د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

۱۲ تلین!

Hashmat Kahn
06.09.2013

دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی یا سنتکام دبریښنایې خبرواترو تیم خپل د زړه د کومي خواخوږي د احمد شاه مسعود د ۱۲ تلین د رارسیدو په ویاړ د افغانستان شریفو خلکو ته وړاندي کوي. مسعود د ښو کړونو ، خواخوږي او وطنپالنې په خاطر نن په افغانستان کې د یو ملي اتل په نامه یادیږي.
د احمد شاه مسعود تلین یو ځل بیا موږ او تاسو ته د تروریزم خطر چې یو ګډ دښمن د سوله ، امنیت ، بشریت او ثبات دي را یادوی. نن تروریستانو خپلي شبکې په ټوله نړي کې غزولي دي. موږ ټول باید په ګډه کار وکړو تر څو د تروریزم شومه پدیده نه یوازي په افغانستان بلکه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې نابوده کړو.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


tandar
06.09.2013

دوطنفروش اودزمرودو دقاچاقبر د ١٢ تلين دخوښي ورځي دي
د٢٠١٤ کال په اخر کي به دافغان اولس په وينو سره لاسونو سره دلوي بې شرمانه ناکامه اشغالګر دوتلو ورځي به هم تجليليږي انشاالله
ديوه ازاد اولوي افغانستان په هيله


Re: ۱۲ تلین!

pattang
07.09.2013

تف لانت د kgb په مخبر تف لانت د cia په مخبر !
مسودوف پنجشيری پخپله داسې تروريست وو لکه ينکي
مردار خور !

[quote:14197a255b="Hashmat Kahn"]دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی یا سنتکام دبریښنایې خبرواترو تیم خپل د زړه د کومي خواخوږي د احمد شاه مسعود د ۱۲ تلین د رارسیدو په ویاړ د افغانستان شریفو خلکو ته وړاندي کوي. مسعود د ښو کړونو ، خواخوږي او وطنپالنې په خاطر نن په افغانستان کې د یو ملي اتل په نامه یادیږي.
د احمد شاه مسعود تلین یو ځل بیا موږ او تاسو ته د تروریزم خطر چې یو ګډ دښمن د سوله ، امنیت ، بشریت او ثبات دي را یادوی. نن تروریستانو خپلي شبکې په ټوله نړي کې غزولي دي. موږ ټول باید په ګډه کار وکړو تر څو د تروریزم شومه پدیده نه یوازي په افغانستان بلکه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې نابوده کړو.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil[/quote:14197a255b]


larghonay laraway
08.09.2013

زه حشمت خان نه ملامتوم ځکه چې هغه د امريکايانو خبرې ليکي او د ده خپلې خبرې نه دي خو دا هيله ترې لرم چې زمونږ خبرې ټکي په ټکي خپلو بادارانو ته ورسوي!

امريکايان په رښتيا هم اشغالګر او وحشيان دي! ځکه چې د افغانستان د همغه قانون پر خلاف کارونه ترسره کوي چې دوی يې په جوړولو کې لګښتونه کړې دي.
د افغانستان د اساسي قانون د جوړېدو پر وخت پنچشيريانو غوښتل چې مسعود په اساسي قانون کې د اتل په نامه ثبت کړي او هزاره ګانو غوښتل چې مزاري ته د ملي شهيد نوم ورکړي خو دا هڅې يې ناکامې شوې او په اساسي قانون کې نه د مسعود او نه د مزاري لپاره د ملي اتل او ملي شهيد القاب ځای لري.
ولې د امريکايانو شاشجاع ( کرزی) هر کال په دې برخه کې يو ځل پر اساسي قانون پښې ږدي او خپل له غوړه مالۍ او خيانت ډک فرمان کې مسعود ته د ملي اتل خطاب کوي او د ورځې تجلیل فرمان يې صادروي.
په لومي ځل چې کرزي د قانون پر خلاف دا شرميدلې پرېکړه وکړه او غوښتل يې چې په غازي سټيټډيوم کې د مسعود ورځ ولمانځي نو خدای پرې اسماني کاڼي وورول او داسې منډې يې وکړې چې ممکن پرتوګ يې هم زيړ شوی وي!
د امريکا د متحده ايالاتو په قومندان دې هم خدايي کاڼي ووروي چې زمونږ د قانون پر خلاف عمل کوي او مونږ ته بيا د خواخوږئ خبره هم کوي!
وحشت خو څه لکۍ نه لري خو همدې ته وايي کنه!


ملي اتل که ملي خاین!

tandar
08.09.2013

ملي اتل که ملي خاین!

وحیدالله لوګروال
08.09.2013 10:55
1016153_549089108497229_2063070689_n

دروغ هم حد لري. کله چې دشمالي ټلوالې دپلویانو او ځینو بې ضمیره پښتنو لیکنې مطالعه کړې دمسعود په هکله یې داسې ښکرور دروغ لیکلي چې په مطالعه کولو یې سړی په لیکوالانوسل لعنته وایي. دایې له څه کوې ځینو احمقانو په کابل کې په خپلو موټرونو داسې لیکلي: ۱۸ سنبله ماتم ملي عمر ض پنجشیر دوي نعوذباالله له مسعود څخه سم صحابي او دافغان ولس خواخوږی جوړ کړی، پداسې حال کې چې مسعود یو فاشست، متعصب، خودخوا، کبرجن او پردیو ته وفادار سړی وو. دخپلو شخصي ګټو پخاطریې همیشد بهرنيو هیوادونو سره چې زیاتره یې له پخواني شوروي اتحاد سره په لسګونو تړونونه لاسلیک کړي. او همیش دخپلو روسي بادرانو په چوپړکې پاتې شوی ده. دلته به یواځې په افغانستان کې دپخواني شوروي اتحاد سترجنرال الف. الف.لیاخوفسکي (General A.A.Liakhovskii) چې دافغانستان په جګړه کې لوړپوړې چارواکی او دمسعود او شوري هیواد ترمنځ په تړونونو کې ډیر نیژدې کس پاتې شوی. دافغان زړورتیا او غمیزه ( Tragedy and Valor of the Afghan) دکتاب له ۶۳۰ پاڼې څخه تر ۶۷۴ پاڼې پورې نچوړ بیان کړم:
• د ۱۹۸۰ ز کال داپریل په میاشت کې مسعود دشوروي د لوړې قومنداې له چارواکو سره تړون وکړ. دزیاتو معلوماتو لپاره (Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror, Page 60) ته مراجعه وکړئ.
• مسعود شوري اتحاد ته دومره وفاداره وه چې کله به دتړون موده پای ته ورسیده نو بیا به یې هم دتړون درناوی کاوه او دجګړې په ټولو کلونو کې به یې تړونونه له سره نوي کول.
• داچې مسعود ځان دشوروي اتحاد ته وفاداره معرفي کړي نو دشوروي اتحاد داستخباراتو یو روزنکي اناتومي ( Anatomy) چې پوره نوم یې ډګروال اناتولي ت ( Colonel Anatoly T) نومیده په خپل کورکې له ځان سره وساته ترڅو دکارل مارکس ( Karl Marx) او ولادیمیرایلیچ لینن ( Vladimir Lenin) دنظریاتو په هکله زده کړه ورکړه.
• لیاخوفسکي په خپل کتاب کې دا هم لیکلي چې مسعود له هماغه لومړیو وختونو څخه دشوري هغه پلان ته چې دافغانستان تجزیه کول وه غاړه کیښوده. چې له دې تجزې څخه یې اساسي موخه دلوی تاجکستان رامنځته کول وه. ترڅو په راتلونکي کې ورباندې واک وچلوي.
• په ۱۹۹۲ ز کال کې مخکې له دې چې مجاهدین په کابل ورننوځي دمسعود ملیشه په کابل ورننوتلې وه دشوري اتحاد دهدایت په اساس یې خپلو ملیشو ته امر کړی وه چې کمونستان ونه وژني. یواځې دګلبدین حکمتیار پلویان په نښه کړئ او ویوژنئ.
• ښاغلي مسعود دشوري اتحادپه هدایت په ۱۹۹۲ ز کال د ډاکټر نجیب توپچي او هوایي ځواک ته دمجاهدینو دهغو ډلګیو دځایونو په هکله هدایت ( کواردیناتونه ) ورکول چې کابل ته د رانیژدی کیدلو په حال کې وهمغه وه چې دکمونستانو په هوایي بمباریو کې به له منځه تلل.
زه ټولو هغو نه پوښتنه کوم چې کله روسي جنرال په خپله دا اقرار کوي او پخپل کتاب کې دا حقایق بیانوي نو بیا ته په کوم اساس ورته ملي اتل وایي؟ آیا ستاسې ملي اتل همداسې یو شخص وي چې دخپلو شخصو ګټو پخاطریې دجهاد په نوم له روسانو په میلیونو ډالر واخستل؟ آیا ستاسې ملي اتل همداسې یو شخص وي چې دخپل واک دساتلو لپاره یې دخپل هیواد تجزې او دلوی تاجکستان درامنځته کیدو خوبونه لیدل چې الله یې دا هیله له خاورو سره خاورې کړه؟
آیاستاسې ملي اتل همداسې یو شخص وي چې داستعماردخوشحالولو لپاره دهغوي دکفري او کمونستي افکارو دزده کړې لپاره دهغوي دمشرانو فسلفې زده کوي؟
داسې شخص هیڅکله ملي اتل نه بلکې ملي خاین ګڼل کیږي. ملي اتل هغه څوک دې چې دهیواد دخپلواکۍ لپاره یې پرته له کوم امتیازه وینې توی کړې وي، ملي اتل هغه څوک دې چې په خپلو ساسي، اقتصادي، کتلوري او ټیکنالوجکي هلو ځلو ولس هوسا او آرامه شوی وي.


مسلم قلموال
09.09.2013

درنو ورونو دا رنګه خبرونه په میډیا کې نشرول د امریکا د خبیث خونړي او وحشي سیاست برخه ده، دوي غواړي زمونږ په زخمونو مالګې ودوړوي، او په افغانستان کې شته حساسیتونه نور هم راوپاروي،ترڅو د ولسونو ترمینځ واټن اونفرت نور هم زیات شي او د افغانستان تجزیې ته لاره هواره شي.
دوي مونږ مجبوروي چې د داسې حساسو موضوعاتو په اړه شدید غبرګون او عکس العمل وښایو، او دغه غبرګون په میډیا کې نشر شي ترڅو مخالف خلک هم زمونږ په مقابل کې نفرت او تشنج راپیدا کولو ته وهڅول شي.
د امریکا هرې خبرې ته باید د شک په سترګه ولیدل شي ځکه امریکایان ډیر لوي مکاران دي او په هیڅ خبره کې رښتیني نه دي.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more