سياست او روانې چارې
طالبان ولې، د پاڅونوالو په وړاندې ماتې خوري؟
اتل
26.08.2013
ډیزو عزتمنو، لوستونکو، اسلام علیکم
خدمتګار په خپل خپاره کړي مضمون کې خپل ځانګړئ تحلیل کړي، چې ولې طالبان د پاڅونوالو په وړاندې ماتې خوري؟
خو حقیقت دادئ چې دپاڅونوالو په وړاندې د طالبانو ماتي درئ کلیدي علتونه لري.
اول - طالبان دبیګانه ګانو د ګټو د پاره جنګیږي، او البته د طالبانو مشران د دولتي چوکیو پخواني خوبونه ویني، خو عادي طالبان اوس د خپلو مشرانو نه ناراضه دي.
دویم - ولسونه د طالبانو نه تر پزې راغلې او د خپلې بقا د پاره د مجبوریت له مخې وسله اخلې، او تر مرګه ځکه جنګیږي، چې دوی پوهیږي که وسله پر مځکه کېږدي هم طالبان یې بې مرګه نه پریږي.
دریم - طالبان په ولسنو کې داسې ندي بلد لکه ولسي ځايي خلک، نو په همدې لحاظ طالبان بې دریغه وژل کیږي او مقاومت نشي کولای.
دالاندې مضمون خدمتګار خپور کړیدئ:
=====
طالبان ولې د پاڅونوالو پر وړاندې ماتې خوري؟
دوشنبه ٠٤ وږی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي او تر ډېره يې سيمې له طالب جنګياليو پاكې كړې دي.
كه څه هم په لومړيو كې انګېرل كېده چې ولسي پاڅونونه به د نسبتاً كمو امكاناتو له امله په اړوندو سيمو كې د وسله والو طالبانو د مقاومت په پايله كې له ماتې سره مخ شي، خو وروستي رپوټونه ښيي چې پاڅونوال پر وسله والو لاسبري دي او ډېرى وختونه د پاڅونوالو له لاسه د طالبانو د مرګ ژوبلې خبرونه ور كول كېږي.
دا په داسې حال كې ده چې پاڅونوالو مات كړي وسله وال ډېرى وختونه د افغان ځواكونو پر وړاندې د بېلابېلو تكتيكونو دكارولو له امله دغو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړوي چې ښه بېلګه يې په روان كال كې د افغان امنيتي ځواكونو د مرك ژوبلې په كچه كې زياتوالى دى.
د چارو شنونكي وايي چې پر وسله والو طالبانو د پاڅونوالو د بري راز په ولس كې د پاڅونوالو په نفوذ كې نغښتى دى او همدا چاره د دې باعث شوې چې وسله وال پر پاڅونوالو د كلي د دېوالونو له منځ بريد نه شي كولاى.
دوى زياتوي، په ډېرو سيمو كې پاڅونوال هغه كسان دي چې مخكې يې د طالبانو په پلوۍ جګړه كوله چې له طالبانو څخه اوس د دوى لاس اخستو طالبان د بشري ځواك له كمښت سره مخ كړي او د اړتيا له مخې طالبانو اوس سيمې ته پاكستاني وسله وال استولي چې د خپلې نابلدۍ له امله ډېرى وختونه د پاڅونوال لاس ته لوېږي.
تېره ورځ هم د غزني په ګيلان او زنخان ولسواليو كې د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې چې له امله يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
دغه خبره د غزني پاڅونوالو او امنيتي چارواكو رسنيو ته كړې ده.
د ګيلان د پاڅونوالو مشر ويلي چې
د غزني په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر خلاف د پاڅون قوماندان سيدعلي پژواک ته ويلي چې نن د ګيلان په رشکو کلي کې يې پنځه طالبان وژلي او څلور نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې له وسله والو سره يې نښتې يو ساعت دوام درلود او په پايله کې د هغوى دوه موټرسايکل، څلور ميله وسله او يو مړى د نښتې په سيمه کې پاتې دي.
د سيدعلي په وينا، وسله والو غوښتل، د مقر او ګيلان تر منځ سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي، چې دوى ته را پور راغى او د مخنيوي لپاره يې سيمې ته پاڅونوال ولېږل.
په مقر ولسوالۍ کې شپږ مياشتې مخکې د طالبانو خلاف د خلکو پاڅون پيل شو، چې اوس يې شاوخوا ٧٠ کلي تر واک لاندې دي.
مقر د غزني د مرکز سوېل ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او په سوېل کې د ګيلان له ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
دغه راز د غزني په يوه بله ولسوالۍ زنخان کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د غزني د والي سکرټر نبي جان وايي چې وړمه شپه د زنخان په ګوډلو کلي کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې شپږ وسله وال ووژل شول ، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
تر دې مهاله د يادو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
دا لومړى ځل نه دى چې وسله وال طالبان د خپلو تلفاتو په اړه څه نه وايي، بلكې تر دې وړاندې هم ډېرى وختونه وسله والو طالبانو د خپلو شنډو شوو بريدونو د پړې په اړه هم څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده چې د وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر هغه ادعا چې په افغانستان كې روان تاوتريخوالي د طالبانو په نامه نور خلك كوي، رد كړې ده.
افغان ولسمشر حامد كرزي د تېرې جمعې په ورځ له دينې عالمانو سره په ليدنه كې وويل چې وسله والو طالبانو له افغان حكومت سره په تماسونو كې ويلي چې دوى له هغو مرګ ژوبلو چې د طالبانو په نامه تر سره كېږي، خبر نه دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوي برېښناليك كې ويلي چې طالبانو له افغان حكومت سره هيڅ تماس نه دى نيولى او طالبان چې كوم بريد تر سره كړي، پر هماغه ګړۍ يې د مسووليت اخستلو په اړه رسنيو ته خبر ور كوي.
pattang
26.08.2013
خبريال،تاند،دازاي راديواودلمر تلوېزيون خو دغربيانو او خصوصا
دcia مېديا يې اربکيان دي! ددوی په خبرو اعتبار نشته دوی خپل
تيزونه پر نورو وراړوي او اتل خان يې د ناحقې شاهد تېرېږي !
دغه دی د اربکيانو دخلقي پلار او د cia دمذدور ژړا ولونۍ ؛
[color=brown:e4833fd3fb] سیمه ییزو پولیسو د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوې
د المان راډیو
26.08.2013 00:11
د دغه وزارت په خبره د سیمه ییزو پولیسو د مرګ ژوبلې شمیره په
تیرو څو میاشتو کې د پام وړ لوړه شوې ده چې له کبله یې دوی ډیر
اندیښمن شوي دي. د سیمه ییزو پولیسو مشر جنرال علی شاه
احمدزي، د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو
څه باندې دوو کلونو کې نزدې ۹۸۰ تنه سیمه ییزو پولیس وژل شوي
او ۱۲۱۵ تنه ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره تر اوسه پورې د
سیمه ییزو پولیسو شاوخوا ۳۰۰ تنه غړي تښتیدلي چې یو شمیر يې
له زورپالو سره یو ځای شوي هم دي. ښاغلي احمدزي وویل چې
سیمه ییز پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې له زورپالو سره په
نښتو کې ښکیل دي او له همدې کبله یې د مرګژوبلې کچه لوړه ده.
هغه روښانه کړه چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین هڅه چې
سیمه ییز پولیس تر زیات فشار لاندې راولي: «سیمه ییزو پولیسو
اوس په ډیرو ناامنو سیمو کې ځای پر ځای دي چې دا په خپله د
دغو ځواکنو د مرګ ژوبلې په ډیریدو دلالت کوي. زموږ دغه
ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.»
اوس مهال د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې سیمه ییز پولیس موجود
دی. د دغو ځواکونو شمیر اوس له شل زرو اوښتې ده. ټاکل شوې
ده چې د دغو ځواکونو شمیر ۴۵۰۰۰ پورې ورسیږي.
ښاغلي احمدزي وویل چې سیمه ییزو پولیسو په ډیر کم لګښت د
امنیت د ټینگولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه په
عین حال کې هغو غیر مسوول وسله والو کسانو ته هم اشاره وکړه
چې د سیمه ییزو پولیسو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځینو مواردو کې د سیمه ییزو پولیسو
د کړو وړو په اړه اندیښنه څرگنده شوې ده. د افغانستان د بشري
حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تیر څلور میاشتنې راپور کې په دې
اړه اندیښنه څرگنده کړې وه چې په ځینو سیمو سمه ییزو او ملي
پولیسو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. [/color:e4833fd3fb]
larghonay laraway
27.08.2013
دا جګړه په اصل کې امريکايانو پيل کړې او توده يې ساتلې ده!
له يوې خوا ملي اردو او ملي پوليس شته خو هغه نه زياتوي او نه يې سم ملاتړ کوي بلکې تر څنګ يې قصدا د ګډوډۍ او جګړې ساتلو په خاطر اربکيان يا محلي پوليس جوړوي چې طالبانو ته هم امريکا امکانات ورکوي او محلي پوليسو ته هم.
همدا رنګه کله چې طالبان په شا شي نو په محلي پوليسو امکانات ودروي او يا يې کم کړي او له طالبانو سره مرستې زياتې کړي.
په همدې ترتيب دوی غواړي چې جګړه توده او دوامداره وساتي.
دا د دوی اوسنی تکتيک نه دی بلکې د ملاعمر او مسعود د جګړې په وخت کې به هم کله طالبان دومره ور وړاندې شول چې د مسعود لپاره به هيڅ د پاتې کيدو چانس نه ؤ خو په طالبانو به امکانات کم کړای شول او په دې توګه به يې مسعود خوندي وساته!
زما نظر دا دی چې نړۍ يا امريکا به هر څه کول غواړي نو ايا افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه ولې له عقل او شعور څخه کار نه اخلي چې له ځانونو څخه يې د نورو کلاشينکوفونه جوړ کړې دي!
پتنګه!
Hashmat Kahn
05.09.2013
[quote:f9e4db60b1="pattang"]خبريال،تاند،دازاي راديواودلمر تلوېزيون خو دغربيانو او خصوصا
دcia مېديا يې اربکيان دي! ددوی په خبرو اعتبار نشته دوی خپل
تيزونه پر نورو وراړوي او اتل خان يې د ناحقې شاهد تېرېږي !
دغه دی د اربکيانو دخلقي پلار او د cia دمذدور ژړا ولونۍ ؛
پتنګ!
ستا په سپکوالی او تورونو چې د رسنیو په وراندي یې کوي کوم ځای نه نیسې. د افغانستان شریف خلک نور نو د طالبانو له وحشت ، ملکي وژنو او بي رحمه شکنجو نه په دوه پوځو راغلي دي. د خبریال خبر له مخي پرون دوه مسافر چې کندهار ته روان وه د وحشي طالبانو لخوا یې سرونه په جلریزمیدان وردګ کې پري شول. تاسی او طالبان ورونه دي ، دغه بي ننګه ، بې رحمه او له انسانیت څخه لري عمل څه ډول ګني؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil
[color=brown:f9e4db60b1] سیمه ییزو پولیسو د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوې
د المان راډیو
26.08.2013 00:11
د دغه وزارت په خبره د سیمه ییزو پولیسو د مرګ ژوبلې شمیره په
تیرو څو میاشتو کې د پام وړ لوړه شوې ده چې له کبله یې دوی ډیر
اندیښمن شوي دي. د سیمه ییزو پولیسو مشر جنرال علی شاه
احمدزي، د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو
څه باندې دوو کلونو کې نزدې ۹۸۰ تنه سیمه ییزو پولیس وژل شوي
او ۱۲۱۵ تنه ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره تر اوسه پورې د
سیمه ییزو پولیسو شاوخوا ۳۰۰ تنه غړي تښتیدلي چې یو شمیر يې
له زورپالو سره یو ځای شوي هم دي. ښاغلي احمدزي وویل چې
سیمه ییز پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې له زورپالو سره په
نښتو کې ښکیل دي او له همدې کبله یې د مرګژوبلې کچه لوړه ده.
هغه روښانه کړه چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین هڅه چې
سیمه ییز پولیس تر زیات فشار لاندې راولي: «سیمه ییزو پولیسو
اوس په ډیرو ناامنو سیمو کې ځای پر ځای دي چې دا په خپله د
دغو ځواکنو د مرګ ژوبلې په ډیریدو دلالت کوي. زموږ دغه
ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.»
اوس مهال د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې سیمه ییز پولیس موجود
دی. د دغو ځواکونو شمیر اوس له شل زرو اوښتې ده. ټاکل شوې
ده چې د دغو ځواکونو شمیر ۴۵۰۰۰ پورې ورسیږي.
ښاغلي احمدزي وویل چې سیمه ییزو پولیسو په ډیر کم لګښت د
امنیت د ټینگولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه په
عین حال کې هغو غیر مسوول وسله والو کسانو ته هم اشاره وکړه
چې د سیمه ییزو پولیسو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځینو مواردو کې د سیمه ییزو پولیسو
د کړو وړو په اړه اندیښنه څرگنده شوې ده. د افغانستان د بشري
حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تیر څلور میاشتنې راپور کې په دې
اړه اندیښنه څرگنده کړې وه چې په ځینو سیمو سمه ییزو او ملي
پولیسو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. [/color:f9e4db60b1][/quote:f9e4db60b1]
Hashmat Kahn
05.09.2013
[quote:fc5bec8971="larghonay laraway"]دا جګړه په اصل کې امريکايانو پيل کړې او توده يې ساتلې ده!
له يوې خوا ملي اردو او ملي پوليس شته خو هغه نه زياتوي او نه يې سم ملاتړ کوي بلکې تر څنګ يې قصدا د ګډوډۍ او جګړې ساتلو په خاطر اربکيان يا محلي پوليس جوړوي چې طالبانو ته هم امريکا امکانات ورکوي او محلي پوليسو ته هم.
همدا رنګه کله چې طالبان په شا شي نو په محلي پوليسو امکانات ودروي او يا يې کم کړي او له طالبانو سره مرستې زياتې کړي.
په همدې ترتيب دوی غواړي چې جګړه توده او دوامداره وساتي.
دا د دوی اوسنی تکتيک نه دی بلکې د ملاعمر او مسعود د جګړې په وخت کې به هم کله طالبان دومره ور وړاندې شول چې د مسعود لپاره به هيڅ د پاتې کيدو چانس نه ؤ خو په طالبانو به امکانات کم کړای شول او په دې توګه به يې مسعود خوندي وساته!
زما نظر دا دی چې نړۍ يا امريکا به هر څه کول غواړي نو ايا افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه ولې له عقل او شعور څخه کار نه اخلي چې له ځانونو څخه يې د نورو کلاشينکوفونه جوړ کړې دي![/quote:fc5bec8971]
لرغوني لراوی!
موږ کومه علاقه او دلچسپی په افغانستان کې د جنګ د اوږدوالي لپاره نه لرو. نړیواله ټولنه او امریکا یوګډ هدف لري هغه دا چې افغان ملي پوځونه غښتلي او قدرتمند کړي تر څو هغه تهدیدونه چې دافغانستان د دښمنانو له خوا راپورته کیږي له منځه یوسې. نن دوي د طالبانو تهدیدونه په ګډه له افغان کلیوالو سره له منځه وړي. زه فکر نه کوم چې هیڅوک به هم دغه کلیوال ددوي پاڅون په خاطر ملامت کړي. تاسي که ددوي په ځای وي نو څه به مو کول؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil