نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
aya mug de haj de sharaeto sara sam uo?
Rezwan Arman
01.01.2005
ددی پاڼی ودرنو مينه والو ته ګېډې ګيډې سلامنه او احترامات وړاندی کؤم٠
دی نه روستو می غوښتل چی تاسو خپل اندونه راته په دی ﻻندنی اړوند بيان کړی٠ هغه دا چی٠
نن سبا د حج دادا کولووخت رارسېدل او لکه د نړی دنورو مسلمانانو په څېر زموږ زېاد شمېر هېوادوال د حج دفرېضی و ادا کولو ته د عربستان و خواته خوځېدلی دی٠ پوښتنه می داده چی اېا افغانان د حج دادا کولو د شراېتو سره برابر دی او که نه ٠ هغه دا چی زموږ هيواد د جګړو په لمبو کښی سوځېدلۍ او ﻻ سوځی، خلک دخوراک لپاره ډوډی ،د تن لپاره جامه اود ځان ددرمل لپاره پيسی نه لری نو اېا دا ېومناسب او داسلام د شرا ېطو سره برابر کار دۍ چی لومړۍ خپل ګاونډی اوبياپه مجموع کښی خپل هېوادوال له نظره وغورځوی او د حاجی دنوم په خاطر پېسی مصرف کړی٠ اېا دا به د محترمو حاجېانو لپاره حج اکبر نه وای چی ېو خپل هېوادوال ېئ په نس موړ او په تن پټ کړای وای٠ په ډېر درناوی
رضوان ارمان٠ا
نقاد
05.01.2005
له سلام نه ورسته :
تاسو پوښتلي چې
[quote:7dc0c33f7b]اېا دا ېومناسب او داسلام د شرا ېطو سره برابر کار دۍ چی لومړۍ خپل ګاونډی اوبياپه مجموع کښی خپل هېوادوال له نظره وغورځوی او د حاجی دنوم په خاطر پېسی مصرف کړ ي[/quote:7dc0c33f7b]
وروره که څوک دنامه له پاره حج کوی، نه یواځې حج یې نه کیږی ،بلکې پدغه ریاکارۍ سره ګناه کار کیږی هم ! خوکه حج پر فرض شوی وي او د فرض په توګه یی کوي ، نه د ریا له پاره، نو بیایې حج قبلیدای شی اوفرض یې ادا کیږي . داچې یو سړی د وطنوالو بی وځلو ګاونډيوسره باید مرسته وکړي ، چې فرض نه ده، که د حج فریضه اداکړي، روښانه ده چې حج اولویت لري او له فرضو څخه پر مستحبونه خلاصیږي . هو که حج پرې فرض نه وي ، نو بیا له ثوابی حج څخه له محتاجو ګاونډیو سره مرسته اوبسپنه بهتره بریښي .زیات مالومات به که خدای کول، نور اسلام پوهان ورونه لکه محترم حلیی صاحب او محتر م طآلب جان تاسوته درکړي . والسلام
Rezwan Arman
07.01.2005
محترم نقاد صا حب زما لخوا تاوده سلامونه او احترامونه ومنۍ٠
ستاسۍ څخه ېو دنېا مننه چی خپل نېک نظر مو راته څرګند کړېدۍ او زه مو پری خوشحاله کړم٠ د خدای "ج"په امان کښی واوسۍ٠
په درناوې ارمان
حج
daud
22.01.2005
ګرانه وروره
ستا پوښتنی ته خدای بښلي غني خان داسی ځواب ویلئ دئ
کعبه جوړه ابراهیم کړه زه جوړ کړئ یم الله
وایه څوک لوی شواوچت شو؟ وایه وایه ای ملا
Wares Darwesh
28.01.2005
عذتمندو لوستونکو سلام می ومنۍ٠
ډير ښه رضوان ارمان صاحب٠
ستاسی مطلب بی ځوابه پاتی٠ دی٠ او ټول پوهېژی چی ولی٠
زه بۀ داسی خلاصه ځواب درته در کړم چی٠
په هيڅ افغان وګړی حج فرض نه دی، او نه هم ددوی حج داسلام ددين دشرايطو سره سم دۍ٠ ٠ نور خدای عالم دۍ٠
دا ځکه چی په افغانستان کښی حلالي پيسۍ نشته وروره، يا غلا ده او يا دروغ او يا همد ترياکو او کوکنارو اويا د پاټکو پيسی دی٠
په حرامو پيسو حج نه کيږی٠ او پاته شول نور شرايط لکه دخلکو لوږه ،تنده،غربت دا خو څوک نه وينی٠
ځکه دا وږی او تږی هغه څوک دی چی همدوی ح لوټ کړی٠