نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان هره ورځ خپل قبر ژوروي
اتل
09.09.2013
ډېرو قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم.
وايي بي عقل یې پر ځان کوي، او هوښیار پربل.
ډیرو محترمو او عالیقدرو طالبانو وروڼو، نن پردیو ته د خدمت په لاره کې خپل قبر نور هم ژور کړ. د طالبانوبادران ډیر ځیرک او هوښیار مداریان دي. هغوی طالبان د افغان ملت غاړې ته ور اچولي، چې په مجموع کې زموږ ملت چې دطالبانو او نورو خلکو نه جوږ شوئ، ورځ تر بلې کمزورئ کړي.
دوي طالبان د عام ولس سره جنګوي، که طالب مړشي هم افغانستان کمزورئ کیږي او که د ملک عام خلک او یا حکومتي مقامات، عسکر او یا پولیس هم مړه شي د افغان دښمنانو پکې ګټه ده.
طالبانو د خپلو بیګانه بادارانو په امرنن دوردګو د ولایت په مرکز میدان ښار کې په امنیتي اداره د سته جمعې حمله وکړه. شپږ ځان وژونکي، اوځلور د امنیت غړی
بکې ووژل شول او له یونیم سل نه زیات ملکې خلک پکې زخمي شول. په زخمیانو کې ۲۳ تنه ماشوان او ښځې دي.
د امنیتي خلکو ګناه داده چې د طالبانو او د هغوی دبادارانو د قتل عام په مقابل کې د عام ولس ساتنه کوي. یو وار طالبانو خپل غیرت، همت، مسلماني، پښتونوالي او نوامس ملي د پیسو په بدل کې په عربي، سوډرو بدعتیانو چې نه د اسلام ددین نه خبر دي او نه د افغاني ارزښتونونه، خرڅ کړل، او بیایې دهغوی له لارې زموږ ملک په څه باندې ۴۰ ملکونو اشغال کړ، او اوس په ناحقه د اسلام او جهاد نارې سوري وهي او د خپلو بادارانو په امر هره ورځ په هره ګوښه کې زموږ مسلمان وروڼه وژني.
د طالبانو د مشرانو سترګې د پردیو پیسو، په ماڼیو کې آرام او هوسا ژووند پټې کړیدي، اوعادي طالبان چې غولیدلي دي، بیا د بدعتیانو نا حقه، ناروا او غیر اسلامي تبلیغ لیونیان کړي او سر په دنیا د جنت خوبونه ویني. د طالبانو مشران دظالمانواو د جنګ د میدان غولیدلي ځان مرګي او قاتل طالبان په مظلومانو کې راځي. د اسلام له نظره ظالمان پدې ښه ندي چې ظلم کوي او مظلومان پدې ښه ندئ چئ ولئ پریږدي چې څوک ظلم ورباندې وکړي.
داودواړه ډلې به ملت ته ځواب ده وي، او د الله تعالا په وړاندې به هم شرمنده او خجل وي او د خپلو اعمالو ځواب به ورکوي.
دطالبانو دشمنان چې هوښیار دي په پردیو یعنې پرطالبانو او افغان ولس ظلم کوي، او طالبان چې بې عقله دي پر خپل ځان یې کوي.
آلله دې دواړه ډلې په صراط مستقیم روانې کړي.