سياست او روانې چارې
سوال ـ ځواب یا دیالوګ
پتوال
22.08.2013
س (سمندر): د مسولیت او جهاد تړاو تر کومه بریده اړین دی.
ځ (ځلمی) : سل فیصده !
جهاد د اخروي او دنیوي مسولیت له پاره کیږي یعنی په جهاد هم د الله رضا، هم د وطن آزادي او هم ملي خپلواکي لاسته راځي او اجتماعي آزادۍ ته لار پرانیزي!
س: له اجتماعی آزادۍ نه څه مطلب دی؟
ځ: ټولنیز پرمختګ او ترقي!
س: آیا دا ډیر ستر مسولیت نه دی چې له جهاد سره تړلی دی؟؟؟؟؟
ځ: جهاد پخپله یوه بې سارې ستره کارنامه، بې ساری ستر عمل اوبې سارې قرباني ده نو طبعا جهاد تل له عظیم مسولیت سره تړلی وي:
مسولیت د آلله په وړاندې، مسولیت د وطن په وړاندې، مسولیت د ملت او مسولیت د ټولنې په وړاندې!
س: نو څه فکرکوئ چې د طالبانو درک او شعور دې ټولو مسولیتونو ته رسیدګي کولی شی؟؟؟
ځ: طالبان پخپله وايي او دا ثبوت وړاندې کوي چې د الله د رضا او وطن د آزادۍ له پاره جنګیږي، خو د ملي خپلواکۍ شعور يې نیمګړتیاوې لري او جداً باید بشپړ شي. په دې لړ کې د ISI آړیکې، همکاري ، پوځي لار ښودنې، سازماندهي لوژیستیکي مرستې انتحاري او معلوماتي ملاتړ او داسې نورټول د افغانستان د ملي خپلواکۍ سره ناوړه لوبې انګیرل کیږي!
همدارنګه د اجمتاعي مسولیتونو شعور او د پوره کولو له پاره يې د روزنیز او مسلکی تعلیماتو شتون تر پوښتنې لاندې دی او د همدې ځواک نشتون د افغان ولس اندیښنې د طالبانو د قدرت د ۶ -کلنې دورې په استناد زېږولي او راپارولي دي. په داسې حال کې چې په دوه لومړنیو معیارونو کې طالبان بالکل طاق او بې ساري دي، په وروستۍ برخه کې باید اوسنۍ لاسته راوړنې وساتلای شی او پراختیا او پرمختګ يې هم تْضمین کاندي ، متاسفانه چې په دې برخو کې طاق څه چې جفت هم نه دي اوآن په ټیټه کچه هم له چا سره سیالي نشي کولای .
س:
نو آړینه ده چې په پراخه توګه ملي کادرونه جلب کړي او د خپل ملاتړ له پاره ملي شورا (پارلمان) ته هم په دولتي ساختار کې ځای ورکړي، فکر نه کوئ چې له دې پرته به يط دا ماته بیړۍ ساحل ته ونه رسیږي؟؟؟
ځ:
دهیواد اقتصادی علمي او تخنیکي پرمختګ د طالب او ملا کار نه دی، خو اقتصادي او فرهنګی سیاست ته اولویت ورکولی او د نړۍ له برمختللو هیوادونو سره چې نن ورځ ورسره په جګړه کې ښکیل دي عادي او دوستانه اړیکې رامنځته کولو ته به اړتیاولري.
س:
دقدرت په تیره دوره خو طالب حکومت دISI له لاسه په نړیوال تجرید کې وساتل شو تر څو چې تجرید یې له نړۍ سره په دوښمنۍ او جګړه بدل شو ، فکر نه کوئ چې ددې تجرید له منځه وړل به داځل له پیل څخه ترې د پاکستان د استخباراتي لاسونو پریکول ونه غواړي؟؟؟؟
ځ:
له شک پرته پاکستان د لویدیځ سره پخپله ښې اړیکي لري،خو د افغانستان استقلالیت او پرمختګ ورته د زغملو وړ نه دی،
نو له دې کبله له نړیوالو سره د طالبانو مستقل مناسبات هم نشی زغملای، په تیره بیا هغه مناسبات چې د افغانستان د پرمختګ او په خپلو پښو د درېدلو عامل (او لامل) يې ګرځي. په بله وینا :
له پاکستان سره د طالبانو ښه مناسبات نه دي چې له نړیوالو سره طالبانو ته د ښو مناسباتو ته اجازه ورکړي، ځکه په تیره دوره کې یې هم ورنکړه ، بلکې د افغانستان د وروسته پاتې ساتلو له پاره له نړیولو څخه دطالبانو ګوښیتوب
دی چې له پآکستانه سره يې دښو مناسباتو سبب ګرځي !
دا اوس هرچاته په ډاګه شوې چې پاکستان د خپل موجودیت منطق د افغانستان په ضعف اونابودۍ کې او خپله نابودي د افغانستان په پرمختګ کې ویني!
نو له طالبانو څخه د پنجابیانو انتظار دادی چې په هرقیمت وي د افغانستان د پرختګ مخه ونیسي، که نه نو دا ولس به مو له لاسه ووځي نه به بیا دطالب د جهالت باداري ومني او نه به دپنجابیانو د غلام قوم غلامي!
س:
ښا دا ځکه پنجابی پوځیان او سیاستوال طالب مشرانو ته ته همدا یوه خبره تلقینوي چې: یابه یوکیږو سره، که نه ورکیږو سره ! خو د مشر ملا صیب سر په دې خبره نه خلاصیږي، ګناه یې داده چې ښايي د ISI له خوا توقیف یا محاصرې ته یې تن ایشی وي خو د هغوی بادارۍ ته لا هم نه وي تسلیم شوی که څنګه؟