د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ناموس سپېڅلتوب/عصمت قانع

میرویس
22.08.2013

د فورم محترمو ګډونوالو، اسلام علیکم
د پښتو تکړه لیکوال ښاغلي عصمت قانع هم د نورو وطندوسته لیکوالانو په څیرپه پښتنې حریم باندې د طالبانو په تیري غوسه ښودلې او دا لاندې مضمون یې لیکلئ چې تاند خپور کړیدئ.
ښاغلي قانع د طالبانو دوه مخۍ، تبعیض، اود پښتنو د ناموس په حریم باندې د طالبانو د تعرض په هکله یې ملا محمد عمر آخند ته خطاب کړئ، او ورته ویلي یې دې چې څه چې طالبان کوي، افغانان یې نشي بښلئ، او ملا عمر یې باید جاج واخلي:
====
د ناموس سپېڅلتوب/عصمت قانع
Tuesday, 20 August 2013 5:14په ناتارونو، بریدونو، حملو، چپاونو او یرغلونو کې، په بریدو، غدیو، دښمنیو،
میرڅیو، تربګنیو، توپانونو او سیلیو کې او په هر حالت کې افغان وطن، افغان
فرهنګ، افغان خوی او خصلت د ناموس سپېڅلتوب ساتلی او تضمین کړی دی، د …پوړوني،
ټکري او سالوګي حفاظت یې لازم ګڼلی دی.
د پوړوني او ټکري په وړاندې کستاخۍ یې د نامردۍ او نا ځوانۍ تر ټولو بده او له
پېغوره ډکه فتنه بللې ده او د داسې کار مرتکب ته یې موزیګی یا بې ناموسه او یا
هم مرده ګاو ویلی دی.
خو بدبختي داده چې د جګړې ناځوانو اخلاقو له موږ څخه د ناموس د حیا خوی او
خصلت هم لوټلی دی. ښځو ته درنښت د خور، لور، مور او میرمنې حیثیت ته درناوی، د
حیا له لیمو څخه کډه شو.
څو ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره یوه ښځه وکیله برمته شوه او هغه
هم د طالبانو او پښتنو په لاس.
لوی ملا صاحب ملا محمد عمر اخند چې کله د اسامه پر سر پښتانه د غرب له وحشي
تکنالوژۍ سره ټکر کړل، نو دایې ویل چې اسامه د افغانانو میلمه دی او افغان
فرهنګ هېڅکله هم ملیمه و خپل دښمن ته لاس تړلی نه سپاري.
نو آیا ښځه برمته کول او بندیان پرې راخوشي کول د افغان فرهنګ له کوم ځای سره
اړخ لګوي؟
جناب لوی ملا صاحب، د خدای روی ته وګوره، د قران روی ته وګوره، د شهیدانو د
ناموس روی ته وګوره ستا جنګیالي دا څه کوي؟
داسې عملونه په اسلام کې شته؟ په شریعت کې شته؟ په پښتو کې شته؟ په عُرف او
عنعنه کې شته؟ آیا په خپل تاریخ کې به داسې نا ځوانه واقعه ستا په یاد وي؟
جګړې هر څه رانه واخستل، جنګ هرڅه راڅخه ولوټل، خو د ناموس د لوټمارۍ له دبا
څخه مو وژغوره.
د جمعه ګل او پستکي کیسه در یادوم، هغوی چې غله وو هم یې د ناموسونو په وړاندې
د کستاخۍ بد اخلاقۍ ته ځان نه شوای ټینګولای.
طالب جانه ته خو د ناموس او شریعت شعار ورکوې په تا څه شوي دي؟
شاعر: عصمت قانع
جمعه ګل او پستکی
اورېدلې مې کیسه ده له مشرانو
له سپین ږیرو مخورو کنداریانو
امنیت وو په دې ښار په دې دیار کې
ګڼه ګوڼه وه په کلي په بازار کې
نه د مرګ او نه د وېرې تصور وو
نه تندی د کندهار په وینو سور وو
هرې خواته د وطن لمن خپره شوه
له وږمو ډکه کوڅه او مامته وه
شاعرانو به لیکلو داستانونه
سندر غاړو به ویل ښکلي طرزونه
کاروبار وو د وطن په هره خوا کې
بیکار نه وو څوک په کلي په صحرا کې
څوک بزګر د مامتو او د کښتو وو
څوک مالدار وو څښتنان به د رمو وو
څوک میرزا وو څوک معلم وو څوک سر کار وو
په ولس باندې ښایسته لوی کندهار وو
سوداګرو رانیول جایز مالونه
او ګټل به یې بنډل بنډل نوټونه
ناببره را پیدا څو پایلوچان شول
مشهور په کور او کلي پر دامان شول
د یوه نوم جمعه ګل بل پستکی وو
یو له ونې څخه جګ وو بل ګردی وو
غلا کول یې چاغ مږان له کلیوالو
له کوچیانو پونده وو له ځایوالو
یوه ورځ یې اراده وکړه و غلا ته
چپاول ته او د کور چور او تالا ته
خو په کور کې د تور سرو شور ماشور وو
نارینه ټول پر صحرا وو لور په لور وو
په دې کور کې چاغ مږان وو ښه تلی
په اوربشو په شفتلو نازولی
هر یو مږ یې ارزېده په زر کابلیو
خرڅېده په شنو او نغدو افغانیو
جمعه ګل ویل زما یاره پستکیه
مږان نه شو غلا کوې زما لالیه
له ښځمنو څخه غلا کار د چغال دی
دغه کار د نارینتوب په دین وبال دی
موږ قاتل هم دی بخښلی تور ټکري ته
د ناموس د عظمتونو سلامي ته
په امان دې وي تور سرې له غدیو
له دښمنو چپاوونو له بدیو
د وطن هر یوه پټکي ته مې سلام دی
جمعه ګل او پستکي ته مې سلام دی
چې پالي د ناموسونو غیرتونه
خدای به ورکي په ځوانۍ کې جنتونه


Takal Afghan
22.08.2013

ډالرخو څه مفت نه ورکول کیږي
چي داسي لیکل ونکړي ډالرپري بندیږي
عصمت قانع لکه دسنټکام حشمت غوندي،دلوډسپیکرمثال لري خپل ځاني شخصیت اوحیثیت نلري


pattang
22.08.2013

قانع يو لوچک قمار باز شرابي انسان او په خلکي پرچمي حلقو ګران
دی ، په دولت کې يې پنجيان نه پرېږدي په همدغې لوچکي څو دالره
پيدا کوي ! د قانع مضامين په تاند کې د پسرلي زامن چې په پراګ کې
د cia دازادي له راديو تر څنګه ژوند کوي خپرېږي !


میرویس
23.08.2013

تکل افغان او پتنګ وروڼو، اسلام علیکم
ډیرو قدرمنو وروڼو، خدای تعالاته مخ او بنده ته شاکړئ، او بیاقضاوت وکړئ. تاسې د اصلې موضوع نه چې طالبان پکې پړه دي، او تاسې یې دفاع نشئ کولای، نو سمدستي شخصیت وژنې ته ملا تړئ. دا نه اسلامي روش دئ، نه د مردانګۍ او نه هم د پښتنولۍ.

زه عصمت قانع تر تاسې نه ښه پیژنم. هغه د جمیعت اسلامي غړئ ؤ، خو د تنظیم نه په مؤجه دلایلو جلا شو، بیا جمیعت دښمنې ورسره پیل کړه. عصمت قانع تُرت، راستګو او زیږ پښتون دئ، او په همدې علت جمیعت دښمني ورسره پیل کړه.

ستاسې دواړو قربان شم، تاسې ایلچي مه وژنئ، د هغه د پیغام حقانیت وڅیړئ او تبصره ورباندې وکړئ. یوازې عصمت قانع دا مسئله نده کره کړي، بلکه عصمت قانع غوندې ګڼ شمیر نورو لیکوالانو هم طالبان په همدې مسئله دګلي دئ.

ایا ستاسې دا خوښیږي چې ځوک دې ستاسې میرمن د کورنه را وباسي او ورسره چنجوغه یې دې ګړي.
ړانده خو نه یاستئ، تاریخ ته وګورئ، افغانو پښتنو د اشغالګر انګریز د ښځو ناموس څنګه وساته او بیا یې په ډیره امانت دارۍ پر هغوی وسپارلې.
دا طالبان خو نه پښتانه دي او نه هم افغانان، ځکه چې القاعدې، چچن، ازبک او پنجابي بدعتیانو پر طالبانو سلطنت کړئ او کوي یې، نو ځکه طالبان نه د خپل ملک، عنعنې او حتی خپل دین نه یا ناخبره دي، او یا په لوی لاس عدول ترې کوي.
الله دې تاسې ته هم اسلامي، افغاني او انساني بصیرت درکړي، تر څو د حق او باطل توپیر وکړئ شئ.
الله مو مل، بچئ مو لوی.


pattang
23.08.2013

ته اول پردې پوه شې چې له چا سره بحث کوې !
د عصمت قانع لويه لودګي هلته وه چې دجمېعت غړی کېده خو ستميان
هوښيار خلک دي د قانع په غره کې يې ور تف کړه اوبګېلی قانع اوس
پښتون شه !
ستا نظرته احترام لرم خو ستا سترګې پټول له ځينو واقعاتو څخه ما
ځوروي !
قانع په تاند کې د ملک عبدالقادر ستانکزي زرينخيل يو جنجال او جنجالي
خبري له طالبانو سره ليکلې وې کله چې ما ولوستې ټول درواغ او پرړې
وې ! زه څه خبر يم ؟ زه له ډېر نږدې دا ملک /خلک پېژنم !
قانع په خپلو خبرو کې دحجرې مجلس تازه کړی وواو ټول يې داسې درواغ
وېلي وو لکه د فردوسي شانامه !

قانع ته ښه مست لاندی پوخ کړه حجرې / مېلمستون ته يې دروغواړه
چې د پرړو رکاټ کېږدي !

له خندا به د بډوډي په درد شي !!

اوس وروره د لاندي دتورې کټوې پرځای مست پلوونه ، د صليبيانو دالرونه دليلی سپين مړوندونه او پټ هوټلونه شته نو قانع به ولې د جنګي چرګ
ازانګونه نه باسي !!


میرویس
23.08.2013

پتنګه وروره، بیا اسلام علیکم
که موږ د عصمت قانع په شخصیت هر څومره وغږیږو، سر یې نشو اړولئ. زه دعصمت قانع هغه نظر ته اهمیت ورکوم چی پر حقایقو ولاړ وي. د قانع بله ښیګڼه داده چې تاسې غوندې، په طالب او یا بل چا کلک ندئ ولاړ. هغه نه د کرزي د حکومت ملاتړ کوي او نه د طالبانو. عصمت قانع ددواړو خواوو ښه ته ښه او بد ته بد وایي. زه بیا هم پر عصمت قانع شرط نه تړم.
زه د عصمت قانع او یا د بل هرچا ګفتار او لیکنه د هغو پر محتویاتو کره کوم.
اوس تاسې دا ووایست چې د عصمت قانع په لیکنه کې پر کوم ټکئ انتقاد لرئ؟
آیا هغه څه چئ قانع لیکلي، کومه برخه یې غلطه ده؟
الله دې افغان ولس او ټول اسلام ته خبر پیښ کړي.


pattang
23.08.2013

دقانع خبرې پاپوليستې (Populismus ) دي نه دحل رياليستې !
قانع په اوايلو کې دامريکايانو د جنګي بري او دطالبانو دماتې او بدحا ل
خبرونه تېرول ! اوس جې حالاتو تغير وخوړ نو قانع بل پلو او لوری ونيو !
زه به يې در لنډه کړم !
دعيال نفقه فرض ده او ما دافغانانو خپلو خلکو کډې په ټل انګو او ټوله
پښتونخوا کې ليدلې چې را په ياد شي په نس مې درد شي که څه هم زما
طبېعت په پښتونخوا کې پردی احساس نکوي !
خو له اشغالګرو سره کارکول په مذدور فاسد رژيم کې حرام دی !
نن له کرزي تر چپړاسي پورې د cia پېسې اخلي که دانوي دا بې ناموسان
سياسي او مېديایې مړه دي دوعا به يې اخلو !!


میرویس
28.08.2013

پتنګ صاجبه، سلامونه او احترامونه
پدې وجه چې موږ د اصل مطلب نه ونه ووز، باید ووایم چې تاسې د افغانستان په حکومت کې حتی تر چپراسي پورې کار کول حرام ګڼئ، نو ولې د اسلام، پښتو، افغانیت او انسانیت په چوکاټ کې د طالبانو لخوا د پښتون د ننګ او ناموس یعنې پښتنو بې ګناه ښځو قتل ته حرام او ناروا کار نه ویاست؟
ډ الله د رحم او کرم په هیله.


pattang
28.08.2013

ما څو ځله درته وېلي دي تر څو چې صليبيان اشغالګر وي جنګ به وي
خو دا يوه کمه کسري ژوبله هم طالب نکوي !
دا د cia او لاسپوڅي رژيم له خوا کېږي چې طالب بدنامه کړي !
ايتنيکي ، قومي، ژبني ټېکداران او صليبي اشغالګر په افغان وژنه کې
ګډې ګټې ويني !!

[quote:c3882ee5cd="میرویس"]پتنګ صاجبه، سلامونه او احترامونه
پدې وجه چې موږ د اصل مطلب نه ونه ووز، باید ووایم چې تاسې د افغانستان په حکومت کې حتی تر چپراسي پورې کار کول حرام ګڼئ، نو ولې د اسلام، پښتو، افغانیت او انسانیت په چوکاټ کې د طالبانو لخوا د پښتون د ننګ او ناموس یعنې پښتنو بې ګناه ښځو قتل ته حرام او ناروا کار نه ویاست؟
ډ الله د رحم او کرم په هیله.[/quote:c3882ee5cd]


میرویس
29.08.2013

پتنګ صاحبه، اسلام علیکم
لړم ددې د پاره چیچل نه کوی، چې خدا ناخواسته د چاسره دښمني لري، بلکه د لړم د طبیعت سرشت همدغسې دئ چې باید نیش ووهي.

طالبانو صاحبانو هم خپل پښتنې دود د مذهب سره اخښلئ دئ. دوی د ښځو سره ذاتي تضاد لري، دوی ښځې د اولاد دزیږونې، د نارینه د هوا او هوس د مرفوع کولو او د میړه په کور کې د چوپړ اسباب ګڼې، او اوس په تیره بیا چې دوې په غلطه د جهاد نارې سورې وهي، ښځې تښتوي او وژني یې.

طالبانو د خپل امارت په وخت کې په عام محضر کې ښځې په کیبلونو باندې په پښو، او ښنګرو وهلې، چې ګواکي سطر نه کوي. چیرې اسلام ویلي چې ښځې دې ښنګرې هم پټ وساتي.

دا ټول د طالبانو بدعت او د اسلامی ارشاداتو په برخه کې د هغوی نا اهلي ده، او د القاعدې د فرمانونو عملې کولو ته تعهد دئ. ترڅو چې طالبان القاعده او نور ترورستان ونه شړي، همدابه خرک او درک وي.
الله دې مل شه.


pattang
29.08.2013

د فاسد رژيم لپاره خوشې پوچه پرو پاګنده کوې لکه ته هم چې په بدل
نوم بترۍ خورې او په اصل کې ديجيتل يې !
ستا اوله ګناه او شيطاني داده چې ته طالب له اولسه بېله وې او
طالب ته يو پردی هويت ورکوې ! ته زمونږ دکلي زامن پردي کوې
دښځو مسئله يوه کلتوري وروسته پاتې د بې علمي خبره ده په طالب
پورې اړه نلري ! په ښځو اوس لا زيات ظلم کېږي . دطالبانو
په وخت کې يې ابرو او حيسيت خوندې وو او اوس خو ښځې ځورول
کېږي ، په زور موټر ته پورته ول کېږي او ځان مرګي وژنې ډېرې
شوې دي ! دا ټول درواغ دي چې ته يې ليکې !
د طالبانو په وخت کې د کوچيانو ښځې لوڅ مخ ګرزېدې !!

[quote:7c2a3451df="میرویس"]پتنګ صاحبه، اسلام علیکم
لړم ددې د پاره چیچل نه کوی، چې خدا ناخواسته د چاسره دښمني لري، بلکه د لړم د طبیعت سرشت همدغسې دئ چې باید نیش ووهي.

طالبانو صاحبانو هم خپل پښتنې دود د مذهب سره اخښلئ دئ. دوی د ښځو سره ذاتي تضاد لري، دوی ښځې د اولاد دزیږونې، د نارینه د هوا او هوس د مرفوع کولو او د میړه په کور کې د چوپړ اسباب ګڼې، او اوس په تیره بیا چې دوې په غلطه د جهاد نارې سورې وهي، ښځې تښتوي او وژني یې.

طالبانو د خپل امارت په وخت کې په عام محضر کې ښځې په کیبلونو باندې په پښو، او ښنګرو وهلې، چې ګواکي سطر نه کوي. چیرې اسلام ویلي چې ښځې دې ښنګرې هم پټ وساتي.

دا ټول د طالبانو بدعت او د اسلامی ارشاداتو په برخه کې د هغوی نا اهلي ده، او د القاعدې د فرمانونو عملې کولو ته تعهد دئ. ترڅو چې طالبان القاعده او نور ترورستان ونه شړي، همدابه خرک او درک وي.
الله دې مل شه.[/quote:7c2a3451df]


میرویس
05.09.2013

پتنګه وروره، اسلام علیکم
ورور ګله اول خو ته پخپله دپښتو او اسلام له عنعنې نه وتلئ یې، نه سلام ، نه کلام فوراً په بد اورد ویلو پیل کوې، تورونه لګوې، ایمان پر ګمان بایلې. دا نه د پښتون د شان سره جوړیږي او نه هم د مسلمان.
د طالبانو په برخه کې د حقایقو راسپړلو ته پروپاګنده وایې، د بحث پرمسئله کې چې پاتې راشې، دعوه جلابانو غوندې چې په حقوقي دعوه کې پاتې راشي، نو دمقابل لورې سره نا حقه خپړې لکوي او دوسیه ددې دپاره جزایي کوي چې د حقوقي دوسیې نه د محکمې توجه واړوي او هیره یې کړي.ته همدغسې دعوه جلابي کوي.

ته وایي چې زه طالبان د ولس نه جلا کوم، دوی ستا دکلی خلک دي.
ورورجانه دکوم کلي خلک؟ همدا نن په کابل کې درئ پاکستانیان چې کوښښ یې کاوه د شیعه ګانو په مسجد حمله وکړي،او په افغانستان کې د فرقه يې جنګ د اور لبې بلې کړي، ووژل شول.
همدا نن د غزني د ولایت د آب بند په ولسولئ کې د اُسامه په نامه د قوماندا په شمول د پنځلس کسیز ګروپ ځلور افغان طالبان او یوولس نور پاکستاني طالبان ووژل شول.
د القاعدئ ترورستان، چچن، ازبک او پاکستاني جنایت کاران افغان طالبان ګڼې.
چیری دې ستا دکلی مشر طالبان؟ په کوم ملک کې پراته دي، د چا لخو تمویلیږي، د چا په امر زما اوستا بې ګناه مسلمان پښتانه وروڼه وژني او د چا په امر زما او ستا ملک ورانوي؟
زمااو ستا اصلي خبره د ښځو سره د طالبانو دښمني او د پښتون د ناموس تښتونه او دطالبانو بي غیرتي ده.
تاسې به اوریدلي وي چې پرون د کندهار معلولین جګ شول او دطالبانو نه یې وغوښتل چې په یوه هفته کې، په پارلمان کې د کندهار وکیله فریبا کاکړخوشي کړي، که نه، د کوټې شورای ته به لاړ شي
تاسې د سر په سترګو وینئ چې د ښځو تښتول ولس د طالبانو نه بیزاره کوي او حتې خلک د طالبانو نه د خپل ناموس د خوندي کول دپاره د طالبانو په مقابل کې قیامونو ته اړکیږي.
په الله دې سپارم. چې زمانه خپه نشې، زه هغه څه درته وایم چې وینم یې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more