د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اندړو د پاڅون خیلو شجره او پایښت !

طیب زابلی *
31.08.2013

ﻦ ﻣﯥ ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﺎ ﺩﯾﻮﯤ ﻭﺭځﭙﺎڼﯥ ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ
ﻫﻐﻪ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﻭﻟﻮﺳﺖ ﭼﯥ ﺩﻏﺰﻧﻲ ﺩﺍﺭﺑﮑﻲ ﭘﺎڅﻮﻥ
ﺩﻟﻮﻣړۍ ﮐﻠﯿﺰﯤ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ ﯾﯥ ﻧﺸﺮ ﮐړﯼ ﻭﻭ ، ﻭﺍﻝ
ﺳټﺮﻳﺖ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ ﯾﻮﻩ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﺭﺳﻨﯿﻮ ﻭﻩ ﭼﯥ ﺗﯿﺮﮐﺎﻝ
ﭘﻪ ﺩﯤ ﻣﻮﺳﻢ ﮐﯥ ﯾﯥ ﺩﻏﺰﻧﻲ ﺩ ﭘﺎڅﻮﻥ )؟( ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺧﻮﺭﺍ
ﻏﻮړ ﻏﻮړ ﺭﺍﭘﻮﺭﻭﻧﻪ ﻧﺸﺮﻭﻝ ، ﺩﺩﯤ ﻭﺭځﭙﺎڼﯥ ﺳﯿﻤﯿﺰ
ﺧﺒﺮﯾﺎﻝ ﺣﺒﯿﺐ ﺗﻮﺗﺎﺧﯧﻞ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﮐﺎﺭ ﭘﺴﯥ
ﻟﻪ ﮐﺎﺑﻠﻪ ﻧﻪ ﻭﻭ ﻭﺗﻠﯽ ، ﭘﻪ ﺩﯤ ﺷﭙﻮ ﮐﯥ ﯾﯥ ﭘﻪ ﺍﻧﺪړﻭ ﮐﯥ
ﺍړﻭﻟﻲ ﻭﻭ ، ﺍﻭ ﺩﮐﻮﻧﺴﭗ ﻟﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﮐﺮښﯥ څﺨﻪ ﺑﻪ ﯾﯥ
ﻧﯿﻮﯾﺎﺭﮎ ﺗﻪ ﮊﻭﻧﺪﻱ ﺭﺍﭘﻮﺭﻭﻧﻪ ﻣﺨﺎﺑﺮﻩ ﮐﻮﻝ ،ﻭﺍﻝ
ﺳټﺮﯾټ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎﻝ ﺩﺷﻠګﺮ ﺩﭼﺮﺳﯿﺎﻧﻮ ﭘﺎڅﻮﻥ
ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ ﺩﻋﺮﺑﻲ ﭘﺴﺮﻟﻲ ﺩﻭﺍﻡ ﺑﻠﻠﯽ ﻭﻭ ، ﺩﯤ
ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﻲ ﻭﺭځﭙﺎڼﯥ ﻫﻢ ﺩځﯿﻨﻮ ﻧﻮﺭﻭ ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﻲ ﺭﺳﻨﯿﻮ
ﺍﻭ ډﺍﻟﺮ ﺧﻮﺭﻭ ﻣﻄﺒﻮﻋﺎﺗﯿﺎﻧﻮ ﺍﻭ ﺳﯿﺎﺳﯿﻮﻧﻮ ﻏﻮﻧﺪﯤ ﭘﻪ
ﺯړﻩ ﮐﯥ ګﻮړﯤ ﻣﺎﺗﻮﻟﯥ ﭼﯥ ﮐﯿﺪﺍﯼ ﺷﻲ ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ
ﻫﻐﻪ ﯾﻮﻭﻟﺲ ﮐﻠﻨﻪ ﺟګړﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﻧﯿﻢ ﻟﮏ ﻣﺮﯾﻦ
ځﻮﺍﮐﻮﻧﻮ ﻭﻧﻪ ګټﻞ ﺷﻮﻩ ، ﺩﺷﻠګﺮ څﻮ ﮐﻮڅﻪ ډﺏ
ﭘﻮډﺭﯾﺎﻥ ﺑﻪ ﯾﯥ ﻭګټﻲ .
ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﻬﺎﻟﻪ ﯾﻮ ﮐﺎﻝ ﺗﯿﺮﯾږﻱ ، ﺍﻭ ﺍﻭﺱ ﻣﻮﺩﺍﺩﯼ
ﺩﺷﻠګﺮ ﺩ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺩ ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ ﯾﻮ
ﺑﻞ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺍﻭ ﺗﺤﻠﯿﻠﻲ ﺍﺭﺯﻭﻧﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﺩﻩ ،ﻣګﺮ
ﺩﺍځﻞ ﺩﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﺍﺭﺑﮑﯽ ﺧﺒﺮﯾﺎﻝ ﺩﺧﭙﻠﻮ ﭘﺎڅﻮﻥ
ﺧﯧﻠﻮ ﺩ ﻓﺘﺤﯥ ﺍﻭ ﺑﺮﯾﺎ ﻧﻐﺎﺭﯤ ﻧﻪ ډﻧګﻮﻱ ، ﺑﻠﮑﯥ ﺩﯾﺄﺱ ،
ﻧﺎ ﺍﻣﯿﺪﯼ ، ﻧﺎﮐﺎﻣۍ ﺍﻭ ﺫﻟﺖ ﺧﺒﺮﯤ ﯾﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﺩﻱ .
ﺩﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺗﺎﺯﻩ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﮐﯥ ﺭﺍﻏﻠﻲ ، ﭼﯥ
ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﻲ ﺟﻨﺮﺍﻻﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻫﯿﻠﯥ ﭘﻪ ﺍﻭﺑﻮ ﻻﻫﻮ ﺷﻮﯤ
ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺷﮑﯿﺮﻟﻮ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ څﺨﻪ ﯾﯥ ﺩﺭﻟﻮﺩﯤ ، ﺩﻭﯼ
ﻭﺍﯾﻲ ﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻧﻮ ﻫﯧﻠﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ ، ﭼﯥ ﺷﻠګﺮ ﺑﻪ ﻫﻢ
ﺩﻋﺮﺍﻕ ﺩﺍﻻﻧﺒﺎﺭ ﺍﯾﺎﻟﺖ ﻏﻮﻧﺪﯤ ﺩﻣﺠﺎﻫﺪﯾﻨﻮ ﭘﻪ ﺧﻼﻑ ﺩ
ﺧﻠﮑﻮ ﺩ ﭘﺎڅﻮﻥ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﻧﻤﻮﻧﻪ ﺳﯿﻤﻪ ﻭﺍړﻭﻱ ، ﻣګﺮ
ﺩﯾﻮﻩ ﮐﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﯾﺪﻭ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﺷﻮﯤ ، ﭼﯥ ﺩﺍ ﭼﻮﺭﺕ ﺑﯥ
ځﺎﯾﻪ ﻭﻭ ، ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﻳﺖ ﻟﯿﮑﻠﻲ ﻫﻐﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺷﻠګﺮ ﮐﯥ ﯾﯥ ﺩﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻼﻑ ﺩﺑﻐﺎﻭﺕ ﭘﻪ ﭘﯿﻞ ﮐﯥ
ﻻﺱ ﺩﺭﻟﻮﺩ ، ټﻮﻝ ﯾﺎ ﻭﮊﻝ ﺷﻮﻱ ، ﯾﺎﯾﯥ ﻟﻪ ﺑﻐﺎﻭﺕ
څﺨﻪ ﻻﺱ ﺍﺧﯿﺴﺘﯽ ، ﯾﺎ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺳﯿﻤﯥ ﺗښﺘﯿﺪﻟﻲ
ﺍﻭﭘﻪ ﮐﺎﺑﻞ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻭ ﻭﻻﯾﺎﺗﻮ ﮐﯥ ﯾﯥ ﭘﻨﺎﻩ ﺍﺧﯿﺴﺘﯥ ، ﺭﺍﭘﻮﺭ
ﭘﻪ ﺩﯤ ﺍړﻩ ﺩﺭﺣﻤﺖ ﺍﻟﻠﻪ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﺩﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ ﺩﯾﻮ ﻣﺸﺮ
ﻣﺜﺎﻝ ﻭﺭﮐړﯼ ، ﭼﯥ ﻭﺭﻭﺭ ، ﭘﻼﺭ ﺍﻭ ﺗﺮﻩ ﯾﯥ ﭼﯥ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻥ
ﻭﻭ ﺩﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻟﻮﺭﯤ ﻭﮊﻝ ﺷﻮﻱ ، ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﺩﯼ ﭘﻪ
ټﭙﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﮐﯥ ﻟﻪ ډﯾﺮ ﺑﺪ ﺍﻧﺠﺎﻡ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﮐﺎﺑﻞ ﮐﯥ ﮊﻭﻧﺪ
ﮐﻮﯼ .
ﻭﺭځﭙﺎڼﯥ ﭘﻪ ﻏﺰﻧﻲ ﮐﯥ ﺩﯾﻮﻩ ﻟﻮﯾﺪﯾځ څﺎﺭﻭﻧﮑﻲ ﻟﻪ ﻗﻮﻟﻪ
ﺩﺷﻠګﺮﺩ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﻭﯾﻠﻲ ) ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﺩﺍﻧﺪړﻭ
ﭘﯿښﯥ ﭘﻪ ﺩﯤ ﻭﻻﯾﺖ ﺍﻭ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ
ﻫﯿڅ ﻣﺜﺒﺖ ﺍﻏﯿﺰ ﻧﻪ ﺩﯼ ﮐړﯼ ( ﯾﻌﻨﻲ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ
ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻧﻮ ﺍﻭ ﺩﮐﺮﺯﻱ ﺩﺭﮊﯾﻢ ﮐﻮﻡ ښﻤﺮ ﻧﻪ ﺩﯼ
ﺷﻮﯼ ، ﻭﺭځﭙﺎڼﻪ ﻭﺍﯾﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻏﺰﻧﻲ ﺍﻭ ﺍﻧﺪړﻭ ﮐﯥ
ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﻻ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻗﻮﺕ ﮐﯥ ﺩﻱ ، ﭼﯥ ﺍﻭﺱ ﯾﯥ ﺩﭘﺨﻮﺍ
ﭘﻪ ﺷﺎﻥ ﭘﺴﺮﻟﻨۍ ﺣﻤﻠﯥ ﭘﯿﻞ ﮐړﻱ ﺩﻱ .
ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ ﻭﯾﻠﻲ ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺩﺷﻠګﺮ
ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻥ ﺳﺨﺖ ځﭙﻠﻲ ﺍﻭ ﺩﺩﻭﯼ ﺭﻫﺒﺮﻱ ﯾﯥ ﺗﻘﺮﯾﺒﺎ ﭘﻪ
ﺑﺸﭙړﻩ ﺗﻮګﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭړﯤ ، ﻭﺭځﭙﺎڼﯥ ﭘﻪ ﺩﯤ ﻟړ ﮐﯥ
ﺩﻓﯿﻀﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻓﯿﻀﺎﻥ ﻣﺜﺎﻝ ﻭﺭﮐړﯼ ، ﭼﯥ ﺩﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ
ﺩﺑﺮﯾﺪ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺳﺨﺖ ټﭙﻲ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ ، ﻓﯿﻀﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﺩ
ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ ﺧﺒﺮﯾﺎﻝ ﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ ، ﭼﯥ ﺩ ﺷﻠګﺮ
ﺧﻮځښﺖ ﻟﻪ ﺍﻭﻟﻪ ﺩﺣﮑﻮﻣﺖ ﻟﺨﻮﺍ ﭘﯿﻞ ﺷﻮﯼ ﻭﻭ ، ﺧﻮ
ﺩﻭﯼ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﺩﻏﻮﻟﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﻭﻟﺴﻲ ﭘﺎڅﻮﻥ ﻧﻮﻡ
ﻭﺭﮐړﯼ ﻭﻭ .
ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﻳټ ﮊﻭﺭﻧﺎﻝ ﻟﯿﮑﻠﻲ ﭼﯥ ﺩﺷﻠګﺮ ﺩﭘﺎڅﻮﻥ ﮐﯿﺴﻪ
ﺍﻭﺱ ﺧﺘﻤﻪ ﺩﻩ ، ﺍﻭ ﻟﻪ ﭘﺎڅﻮﻥ ﺧﯧﻠﻮ څﺨﻪ ﺩ ۲۰۰ ﭘﻪ
ﺷﻤﯿﺮ ﻣﺤﻠﻲ ﭘﻮﻟﯿﺲ ( ALP ) ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻥ ﺟﻮړ ﺷﻮﻱ
ﺩﻱ ، ﺩﻫﻤﺪﯤ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ ﻣﺸﺮ ﻟﻄﻒ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ
ﺗﻪ ﻣﻨﻠﯥ ﭼﯥ ﺩﻭﯼ ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻧﻮ ﻟﺨﻮﺍ ﺍﮐﻤﺎﻝ ﮐﯿږﻱ ، ﺍﻭ
ﻫﻐﻮﯼ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﯿﺴﯥ ﺍﻭ ﺗﻨﺨﻮﺍګﺎﻧﯥ ﻭﺭﮐﻮﻱ .
ﺳﺮﻩ ﻟﻪ ﺩﯤ ﭼﯥ ﭘﺨﻮﺍ ﻭﯾﻞ ﮐﯿﺪﻝ ﭼﯥ ﺩﺷﻠګﺮ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ
ﺗﻪ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺧﻮﺭﺍ ﺩﺭﺍﻧﻪ ﻣﻌﺎﺷﻮﻧﻪ ﻣﻘﺮﺭ ﮐړﻱ ، ﺧﻮ
ﻟﻄﻒ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﯾﻠﻲ ﭼﯥ ﺩﻭﯼ ﺗﻪ ﺩﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﯾﻮﺍﺯﯤ ۱۲۰ ډﺍﻟﺮ
ﻭﺭﮐﻮﻝ ﮐﯿږﻱ .
ﻣﺎ ﭼﯥ ﺩﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻧﻮ ﺩﻏﻪ ﺷﭙږﺷﻠﯥ ډﺍﻟﺮﻩ ﺗﻨﺨﻮﺍ ﺗﻪ ﻓﮑﺮ
ﻭﮐړ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﻣﯥ ﺩﺩﻭﯼ ﺩﻣﺮګ ﮊﻭﺑﻠﯥ ﻫﻐﻪ ﺩﺭﺍﻧﻪ ﺍﺭﻗﺎﻡ
ﺭﺍﻟﺤﺎﻅ ﮐړﻝ ﭼﯥ ﺩﻭﺍﻝ ﺳټﺮﯾټ ﭘﻪ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﮐﯥ ﻭﺭﺗﻪ
ﺍﺷﺎﺭﻩ ﺷﻮﯤ ، ﻧﻮ ﻧﺎڅﺎﭘﻪ ﺩ ﻧﻮﺭﺍﻟﻠﻪ ﺩﺭﻭﯾﺶ ﺩﻏﻪ ﺷﻌﺮ
ﭘﻪ ﺍړﻭﻟﻲ ﺍﻧﺪﺍﺯ ﺧﻮﻟﯥ ﺗﻪ ﺭﺍﻏﯽ ﭼﯥ -
ﭘﻪ ﺷﭙږﺷﻠﯥ ډﺍﻟﺮ ﺩﯤ ﺍﯾﻤﺎﻥ ﺧﺮڅ ﮐړﻟﻮ ﺩﻭﮐﻪ ﺷﻮﯤ
ﻏﻼﻡ ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﻪ ﺷﻮﯤ ، ﻏﻼﻡ ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﻪ ﺷﻮﯤ
ﺭښﺘﯿﺎﻫﻢ ﮐﻪ ﮊﻭﺭ ﻓﮑﺮ ﻭﮐړﻭ ، ﺩﺷﻠګﺮ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻥ ﭼﯥ
ﭘﺨﻮﺍ ﯾﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺩﺣﺰﺏ ﻣﺠﺎﻫﺪﯾﻦ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﻭﻟﺴﻲ
ﭘﺎڅﻮﻧﯿﺎﻥ ﺑﻠﻞ ، ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘۍ ﺳﻮﺩﺍ ﮐﯥ ﺳﺨﺖ
ﺗﺎﻭﺍﻧﻲ ﺷﻮﻝ ، ﭘﻪ ﺩﯤ ﺩﻧﯿﺎ ﯾﯥ ﯾﻮﺍﺯﯤ ﺩﺍﻣﺮﯾﮑﺎﯾﻲ ﺻﻠﯿﺒﻲ
ﺍﻫﺪﺍﻓﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺗﺮﻫﯿﺪﻟﯽ ﮊﻭﻧﺪ ، ﺑﯥ ﺟﻨﺎﺯﯤ ﻣﺮګ ، ﺍﻭ ﺑﯥ
ﻟﺤﺪﻩ ﻗﺒﺮ ﭘﻪ ﻧﺼﯿﺐ ﺷﻮ ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺩﻧﯿﺎ ﺑﻪ ﻫﻢ
ﺩﻗﺮﺁﻧﻲ ﻓﯿﺼﻠﯥ ﭘﻪ ﺍﺳﺎﺱ ﺩﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﺻﻒ ﮐﯥ
ﺭﺍﻭﻻړﯾږﻱ ، ﭼﯥ ﭘﯿﻮﺳﺘﻮﻥ ﯾﯥ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﮐړﯼ ﺍﻭ
ﺩﻫﻐﻮﯼ ﺩﺍﻫﺪﺍﻓﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﯾﯥ ﻭﺳﻠﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﯤ ) ﻭ ﻣﻦ
ﯾﺘﻮﻟﻬﻢ ﻣﻨﮑﻢ ﻓﺎﻧﻪ ﻣﻨﻬﻢ (
ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻣﻮ ﺩﯤ ﻟﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺩﻧﯿﻮﻱ ﺍﻭ ﺍﺧﺮﻭﻱ ﺧﺴﺮﺍﻥ
څﺨﻪ ﻭﺳﺎﺗﻲ —

اسامه وزیروال[/list]


مسلم قلموال
02.09.2013

السلام علیکم ورحمة الله،
وروره، تعصب امیزه او نفرت انګیزه خبرې کول ډیر اسان دي خو یو واقعبینانه تحلیل او تجزیه داسې نه وي.
ایا ته په امریکایي میډیا باندې باورلرې؟ ته څه فکر کوې چې هغوي ظاهرا په میډیا کې یوه ډنډوره خپروي نو ترشا يې د هغې خلاف نور پټ مرموز اهداف پراته نه وي؟ ایا پدې تاسو نه پوهیږئ چې د عامه اذهانو د ګمراه کولو او د حقیقت انځور باالعکس وړاندې کولو لپاره امریکایان او انګریزان میډیا د یوې مهمې وسیلې په توګه کاروي، پدې راپور کې امریکا داسې نمایش کړی چې ګواګې مونږ پدې مقابله کې ناکام شو خو حقیقت دا دی چې امریکا د طالبانو ختمیدل ترهغه نه غواړي ترڅو یې چې خپل استعماري اهداف نه وي پوره شوي.
امریکایان دومره ساده ګان نه دي چې په زوره خپل ځان وشرموې، تاسو ته د هغوي غرور او تکبر ښه معلوم دی چې په هیڅ ځاي کې د خپل استکبار د لاسه ورکولو ته چمتو نه دي نو پداسې حال کې پرته له دې چې ترشا یې استعماري اهداف پراته نه وي ځانونه کم نه راولي.
تاسو چې د اربکیانو خلاف دومره قربانۍ ورکوئ او د هغوي غونډکلی او خاندانونه له مینځه وړئ او دومره انرجي پرې مصرفوئ ولې مو دغه توان د امریکایانو په مقابل کې نه استعمالوئ؟ تاسو چې اندړ له مینځه وړئ ولې په غزني کې د امریکایانو موجودې ښکاره اډې له مینځه نه وړئ؟ تاسو به څومره اربکیان ختم کړئ؟ایا د اربکیانو په ختمولو امریکایان وځي؟ نه هیڅکله نه! که لس میلیونه اربکیان ووژنئ د امریکانو پرې چورت هم نه خرابیږي، بلکه د خپل مکارانه شازش او دسیسې په موفقیت به لا افرین وايي، او داسې نور مرموز پلانونه به جوړوي.
دا د امریکا او انګلیس شوم او خبیث سیاست دی چې له یوې خوا نه د پاکستان له لارې طالبان حمایه کوي او له بلې خوا د افغانستان له لارې اربکیان حمایه کوي.
دوي ته هم ډالرې ورکوي او هغوي ته هم ډالرې ورکوي او پخپله د خیر په غونډۍ ناست دي او د غزني د پي ار ټي نه د اندړو تماشه کوي او په خپلو نانځکو باندې د لوبو کولو فاتحانه کامیابي لمانځي.
تاسو نه ګورئ چې امریکایان په ټوله نړۍ کې په همدې شیطاني سیاستونو مسلمانان پریو بل وهي او دواړه طرف ته منافقانه رول لوبوي.
په مصر کې د یو خوا نه یې د ډیموکراسۍ ډنډورې وهلې او له بل اړخه یې مصري پوځ ته ډالرې او وسلې ورکولې.
دلته هم پاکستان او افغانستان خپل مینځ کې جنګوي، پاکستان ته په سرحداتو کې خپل فوځي تنصیبات ورسپاري او په افغانستان باندې د میزایلو ورولو اجازه ورکوي خو له بل اړخه په ډیره مکارانه توګه افغانان راپاروي او ورته وايي تاسو مخکې شئ مونږ درپسې یو، کور والا ته وايي کور ساته او غل ته وايي ورځه پرې.
خو زمونږ ساده ملایان خوران د امریکا او انګلیس په ماهرانه، پیشه ورانه او زوړ تجربوي سیاست باندې څه پوهیږي، دوي خو د هرشي ظاهر ته ګوري، او مسلمان همداسې وي چې په ظاهر باندې غولیږي.
امریکا او انګلیس پدې شیطاني کارونو کې دومره مهارت لري، او ددې کارونو لپاره خاص متخصیصین لري چې د خلکو د اذهانو په لوستلو او بدلولو او د حقیقتونو په سرچپه کولو کې لسګونه کاله تعلیم او تجربه لري چې حتی د مسلمانانو امریکایي ضد احساسات او انګیزې هم د خپلو سیاسي مقاصدو او استعماري موخو لپاره استعمالوي.
نو که غواړئ واقعا امریکا وباسئ نو باید بیدار اوسئ او خپل اصلي هدف ورک نه کړئ، که اسلام او د محمد رسول الله ص دین ته وفادار یاست نو ستاسې ټول توان او انرژي باید په امریکایانو او انګلیسانو متمرکزه وي او یوازې همغوي مو هدف وي، او که داسې نه کوئ نو بیا اربکیان او طالبان یو شی دي، دواړه پردي مزدوران دي او د استعماري موخو لپاره لکه د نانځکو او د شطرنج د ګټکو کارول کیږي.
اربکیان او طالبان یو د بل پرضد جنګول او یود بل په خلاف راپارول د دواړو ترمیځ حساسیت او نفرت زیاتول د امریکایانو د خدایي خدمت کولو پرته بل هیڅ نه دي.

والله علی ما نقول وکیل.

ملا که هوښیار نه شو نو اسلامي نړۍ غرقه ده.


pattang
02.09.2013

مسلم قلموال صيب اسلام عليکم!
زه دې حيران کړم !
طالبان خو هغه خلک دي چې افغانستان يې له فساده خلاص که او
جنګي جنيتکاران يې له وطنه وشړل !
اربکيان خو د cia مفکوره ده چې په عراق کې یې هم جوړ کړي دي
خو دطالب برابرول له اربکي سره يوه لويه کبيره ګناه ده !

که مقصد دې هغه دcia روزل شوي طابان دي چې د طالبانو رنګه
بدوي ؟ له بلې خوا طالبان خوزمونږ دکلي خلک خپلوان او دکور
خلک مو دي چې يو شمېر يې شهيدان شول او يوشمېر يې اوس هم
جنګيږي اوتر څو به لاس له مبارزه وانخلي چې هېواد يې له صليبي
اشغالګرو او دهغوی له افغاني لاسپوڅيو نوي ازاد کړی !

فکر دهر چا ازاد دی خو داسې تهمت تړل بيا زمونږ شهيدانو
ته لويه بې احترامي او په سپکه سترګه کتل دي !

ستا تبصره د تلوع ،لمر،۰۰۰ دتلويزونو له هغوی سياسي ناپوهو سره
چې په ګردي مېز کې ناست وي سياسي تبصرې کوي ، يو ځای
سرخوري او داټول دڅو دالرو لپاره !!


مسلم قلموال
03.09.2013

لیکنه دوه ځل انټر شوې...دا یوه پاکوم.


مسلم قلموال
03.09.2013

وعلیکم السلام ورحمة الله،
پتنګ صیب، حقیقت همیشه ډیر تریخ وي او زغمل یې ډیر ګران وي، خو متآستفانه او بیا هم متآسفانه چې همداسې ده.
په روان جهاد کې ډیر سپیڅلي مجاهدین او سپیڅلي غازیان هم موجود دي چې د صلیبیانو خلاف برسر پیکار دي،خو د هغوي ونډه ډیره کمه ده او عملیات یې ډیر محدود دي.
ټولو هغو شهیدانو او غازیانو ته دې الله جنتونه نصیب کړي او اجر عظیم دې ورکړي چې د صلیبیانو د اصلي لښکرو په مقابل کې مخامخ جنګیږي، الله دې نور هم توفیق ورکړي، زمونږ او د ټولو مسلمانانو دعاګانې او نیکې هیلې به ورسره وي،
خو په هلمند او ارزګان کې داسې طالبان شته چې د ورځې اربکیان وي او د شپې طالبان وي، ډبل ډیوټي کوي او ډبل تنخواه اخلي، د شپې یې د امریکايي شپیشل فورسز او پي ار ټي ګانو سره سري او خفیه میټنګونه وي او د هغوي د پلان مطابق بیا عملیات کوي.
دا رقم خلک په هیڅ قسم حرامو ایسار نه دي، حتی په اپینو او پوډرو هم او د نړیوالې مافیا سره هم راکړه ورکړه لري.
د روس خلاف په جهاد کې هم همداسې امریکايي مجاهدین موجود وو چا دا ګمان کولو چې سبا به دوي د امریکایانو سره یو ځاي کار کوي او د امریکایانو د راوستلو لپاره به لار هواروي، ډیر لږ د هغو څخه بهر پاتې دي چې د امریکایانو خلاف هم اوس جهاد ته ادامه ورکوي.
زه تلویزیون نه ګورم او نه یې لرم الحمد لله، طلوع، لمر او نور ټول تلویزیونونه دې الله ټول تباه کړي سره د هغه کسانو چې په کې کار کوي او یا ورسره مصاحبې کوي.
د ډالرو شوقین هغه څوک وي چې ډیموکراسۍ او غربي کلچر سره نزدي پاتې شوی وي او پکې ژوند یې کړی وي، مونږ د داسې قسمه خلکو او ماحول څخه ډیر لیري د مهاجرت په ټاټوبي کې پراته یو، د ډالرو او ټلویزینونو او ډیموکراسۍ څخه بې نیازه یو، خپل اسلامي ماحول لرو. الحمد لله

مننه

م . ق


pattang
03.09.2013

قلموال صيب سلام عليکم !
وروره ما ستا ليکنې او تبصرې په نورو پاڼو کې لوستلې دي !
ستا ليکنې اسلامي او داولس په ګټه ما ارزيابي کړې او دقدر وړ دي!
دلته سره تېروتو ، ځکه دطالب له نوم ځخه هر ډول ګټه اخيستل کېږي !

ملا داد الله خو امريکايې طالبانو پرې وواژه . . .

کله چې صليبي لښکرې راغلې نو بګرام ته د cia يو نفر راغی او
لکه تاسو چې فرمايلې دي هغه په جنوب دافغانستان کې امريکايې
طالبان جوړ کړل په دې برخه کې اسناد هم شته …
خو ددې ګډ شويو طالبانوپېژندنه اسانه کار ندی !

cia او فاسد دولت ډېر وخت په خپله زبوتاژ کوي چې د طالبانو
رنګه بده کړي او اولس ترې نفرين کړي !

قلموال صيب ډېرې ځوانې کنډې له اولادو سره او ډېرې تازه واده
شوې پاته شوې چې په ليدو يې ژړا راځي !

ددې ملت اه ، درد او ژړا هيڅوک نه اوري ، ټول عيش او نوش
ددالرو او شرابو په مستي کې غرق دي او ټولې يو موقتي صليبي
بخشش دی چې جامعه پرې فاسده کړي او دلوط قام ترې جوړ کړي
او خپل مطلب ته پرې ورسيږي !

قلم وال صيب يوه ګوله وچه ډوډۍ دې وي خو له ابرو اوعزت سره!
هم به خدای (ج) ،هم به رسول درنه راضي وي اوهم به د وجدان او
راتلونکی نسل له زوی نه نيولې تر کړوسي پورې وياړ درباندې کوي!

ټول درد ، فرياد اومحبت ښکاره کول په برېښناپاڼو کې دزړه له
کومې نه کېږي په الله دسپارم!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more