د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ازادي اواستقلال

daud
08.01.2005

درنواوقدرمنوورونوستړي مه شئ
ازادي اوخپلواکي څه ته وايي؟
په اوسني حا لت کې افغانستان ته ازاداوخپلواک ملک ويلای شو؟
که په دې هکله معلومات راکئ ډيره مهربانې به مو وي٠
په درناوي
داود


Re: ازادي اواستقلال

نقاد
08.01.2005

[quote:fc637f64af]درنواوقدرمنوورونوستړي مه شئ
ازادي اوخپلواکي څه ته وايي؟
په اوسني حا لت کې افغانستان ته ازاداوخپلواک ملک ويلای شو؟
که په دې هکله معلومات راکئ ډيره مهربانې به مو وي٠
په درناوي
داود[/quote:fc637f64af]
سلامونه ، هرکلی اودرناوی ومنئ:
[color=blue:fc637f64af]د یوهیواد ازادي دې ته وایی چې د ملی واکمنۍخاوند وي ، یعنی سیاسی آزادي ولري او ملت خپل سرنوشت د کوم بل هیواد له لاسلرنې پرته پخپله ټاکي .
دلته دا پوښتنه مهمه او ټاکونکې ده چې آیا ملي آزاد ي خپله هدف دی او که د یو بل هدف له پاره اړین شرط دی ، یعنې باید روښانه وي چې : ملي آزاي د څه له پاره ده او څه ګټه لري ؟
ملي آزادي د اجتماعي آزادۍ له پاره اړ ین شرط دی او اجتماعي آزادي دهغې موخه او ویاړلې نتیجه بلل کیږي . اجتماعي آزادي په خپل وار د اولسواکۍ او بشري حقونو د خوندي کولو په چوکاټ کي له ملي اقتصادي ، تخنیکي او کلتوري پرمختګ څخه عبارت ده. د القاعدې، طالب او مجاهدینو په دوره کې ملي ازادي شنډه او ټولنیزه آزادي د مرګ سره مخامخ وه ، خواوس د همغه مرګ له ویرې دآزادۍ واړه ډولونه د امریکایی سرتیرو د موجودیت د له درد سره مخامخ ده. که دمرګ ویره و رکه شي ، نو دردته به هم څوک غاړه کښېنږدي ، ؤسلام ![/color:fc637f64af][/color]


pattang
08.01.2005

داؤد جانه ستړې مشې !
ازادي اوخپلواکې نسبتي شيان دي ٠ دغه اوس روان حالت په افغانستان کې
د افغانستان دخلکو اراده نه دي٠ که څه هم انتخابات داولس لپاره يو لوي طبعې
نعمت دي ، خو دا نعمت بايد په اولس کې کلتورې باز س ولري اونه د پرديو له
خوا ديوې مسابقي په ډول عملي شي٠
[color=darkblue:0acb2f8d7a][size=24:0acb2f8d7a]اوس مې د نقاد صېب لېک ولوست او زه پښتنه ورڅخه کوم چې د خلقيانو په وخت کې ملې او اجتماعي ازادې څرنګه وي ?? او په يوه خاصه ديکتاتورې کې لکه دپينوچت او فرانکو ر په رژيمونو کې هم ستاسو تعريف صدق کوي ؟؟ دليک په دو همه بر خه دي ښه پوه نشوم، بخښنه غواړم [/size:0acb2f8d7a][/color:0acb2f8d7a]

دپښتنوالۍ په مينه ستا پتنګ


hotak
08.01.2005

ځوانه ورك مه شې,هركله راشې,
په تاڅه ځان تاوان وو چي دلوده ګانو په دغه ليټۍ دي ځان ولاړه.خيرښه دي وكړل.ترموږ والله كه ته هم شهزاده يى چي موږدي له لونګه خلاص يو اوته دي هسي راته ګرزې.
پاتي شوه دافغانستان دازادۍ او استقلال خبره نو وروره ته لا هم دافغانستان په ازادۍ اواستقلال كي شك لرې :( :?:
ساده ګله تاته دولس مشر مرشدبوش هغه خبره نو درواغ ښكاري چي ده ويلي وو چي امريكايانو افغانانوته پنځه زره كاله وروسته حقيقي ازادي راوړه؟؟؟
اياتردې وړاندي چاخپلي خور مورته په بدنظركتلاي شواي؟؟؟ والله بالله تالله ثم بالله العظيم چي نن شرايط داسي راغلي دي چي كه كوم پدرنالتى له خپلي خور يامورسره ناروا جنسي عمل ترسره كړي نوبياهم والله بالله كه څوك يى مخه ونيسي.
له كرزي رانيولي ترفضل هادي شينواري او آن دپغمان ترټګ سيافو پوري يى والله كه څوك شيربادرنګ ته هم چپ وګوري.
كوم ځوان به وايي چي ياره نه هوتكه داڅه اوتي بوتي ولى. كه له اسلامه تيرهم شو نو افغاني عنعنه خوپخپل ځاي.هيڅوك هم دومره بى ناموسه ندي.......
خونه داسي نده. زه داسي څوك پيژنم چي دتره زوي يى له تيرو نهو مياشتوراپديخو په پرله پسي ډول په شمالي ولاياتوكي په خپله مور(البته ميرنۍ مور يى وه) جنسي تيرى كاوه.ترنهو مياشتوخو ميرمن څه نه ويل خوكله چي يى ددغه شنيع كاراغيزي په هډڅرګندي شوى نويى ولسوالۍ ته منډه كړه.داد وفرياد يى پيل كړ ازبراي خدا مارا خو رنګ زرد و روسياه كده همي بيشرف!!!
قاضي ورته ويل چي برو خاله اګه وجودت ګرنګ نميبود نميدادي.آلي كي خوب سخاوت كدي آمدي پيش ما. ده قانون جديد هيچ سزابري هميرقم جرم تعين نشده.
بې ازوم ديموكراسي است.كس روي كسه ګرفته نيمتانه :oops:
نوآيا داډول ازادي ريښتياهم دهيوادپه پنځه زره كلن تاريخ كي چادركړيده؟؟؟
هغه دهزارجاتو مجيدبه اوس ماهم دملايانوپه خاته كي راولي كنه نوپخداي دومره مواد لرم كه يوكال هم خلاص شي.اوټول ريښتيا.چيلنج وركوم چي زمااداوي دي څوك پوچي ثابتي كړي. والله چي دهاليود يومست چكرورباندي ووهم.
هسي خداي شته زه پخپله هم داډيروخت هلته نه يم ورښكاره شوى :wink:


نقاد
08.01.2005

پتنګه وروره سلام! ستاسې دلاندینۍ پوښتنې په اړه چې

[quote:06d276430d]د خلقيانو په وخت کې ملې او اجتماعي ازادې څرنګه وي ?? او په يوه خاصه ديکتاتورې کې لکه دپينوچت او فرانکو په رژيمونو کې هم ستاسو تعريف صدق کوي ؟؟[/quote:06d276430d]
همدمره وایم چې : په دیکتاتوریو کې که بهرنۍ هم نه وي ، ملي آزادي شنډه پاتې کیږي ، ځکه هغه موخه چې داولسواکۍ پر پبنسټ دملي اقتصاد، تخنیک اوکلتور له پرمختګ څخه عبارت د ه ، وار دمخه نفې کیږي اوله منځه ځي.
خو که بهرنۍ دکتاتوري وي لکه دروسانو اوپرچمیانو ګډه واکمني،نو بیا خو ملي آزادي چوره بوره له منځه تللې او بهرنی اسارت مسلط دی، خو رابه شو د خلقیانو او پینوشې دیکتاتورۍ ته ،چې لومړۍ کمونستي او دوهمه یې فاشیستي وه ، پر بهرنیو سوپر پاور دولتونو متکي وې، نو و ار دمخه نه یوا ځې د ملي ازادۍ
ش نډوونکې ، بلکې له منځه وړنکې یې هم وې ،اولکه چې مو ولیدل رښتیا یې دافغانانو ملي آزاي له منځه وېوړه، پرافغانتسان یې خپل شوروي باداران را مر ش کړل او له امینیانوپرته یې ټولو خلقیانو ملاتړ وکړ اود خپلوهیوادوالو پر ضد یې د شوریانو سره په جګړو کې عملأ برخه واخیستله ! خلقيان هم لکه پرچمیان پر ملي خیانت او جنایت اخته شوي دي، که څه هم پرچمیان ددغه ملي خیانت اوجنایت مبتکر اونوښتګر وو ،نه دوی ، خو د پرچم دیکتاتوري د میتود له مخې د سره استعمارد ښکیلاګره ديکتاتوري و ه ، ولې د خلقیانو او پینوچې ددیکتاتورۍ میتودفاشیستي وه.
نو وروره هره دېکتاتوري ملي آزاي یا شنډوي یعنې داولسواکۍ مخه نیسي،او یا آن ملي آزادي له منځه وړي . له دې اړخه که زما دلیکنې هغه برخه بیا ولولئ، چې د مخه پرې پوه شوي نه یاست،ښایي په آسانۍ سره پوه شئ . په مینه !
[color=blue:06d276430d]یادونه :که چېرې مجهاهدین په منفورشکل یادو م، مطلب دجهاد تش په نامه تنظیمونه دي ،نه مجاهد افغان اولس چې رو سي استعمارچیان یې له هیواد څخه وویستل ![/color:06d276430d]


ازادی اواستقلال

daud
23.01.2005

درنو او قدرمنو وروڼو نقادصاحب،هوتک صاحب اوګرانو وطنوالو سلامونه اواحترامونه
زماهدف ددی موضوع درامنځته کولو څخه دا وو چه دیوه فرد اوټولنی دپاره ازادئ
اواستقلال حیاتی ارزښت لری او ډیری روښانتیا او تشریح ته ضرورت لری .هغه ټولنه او افراد یی چه ددی نعمت څخه محروم وی دهرډول مادی او معنوی نیکمرغیو
څخه بی برخی وی او ژوند یی دمصیبتونو او کړاوونو څخه ډک وی .
زموږ د وطن په اوږده تاریخ کی په تکرار سره زموږ وولس د ازادئ او خپلواکئ دپاره پریمانه قربانئ ورکړی دی،لاکن تر اوسه یی نه دازادئ مزه څکلی اونه یی خپلواک ملت جوړکړئ دئ .هر چا او هری ډلی دخپلو شخصی ،ګوندی ،عقیدوی،
اډیولوژیکی،سازمانی او خاندانی ګټو دپاره دغه جذابه او کش کوونکی مفاهیم
په کار اچولي،چه زموږ دڅو ویشتو کالونو وروستنئ خونړئ تاریخ یی لوی ثبوت دی ،چه بی له مصیبت او تباهی څخه نور څه لاسته رانغلل .دیوه ستم څخه خلاص شوو دبل استبداد ځولنی مو په پښو کی ولویږي .
دوحشت،ظلم،تیری اوناروااعمالو سلسله روانه ده .
زما په نظر دازادئ او خپلواکئ وجود اوفلسفه دټولو فردی اواجتماعی افکارو او
عقایدو څخه اولویت لری،که ازادی او استقلال نه وی نوهیڅ فردی او اجتماعی مفکوره ،نظر او عقیده دعمل جامه نه شی اغوستلای .خلاقیت،ابتکار،ترقی ،عدالت او سوکالی به خوب او خیال وی.
اوس چه زموږ په وطن کی ستاسو دنظر مطابق ازادی اوخپلواکی وجود نه لری ،د
ولسواکئ،انتخاباتو،دبشردحقوقو اجتماعی عدالت اوقانون خبری څه ارزښت
لری ؟
ددغه لوی نعمت (ازادئ او خپلواکئ)دلاسته راوستلو لپاره کوم سازمان ،ډله ،ګونداومرجع شته او که نه ؟
او که همدارنګه خان غولوونې او بی مسولیتئ ته دوام ورکړو .
مننه


نقاد
24.01.2005

داود جانه وروره او ګرانو لوستونکو سلام مې واخلئ.
درنو لوستونکو ،هر ملت چې ازادي غواړي بايد د ازادۍ پر ارزښت پوهيدلی وي، څو مالي او ځاني قربانۍ يې بيځايه ﻻړې نه شي. [color=blue:c8cbdee264]که څوک د آزادۍ پر ارزښت پوه نه وي ، چې ازادي د څه له پاره غواړو او څه به پرې کوو،نو شک نشته چې تر ګټلو وروسته به پرې پر تخت لوبې کوي ، او پر هغې کې به هم سره په نوبت نه جوړيږي، جګړې او مرګونه به رامنځته کيږي ، تر څو چې تخت او ازادي يې امانت سلامت بيرته له ﻻسه ووځي، لکه چې په تيرو ٢٥ کالو کې مو وليدل او وينئ چې لکاو شهیدانوپه نو ګټلې آزادي څه شوه ، په پای طالبانو بیلهې چې غه د ملت خق ملتته وسپاري ، هر څه یې مفت له لاسه ورکړل او اوس وینۍ چې واکمني د چا په ﻻس کې ده . ولې متأسفانه چي زمونږ پښتانه ورونه لا اوس هم د آزادۍ پر قدر او مفهوم پوه شوی نه دی .[/color:c8cbdee264]


daud
29.01.2005

عزتمن نقاد صاحب اوګرانو وطنوالو
ستړی مه شئ اودوطن او قام دخدمت لپاره دالله پاک ستاسو په مټو اوفکرونو کی زور پیدا کړی.
دموږ دوطن په شمال کی یوه کیسه تیره شویده چه ښاغلی م.پاسنی صاحب په ډیر ښه انداز لیکلی ده او دهغه په کلام ډیره خوندوره ده،خو زه به یی خلاصه ولیکم
څرنګه چه په پخوا وختونو کی په هره سیمه کی خانان ،ملکان ،شیوخ او اربابان دقدرت خاوندان وو اودخلکو ښی او بدی به ددوی په حضور کی فیصله کیدی او نتیجه دفیصلو به دخان په ښه والی او بدوالی پوری اړه درلوده .په یو کلی کی یو خان وو چه دخپلی بی غرضئ،دوراندیشئ اوسخاوت له امله یی نوم درلود،تر دی حده چه نورو قومونو او کلیو هم دیوه منلی مشر په صفت پیژانده.
خان یو نوکر درلود چه په ملا شلی مشهور وو. شلئ یی په دباله چه په یوه پښه ګوډ وملا ددخاطره چه یو دوه کاله یی په وړوکتوب کی دینی سبق ویلئ و.په دوخت کی یو بل ارباب هم وچه نوم یی سمندر و.ارباب سمندر دخپلو ناکردو او نفاق اچوونکو کارونو له امله داربابئ څخه راپرزوول شوئ و،او دښه خان په حجره کی بستره اچولی وه،او کله نا کله به یی د خان مشاوری کوله.که څه هم خان دده په سابقه ښه پوهیده خو بیا هم داسی پیښیدل چه په ځینو فیصلو کی به ښه خان څخه کومه سهو وشوه ،نو خلکو به ویل چه خان ښه سړئ دئ،دا کار د ارباب سمندر دئ،ارباب سمندر ته به یی بد ،رد او ښیرا کولی،چه خدائ یی دکور وران کړی دا ټول شیطانت د ارباب سمندر دئ.ارباب سمندر دو مره بدنامه وو ،چه که ښه کارونه به یی هم کول،خلکو به ورته دشک په سترګه کتل.یوه ورځ دیو بل کلی کوم سپین ژیرئ دخان ملاقات ته راغلئ و،کله چه بیرته تللو ،خان ملا شلی ته غږ وکړو چه دحاجی صاحب اس له مږوی را خلاص کړه ملا شلی چه اس ته ورغئ دده کاږه واږه رفتار او دکلوشو څرپار اس وویراوه او ملایی په دا جوړه پښه په لغته وواهه. ملا بی خوده شو،خلکو بری را منډی کړی ،چا شربت په خوله کی وراچول ،چا اوبه پری اچولی،چا ویل چه ګرم او تود باید وساتل شی ،اخری فیصلی د معا لجی ته نه وو رسیدلی چه ملا شلی سترګی وغړولی، دومره نه و خو خوږ شوی واهمی اخستی و. دملا د ژوبلیدو خبر د سترګو په رپ کی چا د هغی مورته ورسولو،موریی په چیغو راغله،سر تندئ وهی او په ساندو کی ارباب سمندر ته سپکی سپوری او ښیرا کوی،چا ورته وویل چه موری مه ژاړه زوی د جوړ دئ تاوان نه دئ ورته رسیدلای،صرف واهمی ااخستئ دئ ،بله دا چه ارباب سمندر ولی ښکنځی، زوی د اس وهلئ دئ او ته بی موجیه هغه خوار یادوی. هغی ورته وویل، که اس وهلي و ی د اس ورسره څه پاته وو،حتمی به ارباب سمندر ورته څه شیطانی کړی وی،دارباب سمندر د خدای کور وران کړی .
محترم نقاد صاحب ! اوس هم دطالبانو څخه باید ارباب سمندر جوړ نه شی چه دهری خطا او ناروا کارونو مسولیت ددوی په غاړه واچول شی. طالبان اوس تاریخ وګرزیدل،افسانه شوه او دا ًقضاوت به تاریخ کوی چه ددوی د قدرت دوره څنګه وه. خو دنورو فاسدو ،جابرو،مزدورو او جنګی جنایت کارانو په مقایسه طالبانو یو فوقیت درلود ه ، هغه دا چه طالبان غلامان نه وو، دزور په مقابل کی یی سرونه ټیت نه کړل ،قربانی یی قبوله کړه ،خو بندګی یی ونه منله ، دقدرت د ټولو مزایاوو څخه تیر شول،لیکن دافغانی غیرت شمله یی ټیټه نه کړه.تحمیلی سازش، تسلیم او تابعیت یی په ډیره میړانه رد کړل. په خپلو وینو یی دا ثابته کړه چه ددموکراسئ، انساندوستئ، بشردحقوقو تر رنګینو،ځلیدونکو جامو لاندی څه ناولی،خبیث، وحشی او هیبتناکه ځناوروځان پت کړئ دئ،چه په ضمیر او عقلانی جوړښت کی یی بیله زور ،تجاوز ، تحقیر، بی ناموسئ او بی شرمئ څخه بل څه وجود نلری.
زموږ د وطن دوروستیو حوادثو ژوندئ تصویر د هر افغان په سینه کی چه عمر یی د ۵ کالو څخه پورته دئ پروت دئ ،ددی غیر انسانی واقعاتویادولو ته ْ ضرورت نشته، هر چا دخپل توان په اندازه ددی دسترخان څځه څکه وکړه ،بیایی څیری کړ او دتا په اصطلاح غول یی پری وکړل. د افغانستان په تراژیدی کی هیڅوک بی برخی نه دی پاته شوی ، دپرولیتاریا ددیکتاتورئ د غلامانو نه نیولی دملا تاریا تر تحجر پوری، دمتمدنو جا هلانو نه نیولی تر ړندو او کڼو دموکراتانو پوری.
که اعتراض ،انتقاد او غندنه وی ، نو دا ټول باید رسو ا شی ،ددوی شعوری او غیر شعوری ناکردی او نا ځوانئ چه دافغنستان د غم ځپلی ملت سره یی کړی دی بی له تعصب او شخصی ذوق څخه په ډیره سړه سینه او معقول ډول سره په ګوته شی ، نه دا چه ځینی یی و نازول شی ،تحسین شی ، تمجید شی ،تقدیس شی او ځنی یی د ژوند کولو د حق څخه محروم شی. بل دا چه ددوی د اعمالو او کړنو د قضاوت حق یوازی او یوازی د افغا نستان د وولس حق دئ، بله هیڅ مرجع او مقام ددی قضاوت د حق مشروعیت نلری.
هغه څوک چه دهوښیارئ او پوهی دعوا کوی ، ددی اصل څخه باید انکار ونه کړی چه افغانی ټولنه یوه کامله ، بی عیبه ، او بی نقصه ټولنه نه ده . چیرته چه انسانان شریک ژوند کوی نواقص او نیمګړتیاوی ور سره ملګری دی. داسی ټولنه چه عیب ونه لری نه جوړه شوی ده او نه به جوړه سی، اشتباه او تیر وتنه دانسان سره ملګری دی.. په ټولنه کی پوهان، متخصصین ، لیکوالان ، روحانیون(ملایان) روشنفکران او..... وجود لری، په سیاسی ژوند کی دا ټول حق لری ، سیاسی قدرت په هیڅ یوه ددغو ډلو پوری منحصر نه دئ او دیوی خاصی ډلی میراث نه دئ. علم ، تخصص، لیکوالی، تحقیق، روحانیت ، دسیاسی قدرت حق ځان ته نشی محفوظولای او هیڅ یوه ډله دنورو څخه دسیاسی قدرت دسلبولو حق نلری، بلکه ټول مساوی حق د تنفیذ دقدرت په سیاست کی (حکومت ) لری حکومت باید به ټولو پوری اړه ولری او ټول په کی سهیم و اوسی. دا چه ځینی جنابان دا خبره کوی چه ملایان د په جوماتونو کی کینی او په قدرت کی دی اشتراک نه کوی ، ډیره بی اساسه خبره ده. که دارنګه وی نو ساینس پوهان د په پوهنتونونو او لابراتوارونوکی، لیکوالان او صحافیان په صحاف خانو او کتاب خانو کی ، کاسبان په کارخانوکی ساکن شی، یوه ډله به وی چه دحکومت کولو دپاره جوړه شوی ده هغه به حکومت کوی او نور به محکوم وی، چه دغه د مطلقه حکومتونو اصول دی ، نه د ازادو .
روحانیون (ملایان) دموږ د ټولنی یوه نه بیلیدونکی برخه ده، افغانیت بیله روحانیت څخه نیمګړی دئ، روحانیت د افغانیت متمم او مکمل دئ. موږ باید دغه مهمه برخه د ټولنی په حرکت راولو ، تشویق یی کړو ، په څنګ کی یی و نیسو، یوازی داوداسه ، لمانځه ، جنازی په چوکات کی یی ددوی وظیفه محدوده نکړو او د تجرد او تحجر څخه یی باید راوباسو او د ټولنی په نظم او اداره کی یی خلاقیت ،ابتکار او فعاله ونډی اخستو ته تشویق کړو . دمعاصر اجتماعی ژوند داصولو سره یی اشنا کړو او خپلو مسولیتونو ته یی په د برخه کی متو جه کړو او هغه سوالونه چه د ننی وخت د ټولنی په مقابل کی پراته دی دهغی په ځواب موندلو کی ددوی مثمری او معقولی ونډی وارزوو . نه دا چه تجرید او تحقیر یی کړو او رول یی نفی کړو او دغه لویه معنوی پانګه دبردیو په اشاره او دستور باید له منځه ولاړه نه شی. همدغه د یوی ازادی ټولنی بنیادی اصول دی .
دازادئ په هکله دټول افغان په بله پاڼه کی پوره بحث روان دئ ، داستقلال په بیژندلو او روښانولو کی به خبل نظرونه او فکرونه په اینده کی وړاندی کړو .

دیوه ازاد او خبلواک افغانستان په هیله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more