نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو-د-یولسم-سپتمبر-په-پلمه-پر-افغانستان-باندي-د-امریکا-یرغل-وغانده
pattang
11.09.2013
[img:43c1e87a1e]http://www.nunn.asia/images/Foreign_troops/us_army_in_afghanistan.jpeg[/img:43c1e87a1e]
نن ټکی آسیا: د یولسم سپتمبر په مناسبت د طالبانو په رسمي ویب
پاڼه الاماره باندي نشر شوی بیان وايي چي د یولسم سپتمبر پيښي د
افغانانو سره هیڅ ربط نه درلود، او د هغې پيښي په پلمه یې پر
افغانانو او افغانستان یرغل وکړ، او په افغانستان کي د جګړې اور
بل کړ، چي په نتیجه کي د زرهاوو افغانانو ویني توی شوې، او
سوله او امن یې په بی امنۍ او بی کرارۍ بدل کړ.
طالبان چي دغه پر افغانستان یې د امریکایانو یرغل غندلی، ورسره
یې ویلي چي امریکا باید نور خپله سرټمبکي څخه واوړي، او ژر تر
ژره د افغانستان څخه پښې سپکي کړي.
نن ټکی اسیا ته هم دا خبرپاڼه را لیږل شوې چي په لاندي توګه ده:
دسپتمبر دپيښې د دوولسمې کليزې په اړه داسلامی امارت اعلاميه
داچې له نن نه دوولس کاله وړاندې نړيوال متکبر ځواک امريکا
ديولسم سپتمبر دپيښو په پلمه چې په افغانانو پورې يې هيڅ ربط
نه درلود په مظلومو افغانانو يرغل وکړ او ددغه ناموجه دليل په
وجه يې زموږ په هيوادکې دجګړې اور بل کړ کاملا دغندنې وړ ده.
امريکايي وحشيانه يرغل که له يوې خوا د زرهاوو افغانانو وينه
تويي کړه ، دلته يي سوله او امن په بد امني او ناکرارۍ بدله کړه ،
خو امریکايې هم په نړيواله سطه داسي سپکه او بې قدره کړه چې په
لسهاوو کلونو به هم دغه ور اوښتي زیان جبيره نشي کړاي .
په دغې ناموجهې جګړې کې یې په زرهاوو امريکايي او نور ائتلافي
عسکر، ووژل شول ، معیوب اوپه رواني ستونزو اخته شول دامريکا
اقتصاد يي وځاپه ، او په سیاسي لحاظ يي هم امریکا له خپل نړيوال
موقف او تکبر نه په ځمکه ووهله .
دامریکا سرتمبګي او خپل سري دوولس کاله وروسته لاښه ثابته شوه
او امريکايي اولس اوس درک کوي چې دغه جګړه کاملا په بي منطقۍ
سره پيل شوي وه او باید هرڅه ژر پای ومومي .
اسلامی امارت ددغې ورځې په رارسيدوسره امریکا ته ور په زړه
کوی چې تر دغي پلمي لاندي ستاسو يرغل او په افغانستان کې
موجوديت اګر که موږته هم زیانونه واړول خو ترموږ يي ډير تاسو
پخپله له رسواشکست او شرمونکي ماتې سره مخ کړئ ، که نور هم
تاسو هڅه کوئ چې په يوه او بل نامه دلته خپل ناروا يرغل وغزوی
او خپل کرغیړن موجودیت اوږد کړئ نو یاد ولرئ چې که نور هم پا
ته کیږئ نوله دي وروسته به بیا داوسنیو فرصتونو پسي لاسونه
مروړۍ او امريکا به مو لاهم د ناورین او بدبختۍ په لور ټيل وهلې
وي .
موږ پوهيږو چې امريکايي ولس نور له جګړې او دهغې له درانه
باره ستړی ده ، ولي افسوس چې امريکايي نظامي جنرالان له ماتو
سره سره نور هم په افغانستان کې دخپلو عسکرو د پاتي کېدا خبري
کوي او لايې دحالاتو او وضعيت نه عبرت نه ده اخیستی .
موږ په امريکايي سياسيونو ، نظامیانو او پارلمان غږ کوو چې نور
دخپل ولس داکثريت غږ واوري ، دخپلو خلکو پيسې په بې هدفه او
بې ګټې جګړه کې مصرف نه کړي او دخپلو عسکرو ژوند نور
وژغوري ، کنه نو موږ په نړۍ کې ديو ه ننګيالي او باتور قوم په
صفت خبر داری ورکوو چې لکه څرنګه چې مو دجګړې پيل په بې
منطقۍ او ناروا دلايلو بناء وو همداسې به يي غزونه او پای هم
ستاسو په ماتې او بشپړې ناکامۍ سره تماميږي او زموږ ملت به
لکه دتاريخ په اوږدوکې يې چې امپراطورۍ ځپلي او هيواد يې ترې
آزاد کړی تاسو هم په زور له هيواده ترټي، او ذليله به مو په تيښته
اړ کوي .
اسلامي امارت له دغې موقع څخه په استفادې سره یوځل بیا
دامریکا په شمول ټولې نړۍ ته دا خبره په وضاحت سره اعلانوي
چې موږ نه دچالپاره تهدید یو او نه دبل چا له لوري تهدید
زغملی شو،دخپل هیواد له حریم څخه دفاع اودلته داسلامي نظام
حاکمیت دځان شرعي او قانوني حق بولو او دهمدغه حق ترلاسه
کولو لپاره د ټولو یرغلګرو په خلاف خپلې شرعې مقابلې او
جهاد ته ادامه ورکوواو په دې مقدس ارمان کې دخپل ځان په
بریالیتوب او ددښمن په ناکامي ټینګ باور لرو .
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۴/۱۱/۵هـ ق
۱۳۹۲/۶/۲۰هـ ش ـــ 2013/9/11م