د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان ملا عبدالغني برادر سعودي یا ترکیې ته سپاري

میرویس
10.09.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، الله مو نیکمرغه لره.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ملابرادر د خوشي کېدو او د سولې د بهیر د راتلونکي پړاو په اړه خبرې روانې دي.
که د ملا عبدالغني برادر په حصه کې روانې خبرې اترې نتیجه ورکړې، هغه سعودي عربستان او یا ترکيې ولیږل شي، کیدای شي د کړیدلي افغان ولس د نیمه خواه هیلو په پوره کیدو کې مرسته وکړي.
داسې ویل کیږي چې ملا عبدالغني چې د ملا محمد عمر آخند مرستیال ؤ، یو میانه روه سړئ دئ. که ملا برادر میانه روه وی، نو خامخا ملا محمد عمر هم میانه رو سړئ دئ.

د ملا محمد عمر آخند زوم او دطالبانو د امارت د وخت د مالیي وزیر ملا معتصم آغا جان هم ویلي وو چې ملا محمد عمر آخند یو میانه رو طالب مشر دئ.

که ملا برادر سعودي عربسان ته ولیږل شي، خامخا به د افغانستان د سولې پروسه چټکه کړي، خو که ترکيې ته واستول شي، نو هلته به د طالبانو د بل میانه رو مشر ملا معتصم آغا جان سره يو ځای شي او د میانه روانو پره به نوره هم پیاوړې شي، او د سولې د روانو چهلو ځلو سره به لازیاته مرسته وکړي.
دا لاندې خبر تاند خپور کړیدئ:
=======
پاکستان ملا عبدالغني برادر سعودي یا ترکیې ته سپاري
• Monday, 9 September 2013 17:50
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني رسنیو نن د دغه هیواد د چارواکو په قول وویل چې دا هیواد غواړي د طالبانو دوهم کس ملا عبدالغني برادر سعودي عربستان یا ترکیې ته ولېږي.
پاکستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه خبرې وکړې.
د شنبې په ورځ پاکستان اووه بندي طالبان خوشي کړل خو د پاکستان دا اقدام د افغانستان له چندان هرکلي سره مخامخ نه شو ځکه چې په خوشي شویو کسانو کې هغه عناصر شامل نه ول چې د افغانستان حکومت یې د خلاصون غوښتونکی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ملابرادر د خوشي کېدو او د سولې د بهیر د راتلونکي پړاو په اړه خبرې روانې دي.
د پاکستان له لوري ترکیې او یا سعودي عربستان ته د ملابرادر سپارل دا احتمال پیاوړی کوي چې د قطر پر ځای به د سولې بهیر او د طالبانو دفتر په سعودي یا ترکیه کې پرانستل شي.
د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې بهیر ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل، دا اقدام به یقیناً د سولې په خبرو کې مخ په وړاندې حرکت راولي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې کوم شی سبب شوی چې پاکستان یې د ملابرادر خوشي کولو او د افغانستان د سولې له پروسې سره مرستې کولو ته هڅولی دی.
سره له دې چې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر د وروستي سفر د پایلو په وړاندې ډېرو کتونکو منفي نظر ورکړی خو ځیني نښې نښانې ښيي چې د نوازشریف حکومت لکه چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان دودیز سیاست بدلوي.
ویل کېږي چې ملابرادر د افغانستان له حکومت او ملګروملتو سره د سولې د خبرو لپاره پټ تماسونه نیولي ول او په همدې خاطر د پاکستان د استخباراتو له لوري څو کاله پخوا په کراچۍ کې ونیول شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more