د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

موږ څنګه اعتبار درباندې وکړو؟

میرویس
06.09.2013

ګرانو وطنوالو، سلامونه مې ومنئ
ګران افغانستان په خپله پرونۍ ګڼه کې یو رپوټ خپور کړئ، او وایې چې په پاکستان کې یو ډیرخطرناک افراطي نیول شو دئ.

دپاکستان صدر اعظم د تلویزیون په پرده را څرګند شو او د پاکستان ملت ته یې د ابو جراره الیمني د دستګیرۍ مبارکې ورکړه، او دسعودې عربستان نه یې د تیروریزم پر خلاف د پاکستان سره د مرستې په وجه مننه وکړه.

د پاکستان د جماعت اسلامي او جماعت علمای پاکستان مشران چې د ابو جراره الیمني د نیول کیدو نه خبر شول، اعلان یې وکړ چې که هغه نیول شوئ وي، نو موږ به ډیر وشرمیږو، ځکه چئ هغه د آزادي خواهۍ یو قوت دئ چې د امریکایانو پر خلاف عملیات کوي.

خو کله چې داسلامي ګوندونو دغو دواړو مشرانو ته داخبره د مطبوعاتو لخوا ثابته شوه چې ابو جراره الیمني د امریکایانو په عملیاتوکې نه، بلکه د سعودي عربستان د خاصو قواوو په عملیاتو کې نیول شویدئ، دغو دواړو مشرانو وویل چې ابو جراره الیمني حتی مسلمان هم ندئ.

قدرمنو لوستونکو، او س تاسې قضاوت وکړئ چې دغو دواړو مشرانو ولې ۱۸۰ درجي د خپل موقف نه په شا تګ وکړ. آیا ددوی پیروان به پر هغوی څه اعتماد وکړي او آیا هغه خلک چې تر اوسه یې ددوی پر فتواوو عمل کړئ ، پښیمانه به نشی؟
آلله دې دوی اصلاح کړي.


Re: موږ څنګه اعتبار درباندې وکړو؟

pattang
06.09.2013

انډيواله دا ټوله يوه لودګي په توان دڅلورو ده !!

[quote:4e70d8d419="میرویس"]ګرانو وطنوالو، سلامونه مې ومنئ
ګران افغانستان په خپله پرونۍ ګڼه کې یو رپوټ خپور کړئ، او وایې چې په پاکستان کې یو ډیرخطرناک افراطي نیول شو دئ.

دپاکستان صدر اعظم د تلویزیون په پرده را څرګند شو او د پاکستان ملت ته یې د ابو جراره الیمني د دستګیرۍ مبارکې ورکړه، او دسعودې عربستان نه یې د تیروریزم پر خلاف د پاکستان سره د مرستې په وجه مننه وکړه.

د پاکستان د جماعت اسلامي او جماعت علمای پاکستان مشران چې د ابو جراره الیمني د نیول کیدو نه خبر شول، اعلان یې وکړ چې که هغه نیول شوئ وي، نو موږ به ډیر وشرمیږو، ځکه چئ هغه د آزادي خواهۍ یو قوت دئ چې د امریکایانو پر خلاف عملیات کوي.

خو کله چې داسلامي ګوندونو دغو دواړو مشرانو ته داخبره د مطبوعاتو لخوا ثابته شوه چې ابو جراره الیمني د امریکایانو په عملیاتوکې نه، بلکه د سعودي عربستان د خاصو قواوو په عملیاتو کې نیول شویدئ، دغو دواړو مشرانو وویل چې ابو جراره الیمني حتی مسلمان هم ندئ.

قدرمنو لوستونکو، او س تاسې قضاوت وکړئ چې دغو دواړو مشرانو ولې ۱۸۰ درجي د خپل موقف نه په شا تګ وکړ. آیا ددوی پیروان به پر هغوی څه اعتماد وکړي او آیا هغه خلک چې تر اوسه یې ددوی پر فتواوو عمل کړئ ، پښیمانه به نشی؟
آلله دې دوی اصلاح کړي.[/quote:4e70d8d419]


میرویس
10.09.2013

پتنګه وروره، د پاک رب نه دې سرلوړي غواړم
ستاسې ددې خبرې چې وایاست، [انډيواله دا ټوله يوه لودګي په توان دڅلورو ده ]!!
مطلب دادئ، څه چې د پاکستان د جماعت اسلامي او جماعت علمای پاکستان مشرانو کړي په طاقت د څلورو لودګي ده؟

ستاسې په نظرهغه ولسې پرګنې چې ملا صاحب د حضرت محمد صلی الله علیه وصلم د مثلې جا نشینان ګڼي، او تمام عمر یې دغسې ملایانو ته غوږ نیولئ، خپل لمونځونه او هغه اعمال چې ددغو محترمو ملاصاحبانو په فتوی یې سرته رسولي دي بیرته وکرزوي؟
آیا مسلمان ولسونه پدغسې سیاسي سنار وږر، سنار مړو ملایانو پسې اقتدا وکړي؟
آیا پډې ډول امامانو پسې لونځ کول روا دي؟
دغسې ملایان ولي دین ددنیا قرباني کوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more