د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مولوی عبدالاکبر چترالي: دغه ډله به هیڅکله خدای ونه بخښي

میرویس
16.08.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
لواطت په اسلام کې ډیره عظیمه ګناه ده. دا کیسه هر مسلمان ته جوته ده، چې د لوط قوم چې د لواطت نه یې لاس نه اخیست، بالاخره الله جل جلاله د هغوی دقوم ښار پر بل مخ چپه کړي.
خو که څوک بیا د جهاد ډبرې پر ټټر وهی او نور چندې مسلمانان د سنتو د ترک پر ګناه په دُرو وهي، بندي کوي یې او د امر باالمعروف، نهیې عن المنکر په پلمو یې حتی وژني، د حکومت سره په کار کولو یې له موټرونو نه ښکته کوي او مچانو غوندې یې وژني، او بیا معصوم ماشومان غولوی، د جهاد په پلمه یې ورسره بیایي او په غرونو اورغونو کې لواطت ورباندې کوي او بیا یې خود کشۍ ته مجبوروي، آیا ددې ډلې بدعتیانو دنیا او آخبرت به څه وي، او آیا په یوه اسلامي ټولنه کې دهغوی ژوند کول حرام او ناروا ندي؟
دا لاندې مضمون تاند خبور کړیدئ، خو د (سنټرل اېشيا انلاين) مال دئ.
======
طالب قومندانان پر خپلو کم عمره ملګرو جنسي تنده ماتوي”
• Friday, 16 August 2013 15:02
• لیکنه: تاند
• اصلي لینک
• تاند Google Profile
(سنټرل اېشيا انلاين) په خپل يو تازه خپاره شوي راپور کې ويلي دي، چې افغان او پاکستاني وسله وال طالبان په خپلو ليکو کې کم عمره ماشومان شاملوي او بيا ورباندې وخت ناوخته خپله جنسي تنده ماتوي.
سرچينې، په دغه اړه له پخوانيو طالب چارواکيو، ديني عالمانو او د پاکستان له پوځي مامورينو سره خبرې کړې دي.
پېښور مېشتي ليکوال او خبريال عقيل يوسفزي سنټرل اېشيا ته ويلي دي، چې ده په خپله هم په دغه اړه يو مفصل راپور تيار کړی دی او دا يې په ثبوت رسولې، چې طالب اورپکي پر هغو ماشومانو جنسي تېري کوي، چې له دوی سره د دوی په سنګرونو کې شپې تېروي.
ده ويلي دي، په دې اړه کره اسناد او شواهد هم په لاس کې لري.
عقيل يوسفزي وړاندې ويلي دي، چې اورپکي په باقاعده توګه د خيبر پښتونخوا د سرحدي سيمو ښوونځيو ته ورځي او هلته پکې ښکلي ښکلي ماشومان د ځان لپاره خوښوي.
د ده په خبره، د پوهنې سيمه ييزو چارواکيو په دې اړه د پاکستان د متحده مجلس عمل (له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۷) ايالاتي چارواکي هم خبر کړي دي، خو وايي، تر اوسه په دې اړه چا د پام وړ څه نه دي کړي.
په سيمه کې د طالبانو يو پخواني قومندان (چې د سرچينې په خبره اوس سبزي خرڅوي) هم سنټرل اېشيا انلاين ته منلې ده، چې د طالبانو په ليکو کې قومندانان پر ماشومانو جنسي تنده ماتوي.
دغه قومندان چې خپل نوم مومند ښيي وايي، په ټولنه کې هغه ماشومان چې د جنسي تېري ښکار شوي وي، دغه کيسه د يو راز په توګه له ځان سره ساتي، ځکه خلک بيا دې ته نه ګوري، چې دغه جنسي اړيکه ماشوم په خپله خوښه له چا سره ټينګه کړې او که تېری ورباندې شوی دی. بس يوازې ماشوم ملامت بولي.
ده ويلي، د طالبانو ځينې قومندانان چې پر کوم ماشوم جنسي تېری ورکړي، وروسته خپل نور ملګري هم را خبروي او هڅوي يې، چې هغوی هم په دغه ماشوم ده ورته تېری وکړي.
ده ويلي، په دغه چاره د طالبانو وتلي قومندانان هم خبر دي خو، چې د هرې دغسې پېښې په اړه ورته حال ورسېږي، نو غوږونه ورباندې کاڼه واچوي.
په پېښور کې د مرکز اسلامي په نامه د يوې مدرسې مهتمم مولو عبدالاکبر چترالي سرچنې ته ويلي، توند لارې خلک وژني چې ولې د خدای پر لاره نه دي برابر، خو په خپله داسې کارونه کوي، چې له دغې لارې سره په ښکاره په ټکر کې دي.
ده ويلي، دغه ډله کسان به هيڅ کله هم خدای و نه بخښي.
خو د پاکستاني پوځ يو متقاعد افسر سيد نذير بيا د وسله والو په ليکو کې پر کم عمره ماشومانو د جنسي تېري کيسه، اوس يوه عادي خبره بللې ده.
ده ويلي، په افغانستان کې د شوروي پر ضد د جګړې پر مهال به لا قومندانان ګرځېدل او کم عمره ښکلي ماشومان به يې د ځانونو لپاره پيدا کول، چې وروسته به يې ورباندې جنسي تېري کول.
ده ويلي، له هغه وروسته طالبان راغلل، چې دوی هم د هماغو جګړه مارانو پاتې شوني دي او هماغه ډول کړه وړه لري.
دی وايي، په افغانستان او پاکستان کې د طالب قومندانانو له خوا پر کم عمره ماشومانو جنسي تېری، اوس عادي خبره ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more