د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په فراه ولایت کې د طالبانو په وړاندې ډله ایز وګړني پاڅونونه!

Hashmat Kahn
27.08.2013

په فراه ولايت کې سيمه ئيز چارواکی وايي چې ددغه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ دڅو کليوخلکو دطالبانو پروړاندې پاڅون کړى دى اوله دولت سره يې خپله همکاري اعلام کړې ده.
دبالابلوک ولسوالۍ په ځينو سيموکې د وسله والو طالبانو شتون او ورانکار فعاليتونه ددغې ولسوالۍ دامنيت دتامينولو لپاره دسيمې دخلکوترمنځ دانګيزې دپيداکيدو سبب شوى دى.
دفراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي ویي: چې ددغې ولسوالۍ خلکو خپل ١٢٠ تنه بچيان له وسله والوطالبانو سره دمقابلې او په بالابلوک ولسوالۍ کې د لاښه امنيت د تامينولو لپاره سيمه ئيز حکومت ته ورپیژندلي دي.
ژوندي زیاته کړه دا لومړى ځل دى چې خلکو په ډله ئيزه توګه په دغې ولسوالۍ کې دامنيت دتامينولو هوډ کړي دى او دا به خامخا یو مثبت تاثیر په بالابلوک او شاوخوا کلیو ولري.
په دي کې خو کوم شک نشته چې د کلیو او بانډو دخلکو مرسته او په ګده کار کول له دولتی چارواکو سره او د دوي تر منڅ اعتماد د امنیت ، صوله او ثبات ژمنه کوي. دبالابلوک کلیوال د افغان امنیتی ځواکونو لاسته راوړنې او بنسټیز کارونه نور هم غښتلي کوي او خپلو ګډو مقصدونو ته به رسیږي.
ستاسو نظر ددغه ډله ایز وګړني پاڅونونو په اړه څه دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي
www.centcom.mil


طیب زابلی *
27.08.2013

نه پاڅون شته اونه هیڅ
بلکی دکلی یوخان ملک صیب یوڅوډالراخستی او دکلی یوڅو بیلاری لوچکان اونشیان یی اربکیتوب ته اماده کړی بس دپاڅون نوم یی ورکړی ده دارنګه پاڅونونه داڅوکاله په مختلفوسیمو کی روان دی خوله فساد اوغلاوو پرته بله کومه نتیجه نه چاولیده او نه یی ووینی،

راشئ وګورئ بازار داربکیانو
ځان خبر کړئ په کردار داربکیانو
ماوراء له انسانیت نه بل عالم دی
که دولیدو روزګار داربکیانو
شرافت ننګ او غیرت حیا اوشرم
ټول ناچله دي په ښار داربکیانو
د اولس لوفر لوچک داړه ماران ټول
اربکي دي یا همکار داربکیانو
زموږ کلي کې اوس چرګې نه ورکیږي
غله ټول ګډ شول په کتار داربکیانو
کنډوالو کې اوس دبنګ ډډوزې نشته
چرسیان واړه شول په کار داربکیانو
کرک باز که کوتر باز که بچه باز وو
ټول پېیلي اوس په تار داربکیانو
خدای خبیث طیب عجب سره جلا کړل
پاک زموږ شول او مردار داربکیانو
اربک څه دي دکافر شکیرلي سپي دي
دغرب لاس کې دی اختیار داربکیانو
دوی لومړی هم دکافر دبګۍ خره وو
خو بیانوم شو جنګسالار داربکیانو
بیا ډیر وخت خسي کول ددوی روان وو
په ډاياک او ډي ډي آر داربکیانو
اوس چې سخته په کافر په جنګ کې راغله
دادی بیا شولو اوس وار داربکیانو


Takal Afghan
27.08.2013

په بالابلوک کي زموږقریبان دي مانن ورسره خبري وکړی ویل دپاڅون خبر ښکرور دروغ دي
البته اربکیان شته چی دولت پیسي اووسله دواړه ورکوي


larghonay laraway
29.08.2013

ياره زه د اربکي او طالب په اړه ايله همدومره ويلی شم چې چېرته اربکی راپيدا شوی نو طالب يې ورک کړی دی!
له همدې کبله طالبان تر امريکايانو هم په اربکيانو پسې ډېر سپک او بد تبليغات کوي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more