د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

معلولين:که فريبا کاکړ په يوه اونۍ کې خوشي نه سي د کوټي شورا ته به ولاړ سي

میرویس
03.09.2013

د فورم محترمو، ګډونوالو، اسلام علیکم
په ملک کې د جنګ ادامې د معلولینو په شمول زموږ د ټولنې ټول قشرونه متاءثر کړیدي. د روان جنګ ادامه کولای شي، داملک د فوق العاده جدي خطرونو سره مخامخ کړي. یوازې صلح کولی شي امنیت راولي او په امنیت کې وده او انکشاف راځي، آزادي وزرونه غوړوي او په آزادئ کې ددین اوولس پالنه بهتره کیږي.
دا لاندئ خبر خبریال خپور کړیدئ:
=====
معلولين:که فريبا کاکړ په يوه اونۍ کې خوشي نه سي د کوټي شورا ته به ولاړ سي
12 سنبله / وږی 1392, 2:50
د کندهار ولايت معلولين د شهيدانو وارثان وايې چې وسله وال طالبان دي په ولسي جرګه کې د کندهار استازي فريبا احمدي کاکړ خوشي کړي.
بل خوا ته ويل کيږي چې د فريبا احمدي کاکړ د خوشي کيدو په صورت کې وسله وال طالبان د زنداني طالبانو د خوشي کيدو غوښتنه کړي.
د کندهار ولايت ګڼ شمېر معلولينو نن په کندهار کې د يوي غونډي پر مهال له وسله والو طالبانو په کلکه غوښتنه وکړل چې د ولسي جرګي غړي فريبا احمدي کاکړ را خوشي کړي.
د کندهار معلولينو وويل چې فريبا احمدي کاکړ د کندهار د معلولينو ستونزي هر وخت اوريدلي، تر چارواکو يې رسولي او د همدي کسانو لپاره يې زيات خدمتونه کړي دي.
د کندهار لسګونه معلولينو وويل چې که وسله وال طالبان يې ږغ وا نه وري نو د پاکستان د کويټي شورا ته به مراجعه وکړي او هلته به د فريبا احمدي کاکړ د خلاصون غوښتنه وکړي.
هغوى وويل چې د فريبا خوشي کيدل به له دوى سره د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وي او د افغانستان معلولين پر ټولو ښکيلو خواوو حق لري چې ستونزي يې هواري کړي.
((موږ معلولين په دي راټول سوي يو چې وسله وال طالبان فريبا احمدي کاکړ خوشي کړي هغه يوه ميرمن ده عاجزه ده د هغي په وژلو دا دولت نه جوړيږي او نه هم ورانيږي ځکه نو وسله وال طالبان بايد نوموړي خوشي کړي، احمدي زموږ غريبانو اواز تل پورته کړى دى تل يې هڅه کړي چې د معلولينو ستونزي تر چارواکو ورسوي.))
فريبا احمدي کاکړ د تېر اګست پر لسمه مازيګر د کندهار کابل پر لويه لار د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې تښتول سوي ول.
د فريبا د خلاصون په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو او افغان دولت څه نه دي ويلي ولي افغان دولت هڅه کوي تر څو ا موضوع د رسنيو څخه په پټه سره ته ورسوي ولي د وسله والو طالبانو غوښتنو ته تر اوسه پوري چا څه نه دي ويلي.
ويل کيږي چې وسله وال طالبان د فريبا احمدي کاکړ د خلاصون په وړاندي د يو شمېر وسله والو طالبانو د خوشي کيدو غوښتنه لري.
داسې ګنګوسي هم خپري سوي چې د فريبا کورنۍ د هغي د خوشي کيدو په مقابل کې د زياتو پيسو د ورکړي وړانديز کړى ولي وسله والو طالبانو يې دا وړانديز رد کړى دى.
د فريبا احمدي کاکړ سره يې يو زوى، دوه لوڼي، يو موټر چلونکى او يو ساتونکى تښتول سوي کوم چې زوى او لورګاني يې خوشي سوي او دري واړه کسان لا هم بنديان دي.
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سنبله / وږی 12, 1392.on September 3, 2013.


Takal Afghan
03.09.2013

د کوټي شوری دمتجاوزو هیوادونو داستخباراتي کړیو اختراع کړي اصطلاح ده
په عمل کي هیڅ وجود نلري
ترشا يي مقصد دادی چي طالبان په پاکستان وتړي


میرویس
05.09.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم
ستړئ مه شي. وروره د کوټې په شوری کاڼه او رانده ټول خبر دي. د کوټې او پیښور شوراګانې اظهر من الشمس غوندې هرجاته جوتې دي.
زه پوهیږم چې دفیل په غوږ کې نه یې بیده، بلکه اغماز کوي. ته پدې خبرو ځان سپک کوي. لمر په دوو ګوتو نه پټیږي.

که ته وایي د کوټې شوری وجود نلرې، ووایه چې د طالبانو مشران چیرته دي؟ د کوم ځای نه زما او ستا په ماک کې جنګ رهبري کوي؟
وروره بیدار شه، داسې بحث وکړه او دلیل ووایه چې لا اقل پخپله ستا دپاره د سرم پیزوان نشي.
الله دې بصیرت در په برخه کړي.
زموږ د بحث موضوع دا وه چې جنګ حتې معلولین هم متاءثر کړیدي، پکار دي چې سوله راشي او خلک عادي ژوند ته راوګرزي.
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more