د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان د ايډيالوژۍ له بحران سره مخامخ دي

میرویس
13.08.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
تیر اختر مو مبارک شه.
خدمتګار په طالبانو کې د د آیډیالوژۍ د بحران تر عنوان لاندې مضمون کې د طالبي ډلو تر منځ ګڼ شمیر عقیدوی اختلافونه په ګوته ګړیدي. مضمون وایي چې طالبان د مختلفو پاکستاني ډلو د نفوذ ا وپیروۍ په وجه او دغه راز د سلفیت او نورو مذهبي وجوهاتو په وجه د قتلونو مرتکب کیږي، مذهبي اماکن نړوی او یو اوبل ته د مشرکینو خطاب کوي.
خو عام ولس ددغو ټولو ډلو د قتل او جنایت نه تر پزې راغلئ، او غواړې چې نجات ترې پیداکړي.
د یتیم نه چا پوښتنه وکړه چې پلاردې سپرو وواژه، که پیاده وو؟ هغه وویل چې زمایې پرې څه، زما له ښې یې و ایست.
=====
طالبان د ايډيالوژۍ له بحران سره مخامخ دي
سه شنبه ٢٢ زمری ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
له تېرو څلوېښتو كلونو راهيسې چې مذهبي ګوندونه او ډلې په افغانستان كې جګړه كوي، نه دا چې دوى ونه كړاى شول يوه واحده ايډيالوژي وړاندې كړي، بلكې متناقضې او متضادې ايډيالوژۍ يې وړاندې كړي چې د دوى تر منځ د سختو اخلافونو او جګړو سبب شوې هم دي.
كه څه هم ډېرى مذهبي ډلې لغوه شوي او يا يې خپل پلويان له لاسه ور كړي دي، خو طالبان لا هم د مذهبي ډلې په توګه ادعا كوي چې واحده ايډيالوژي لري، خو اوسني شواهد ښيي چې په طالبانو كې د مختلفو ايډيالوژيو او نظرياتو لرونكو ډلو نفوذ كړى او كومې واحدې ايډيالوژۍ ته ژمن نه دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي چې د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې يوه زيارت ته پرماین خښوونکو د خپل ماین چاودنې یو ماین خښوونکی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
د مشرقیوال په وینا دغه چاودنه پرون د کږې بازار د پیازغوټې زیارت ترڅنګ شوې ده.
سرچینه وایي، لومړی دواړه ماین خښوونکي ټپيان شوي وو، چې وروسته یې یو تن په روغتون کې ساه ورکړه او بل اوس هم تر درملنې لاندې دی.
نوموړي زياته كړې، دواړه ماین خښونکي د خوګیاڼو ولسوالۍ استوګن او د يوې مدرسې قاریان دي.
وسله والو طالبانو یا بلې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ډېرى وختونه ورته پيښې وسله وال طالبان تر سره كوي.
د روان كال په اوږدو كې د غزني د اندړو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونكو د يوه لاريون په ترڅ كې ادعا كوله چې وسله والو طالبانو يې جومات په چاودېدونكو توكو شهيد كړى دى.
د ويلو ده چې د زيارتونو او وليانو په اړه د طالبانو نظريات سره پاشلي دي او عامل يې دا ښودل كېږي چې طالبان د خپلې ايډيالوژۍ لپاره د پاكستان د مختلفو ديني عالمانو نظريات كاروي.
هغه شمېر طالبان چې د مولانا مودودي د توحيد له نظريې اغېزمن دي، هغوى هغه خلك چې د وليانو او زيارتونو په كراماتو باورمن دي، مشركين ګڼي، خو په ورته وخت كې هغه طالبان چې د حنفي مذهب پيروي كوي او د سلفيت د ايډيالوژۍ پر ځاى اسلامي فقې ته ترجيح ور كوي، نو هغوى د زيارتونو او وليانو كراماتو ته قايل دي او په درنه سترګه ور ته ګوري.
په دې وروستيو كې په طالبانو كې د پاكستان له مذهبي ډلو ځينې متاثرې ډلې ور ننوتلې دي چې هغوى د عصري سلفيت د مكتب پيروان دي او د زيارتونو او وليانو د كراماتو سرسخته مخالفت كوي.
دغه ډلې د پاكستان د لښكر جهنګوي او انصارالاسلام سره نږدې اړيكې لري چې سرسختې سلفي ډلې ګڼل كېږي.
د پاكستان يادو مذهبي ډلو په دغه هېواد كې هم ډېرى زيارتونه په بمونو الوزولي دي.
د ۲۰۰۹ كال په اپريل كې پېښور سره نږدې د هزارخانې په سيمه کې د پښتو ژبې د نوميالي صوفي شاعر حضرت عبدالرحمان بابا مزار هم د همدغو سلفي ډلو له خوا په چاودېدونکو توکو والوزول شو.
نظرونه (0)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more