نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپخلایني په لور
حلیم یار فطرت
07.09.2013
دپخلاینی په لور
راشه ځوانه! دخپل ورور سره غاړه غړۍ شه نور دپردیو په لمسون خپل ګران ورور مه وژنه په لوی لاس خپله وریندار مه کونډوه .
نور دی له خپلی غاړی دپردیو وندروباسه دهغویارانو یارانه چی په تیرو دوولسو کلنو کی یی تاته دخپل کهول په وړاندی له ټیټ سترګۍ پردیتوبه پرته نور هیڅ نه دی ډالۍ کړی.
پوهیږم چی ددوی په هغودروغجنو شعارونو وغولیدلی ته به ضرور ددوی طلسم ته تسلیم شوی وی او ددوی په دوستۍ کی به دی خپل سعادت لټاوو.
اوس خو پوه شوی یی چی داهرڅه یوازی پوچ شعارونه وو دښځو حقوق ، دبیان ازادی، دبشر حقوق،وطن جوړونه،او...
هو کی ځوانه! اوس هم د مایوسی او ناهیلی وخت نه دی اوس هم دخپلو ګناهونو جبیره کولای شی اوس هم دخپلی کونډی خور او ورینداری له سره لویدلی پړ ونی ور په سرولای شی لا دیتیمانو اوښکی نه دی وچی شوي لا خومیندی دخپلو بچیانو ویر ژاړی
هوکی تاته دخپل ورور سره په پخلا کیدو کي اوله پردیونه په رابیلیدو کی یو عالم نیکمرغۍ انتظار باسی
تاته دی دبخت ستوری داتفاق او یووالی په اسمان کی سترګکونه وهی
اوس یوازی ته نه یی بدمرغه یوازی ستا راتلونکی نه ده تیاره بلکه ټولی کورنۍ حال او راتلونکی د بدمرغیو تیاره ماښام نیولي
راشه په ګډه خپل کور ته رڼا راولو
او په شریکه مو دادتیارو لښکر له خپل کلی او کوره وشړو.
نور دفکرکولو وخت نه ده ژر شه چی دخپل کور په انګړ کی راته خوښی اونیکمرغی انتظار باسی