سياست او روانې چارې
د اسلام لوی مفتیان او علمې مراکز ځان مرګي حملې حرامې بولي.
میرویس
21.08.2013
قدر منو لوستونکو، اسلام علیم
د مکې مکرمې مفتي، د الاظهر، دیو بند مفتیان، د افغانستا او نورو ملکونوعامانو هم ځان مرګې حملې حرامې بللي دي.
دا خبرې او فتواوې بیابیا تکرار شوي، خو ددغو حملو مرتکبین د خپل دې ناوړه عمل نه لاس نه اخلي.
دا لاندې خب خبریال خپور کړیدئ:
====
په لښکرګا کې ځانمرګى بريد وسو
30 اسد / زمری 1392, 9:16
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګا کې د ځانمرګي بريد پر مهال دري تنه ژوبل سوي دي.
دغه بريد د نوموړي ولايت د امنيي قومندانۍ د لومړي کنډک د قومندان عبدالستار نورزي د کور مخي ته سوى دى او موخه يې هم ستار خان نورزى و.
ځانمرګى بريدګر پلي وو او د ستار نورزي د کور د پوليسو د لومړي نظام قرول پر پوليسو دي بريد کې دري تنه پوليس ژوبل سوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چې ددي پېښي هدف ستار خان نورزى وو او هغه په دي بريد کې نه دى زيانمن سوى.
د ځواک په وينا چې په دي پېښه کې د لومړنيو معلوماتو له مخي دري پوليس ژوبل سوي دي.
ددي پېښي پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي د پېښي بشپړ جزيات هم نه دي په ډاګه سوي.
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي اسد / زمری 30, 1392.on August 21, 2013.
حمید هڅــاند
24.08.2013
انډېواله د حرام او حلال ټاکنه الله کوي، نه بل څوک. مفتیان بیا د کوم باغ ملۍ دي چې یو څه دې حلال یا حرام و بولي. ځانوژنه الله حرامه کړې ده، تر الله بل لوی مفتي څوک شته چې لټوې یې؟؟؟؟؟
فتوا! فتوا! خو د فتوا پرځای د الله او رسول خبره وکړئ! هسې بکواس خبره به وکړئ او بیا به پرې استناد هم کوئ.
درنښت
larghonay laraway
27.08.2013
د عوامو خبره (قران يې شم د مکې مکرمې مفتيانو) د مصر په کودتاچيانو ولې سترګې پټې کړې دي؟
په هر حال، يو شمېر حکومتونه او مفتيان سياست کوي او د هر چا له طبعې سره سمه فتوا ورکوي!
زه د ځان مرګو په اړه په فتوا نه غږېږم خو د ځانمرګو يا ځان چاودو په شتون او نه شتون کې خبره کوم!
زما په نظر ځان مرګي هيڅ نشته بلکې د امريکا ډرون بريدونه دي چې د ځانمرګو نوم ورکوي او جګړه توده ساتي!
Takal Afghan
27.08.2013
ته خو راوړه ددغومفتیانو فتوی چي موږ يي ووینو؟
پروسږکال دسعودي په مفتي غټ دروغ وویل شول چي دعرفات په ورځ یي استشهادي بریدونه نارواګڼلی
وروسته معلومه شوه چي دروغ دي په ټوله خطبه کی یی په دی اړوند څه نه وو ویلي
میرویس
29.08.2013
حمید هڅاند وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبره د کنځ د منځ خبره او د کاڼي کرښه ده. واقعاً هغه څه درست دي، چې الله جل جلاله او آنحضرت محمد صلی الله علیه وصلم ارشاد کړیدي.
ما چې د مفتیانو حواله ورکړیده، هم یو دلیل لري او هغه دا چې طالبانو صاحبانو په شرع کې حلیې ته پناه وړې، او وایي چې دا ځان وژنه، نه بلکه دا اشتهادي حملې دي.
دوی هم ځان غولوی او هم ولس. په اشتهادي حمله کې مسلمان ته هغه وخت د شهید خطاب کیدای شي چې د کافر دښمن په لاس ووژل شي، نه پخپله دماشې په کشکولو یا د سویچ په وهلو او ددښمن نه مخکې دځان په وژلو، او پخپل سرد ځان دپاره دمرګ د وخت په ټاکلو . دا بالکل حرام دي.
طالبانو بدعت ته بډې وهلي، او پکار دي چې دوی ته دهغوی غلطي او ولس ته د طالبانو تذویر بربنډ شی.
د طالبانو د غلطو فتواوو د ماتولو دپاره ددینی عالم خبره مهمه ده. طالبان خو موږ او تاسې هسې لډر کسب ګران بولي او ځان عالم. دوی وایي چې ددین زده کړه علم او سیانسي، سیاسي، ټولن پوهنه، طب، نجوم او داسې نور کسب دئ نه علم..
وروره،وایي تیږه، تیږه ماتوي. لدی امله چې طالبان چا ته غوږ نه نیسي، پدې وجه مې د مفتیانو ذکر کړي دي، چې هغوی تر طالبانو که زیات دیني علم نه وي کړئ، ښایي کم یې هم نه وي کړئ.
وروره الله دې پّ نیکۍ مل شه.