د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانود ۱۲۵ ټنو نه زیات چاودونکي مواد راوړيدي

میرویس
29.08.2013

ډیررو قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
وایي طالبانو د ۱۲۵ ټنو نه زیات چاودونکي مواد هرات ته راوړي، او پکار دي چې پوښتنه ترې وشي چې دومره زیات چاودونکي مواد څه کوي. آیا دوی پدې موادو کوم ملک ورانوي او کوم خلک پرې وژني.
آیا طالبان د ځپلو دغو ڼاوړه اعمالو سره سره ددې امید لري چې په آینده کې به یې ځوک پریږدي، چې پدې ملک کې قدرت په لاس کې واخلي او یا د ملک د مستقبل په فیصلو کې شامل شي. دا لاندې خبر د آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
======
هرات: څه باندې ۱۲۵ ټنه چاودیدونکي توکي د ایراني استخباراتو له خوا را انتقال شوي
07.06.1392
د هرات ولایتي شورا وايي، څه باندې ۱۲۵ ټنه چاودیدونکي مواد د ایراني استخباراتو له خوا دغه ولایت ته د وسله والو مخالفانو د تجهیز په خاطر انتقال شوي دي.

د هرات ولایتي شورا رییس سید وحید قتالي ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکې وویل، ایراني استخباراتو د هرات د ګلران ولسوالۍ له لارې دا مواد د هرات شمالي ولسوالیو ته انتقال کړي دي.

په هرات کې د ازادۍ راډیو خبریال په راپور کې د سیمه یېزو امنیتي مسولینو له قوله راغلي چې ددې موادو د انتقال په اړه تراوسه کره شواهد نه دي موجود.

خو د هرات امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صافي ازادي راډیو ته تایید کړه چې ایران په هرات کې یو شمیر وسله وال ګروپونه تمویلوي.

په هرات کې د ایران قنسولګرۍ د ازادۍ راډیو له څو ځله اړیکو سره سره په دې اړه څه نه دي ویلي


Re: طالبانود ۱۲۵ ټنو نه زیات چاودونکي مواد راوړيدي

pattang
29.08.2013

عجيبه ساده سړی يې ! په دې موادو اشغالګر مرداروي او لاسپوڅو
ته يې عبرت ورکوي ! که دا خبره دفاسد رژيم پروپاګنده اودروغ نه وي!

[quote:2109bc8e1d="میرویس"]ډیررو قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
وایي طالبانو د ۱۲۵ ټنو نه زیات چاودونکي مواد هرات ته راوړي، او پکار دي چې پوښتنه ترې وشي چې دومره زیات چاودونکي مواد څه کوي. آیا دوی پدې موادو کوم ملک ورانوي او کوم خلک پرې وژني.
آیا طالبان د ځپلو دغو ڼاوړه اعمالو سره سره ددې امید لري چې په آینده کې به یې ځوک پریږدي، چې پدې ملک کې قدرت په لاس کې واخلي او یا د ملک د مستقبل په فیصلو کې شامل شي. دا لاندې خبر د آزادۍ رادیو خپور کړیدئ:
======
هرات: څه باندې ۱۲۵ ټنه چاودیدونکي توکي د ایراني استخباراتو له خوا را انتقال شوي
07.06.1392
د هرات ولایتي شورا وايي، څه باندې ۱۲۵ ټنه چاودیدونکي مواد د ایراني استخباراتو له خوا دغه ولایت ته د وسله والو مخالفانو د تجهیز په خاطر انتقال شوي دي.

د هرات ولایتي شورا رییس سید وحید قتالي ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکې وویل، ایراني استخباراتو د هرات د ګلران ولسوالۍ له لارې دا مواد د هرات شمالي ولسوالیو ته انتقال کړي دي.

په هرات کې د ازادۍ راډیو خبریال په راپور کې د سیمه یېزو امنیتي مسولینو له قوله راغلي چې ددې موادو د انتقال په اړه تراوسه کره شواهد نه دي موجود.

خو د هرات امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صافي ازادي راډیو ته تایید کړه چې ایران په هرات کې یو شمیر وسله وال ګروپونه تمویلوي.

په هرات کې د ایران قنسولګرۍ د ازادۍ راډیو له څو ځله اړیکو سره سره په دې اړه څه نه دي ویلي[/quote:2109bc8e1d]


طیب زابلی *
30.08.2013

ماشاء الله داخو ډیر شی ده بس دامریکایی لپاره دوه کلو او داربکی لپاره یو کلو کفایت کوی


Re: طالبانود ۱۲۵ ټنو نه زیات چاودونکي مواد راوړيدي

Takal Afghan
30.08.2013

[quote:d3827287df="میرویس"]وایي طالبانو د ۱۲۵ ټنو نه زیات چاودونکي مواد هرات ته راوړي، او پکار دي چې پوښتنه ترې وشي چې دومره زیات چاودونکي مواد څه کوي.[/quote:d3827287df]
ډیره ښه پوښتنه ده
که څه هم داخبرکومي مستقلي منبع ندی تایید کړی خوکه ریښتیا وي زه ورته خوشبین اواندیښمن دواړه یم:
خوشبین په دی یم چی ددغو چاودیدونکوموادو څخه به دیرغلګروځواکونو دټانګونو،نقلیه وسایلو،اودهغوی دپوځي اډو اوقرارګاوو په ویجاړولو کي په پراخه پیمانه کاراخیستل کیږي
اواندیښمن په دی یم چي ممکنه ده دښمن اوس په دي کوشش کی شي چي څرنګه ددغي موضوع څخه تبلیغاتی ګټه پورته کړی متاسفانه دیرغلګرو په تیروتجربو دقیاس له مخی زه اټکل کوم چی په نژدي راتلونکی کی به امریکایان په جنوب اوخصوصا هرات ولایت کي دملکي خلکوپه منځ کي یولړچاودني وکړي اوبیا به ددغه خبر سره تړاوورکړي


میرویس
06.09.2013

پتنګ صاحبه، تاریخ، شواهد او بیلګې داسې ښیي چې طالبانو به کوم چیري خارجیان هم وژلي وی، خو په غټ اوغوڅ اکثریت یې پخپلو چاودنو کې بې ګناه مسلمان افغنان وژلي دي.
دوی پدې ترتیب دالله جل جلاله او خپل مشر ملا محمد عمر د اوامرو نه سر غړونه کړیده.
په الله دې سپارم


طیب زابلی *
08.09.2013

السلام علیکم ورحمة الله
میرویس لیکلی:
[پتنګ صاحبه، تاریخ، شواهد او بیلګې داسې ښیي چې طالبانو به کوم چیري خارجیان هم وژلي وی، خو په غټ اوغوڅ اکثریت یې پخپلو چاودنو کې بې ګناه مسلمان افغانان وژلي دي. ]

میرویس صیب داکوم تاریخ ،شواهد اوبېلګی دی چی دا ښئی چی طالبانو خارجیان نه دی وژلی ته خو یی یو مثال وړاندی که ، بلکی هرتاریخ ،شاهد او بېلګه داښئی چی طالبانو ډیر اشغالګر دمرګ کومی ته رسولی دی اوپخپله اشغالګر هم پردې اقرار دی اودا چی یوازی ته یی نه منی دا ستا خپل اغماض ده داڅوک نه درسره منی،
میرویس صیب بحث کوه خو دومره هم له حقیقته سترګی مه پټوه
ته چی وایی طالبانو خارجیان نه دی وژلی نو دغه تیرکال چی امریکا داومنله چی په افغانستان کی زموږ تر دوه زره زیات فوځیان وژل شوی داخو هغه شمیره ده چی دوئ په خپله منلی ده که نه نوپه حقیقت خو ترلس زره هم ډیر وژل شوی دی ، ایا ستا په اند دا چا ووژل؟ پخپله ووژل شول؟
او تا دطالبانو له خوا نشر شوی ویډیوګانی لیدلی چی څومره امریکایی ټانګونه په ماینو الوزل شوی دی ؟ چی ما لیدلی دی چی حساب یی وشی تر ۱۰۰۰ ټانګه هم ډیر الوزول شوی دی او معمولی طور په هر ټانګ کی شپږ کسان سپاره وی او دا داسی الوزول کیږی چی دسپرلۍ دژوندی پاته کیدو هیڅ امکان هم نه لیدل کیږی ، داڅو کیږی ؟ او داچا کړی دی؟
داسمه خبره ده چی دطالبانو په بریدونو کی تراشغالګرو داخلیان ډیر وژل کیږی مګر خو چی دوئ داشغالګرو پر مرکزونو پیره وی او ددوئ دکاروانونو په مخ کی روان وی نوطالبان ددوئ له وژلو پرته اشغالګروته لاسرسی کولای شی؟ اوطالبان بله لاره لری؟
ته دهرچالپاره دبصیرت دعا کوی خو افسوس چی خپل ځان دی هېرکړی ده


میرویس
11.09.2013

طیب زابلي صاحب، السلام علیکم
وروره، زما مقصد د تاریخ نه یوازې د طالبانو د جنګ تاریخ دئ، چې طالبانو د خارجیانو پرتله څو چنده زیات مسلمان افغانان په عامه محضرونو او د هغوی په کورونو، بسونو، دوکانونو، تر ټولو بده دا چې په هدیرو او جوماتونو کې چې ګردسره خارجیان هلته نه وي، په کامله بې رحمۍ او د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې قتل کړيدي.
وروره، په پخوانیو جنګونو کې افغان ولس په خپلې میړانې خارجي اشغلګر وژلي، نه طالبانو. طالبانو د خپل عروج په تاریخ کې د اسلام، انسانیت او افغانستان د ولس په وړاندې نه بښونکې جنایتونه کړیدي، او کوي یې. دا روان جنګ چې طالبان یې کوي،د افغانستان د دښمنانو نیابتي جنګ دئ چې طالبانیې په پوهه او ناوپوهۍ کې پر مخ بیایي.

تاسې ته د الله نه د انصاف، عدالت او ظلم تر منځ د توپیر کولو درک او عمل د توان او قدرت استدعا کوم، او طالبانو ته د اسلامي احکامو د پیروي هیله کوم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more