سياست او روانې چارې
اختر يعنې څه؟
larghonay laraway
01.08.2013
نکريزې تاسو په لاس کېږدئ
زمامې د ورور په وينو سره دي دوه لاسونه
نه پوهېږم چې اختر يعنې څه ؟
که دا خوشحالي وکړو چې د الله جل جلاله حکم مو پر ځای کړ او يوه مياشت روژه شو خو ښه او که تر دې هاخوا نوره خوشحالي هم لري نو زه خو پرې نه پوهېږم!
ولې افغانانو حتی اسلام هم دوديز کړی دی!
دلته هر اسلامي رکن او حکم د دود له مخې ترسره کېږي نه د خدايي حکم له مخې!
تېره ورځ يو چا راته وويل که په قرض پیسې راکړې چې د اختر لپاره ميوه واخلم!
ما ورته وويل ولې دومره دې لاس بند دی؟
ده وويل دودونه سخت دي کنه دومره ډېر مجبور هم نه يم. ولې دا چې نور خلک ښه غوړ او ډک دسترخوان جوړوي نو زه يې هم بايد جوړ کړم.
ده د هر شي قيمتونه سنجولي وو، تازه ميوه، وچه ميوه لکه :
نقل، چاکليت، بادام، پسته، نخود، مميز، کلچې، کيک، بغلاوه، ګوش فيل او ....
کله يې چې ګوش فيل ووې نو ماته خندا هم راغله او افسوس هم. نو هوډ مې وکړ چې راځئ چې تر اختر وړاندې تبليغ وکړو چې يوازې يو ډول ميوه به اخلو څو غريبان هم له اختره خوند واخلي. نه دا چې له يوې خوا د وطن ناوړه حالاتو، ورور وژنې ځپلي، يوه مياشت روژې ځپلي او له بلې خوا يې په اختر وځپو!