د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Da Fahim aw Dostam.......??

Wares Darwesh
07.01.2005

دټول افغان ويبپاڼی درونو او په وطن مېنو چلونکو اومېنه والو ته د خلوص نه ډک سلامونه اونېکی هېلی ددوستی اوصمېمېت په ښکلی فضا کښۍ وړاندی کوم٠
زه له ډېری مودی راهېسی د دی پاڼی مېنه وال ېم او په زړه پوری مطالب او لېکنی ېی تعقېبوم او خداېشته چی ډېر ښه او خواږه بحسونه په کښی کېږی،خاصتأ دځېنو دوستانو لکه د نقاد صاحب،غروال صاحب،ازاد نظر صاحب حلېمی صاحب ،عادل وطنوال صاحب او٠٠٠٠٠ داسی نورو ګڼودوستانو زېادتره لېکنی می خوښی شوی او دستاېنی وړدی٠ چی دوی ټولو ته له دی ﻻزدات بری له خدای"ج" څخه غواړم٠
نن می دا جرئت وکی ترڅو ستاسو ومنځ ته درودانګم او علاوه دلوستلو ېو څو کرښی ولېکم اوستاسو نظر پری وغواړم نوخداېدی وکړی چی بی ځاېه او بی مفهومه ستاسی دردسر شوی نه وم٠ درنودوستانو!
د ا چی په افغانستان کښی نسبی ارامی راغلی او ټولټاکنی وشوی،ددولت کابېنه جوړه او په کارېی پېل وکی دخوښی ځای دی٠ او دېنه زېاتو مثبتو پر مختګونوته سترګی په لاره او ﻻس په دوعا ېومګر زما سوچ په دی کښی دۍ چی دا پخوانی داړه ماران (بخښنه غواړم) لکه دوستم ،فهېم،قانونی اوداسی نور،کومو ته چی په اوسنی حکومت کښی ځای نه دی ورکړل شوی او په ضمن کښی اوس له دوی څخه دوسلورا ټولولو پړاوهم پېل شوې دۍ داسی چپه خوله ناست دی چی هېڅ د مخالفت ږغ ېی نه راپورته کېږی٠
ددی علت به په څه کښی وی؟ اېا دوی به دامرېکاېانو تر فشار ﻻندی وی؟
اېا داچی دامرېکاېی دالرو په ژوونه ېی خولی ټپی دی او اواز ېی نه خېږی؟
اوېا داچی په دوی کښی مړه وجدانونه را ژوندۍ شوېدی او نور نه غواړی چی مظلوم او زورېدلۍ ملت دېنه زېات وزوروې؟
له ځېنو اړخونو څخه د ستمېانو او ددوی دپلوېانو دا ناری هم اورېدل کېږی چی د کابېنی کلېدی وزارتخانی پښتنو ځان ته اخيستی ،نورو قومونو ته په کښی لږ ونډه ورکړای شوی وداسی نوری خبری٠
نو زما پښتنه دا وه چی ددوی دداسی چپتېا علت به څه کښی وی؟ اېا دوی به داوطن داسی ارام په ارام پرېږدی ؟
اېا دوی به بيا اله ګوله اچونی ته ﻻس پوری نه کړی؟

ستاسی دښو او په زړه پوری تحلېلونو په هېله٠ په درناوی

ستاسې خېرخوا وارث دروېش٠د


pattang
07.01.2005

سوالونه دي واضح کړه ، هيڅ مقصد نه ترې اخستل کيږي
پتنګ



ع کريم حليمي
08.01.2005

وارث صاحب سلامونه په ګېډۍ ګېډيو دراستوم ٠ خدای دي وکړي چه راڅه قبول ئې کړې
او ټول افغانته ښه راغلې ٠ او ښه راغلی درته وايم ٠

وارث درويش صاحب
له درويش څخه زه دا معنااخلم مريدۍ په حال کښي ياست ٠ مريد پسله څه سبق اخستلو ٠ مجبوره دي چه
دارالوطن سفر وکړي ٠ چه دوره د دروېشۍ ورته ويل کيږي ٠ چه ذکر کوې ماته ضرور دعا کوه ٠ خدای دي وکړي
چه د دروېشۍ دوره په خير خلاصه کړې ٠
تاسو داسي پښتۍ
[quote:3031f20c45]لکه دوستم ،فهېم،قانونی اوداسی نور،کومو ته چی په اوسنی حکومت کښی ځای نه دی ورکړل شوی او په ضمن کښی اوس له دوی څخه دوسلورا ټولولو پړاوهم پېل شوې دۍ داسی چپه خوله ناست دی چی هېڅ د مخالفت ږغ ېی نه راپورته کېږی٠ [/quote:3031f20c45]
زما له خولې چاته موايه تاسو ته يوازي په غوږ کي وايم ٠ دوستم مريض دي او په جرمني کښي په شفاخانه کي دي
نو يو الله ښه پوهيږي چه ږوندی به راووزي او که څنګه ٠
امريکايي عسکري شفاخانه دغه خبرمي د روژئ ددمياشتي دي ٠ خبر نيم چه روغ دتلی دي که تر نن هلته دي


Wares Darwesh
08.01.2005

پتنګه وروره سلام٠
ګمان کوم چی سوالونه می واضح لېکلی وی٠ تاسی کوښښ وکړی اوپه غور ېی ېو ځل بياولولی ٠
أنشأله چی مقصد به تری واخلی٠

خوښ اوسی٠ وارث دروېش٠


Ghairat
08.01.2005

وارث صاحب ټول افغان ته مو د راتګ هرکلی کوم او قلم موتاند غواړم . تاسواو درنو لوستونکو ته سلامو نه !
ورونو موافق نه یم چې د قانوني صاحب نوم د جنګ سالارانو په لیکه کې ودرول شي او د هغه د سیاسي مبارزې له ځواک او کیف و کم څخه سترګې پټې کړئ .

اوداچې اوس د پردې تر شا د امریکایانو سره څه روان دي اود هیواد والو له پاره به کومې بدبختۍ زیږوي، مظلوم هیوادوال ترې مخکې نه خبریږي . ظاهرأ
خو د ټولټاکنو نتیجو د قانوني په څیر ددوی په ذهني او معنوي جنګ سالارانوهم سړې اوبه واړولې اود سیاسي مداریتوب هغه لړۍ چې کارمل پیل کړې، ربانی غځولې او تر قانوني رارسېدلې وه ، ټکنۍ او پنچره کړه . خو داچې دوی یو هم د ډیر قانوني قانونی کیدلو او قانونیت سره په عیني قانونمندۍ باور نه لري او د ساست په ډګر کې پر ذهني مداریتوب تکیه لري، نو اوس په ډیرې بیصبرۍ سره د شورا ټولټاکنو ته تیاری نیسي، څوخپلې سیاسي بایلنې په شورا کې سکینده کړي .
که افغان اولس ، په تیره بیا پښتانه یې له دې ننګونې څخه هم د جمهوري ریاست د ټاکنو په شان بریالي را ووځي، ښايي د سیاسي مداریتوب ریښې د تل له پاره ختمې او پرځای یې د ورولۍ ، باور او متقابل درناوي قانونمندي په بشپړه توګه بری او بر لاسی ومومي او د لومړي ځل له پاره دافغاني تاریخ د
« شعوري جوړونې « بهیر نور بالآخره پیل شي . ومن الله التوفیق .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more