د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اتحاد او اتفاق څنګه منځته راتلایشي؟


ع کريم حليمي
05.01.2005

دنو لوستونکو سلام عليکم ! جوړ روغ او سلامت اوسئ

يو وخت يوه ظالم پاچا خلګ نيول او په لېبر کېمپ کښي ئې کارونه په کول ٠ يو صوفي ئې هم نيولۍ وو ٠ او په
کېمپ کښي د ډبرو ماتېدوته درولۍ وو او ډبري ئې ماتولې ٠ ګوته يې په چکوش ووهل ٠ نارې ئې کړې چه ملا دوران بابا رارسېږه ، د نېکۍ په مدد (پېرصاحب ) نو دده د نعرې ورسته ملا دوران بابا نعره ور وکړه ٠ زه پخپله په کار کي ولاړيم ٠ ستاسره

موږ ټوله يوه شي ته ضرورت لرو چه هغه بولي اتفاق ٠ او منځ ته نراځي ٠ زه پوهېږم چه ولي اتفاق نه پيداکيږي ٠
د تاريخ په اوږدو کي افغان نعرې او غالمغال جوړ کړي چه اتفاق واړو ٠ او نوه وائې چه څنګه اتفاق
اتفاق (agreement ) غواړي او خبرندي چه د څه لپاره ٠ کله چه روس راغلۍ ٠ خاريجيانو زموږ د پاره ٧ خزبه
راجوړ کړه ٠ او هر حزب ځانته اساسنامه جوړه کړه ٠ هر حزبي د خپل حزب سره اتفاق درلودي پر اساسنامه ٠ نو جهاد شروع سو او روس مات سو ٠
او طويل مدت څه ئې نه وليکلي چه د روس تر وتلو ورسته څه پاليسي لرو ٠
نو هغه وخت چه سره رشه او غله پلاس ورغله ٠ نو پاليسي نه وه نو بيا خود په خانه په جنګ اخته سوه
هغه ليکلې اتفاق خو د روس تروتلو پوري کار وکړي ٠

راځم ستاسو و خدمت ته
خدمت به دي داوي چه يوه اساسنامه وليکي ٠ چه هم short term palise او هم long term palise و لري
او پسله Debate څخه چه ملګري پر موافق سي نودستي اتفاق منځ ته راځي او پيداکيږي ٠
اتفاق يوازي او يوازي په قرارداد منځ ته راځي
کله چه ټول افغان حلقې جوړي کړي او حلقو مشران بيا په يو حلقه کښي کښېني او په خپل منځ کښي قراردادونه
سره امضا کوي ٠ نوبه پوله اقوامو څه ملت جوړ سي ٠ او په ملتونو کښي اتفاق وي (ملي قراردادنه)
د حلقو مشران به يو ملي مشران وي ٠ او شاته به ئې اقوام ولاړو وي ولي چه قرارداد سره لري ٠ او ټوله به و قرارداد
ته د مسؤليت لري ٠ نو کله چه ملت پر حکومت ږغ وکړي ٠ نو به رئيس دولت هم په دې پوه وي ٠
چه په دې ږغ کښي زور سته
زه پر ټولو ملي ليکوالو هم ږغ کوم چه يو دبل په خدمت کي سره ودرېږو ٠ د بل خدمت د ځان سره نيکي ده اصلأ

بني ادم اعضاي يکديگرند
که در افرينش ز يک گوهرند
چو عضوي به درد اورد روزگار
دگر غضو ها را نماند قرار
تو کر مهنت ديگران بي غمي
نشايد که نامت نهند ادمي


ډاکتر وطنمل
10.01.2005

[color=red:f4ba57a50a]درونو ورورنواو محترمو خویندوالسلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
د شخصي بڼې د درلودلو له امله مې ددې موضوع سرلیک هم بدل کړ او د محترم حلیمي صاحب لیکنه چې بیطرفه او ګټوره وه پکې پریښوه، د عادل صیب ،نقاد صیب او خاټول خور او نورو ورونوڅخه بخښنه غواړم چې لیکنې یې ارزښتمنې وې خو دهغې مشخصې موضوع په تړاوچې ړنګول یې نوراړین شوي وو، ددوی د ارزښتمنو لیکنو ړنګول هم ورسره ضروري شول . ښاغلی سپین ویونکی او منلی صابر ننګرهاری به نور په راتلونکې کې هم یو دبل پر ضد شخصي لیکنه ونشي کړای.[/color:f4ba57a50a] [color=blue:f4ba57a50a]که څه هم په شخصي خبرو پیل سپين ویونکي نه دی کړی، خو له ځان څخه پرحقه دفاع یې هم د مقابل لوري دلیکنې په څیر داصلي موضوع پر ځای د شخصي منازعې د ادامې لامل شوې وه، د کومې سره چې ګرانو لوستونکو هیڅډول علاقه نشوه لرلای . نو دا ړنګونه چاته د پړ یا وړ ویلو معنی نه لري او په لانجه کې قضاوت نه دی، بلکې صرف د یو ناوړه بحث د ادامې د مخنیوي له پاره ترسره شوه ، د یوه زیاتي د ړنګلوسره دهغې پرضد غبرګون هم، که هرڅومره پرځای
اوسي ، ړنګیږي، که نه بیا هغه غبرګون دلوستونکو له پاره د درک وړ نه وي . نو سپن یونکی به ترې پند، او صابر جان دې ترې خیر دی عبرت واخلي .
[/color:f4ba57a50a]



ليلماـ الفت
10.01.2005

ګران ورور وطنمل صآحب سلامونه
که په فورم کي همدا لړۍ جاري وساتی او د هر چا ليکنه چي د قلم تر عفت وتلي وي ړنګه شي ، نو ليري نه ده چي د ټول افغان بحث فورم خپل بايللی مرال به بيرته تر لاسه کړي ، ځکه اوس اوس خو په فورم کي دومره بنسټ پالني زور اخيستی دی چي د فورم ديمکراسي ئې دطالبانو يا د صدام حسين په ديکتاتوري بدله کړي
په مينه
ليلو


mahboob
10.01.2005

درنو وروڼو او خوندو سلامونه مي ومنۍ .
زه پخپل ولار دښاغلي وطنمل صاحب نه مننه كوم چي دليكنو لاره يي سيخه كړه .
زما په اند خپل منځي اختلافات يواځي او يواځي په متقابل احترام له منځه تلاي شي نه داچي مونږ يو او بل په بدو نومونو ونومووو.


پړ يې كړه او مړ يې كړهپړ يې كړه او مړ يې كړه

سپینگوی
12.01.2005

وطنمل خانه
ما چې په ټول افغان كې د ليكلو كومه تېروتنه كړې، دهغې مغذرت غواړم او اطمنان دركوم چې زه نور دلته ليكل نه كوم.زما په نزد خو زما د ليكنو د ړنګولو مانا داوه چې ما كوم څه غلط ليكلي ول.كه دا غلطياني ماته راپه ګوته كړاى شي نو دا به له ماسره هم مرسته وي او ستاسي به هم د زړه غوټه (عقده) يوڅه راوسپړېږي.بله دا چې دا څرنګه كلى دى چې :داڅنګه كلى دې چې تيږي يې تړلي دي او......
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[color=blue:93e49049b5]وطنمل : همدلته یو لنډ ځواب : ورونو دا ړنګول ستاسو ۲ تنو ترمنځ د قضاوت کولو معنی نه لري، بلکې د بحث دیو ه کاږه مسیر ړنګول و اوبس ، تاسې دواړه خپلورغنده اوغیرشخصي لیکنو ته دوام ورکولی شئ اوبایدهم دوام ورکړی . میدان پریښودل خو که تېښته نه وي نو هیڅکله د مبارزې نښه هم نه ه [/color:93e49049b5]


pattang
13.01.2005

لېلو ګلې ستړې مشې !
لکه دپنځلسم سپوږمۍ ورکه ئي او بيا را پيدا شې ، خورې ډيره زر مه خپه کيږه او
هرڅوک خپل نظر لري او خپل نظر بايد وليکې ٠
طالبان او بنسټپاله خو د دافغانستان رښتنې بچې دې خو ارمان ، ارمان چې ځينې سهوي ورنه وشوي .
يوه خبره درته کوم ليلما الفت : که چېرې طالبان او بنسټپالان له افغانستان نه ورک
شي نو د الفت صيب ،٠٠٠٠، او خوشحال خټک شعرونه به دمانا په لحاظ بي مفهومه
پاتې شي او يواځې دکاغذ په په مخ به د پښتو توري وګڼل شي او بس ٠
نودا به هغه وخت وي چې پښتني هويت به زمونږ له لاسه وتلي وي ٠
په اخر کې درته وايم :
زه دومره وياړم , دومره په غوره او لوړ افتخار کې يم لکه دهمالي دغره سر
(ايورست ) نودا ولې ؟؟ دا څکه چې زه پښتون يم

ستاسوديني ورور پتنګ

[quote:0c5e415c65="ليلماـ الفت"]ګران ورور وطنمل صآحب سلامونه
که په فورم کي همدا لړۍ جاري وساتی او د هر چا ليکنه چي د قلم تر عفت وتلي وي ړنګه شي ، نو ليري نه ده چي د ټول افغان بحث فورم خپل بايللی مرال به بيرته تر لاسه کړي ، ځکه اوس اوس خو په فورم کي دومره بنسټ پالني زور اخيستی دی چي د فورم ديمکراسي ئې دطالبانو يا د صدام حسين په ديکتاتوري بدله کړي
په مينه
ليلو[/quote:0c5e415c65]


صابر ننګرهاري
23.01.2005

ګرانو لوستونكو له ګرمو سلامونو څخه ورسته

لومړي خو چي وطنمل صاحب زمونږ پر ليكنو كومه ګيلماله راكش كړي نو د هغي په اړوند هيڅ هم نه وايم ځكه د سوال ياري ده هسي نه چي ګډوډه شي.او د وطنمل صاحب ددي كار نه ورسته چي كوم ليكوالانو نظر څرګند كړي نو د بعضو د ليكنو په لوستو هغه متل راياد شوي چي وايي [color=darkred:b93560624c]ملامت سترګي نلري. [/color:b93560624c]
ګرانو لوستونكو ما نن چي د هر څه غږيږي تر عنوان لاندي كومه ليكنه په ټول افغان كي ولوسته نو ډير زياته مي خوښه شوه او خاص بيا ددغه شيانو ويناوي كه هر انسان دغسي شي نو ډير مسئلي به حل شي.
باران وايي: له هيچا څخه كركه مه كوه زما غوندې خوى خپل كړه چې څاڅكى څاڅكى سره راغونډوم او تږي فصلونه خړوبوم.
اوبه وايي: ته چې نرم خويه شي اوهوډ دى فولادي وينو په وچوتيږو كې هم ځان ته لار پيداكولى شي.
ځكمه وايي: عاجزي اختيار كړه خداى به ډيري لوريينې درباندې وكړي.
[color=darkblue:b93560624c]لړم وايي: په اوړې او ژمې به دې خلك قدركوي خو بد فطرته كيږه مه.[/color:b93560624c]

صابر ننګرهاري


نقاد
24.01.2005

[quote:41c04b85da]طالبان او بنسټپاله خو د دافغانستان رښتنې بچې دې خو ارمان ، ارمان چې ځينې سهوي ورنه وشوي .[/quote:41c04b85da]

وروره کومې سهوې؟ ایا هغوی وایي چې مونږ سهوه کړې او تیروتلي یو؟. ایا تیروتنه اعتراف نه غواړي )(؟) او پربخښنې غوښتلو نه بخښل کیږي؟ لږ ترلږه د افغان اولس په وړاندې د تیروتنې د سختو پایلو له امله چې پر افغان اولس باندې په زور تحمیل شوې، یوه بخښنه غوښتل پرې ددغه اتل اولس حق نه و؟ ایا هغوی مشرتابه خپل ټول اتل اولس د یوه اسامه بن لادن یا دعربو د القاعدې سره برابراوه؟
الله تعالی یو زورواکی او ظالم رژیم پر بلې لا زورورې او لا ظالمې ډلې راپرځوي .
ځکه نود داود لږ ظلمه ډله یې پر سخت ظلمه خلقیانو، دوی یې د پرچم او شرویانو پر یرغلګرو اواشغالګرو، او هغوی یې پر جګړه مارو مجاهدینو، اود مجاهدینو رژیم یې پر ځنګلی طالبانو او طالبان یې پر امریکایی ناورین سره راوپرځول . یو ظالم تل د خپل مظلوم پر ډیرو مثبتو خواو سترګې پټوي اویواځې یوه نیمګړې خوا یې مطلقوي ، څو د خپل حاکمیت غوښتنې ته پرې مطلق بر حقیت ورکړی .
تر نسبتأ ښه رژیم هغه دی چې د راپرځولي اوټولو تیرو رژیمونو مثبت اړخونه یې هم ساتلی اوهم تایید او ستاییلي وي ، منفي یې رد کړي او تر هغوی زیات مثبت اړخونه یې هم ښودلی وی . دا په پورتیو رژیمو کې یو هم نه کړی اونه یې کولای شو نو ځکه هر نوی تر بل (تیر رژیم ) بدتر و.
که څوک پراوسني رژیم نیوکه لري،باید ټولې مثبتې برخې یې لومړی څرګندې بیان ،تایید او وستایی اوبیا یې دهغه نیمګړتیاوې هم بی امانه تنقید کاندي ، څو تش دقدرت د لیونیو په ژرنده اوبه وررسمې نکړو . که د ثبتواړخونو په تثبیت کې سره دنظر توافق ته ورسیږو، دمنفی اړخونو په تنقید کې به هم دنظر توافق ممکن شي .
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more