سياست او روانې چارې
ګلان وکره چې سیمه دې ګلزار شي=اغزي مه کره په پښو کې به دې لاړ شي
میرویس
22.08.2013
محترومو لوستونکو، سلامونه او احترامونه.
وايي چې کرې هغه به رېبې.
د مارګیر مرګ د مار نه دئ.
چې چاته څا کینې، پر هماغې څا به دې سر شي.
طالبان چې درسته ورځ لګیا دي، په مختلفو طریقو د خلکو د وژلو، معیوب کولو، لوټولو، ځورولواو بدعت نه پرته بله وظیفه او کاروبار نلري، بالاخره د خپلو اعمالو پاداش اخلي.
دا لاندئ خبر روهي خپور کړیدئ:
====
سويلي وزيرستان: په بمي چاودنه کې د تحريک طالبان ۵ تنه وژل شوي.
د پاکستان امنيتي سرچينې وايي، چې نن ورځ د سويلي وزيرستان په مرکز واڼه کې، د سرک د غاړې د ماين د چاودنې په پايله کې د تحريک طالبان پاکستان پنځه تنه، چې په يوه ګاډي کې سپاره وو، وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په وژل شوو کې يو تن سيمه ييز قوماندان غلام جان وزير هم شامل دی. تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
سپينتمان