د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسامه بن ﻻدن څوک دی؟

Baheer
03.01.2005

ګرانو دوستانو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍ٠
ګرانو دوستانو ، ما ته هر وخت دا پوښتنه په سر کښې راګرزېدلي ده چې اسامه بن لادن څوک دی؟ يو ريښتونی او حقيقي مسلمان او مجاهد، که د سي ای اې( CIA) جاسوس يا اجنت؟ :?: :?: :?:

ستاسو د ځوابي ليکنې په تمه٠ :D

بهير
تل به په لار د مېړنو سره ځم
يمه پښتون د پښتنو سره ځم


Rezwan Arman
04.01.2005

مهترم بهېر ته دی ګېډی ګېډی سلامونه ورسېږی
اسامه د هغه اخوان ډلی چی د عربستان صعودی د حکومت په جوړولو کښی يی د صعود (د عربستان صعودی بنسث اېښودونکۍ) ملګرتېا کوله او وروسته بېا سره د نظام په جوړولو وروران شول ،ېو پلوی دی ٠ دغه د اخوان ډلی تل د عربستان د شاهې کورنۍ سره د پېړېو را په دېخوا په پټه اوېا په ښکاره دښمنی کړېده چی اسا مه ېی ېوه ښکاره نمونه ده٠
اسامه بن ﻻدن لومړی دامرېکا په پوستکی ننوتۍ وو تر څو له دی ﻻری شاهی کورنی راوپرځوی خودا کار چی ېی ونشو اوس ېی دامرېکا سره دښمنی د ترهګری له ﻻری پېل کړی او د فقېره او په دېن مېنو مسلمانانو د وجود او ملکونو څخه ناوړه ګټه اخلی٠
دی په امرېکا او په خپله عربستان کښی دده په لاس په شوېو چاودنو غواړی چی د امرېکاېانو ﻻس له عربستان څخه لنډ او خپلو ملګروته و قدرت ته د رسېدو ﻻره هواره کړی٠
دا چی دی و خپل هدف ته د رسېدو په خاطر د دېنداره مسلمانانو دغربت اوددوی د اسلام سره دمېنی کولو څخه ناوړه ګټه اخلی اودوی د پيسو او ددينی تبلېغ له ﻻری ځان وژنی ته هڅوی نو دی د مسلمان په جامه کښۍ پټ ېو ستر ترورېست دۍ٠
په درناوی٠


pattang
04.01.2005

اسامه د يمن څخه دي خو پلار او نيکه ئي په عربستان کي اوسيدل اوپه ادارې کارو کې يو ډيرکاميابه , يو نا بغه مينيجر اويو افسانوې کواردينا تور دي .
اسامه چې ډيرموړ اوډ ير غټ سر مايه لرونکی دي , ډيرساده او کېمينه ږوند کوې او دخپلو مذدورانو سره به ئي يو ځاي ډوډۍ خوړله ٠ ډير خلک داسامه ژوند او اخلاق داسي بولي لکه دخلفاؤ يا داصحابانو ژوند اواخلاق ٠
ګورۍ چې ما داسامه ملګری ونه بولي زه هغه شی ليکم چې لوستلې او اوريدلې مې دي ٠
اسامه څه شي غواړي ??? :
اسامه داسي وائي :

- که په واتيکان کې ، چې دي صلبيانومذهبي پاک ځای دي ، اسلامي عسکر وي
نو صلبيان به څه کوي ؟؟ صليبيان به دا خبره په هيڅ صورت قبوله نکړي ٠
نو ولي امريکائي عسکر په عربستان کې مېشته دې ، چې د عربستان
دخلقواقتصادي منافع د سعودي ديوي مخصوصي طبقي او
دامريکايانولپاره ساتي٠
امريکايان بايد له سعودي څخه ووزي٠
- څه کم پنځسو س کاله کيږي چې يهود دفلستينيانو په خاوره کې هره ګړۍ
کورونه جوړوي او فلستينيا ن وږني او له خپله ملکه ئي باسي او امريکا له
يهودو سره په هر وخت کې بيله قيده او شرطه هر ډول مرستي کوي ، نوداولي ؟؟
- امريکايان مسلمانان دسيال په ډول نه بولي او دحيواناتو غوندي ئي استعماله
وي ٠
- په عراق باندي دصليبيانو همله هيڅ کوم حقوقي بنسټ نلري او يواځنې هدف
ئي صليبي او کلتوري جنګ دي ٠
- اسامه وائي :
دامريکا پارلمان چې دغربي ديموکراسي په اساس او قاعدو ټاکل
شوی دي ، بوش ته اجازه ورکړه چې په عراق باندي بي له کوم سبوته حمله وکړه
او په لکاؤ مسلمانان ئي مړ او سخت بي پته کړل ٠
نو غربي ديموکراسي يوه غولونکی شي دي چي پيسه دار ئي اخلي او ملت پري
غلته وي او کوم مانوي او اخلا قي معيارونه نلري .

[color=red:b7878f3467][size=24:b7878f3467] --- اسامه وائي که امريکا ترور ونکړي ، زه به ئي هيڅکله ونکړم٠ [/size:b7878f3467][/color:b7878f3467]

[color=darkblue:b7878f3467][size=24:b7878f3467]تبصره[/size:b7878f3467] [/color:b7878f3467]:
ما يوه ورځ دالمان په TV کې د زلمي خليل زاد انترويو چې په
جلال اباد کې ئي کړي وه واوريده او نموړې داسي وويلې :
(( زمونږ وظيفه نه يوازي د القاعده او طالبانو له منځه وړل دي ، بلکې
هدف مو يو ريفورم دي چې مونږ ئي له پاکستانه تر مراکشه پوري په
نظر کې لرو ))

وروره خبره را څخه اوږ ده شوه ، نور نو ته پوه شه او خپل کار دي ٠
په درناوي پتنګ

[quote:b7878f3467="Rezwan Arman"]مهترم بهېر ته دی ګېډی ګېډی سلامونه ورسېږی
اسامه د هغه اخوان ډلی چی د عربستان صعودی د حکومت په جوړولو کښی يی د صعود (د عربستان صعودی بنسث اېښودونکۍ) ملګرتېا کوله او وروسته بېا سره د نظام په جوړولو وروران شول ،ېو پلوی دی ٠ دغه د اخوان ډلی تل د عربستان د شاهې کورنۍ سره د پېړېو را په دېخوا په پټه اوېا په ښکاره دښمنی کړېده چی اسا مه ېی ېوه ښکاره نمونه ده٠
اسامه بن ﻻدن لومړی دامرېکا په پوستکی ننوتۍ وو تر څو له دی ﻻری شاهی کورنی راوپرځوی خودا کار چی ېی ونشو اوس ېی دامرېکا سره دښمنی د ترهګری له ﻻری پېل کړی او د فقېره او په دېن مېنو مسلمانانو د وجود او ملکونو څخه ناوړه ګټه اخلی٠
دی په امرېکا او په خپله عربستان کښی دده په لاس په شوېو چاودنو غواړی چی د امرېکاېانو ﻻس له عربستان څخه لنډ او خپلو ملګروته و قدرت ته د رسېدو ﻻره هواره کړی٠
دا چی دی و خپل هدف ته د رسېدو په خاطر د دېنداره مسلمانانو دغربت اوددوی د اسلام سره دمېنی کولو څخه ناوړه ګټه اخلی اودوی د پيسو او ددينی تبلېغ له ﻻری ځان وژنی ته هڅوی نو دی د مسلمان په جامه کښۍ پټ ېو ستر ترورېست دۍ٠
په درناوی٠[/quote:b7878f3467]


Ghairat
07.01.2005

پتنګه ورره سلام !
[quote:6a0b557d55="pattang"]اسامه چې ډيرموړ اوډ ير غټ سر مايه لرونکی دي , ډيرساده او کېمينه ږوند کوې او دخپلو مذدورانو سره به ئي يو ځاي ډوډۍ خوړله ٠ ډير خلک داسامه ژوند او اخلاق داسي بولي لکه دخلفاؤ يا داصحابانو ژوند اواخلاق ٠ [/quote:6a0b557d55]
د اخوانیت سیاسي هدف ، لکه ارمان چې هم په ګوته کړې ،لونوموړی لومړی آن د امریکایانو ملګری کړی و چې صلیبیان هم وو، خو هغوی یې ونشول غولولی ، نو کمیني اود مزدورانو سره ډوډۍ خوړل خو ورته یومفت چانس دی چې ساده مسلمانان پرې وغولوي . ښکاره ده چې دوی پرې غو لیږي او ډیر پرې غولیدلی هم دي .
[quote:6a0b557d55]
ګورۍ چې ما داسامه ملګری ونه بولي زه هغه شی ليکم چې لوستلې او اوريدلې مې دي ٠ [/quote:6a0b557d55]
خو وروره هغه څه چې دې په خپلو سترګو دې ولیدل چې ابایی کور افغانستان یی در وران کړ، وطن یې « صلیبی «امریکا ته وسپاره او طالبان یې دافغان بچو په توګه له خپل هدف څخه مفت قربان کړل ، نور ترې کوم فساد غواړې؟
[quote:6a0b557d55]اسامه څه شي غواړي ??? :
اسامه داسي وائي : - که په واتيکان کې ، چې دي صلبيانومذهبي پاک ځای دي ، اسلامي عسکر وي نو صلبيان به څه کوي ؟؟ صليبيان به دا خبره په هيڅ صورت قبوله نکړي ٠ نو ولي امريکائي عسکر په عربستان کې مېشته دې ، چې د عربستان
دخلقواقتصادي منافع د سعودي ديوي مخصوصي طبقي او دامريکايانولپاره ساتي٠ [/quote:6a0b557d55]
وروره که ایټالیه له یوه دیکتاتوری ګانډی دوښمن له خوا داسې تر ګواښ لاندې راشی لکه سعودی چې له ګاونډیو ، په تیره بیا له عراق څخه د صدآم په وخت کې ویره لرله او بیا یې له ترکیی څخه پوځی ټولی راغوښتې وای ، او له واتیکان څخه همدومره لیرې پراته وای لکه امریکایی عسکر چې په ریاض کې له کعبې شریفې څخه لیرې پراته دي، نو صلیبی نړۍ به هدغسې بې لانجې منلی وای لکه اوس چې اسلامی نړۍ د سعودی عرب سره په دې اړه کومه لانجه نه کوي . داچې تاسو ریاض ته کعبه وایاست او بیا هغه د امریکایانو له خوا اشغال شوې انګیرۍ، دې خیالبافۍ ته یواځې ستاسو خیالونه او د بن لادن مکر او حیله سازی رسیدای شي او بس .
[quote:6a0b557d55] امريکايان بايد له سعودي څخه ووزي٠ [/quote:6a0b557d55]-
هو په یو شرط: که د سعودی حکومت پخپله ورته ووایي او رخصت ورکړي، نه یو تن لکه بن لادن .
اوکه دسعودی ملت دا غواړي، خو حکومت یې نه غواړي، نو دا ملت دې دایرایانو په شان لومړئ خپل حکومت راوپرځوي، امریکایان به پخپله ان د راپرځولو په درشل کې له سعودي څخه همدغسې ښپې سپکې کړي لکه پوځي سلاکارانویې چې د ایران د شاه د راپرځولو نه مخکې له ایران څخه ښپې سپکې کړې . نو ورور جانه داسې خو نه کیږي چې سعودیان دې شاهی واکمني د یوې لونډپالې مور په توګه په ناز اونخرو کې ساتي او هغې لونډان دې بیا نه مني!
هیر مو نشي چې د شاهي حکوت راپرځول یواځې د سعودي د خلکوخپل حق بلل
کیږي، نه د کوم یمني ،فلسطیني یا نورو عربي کسانو.
که د عربي هیوادونو خلک یې پر ضد جګړې ته چمتو شي او وکولی شي چې د فلسطین ازادي وګټي هم یې حق دی اوهم پرې حق دی، چایې مخه نه ده نیولې، عرب تر ګلو او رمو زیات دي، خو که نه یې شي کولی او یایې نه غواړي، نو بیا دې نورهیوادونه پرې د اسلام په نامه نه غرقوي . خو اقعیت د ادی چې عرب پخپله د فلسطین له پاره هیڅډول قربانۍ ورکلوته نه دي تیار، نو اسامه ته افغانان لیونی ښکاري چې مفت یې پرې غرقول ؟
زه دا پوښتنه په نه سره ځوابوم : افغانان ورته لیوني نه[color=yellow:6a0b557d55] ښــکاره [/color:6a0b557d55]کیدل، بکې دوی لیوني وو ! ، خو ټول نه، بلکې یواځې پښتانه (؟) ،هغوی هم ټول نه ،بلکې یواځې او یواځې طالبان وو،چې مرکزیې قندهار و، اطراف یې پکتیا شوه او قرباني یې ننګرهار اوکابل شو او دتسونامي په څیر دتعصب او د سیاسي حماقت او جهالت یوناورین و چې ټول افغانستان یې و ځپه او بیا یې امریکاته وسپاره ، خو عربي عامل اسامه بن لادن یې خپله کته ترې سرحدي غرونو ته بار کړه.
هو، دموکراسي یواځې خپلې ملی ګټې ساتي ، نه د نورو او نه د دوښمنانو ګټې .نو اولسواکي به په افغانستان کې هم د اولس کار وي ،نه دامریکایانو . هغوی زمونږ د ملی ګټو غم نه دي راخیستي ، خوهغه څه چې اسامه ، القاعدې اوطالبانو پیل کړل، غه سوچه تباهي وه، نو صرف له افغانستان څخه دالقاعدې د ساسی اوپوځي اغیز په ورکولو او یوې ملي اولسواکۍ په رامنځته کولو کې د افغانستان ملي ګټې پرې دي اوبس . نو د ملیتبوب له پاره لویدیځوال او دالسواکۍ له پاره باید
القاعده طالب او ملاواکی له افغانستان څخه ورک شي . په نوهیادونو ې ملي ازادي د اولسواکۍ شرط اومقد مه ه، خو په افغانستان کې هم د الان ایټالیا او جاپان د مات خو متجاوزینو پر ډول اولسواکي د ملي خپلواکۍ بنسټ جوړول غواړي . نو پتنه وروره داولسواکۍ لار سخته او ډیره اوږده ه ، خور غنده او یواځینۍ سازنده لار ده اوبس . په درنښت او رستیو سلامونو .


pattang
07.01.2005

غيرته وروره سلام!
زما ليک ښه ولونه په هغه کې دبن لادن له عمله کومه طرفدارې نه دي شوي٠
د بن ﻻدن شخصيت او دهغه نبوغ مې لوستلې او هم په يوه مسند فلم کې مې ليدلې
اوبس ٠ کوم شئ چې بن لادن غواړي هغه هم هر چاته مالوم دي٠
يوه اشاره به زه درته وکړم !
دوطن ، کلتور، دين اونورو دنجات , دظلم , استبداد، کلتورې او اقتصادي
محا صرې له منځه وړلو په خا طر د تاريخ په دورو کې انقلابې او ناڅونالسته زلميانو مختلفې لارې غوره کړې دې نو دبن لاډن لاره زما او ستا په نظر غلطه
دي خو ا سامه او دهغه طرفداران په خپله لاره عقيده لري٠ عراق ته ګوره چې
د اسامه هلکانو په صليبې لښکر څرنګه تورتم او غلبلې جوړې کړې دي او له
ينکي څخه ئي لار ورکه کړي دي٠

دپښتنو دکلاسيک کلتور په مېنه
ستاسو پتنګ


Ghairat
07.01.2005

له سلام نه وروسته ، وروره آیا ما په تاسو باندې دبن لادن دپلوی تور لګولی ؟ باور نه کوم چې دد اسې ادعا یوه کلمه هم ما لیکلې وي ، خو داچې لیکئ چې :
[quote:700e863f3e]دبن لاډن لاره زما او ستا په نظر غلطه دي خو ا سامه او دهغه طرفداران په خپله لاره عقيده لري٠ عراق ته ګوره چې د اسامه هلکانو په صليبې لښکر څرنګه تورتم او غلبلې جوړې کړې دي او له ينکي څخه ئي لار ورکه کړي دي[/quote:700e863f3e]٠ نو وروره دا پخپله د عراق د خلکو مظلومانه حالت او دامریکایانوسخت تیری دی چې ځوانان مقاومت ته اړباسي،نه د بن لادن برکت. هو،البته بن لادن او دهغه تبلیغ او سازماندهی به هم پکې رول لري ، خو د عراق خپل حالات ترهرچا اوهرڅه زیات او لومړی رول لری . الله (ج) دې د عراقی ورونو مل اوملګری شي اوبری دې خدای (ج) ور په برخه کړي والسلا م .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more