د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

جهالت او خرافات څه ته وایي؟!

مساپر
27.08.2013

درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
ټول افغانان (الحمدُ لله) په دې پوهېږو چې طالبان او افغان پوځيان دواړه د یو خدای (ج) لپاره سر په سجده ږدي، خو پوښتنه دا ده چې ولي یو بل وژني؟؟؟ دغه ته جهالت او خرافات وایي، زمونږ د هیواد دښمنان ډېر زیرک او د ابلیس بچییان دي. مونږ باید چې اتفاق او اتحاد کړو، لکه چې شاعر وايي:

یو موټي یو لښکر شو
تورو تیارو نه را بهر شو

انشأ الله،


larghonay laraway
27.08.2013

مسافوروره په خوله دې برکت شه!
باور وکړئ چې دواړه ډلې مسلمانان دي حتی کله کله دوه وروڼه يو طالب او بل د ملي اردو افسر هم وي..
حقوق هر وخت په جګړه نه تر لاسه کېږي بلکې نورې نرمې مشروع لارې هم لري خو له دې معلومېږي چې دا جګړه د حقوقو تر لاسه کولو لپاره نه بلکې د نورو د خوښې او امر سره سمه جګړه ده چې قربانيان يې مونږ او زمونږ هېواد دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more