د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان ناسور زخم

میرویس
28.08.2013

ډیرر محترمو او با احساسه افغانو وروڼو، اسلام علیکم
تاسې پوهیږئ چې ناسور زخم دارو درمل نلري، او انسان د مرګ تر سرحده کړوي او بالاخره یې د مرګ ګوګل ته ور ټیل وهي. ناسور زخم علاج په متداولواو مروجو درملو نه کیږي، پکار دي چې ددې زخم د علاج د پاره نوې دارو جوړ شي.

نن سبا د طالبانو دتحریک نه د افغانستان پر بدن دناسور زخم جوړ شویدئ چې پر مروجو دارو درملو یې پدې څه باندې یوه لسیزه کې مداوا ونشوه. اوس پکار دې چې افغان ولس ددې ناسور زخم د علاج دپاره نوې تشبثات وکړي، که نه دا زخم به تر هغې بلیږي، چې دملک بدن د انهدام او تباهۍ سرحد ته ورسوي، او دمرګ ګوګل ته یې ور ډوز کړي.

طالبان نه یوازې، خود کشه حملې کوي، په عام محضر کې خلک په چاودنو کې قتلوي، د ملک ملي سرمایه ډاکتران، انجینیران، روشنفکران، اهل خبرهګان، دیني او مدني مخکښان وژني، د ملک انډانه او زیر بنا ورانوي، او تر ټولو بده یې دا چې زموږ راتلونکئ نسل تباه کوي، چې افغانستان د یوه آزاد، مستقل، سرلوړي، په ځان متکي، ښیرازه او با عزته ملک په توګه په نړیواله ټولنه کې بیاسر جګ نکړي.

طالبانو د هلمند په ولایت کې په سلکونو ښونځي بند کړي دیوه لک نه پښتانه دپاسه ماشومان یې د تعلیم نه محروم کړي دي. رپوټونه وایي چې طالبانو همدغسې د ملک په نورو جنوبي او خیتيځو پښتنو ولایتونو کې د هلمند د ولایت نه زیات ښونځي تړلي او په لکونو نور پښتانه ماشومان یې د تعلیم د حق نه محروم کړیدي.

آیا طالبان غواړي چې په ملک کې قدرت ته ورسیږي؟ که ددې خبرې ځواب مثبت وي، نو دوی بیا ولې خپله پښه په تیشه وهي، اوځان ته د پزې دغسې پیزوان ولې سکڼي؟ دغه بې سواده نسل خو بیا د طالبانو د پاره یوه زندۍ ده چې ځان پرې غرغره کوي.

که طالبان د پردیو په سترګکو، د خپل افغانستان دپاره یو ناسور زخم شوئ وي، اودا رنځور ملک دومره کړوي او کمزورئ کوي یې چې د پردیو په مقابل کې د ځان دفاع ونکړئ شي، نو بیا به پخپله طالبان هم نه آزاد او سر لوړي وي او نه به آزاد او مستقل ملک لري او تر ابده به دوی او د دوی راتلونکي نسلونه په غلامۍ او ذلت کې ژوند کوي.
ددې ناسور زخم د علاج دپاره نوې نسخې پکار دي، یعنې د طالبانو سره د روغې جوړې روانې منسوبې کار نه ورکوي، پکار دي چې د افغانستان ګرد ولسونه د خپل ملک د نجات او بقا د پاره په یوه ملي اجماع امنا وکړي، او طالبان دیته متعهد کړي چې د روانو لړاییو نه لاس واخلي او د ملک په آبادۍ، ښیرازۍ او رغونه کې د بل هر سیال افغان په توکه برخه واخلي او د ملک په امتیاز او نقصان کې برابره ونډه ورکړه شي.
و من لله توفیق.
دا لاندې مطلب خبریال خپور کړیدئ
======
د هلمند سل زره کوچنيان ښوونځيو ته لاس رسى نه لري
6 سنبله / وږی 1392, 12:05
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور د هغي غونډي په ترڅ كې چې نژدي د ټولو ولسواليو قومي مشرانو او د پوهني د رياست اړونده مسئولينو برخه پكښې اخيستي ول وويل د ولايت اداره هڅه كوي چې د ښونځيو په وړاندي پرتي ستونزو ته د حل لاره پيدا كړي او د سيمي د قومي مشرانو په مرسىته هغه ۱۵۳ تړلي ښونځي پرانيزي چې له امله يې لا د سل زره په شا او خوا كې زده كوونكې له زده كړي څخه بي برخي دي.
د هلمند د پوهني د رياست ريس عبدالمتين جعفر په خپلو خبرو كې وويل په هلمند كې اوس مهال دوى ۳۶۰ ښوونځى لري چې له دې جملي څخه يي ۱۵۳ بندي او ۱۳۶ زره زده كونكې زده كړو ته لاس رسى لري او ۱۳۰ ښوونځى ودانۍ او د شل زره په شمير به نوي زده كوونكې هم جلب كړي.
جعفر زياته كړ چې تر ډيره د پوهني په برخه كې ستونزه ددې ولايت په شمالي ولسواليو كې لري چې د حل كولو لپاره يې له قومي مشرانو څخه مرسته غوښتي او د پوهني د رياست اړونده مديرانو ته يي ګواښ كړى دى چې كه د بندو ښوونځيو په پرانيستلو او پرتو ستونزو په هوارولو كې جدي هڅه ونه كړي له ندي به يي ګوښه كړي.
په غونډه كې راټول سوي قومي مشرانو هم په خپلو خبرو كې وويل عام خلك چمتو دي چې خپل کوچنيان ښوونځيو ته وليږي او له دې بهير څخه ملاټر وكړي خو دولتي مسئوليني يوازي ژمني كوي په عمل كې يې كار نه دى كړي ځکه نو ولس په ستونزه کې را ګير دى.
دوى وويل خلك له جنګړي ستړي دي او د ژوند له هر ډول اسانتياو څخه بي برخي دي هغوى د دولت د مرستي خوا ته سترګي كږي دي هم ښوونځى غواړي او هم ددولت حاكميت خو نه پوهيږي چې دولت ولي خپلي کړني پڅي او کمزوري تر سره کوي.د کوچنيانو دا ستونزه نه يوازي په هلمند ولايت کې ده بليک د سهيل ګڼ شمېر نور ولايتونه هم دي ته ورته دي.
کندهار، زابل، اروزګان او هلمند هغه ولايتونه دي چې ګڼ شمېر ښوونځي پکښې تړلي دي او هم په سلګونه زره کوچنيان زدکړو ته لاس رسى نه لري.
دا چې د ګرمۍ موسم په تيريدو دى نو په دي ولايتونو کې يو ځلي بيا ښوونځى پرانيستل کيږي او تمه کيږي چې ګڼ نوي زدکوونکي به ښوونځيو ته جذب سي.
وړاندي تر دي د پوهني وزارت ويلي ول چې ګني په ولايتونو کې بند ښوونځي به پرانيزي خو تر اوسه دا وزارت په خپلو خبرو او پلانونو عملي کولو نه دى توانيدلى.

Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سنبله / وږی 6, 1392.on August 28, 2013.


pattang
28.08.2013

ځوانه هغه دزړو ښځو د تربګېنۍ د انګړ خبرې کوې او پېغرونه ورکوې !
خبره به لنډه کړو !
چې صليبيان وي جنګ به هم وي او عام خلک به وژل کېږي !
داد صليبيانو زوړ ميراث دی !

ګوره ! په اردون کې cia مخالفين داسد پر خلاف تربيه کوي ، اصلحه
ورکوي اواولس وژنه پرې کوي کله چې موفق نشو نو بيايې کمياوي ګاز
استعمال اوپه زرګونو انسانان يې مړه کړل ، خو خپلې ټولې غربي مېد يا
ته يې خبر ورکه چې په اسد يې ور واړوي له بلې خوا يې تياري ورته
نيولې چې په اسد عسکري حمله وکړي !
مونږ د صليبيانو فاحش سياست او د استعمار لارې پېژنو !!


میرویس
29.08.2013

پتنګ صاحبه، اسلام علیکم
وروره، ته خو پخپله رسۍ ځان غرغره کوي. له یوې خوا وایي چیرې چې صلیبیان ځې، القاعده خود به خود دهغوی مقابلې ته ورځي. اوس چې ته د غربیانو په مقابل کې د اسد درژیم ملاتړ کوې، او دا یو برحق رژیم بولې، نو بیا ولې ستا القاعده ترورست ملګرې د اسد درژیم خلاف د غرب سره په یوه صف کې دریدلي دي؟
حقیقت دادئ چې ستا د القاعدې ترورستانو ته دا مهمه نده چې څوک د چا سره جنګ کوي، بلکه دا ورته مهمه ده چې ځنګه ځان قدرت ته ورسوي. نه د اسلام پروا لري، نه د انسانیت او نه د بشر دوستۍ.

وروره، ستا بې انصافي پدې کې ده چې د افغان ملت په مقابل کې د القاعدې تروریزم برحق بولې او په سوریه کې د القاعدې په مداخله سترګې پټوې.
تر هغې چې د نړۍ نه د القاعدې تغرنه وي ټول شوئ، د ډیرو ملکونو نه به د افغانستان په شان ناسور زخم جوړ کړي.
الله دې جوړ کړه.


pattang
29.08.2013

سياست دبزو کار ندۍ ! هلکان په سياست نه پوهيږي او خوشې لنډ
پېغرونه ورکوي!
ته او ستا سو سياسي مبصرين دې خدا ی پاک پوه
کړي !

[quote:67fdefd8ce="میرویس"]پتنګ صاحبه، اسلام علیکم
وروره، ته خو پخپله رسۍ ځان غرغره کوي. له یوې خوا وایي چیرې چې صلیبیان ځې، القاعده خود به خود دهغوی مقابلې ته ورځي. اوس چې ته د غربیانو په مقابل کې د اسد درژیم ملاتړ کوې، او دا یو برحق رژیم بولې، نو بیا ولې ستا القاعده ترورست ملګرې د اسد درژیم خلاف د غرب سره په یوه صف کې دریدلي دي؟
حقیقت دادئ چې ستا د القاعدې ترورستانو ته دا مهمه نده چې څوک د چا سره جنګ کوي، بلکه دا ورته مهمه ده چې ځنګه ځان قدرت ته ورسوي. نه د اسلام پروا لري، نه د انسانیت او نه د بشر دوستۍ.

وروره، ستا بې انصافي پدې کې ده چې د افغان ملت په مقابل کې د القاعدې تروریزم برحق بولې او په سوریه کې د القاعدې په مداخله سترګې پټوې.
تر هغې چې د نړۍ نه د القاعدې تغرنه وي ټول شوئ، د ډیرو ملکونو نه به د افغانستان په شان ناسور زخم جوړ کړي.
الله دې جوړ کړه.[/quote:67fdefd8ce]د


میرویس
05.09.2013

پتنګ وروره اسلام علیکم
ورورګله، څه اپلتې ولې؟
تبژن هدر او هزیان وايي، ته خو جوړ سړئ یې.
که دبحث په میدان کې د طالبانو دفاع نشي، کولای نارینه غوندې اعتراف وکړه، او ووایه چې د طلب په ږیره خس دئ.
اعتراف کول هم زړورتوب، نارینتوب، عدالت، انصاف او پښتون توب غواړي.
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more