د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

میړه او ښخه یې وژلي او د هغوی ماشوم یې ټپي کړیدئ

میرویس
29.08.2013

د فورم ګرانو شریکباڼو، سلامونه او احترامونه و تاسې ته.
ډیرو محترمو او ښاغلو طالبانو صاحبانو، یو ځل بیا دا خبره په ثبوت ورشوله، چې دوی قدرت ته درسیدو په لاره کې د هيڅ ډول جرم، قصاوت او کبیرې ګناه نه سر نه غړوي، حق الله او حق العباد دواړه تر پښو لاند کوي
دا لاندې خبر آزادي رادیو د د کندهار د والي د ویاند جاوید فیصل سره د مرکې پر بنا خپور کړیدئ:
======
کندهار: د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي

07.06.1392
د کندهار چارواکي وايي، د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو بل هم ټپي دی.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل، دا چاودنه نن سهار
شاوخوا په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې وشوه چې پکې یو سړی له خپلې میرمنې سره وژل شوی او د هغوی یو ماشوم ټپي دی.


Re: میړه او ښخه یې وژلي او د هغوی ماشوم یې ټپي کړیدئ

pattang
29.08.2013

داد cia راديو له پخوانويو پرچميانو روبل خورو او اوسنويو
دالر خورو څخه ډکه فاسده موسسه ده !
طالبان خپل واضح دريز لري له اوله تر اخره ! نه داسې لکه دکاکو
او نور جنګي جنايتکارو فاسد رژيم چې چې بيلانسي پارامتر يې
د اشغالګرو دالر ټاکي !

[quote:39766e7904="میرویس"]د فورم ګرانو شریکباڼو، سلامونه او احترامونه و تاسې ته.
ډیرو محترمو او ښاغلو طالبانو صاحبانو، یو ځل بیا دا خبره په ثبوت ورشوله، چې دوی قدرت ته درسیدو په لاره کې د هيڅ ډول جرم، قصاوت او کبیرې ګناه نه سر نه غړوي، حق الله او حق العباد دواړه تر پښو لاند کوي
دا لاندې خبر آزادي رادیو د د کندهار د والي د ویاند جاوید فیصل سره د مرکې پر بنا خپور کړیدئ:
======
کندهار: د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي

07.06.1392
د کندهار چارواکي وايي، د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو بل هم ټپي دی.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل، دا چاودنه نن سهار
شاوخوا په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې وشوه چې پکې یو سړی له خپلې میرمنې سره وژل شوی او د هغوی یو ماشوم ټپي دی.[/quote:39766e7904]


Re: میړه او ښخه یې وژلي او د هغوی ماشوم یې ټپي کړیدئ

Takal Afghan
30.08.2013

خارجی یرغلګر اوامریکایی وحشیان ددغسی جنایتونو ترشا لاس لري


میرویس
13.09.2013

پتنګ ګله، سلامونه.
تاسې تل د اصلي موضوع نه عدول کوئ، پر ځای ددې چې د طالبانو اعمالو ته ګوته ونیسئ، د خبرونو په خپرونکو منابعو انتقاد کوئ او مسخ کوئ یې.
تاسې پدې دومره عمر کې یوه افغاني رسنۍ را وښیاست چې تاسې هغه یا د کرزي درژیم او يا د غرب ګوډاګۍ نه وي بللې.
وروره پدې پوه شه، څوک چې زیات جنایتونه کوي همدومره زیات رپوڼونه ورباندې خپریږي. دطالبانو په ناښایسته اعمالو خو ټول مطبوعات تبصرې کوي.
دطالبانو دغیراسلامي اعمالو نه هم یو همدغه دئ چې طالبانو د کندهار دشاوليکوټ په سرک کې بم خښ کړئ ؤ او یو میړه او ښځه یې پکې ووژل او د هغوی ماشوم یې ټپي کړیدئ.
الله دې بصیرت در په برخه کړي.


میرویس
13.09.2013

تکل افغان صاحب، سلامونه او روغ نیتي دې وي.
ورورجانه تاسې ویلي [خارجی یرغلګر اوامریکایی وحشیان ددغسی جنایتونو ترشا لاس لري].
تاسې دعه ادعا ددې دپاره کړي چې طالبان بری ذمه کړئ، او که نه؟
تاسې ته پکار دي چې د خپلې دې ادعا د برحق ښودلو دباره ثبوت وړاندې کړئ.
الله دې پدې کار کې یاري درسره وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more