سياست او روانې چارې
دطالبانو او اسلامي حزب، د جګړه مارانو مرګ او میر او تیښته-د نرخیانو اختر
اتل
04.09.2013
محترمو پښتنو، اسلام علیکم
د نرخ دره چې په سیمه کې ان د پخواني شوروي اتحاد د اشغال د وخت راهیسي د ستراتیژیک اهمیت نه برخورداره ده، تل د اسلامي حزب او طالبانو ترمنخ دلته د قبضې لکولو په سر جنګ جګړې روانی دي، چې نرخیانو ته مرګ ژوبله پکې اوړی او د هغوی روزمره ژوند یې د عظیمو مشکلاتو سره مخامخ کړیدئ.
نرخیان شپه او ورخ لاس په دعا دي چې ددې مشکل نه نجات پیدا کړي.دوی هم د ملک ګڼ شمیرنورو علاقو د خلکو غوندې غواړي چې طالبان او داسلامي حزب جګړه ماران دهغوی د سیمو نه ووزي او ولس آرام ژوند کولو ته پریږدي.
خبریال په خپله ننۍ ګڼه کې خبر خپور کړئ چې د ایساف په یوه هوایې حمله کې د طالبانو یو قوماندان چې د نرخ نه په شاوخوا علاقو کې یې تشدد کاوه او نا آرامي جوړوله، وژل شوی او یو بیل طالب ټپي شویدئ.
نرخیان ددې دپاره دا اقدام په نیک پال نه نیسي چې خدای ناخواسته افغان اتباع دې ووژل شي، بلکه هیله کوي چې دغسې اقدامات طالبان او د حزب اسلامی جګړه ماران دیته مجبورکړی چې د نرخ نه ووزی، اونرخیان په سوله او امنیت کې خپلې ورځنۍ دیني او دنیوي چارې پر مخ بوزي.
دالاندې خبر، خبریال خپور کړیدي:
=-===
د ايساف په هوايې بريد کې يو طالب قومندان ووژل سو
13 سنبله / وږی 1392, 1:15
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د میدان وردګو ولایت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نرخ ولسوالۍ په الاسنګ سیمه کې نن( چهارشنبه) سهار شاوخوا اته بجې د یوه هوایي برید په ترڅ کې یو وسله وال طالب قوماندان وژل سوی او یو بل ټپي سوی دی .
خبرپاڼه کاږي چې د وسله والو طالبانو دغه سیمه اییز قوماندان په سیمه کې ماینونو ځای پرځآی کول،پر امنیتي ځواکونو يې بریدونه ترسره کولو او په یو شمیر نورو تخریبي اعمالو کې يې لاس درلود.
همدا راز امنیتي ځواکونو په مرکز میدان ښار او سیداباد ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو مخالفینو څخه یوه اندازه مهمات او وسلې ترلاسه کړي دي .
که څه هم کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي ولي وسله والو طالبانو ددي ولايت په نورو سيمو کې د بريدونو پر مهال د درني مرګ ژوبلي ادعاوي کړي دي.
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سنبله / وږی 13, 1392.on September 4, 2013.