د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کنړ: پنځه مشهور قومندانان ووژل سول

اتل
22.08.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
خبریال په خپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې د ایساف بې پیلوټه الوتکو د کنړ د ولایت د مرورې په بارلولي کې پنځه تنه نامتووسله وال قوماندانا وویشل او مړه یې کړل. خایي خلک ځکه تر ةځکنیو قواوو نه د بې پیلوټه الوتکو عملیات بهتره ګڼي چې، د مځکنیو قواوو په عملیاتو کې د القاعدې د ترورستانو، یاغیانو او خارجي افراطیاانو سره جګړه پیښیږي او ځایي خلکو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.
خو بې پیلوټه اوتکې هدفونه رسا ولي او جانبي عوارض نلري.
=====
کنړ : پنځه مشهور قومندانان ووژل سول
31 اسد / زمری 1392, 12:45
تېره ورځ په کونړ ولايت کې د ايساف ځواکونو په هوايې بريد کې پنځه مشهور وسلوال قوماندان وژل شوې دې .
دغه خبري ٢٠١ سيلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا مطبوعاتې مسول همايون يوسفزې خبريال ډآټ کام ته وکړي.
په کونړ کې ميشت د ٢٠١ سيلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا مطبوعاتې مسول همايون يوسفزې وايې تېر ورځ ناوخت د دغه ولايت دمروره ولسوالۍ په بارلولې سيمه کې د ايساف هوايې ځواکو له لوري پنځه مشهور طالب وسله وال قوماندان هر يو قاري ضياالرحمن ، ولې والله ،محمد ظاهر ،ملا طالب او صابر په نښته شوي او وژل شوي دې .
نوموړې وايې په دغه وسله وال هغه مهال د ايساف ځواکونو د بې پيلوټ طياري له لوري په نښه شول کله چې په يو ځاې کې سره راټول شوې ول.
يوسفزې وايې د دغه وسله والو په وژل کيدو سره په ياده سيمه کې تر ډير بريد امنيت وضعه کې ښه والي راشي.
د يادونې وړ ده تر دې دمه په دي اړه وسلوالو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خپرونکی: /سباوون@دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي اسد / زمری 31, 1392.on August 22, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more