د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حضرت عمر رضی الله عنه مشهوره مقوله او د عربو اوسنی ذلت

مسلم قلموال
25.08.2013

بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلام ستر دویم خلیفه حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه د عربو په باره کې فرمايلي وو چې : کنا اذل قوم في الجاهلیه اعزنا الله بالاسلام ومهما نطلب العزه بغیر الاسلام اذلنا الله.
(مونږد جاهلیت په دوران کې ډیر ذلیل قوم وو الله راته د اسلام په ذریعه عزت راکړو او ترڅو چې مونږ بغیر د اسلام څخه عزت غواړو نو الله به مو بیا ذلیله کړي.)
عرب د اسلام ستره منبع وه او د اسلام او اسلامي امت مخکښان او رهبران وو، د ټولې اسلامي نړۍ واګې یې په لاس کې وې، کفرې نړۍ ترینه په زرګونو کلومیټره لرې ویریده. خو کله چې عربو اسلام ته شا کړه، د اسلام او حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د سختو دښمنانو یعنې یهودو او عیسایانو سره یې دوستي شروع کړه او د الله رب العالمین دغه فرمان یې هیر کړو چې ولن ترضی عنک الیهود ولن النصاری حتی تتبع ملتهم (ترهغه به درڅخه یهود او نصاری راضي نه شي ترڅو چې د هغوي د دین تابع نه شې)
نو الله رب العالمین په هماغه ذلت او خوارۍ اخته کړل، نن د عربو نړۍ تاسو ګورۍ چې هلته څه روان دي، عراق او فلسطین ستاسو مخې ته دی، د لیبیا، تیونس او الجزایر حالت تاسو څخه پټ نه دی، د مصر او سوريې څخه هم خبر یاست، د دغو ټولو ذلتونو اساسي لامل د اسلام پریښودل او د غربي کلتور او دیموکراسۍ خپلول او د اسلام د لوړوالي اصلي څوکې یعنې قتال في سبیل الله(لا القتال في السبیل سي ايي ای و ايي ایس ايي) پریښودل دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more