعلان کړیدئ.
دپاکستان د مشرانو د جرګې یو شپاړس کسیز هیئت کابل ته تللئ، د جمهور رئیس کرزي او د افغانستان د مشرانو د جرګې دغړو سره یې خبرې اتر کړیدي او ګډه اعلانیه یې لاسلیک کړیده.
دواړو خواوو پدې لاندې ټکو بحثونه کړیدي:
====
خپروونکی: تاند http://taand.com
د پاکستان د مشرانو جرګې شپاړس کسیز پلاوي، چې افغانستان ته یې سفر کړی دی، ژمنه وکړه چې د پاکستان حکومت او پوځ به له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې په هلوځلو کې مرسته وکړي.
پاکستاني سناتورانو پرون د افغانستان د مشرانو جرګې له غړیو سره د افغانستان د سولې د بهیر او په کابل کې د نړۍ د دیني عالمانو د یوې لویې غونډې د جوړېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
ویل شوي دي چې د اسلامي هیوادونو دیني عالمان به په خپله غونډه کې د ځانوژونکو حملو په اړه فتوا صادره کړي.
د پاکستاني سناتورانو د پلاوي مشر مشاهد حسین وویل: که د دواړو هیوادونو حکومتونه په ګډه کار وکړي ستونزې اوارېږي.
د ده په وینا افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قربانیان دي او دواړو ته پکار ده چې له دې تهدید سره مبارزه وکړي.
مشاهد حسین له تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان له لوري د یوې اغېزمنې ستراتیژۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د دواړو خواوو پلاوو د دوو ورځو له خبرو وروسته یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي او دفاعي همکاریو تاکید شوی دی.