د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان به صلحه وکړي، که به د تیروریزم سره لاس یو کړي؟

میرویس
01.08.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دبي بي سي او آزادۍ رایدیو رپوټونه ورکړي چې جرمني او متحده ایلات به دکال ۲۰۱۴ نه وروسته هم په افغانستان کې ملکي او پو ځي حضور ولري.

بي بي سي: دجرمني سفیر- په افغانستان کې د جرمني سفیر وايي، هېواد یې غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په ملکي او پوځي برخو کې حضور ولري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ځل به افغانستان لکه د نوې یمې لسیزې په څېر یوازې نه پرېږدي

آزادۍ راديو: د امریکا خارجه وزیر جان کړي-
امريکايي او ناټو ځواکونه به تر ٢٠١٤م کال وروسته هم په افغانستان کې د دوو هدفونو: د ترورېزم د مخنيوي او د افغان ملي اردو د روزنې لپاره پاتې وي. "

دا څرګندونې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري نن په اسلام آباد کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره يوې ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې، نوموړي په دې اړه وويل:

"امريکا او ناټو به تر ٢٠١٤ م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. له افغان دولت سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د پاتې کېدونکيو امريکايي پوځيانو شمېر اعلان کړي.

پر امريکايي ځواکونو سربېره د ناټو نږدې ٥٣ غړي هېوادونه به هم د افغان ملي اردو په روزنه کې برخه واخلي او تر ٢٠١٤م کال وروسته به خپل يو شمېر ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي."

همدا راز نوموړي زياته کړه، چې د امريکا متحده ايالات هڅه کوي، چې د خبرو اترو له لارې د افغان مسئلې حل راوباسي

ګرانو لوستونکو، اوس خبره داده چې طالبان به صلحه وکړي، او که د کال ۲۰۱۴ نه ورسته به ځان په ترورستانو کې حساب کړي، او جنګ ته به دوام ورکي.
داسې ښکاری چې یو شمیر خارجي قوتونه، د طالبانو سره د جنګ دباره نه پاتیږي، بلکه د ترورستانو د مخنیوي او افغان قواوو د روزنې دپاره پاتې کیږي.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more