سياست او روانې چارې
آیا ملا صاحب محمد عمر خبرونه اوري؟
میرویس
10.09.2013
د فورم ګرانو ګډونوالو، د میني او محبت سلامونه وړاندې کوم!
د افغانستان د اسلامي امارت د مشر امیرالمؤمنین ملا او مجاهد صاحب محمد عمر آخند نه یوه نادره پوښتنه کوم، او هغه دا چې آیا ملا صاحب، خبرونه اوري؟
آیا ملا صاحب پدې خبریږي چې په ملک کی یې څه تیریږي، او ولس د څه ډول عذاب سره مخامخ دئ، او دده د تحریک مربوط طالبان د مستضعف ولس سره څه ډول ظلم او ستم کوي؟
که ملا محمد عمر آخند له یوې خوا خپلو پیروانو ته اوامر صادروي چې بې کناه خلک مه وژنئ، په بمونو یې مه الوزوئ، د اسلامي ارشاداتو پیروي وکړئ او له بلې خوا د طالبانو په اعمالو غوږ کوڼ اچوي، نو بیاولې دغسې کوي؟
که داسې نه وي نو بیا داسې انګیرل کیږي چې طالبانو د خپل امیر نه سر اخیستئ او کامله ګډوډی روانه ده او طالبان د اجنبیانو په اشاره دغسې غیر اسلامي اعمال سرته رسوي. که دا اعمال طالبان نه کوې، نو ودې وایي چې موږ یې نه کوو، او بیادې ددې اعمالو عاملین را پیدا کړي او د ولسي وګړو د قتل مخه دې ونیسي.
نن سبا د طالبانو د ناوړه اعمالو په وجه، ددوی په نسبت په ولس کې کرکه ورځ تربلې زیتیږي.
طالبانو نن د مقر په لړمو کې د سورلیو ډک هغه سرویس موټر په بم واوزاوه چې د کابل نه کندهار ته رواؤ. پدې چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه لس تنه پکې زخمي شویدي.
دا لاندې خبرد خبریال په شمول ګڼ شمیر خبرې منابعو خپور کړیدئ:
=====
په غزني کې بمي چاودنه څلرويشت ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړول
19 سنبله / وږی 1392, 12:55
د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې نن شاوخوا يولس بجي د ولسي وګړيو پر دري سوه دري موټر د سړک د غاړي ماين چاودنه سوي ده.
دا چاودنه د نوموړي ولسوالۍ په لړم نومي سيمه کې د سړک د غاړي ماين هله چاودنه کړي کله چې دري سوه دري موټر د سيمي څخه د تيريدو په حال کې وو.
په دي پېښه کې اووه تنه مسافرين وژل سوي او اولس تنه نور ژوبل دي کوم چې روغتون ته ليږدول سوي دي.
د راپورونو له مخي چې ماين پر عمومي سړک ځاى پر ځاى سوى وو او موخه يې دولتي ځواکونه ول.
د مقر ولسوال صاحب خان وايې چې ددي پېښي د نورو پلټنو په موخه يې سيمي ته پلاوى استولى دى تر څو د پېښي نور جزيات هم په ډاګه کړي.
هغه وايې چې دا مسافرين په دري سوه دري موټر کې سپاره ول چې د بريد سره مخ سول
هغه يې پړه د دولت پر وسله والو مخالفينو ور اچوي او وايې چې په دي لويه لار وړاندي هم ورته بمي بريدونه سوي دي.
د کابل کندهار لويه لاره چې د تېرو څو مياشتو را په دي خوا سخته نا امنه سوي پري سلګونه موټرونه سوځولي دولتي مامورين او نور تښتول سوي او همدا راز ګڼ شمېر کسان وژل سوي هم دي.
ولسي وګړيو په بيا بيا له دولت څخه غوښتنه کړي چې د لويو لارو پر سر ټولي ستونزي له منځه يوسي او هڅه وکړي چې د خلکو لپاره امنيت را ولي.
بل خوا ته ددي ډول پېښو پړه کومي ډلي پر غاړه نه اخلي او زيات وختونه خلکو ته مرګ ژوبله واوړي ولي عاملين يې معلوم نه سي.
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سنبله / وږی 19, 1392.on September 10, 2013.
طیب زابلی *
10.09.2013
خبرونه اوری خوتبلیغات نه اوری
میرویس
10.09.2013
طیب زابلئ صاحب، اول سلام او بیا احترام
آیا ملا صاجب، د خپل تحریک د نطاقانو هغه ادعاوې هم اوري چې پرملکي خلکو باندې د طالبانو حملې تائیدوي. آیا نن یې د مقر په لړمو کې د سورلیو پرډک سرویس باندې د طالبانو د بم د چاودنې خبر هم واورید، اوکه دغسې شیان پټ ترې ساتل کیږي؟
آیا په غزني، لوګر او هرات کې یې د طالبانو لخوا د مزدورانو د قتلولو خبر هم اوربدلې ؤ؟
آیا دا خبرونه یې هم اوریدلي چې طالبان څنګه شکلي هلکان ټولوي او بیايې سنګرونو ته په زور بیایي او بیا هلته څه ورسره کوي؟
آیا دایې یې اوریدلي دي، چې د طالبانو د مظالمو د لاسه ولس تر پزې راغلئ او هر چیرې د طالبانو پر خلاف لاس وسلې ته اچوي؟
که الله یارې درسره وکړه او د کوټې ترشوری نه ستا روابط ورسره قوي شول بیا دا خبرې ورته وکړه.
خو حقیقت دادئ چې په تیرو څلورو کلو کې حی ملا عمر نږدې ملګرو هم هغه ندئ لیدلئ.
داسئ ښکارې چې هغه په خارجي فضا کې ژوند کوي.
الله دې دهغه په میندلو کې یاري درسره وکړي.
pattang
10.09.2013
ميرويس خانه هغه حمله او ژوبله چې طالبان يې نه مني په هغې
کې دلاسپوڅي رژیم او cia لاسو نه دي !
اشغالګرو خو اوس په افغانستان کې جنګ داخلي جنګ بولي نو دوي
بيا په افغانستان کې څه کوي ؟؟
[quote:1c9a2fd725="میرویس"]طیب زابلئ صاحب، اول سلام او بیا احترام
آیا ملا صاجب، د خپل تحریک د نطاقانو هغه ادعاوې هم اوري چې پرملکي خلکو باندې د طالبانو حملې تائیدوي. آیا نن یې د مقر په لړمو کې د سورلیو پرډک سرویس باندې د طالبانو د بم د چاودنې خبر هم واورید، اوکه دغسې شیان پټ ترې ساتل کیږي؟
آیا په غزني، لوګر او هرات کې یې د طالبانو لخوا د مزدورانو د قتلولو خبر هم اوربدلې ؤ؟
آیا دا خبرونه یې هم اوریدلي چې طالبان څنګه شکلي هلکان ټولوي او بیايې سنګرونو ته په زور بیایي او بیا هلته څه ورسره کوي؟
آیا دایې یې اوریدلي دي، چې د طالبانو د مظالمو د لاسه ولس تر پزې راغلئ او هر چیرې د طالبانو پر خلاف لاس وسلې ته اچوي؟
که الله یارې درسره وکړه او د کوټې ترشوری نه ستا روابط ورسره قوي شول بیا دا خبرې ورته وکړه.
خو حقیقت دادئ چې په تیرو څلورو کلو کې حی ملا عمر نږدې ملګرو هم هغه ندئ لیدلئ.
داسئ ښکارې چې هغه په خارجي فضا کې ژوند کوي.
الله دې دهغه په میندلو کې یاري درسره وکړي.[/quote:1c9a2fd725]
میرویس
13.09.2013
پتنګ صاحبه، السلام علیکم
ورور جانه، طالبان یوازې هغه شئ مني چې ګټه یې پکې وی. دوی.
ته چې هر څومره ووایي ګواکي، هغه حملې چې طالبان یې نه مني، د بل چا کاردئ، ځکه یې خلک نه مني، چې د طالبانو، او په ډیرو کمو مواردو کې د حکمتیار د ډلو ټپلو نه پرته بل څوک حملې نه کوي. طالبان بل چا ته د مسلمانانو د وژلو حق هم نه ورکوي، ځکه چې دوي قتل او نا حق وژل د ځان دپاره امتیاز او فخر ګڼي.
پداسې حال کې چې طالبان د الله جل جلاله د اوامرو او د اسلام د پیغمبر د ارشاداتو خلاف اعمال سرته رسوي، نو دوی ته پخپلو جنایتونو باندې اعتراف کول د اوبو د څښلو غوندې آسانه دئ.
طالبانو بیا بیا په هغو حملو اعتراف کړیدئ چې ګڼ شمیر ولسي خلک پکې وژل شویدي، او ملا محمد عمر آخند چې دغسې حملې منع کړې دي، غوږ یې کوڼ پرې اچولئ دئ.
آلله دې مل شه.