د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ايله چې فاروق عظم خپل سر را ښکاره که !

pattang
30.07.2013

ايله چې فاروق عظم خپل سر را ښکاره که !

اروق اعظم

راتلونکی انتخابات به سم نه وي

ښاغلی کرزي او دده ملګرو ته تیر ۱۲ کاله ښه فرصتونه په لاس
ورغلي وه خو نه یوازي له هغو یی سمه ګټه وانخیسته بلکی برعکس
یې په دغو فرصتونو او امکاناتو خپل شخصی او تنګنظره ګټی
وپاللې او په شعوري ډول یې ملی وحدت، د قانون حاکمیت،
دموکراسۍ، عدالت او ملی اقتصاد ته ضربې ورکړې. په نتیجه کی
هرڅه مافیایي شوه. نن د کرزي حکومت ته د چپاولګرانو او
غاصبانو د حکومت په سترګه کتل کیږي چې مفسدین، قاچاقبران او
جنایت کاره جنګسالاران پکې د پوره واک او نفوذ خاوندان دي. له
دې پرته چې د ښاغلی کرزي وروسته د هغه یو ښه او موفق
ځایناستی وموندل شي ګرانه ده چې راتلونکی حکومت به د افغانانو
د اعتماد وړ او د نړیوالې ټولنې یو باوري ملګري وي. آیا په موجوده
بې باوره او زهرجنه فضاء کی د انتخاباتو په ذریعه د کرزي پرځای
د یوښه شخص د موندلو امکان شته؟ نه. هیڅ نه. داځکه :
• انتخابات باید عام (سرتاسري)، روڼ او آزاد وي؛عیني
واقعیتونه ښیي چی راتلونکی انتخابات به عام، آزاد او روڼ نه وي.
له درغلیو په ډکو انتخاباتو به داخلي منازعات نور تشدید او ملي
وحدت به مزید تضعیف شي. جنګسالاران، د بشردحقونو ناقضین،
د مخدره موادو کاروباریان او مافیایی کړۍ به ځانونه د ټګیو ډکو
انتخاباتو له لارې په واک کې همداسی وساتي. او تر اوس به نور هم
سپین سترګی شی او په دې باور به شی چی هیڅوک دوی له صحنې
نشی لیری کولای او افغانستان تر ډیره ددوی او د دوی د اولادونو
په ولکه کی دی.
• د ۲۰۰۹ کال د جمهوری ریاست او ورپسې د ولسي جرګې په
انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلۍ وشوې او هیڅ داسې دلیل او
نښې نښانې نشته چې د ۲۰۱۴ کال انتخابات به بهتر وي؛ بلکي عینی
شرایط حکم کوي چی بدتر به وي او پر ټول افغانستان به په غزني
کی د ولسي جرګې د تیر انتخابات مثال تطبیق شي.
• د تیرو انتخاباتو راوروسته د دولت په نظام کی داسی کوم
مثبت بدلون نه دی راغلی چی موږ و شفاف، عام او آزادو انتخاباتو
ته هیله من کړي. بلکی دولتی دستګاه نوره هم فاسده شوې او
راتلونکو انتخاباتو ته سر له اوسه په دولت کی حاکمو مافیاؤ تیارۍ
نیولي چی څنګه یې پخپله ګټه وکاروي. په دولت کی دننه د
زورواکانو لخوا خپلو داړه مارو ته غیرقانونی وسلی ویشل د شفاف
انتخابات په خلاف ددغو مافیایی کړیو ښکاره هڅو یوه بیلګه ده.
داچی ولی به انتخابات روڼ، آزاد او عام نه وی، علت یی دادی چی:
• په افغانستان کی تر نیمی ډیره برخه یا د طالبانو تر کنترول
لاندي ده او یایی تر تهدید چی حکومت ته مزاحمت جوړولای شي او
انتخابات نشي ځینی عملی کولای. انتخابات به یوازي د دولت د
کنترول په سیمه کی کیږي چی اکثره ښارونه دي. په کابل پوري
نښتي لوګر ولایت کی دا څو میاشتی کیږي دولتی ادارې محاصره
دي او حکومت خواړه نشي وررسولای. داخله وزارت همدا اوس د
انتخابات کمیسون ته ویلی دي چی د ۲۵۹ انتخابی مرکزونو امنیت
نشي نیولای. یعنی د افغانستان امنیتی اورګانونه اعتراف کوي چی
د هیواد په کچه په هره ولسوالي کی حداقل د یوه انتخاباتی مرکز
امنیت نشي نیولای. اوس انتخابات ته لس میاشتی پاته دي او یقینا
د انتخابات په ورځ به دا رقم لس چنده وي. یوازي د انتخاباتی مرکز
امنیت مطرح نه دی بلکی د هغو کسانو امنیت هم مهم دی چی دغو
مرکزونو ته د رایه اچولو لپاره ورځی. دولت چی اعتراف کوي چی
د ولسوالیو د مرکز امنیت نشي نیولای نو د ولسوالیو د اطرافو
امنیت به څنګه ونیسي څو خلک وکولای شي په اطمئنان د رایه اچولو
مرکزونو ته ورشي. په دې ډول به هغه خلک چی د طالبانو د کنترول
یا تهدید په ساحه کی دي په انتخاباتو کی د برخي اخیستو موقع ونه
لري او په نتیجه کی به انتخابات عام او آزاد نه وي. هغه خلک چی
انتخابات کی به برخه نشي اخیستلای اکثریت جوړوي.
• پر هیواد تیر ۱۲ کاله جنګسالاران، دبشر د حقوق ناقضین او
مافیایی کړۍ حاکم دي. هغوی نه غواړي یو سم حکومت رامنځته
شی. هغوی به راتلونکی انتخابات هم لکه تیر جمهوری ریاست او
پارلمانی انتخابات پخپله ګټه کاروي او پراخي درغلۍ به پکښي
کوي. د کورنیو چارو پخواني وزیر ښاغلی علی احمد جلالی ویلی
وه چی د دولت ۴ وزیران او ۱۳ والیان مستقیما د مخدره مواد په
قاچاق کی لاس لري. اوسنی داخله وزیر ښاغلی مجتبی پتنګ وایی
چی دولت د لیوانو په ولکه کی دی. لیوان چیري غواړی آزاد، شفاف
او عام انتخابات وشي. هغوی تر ویش په چور خوښ دي او کوښښ
کوي چی همدغه حالت دوام پیدا کړي.
• همدا اوس د هیواد په شمال کی په خلکو وسلې ویشل کیږي چی
د انتخابات په وختکی پخپله ګټه کار ځینی واخلي. خلکو څو اونۍ
دمخه د پروان په مرکز چاریکار کی مظاهرې وکړی چی په دولت
مربوطي کړۍ په خلکو کی وسلي ویشی څو د سیمی امن خراب
او پر راتلونکی انتخاباتو اعمال نفوذ وکړي. د کورنیو چارو وزیر
ښاغلی مجتبی پتنګ څه وخت مخکی مشرانو جرګې ته ویلی وه چی
په هیواد کی په سوو زره میله غیرقانونی وسله د غیر مسؤلو
زورواکانو په لاس کی ده چی د خلکو امنیت یی خراب کړی دی او
دولت ته یی ډیري سیاسی او ټولنیزي ستونزي پیدا کړیدي.
د سیاسي ستونزو څخه یوه همدا ده چی انتخابات پخپله ګټه
وکاروي.
• د دولت موجوده فاسد ټیم به په ۲۰۱۴ کې انتخابات په داسې
حال کې رهبري کوي چې د ناټو حضور به کمرنګه وي او مافیایی
کړۍ به د ځان له ویرې هرڅه (د انتخاباتو په شمول) پخپله ګټه
کاروي. افغانان به هیڅ دا هیله نه لري چې په انتخاباتو سره کولای
شي تغییر او بدلون راولي.
• د مرکزي دولت کمزوري یو بل علت دی چی شفاف، عام او
آزاد انتخابات نشی ترسره کولای. د مثال په ډول ښاغلی فیض الله
ذکی په ولسی جرګه کی وکیل او د رشید دوستم ویاند دی. هغه یو
وزیر ته د دوستم د مرضی پرته رایه ورکړې وه. دوستم هغه په عام
محضر کی دومره وواهه چی بیهوشه د مرګ پر بستر د علاج لپاره
ازبکستان ته یووړل شو. دولت یی هیڅ پوښتنه ونکړای شو. څو اونۍ
مخکی د جوزجان والي ښاغلی ساعی د جمهور رئیس په امر کوم
کار کړی وو چی د دوستم نه وو خوښ سوی. دوستم د هغه پر کور
ورغی او هغه یی د ولایت څخه وشاړه. جمهور رئیس د والی دفاع
ونکړای شوه او په عوض کی یې د دوستم په خوښه بل والی
جوزجان ته معرفی کړ. نوي والی د دندي د اشغال په وختکی
د زرو خلکو په مخکی رشید دوستم ته په اشاره وویل چی زه
ستاسی کوچنی زوی او خدمتګار یم او هر امر چی کوی تابعدار.
په دغسی فضاء کی شفاف، عام او آزادانه انتخابات څنګه کیدای
شی؟
• اوس پر هیواد جنګی اقتصاد حاکم دی او په جنګ کی داسی کړۍ
شته چی د جنګ دوام یی په ګټه دی. هغوی نه غواړي جنګ ختم سی.
هغوی نه پریږدي چی عام، شفاف او آزاد انتخابات تر سره شی
ترڅو
د هغه له لاری په هیواد کی امن او استقرار راشی. بلکی هغوی که
انتخابات ته مجبور هم شی، نو باید کلستري انتخابات وکړی.
انتخابات باید په هغو ځایو کی وشي چیري چی ددوی نفوذ دی او په
هغو ځایو کی قصدا بې امني جوړه کړي په کوم کی چی ددوی نفوذ
نشته څو دوی د خپل نفوذ تر ساحو لاندی انتخاباتو نتیجه پر هغو
سیمو وترپي چی انتخابات نه دي پکی شوي. په تیر پارلمانی
انتخاباتو کی غزنی د کلستري انتخاباتو ښه مثال دی. په غزني کی
له ۱۸ ولسوالیو څخه یوازي دوه نیمی هزاره دي او نور ټول پښتانه
دی. خو ټول وکیلان هزاره راغلل. اوس د غزنی وکیلان نه د پښتنو
سیمو ته تلای شی او نه پښتانه و هزاره وکیلانو ته د کوم کار لپاره
ورځي. دغو کلستري انتخاباتو څه مشکل حل کړ؟ بلکی دموکراسي
یی بدنامه، قومی تنفر یی ډیر او ملی وحدت ته یی صدمه ورسول.
راتلونکی انتخابات به هم همداسي وي.
• په جنګ کی عام، شفاف او آزاد انتخابات نه شي کیدای.
انتخابات د دموکراسۍ مظهر دی او ډموکراسی یوازي په امن کی
مطرح ده. څو کسه د یوې څوکۍ د اشغالولو لپاره کاندید دي. هغوی
پخپل منځکی توافق ته نه رسیږي چی یو او بل ته تیر شي او ټول
پر یوه چا لاس کښیږدي. خو ټول پردغه خبره موافقه کوي چی راسئ
ملت ته مراجعه وکړو چی په موږ کی پر چا لاس ایږدي؛ موږ به
ټول د ملت د اکثریت فیصله منو او ټول به د هغه کس اطاعت کوو
کوم چی ملت په موږ کی خوښ کړی دی. دلته انتخابات د نزاع د له
منځه تلو او امن او استقرار سبب کیږي. په دموکراسي کی پر
انتخابات او د هغو د نتایجو پر تسلیمي د ټولو اړخونو لخوا مخکنی
توافق شرط دی. خو که دا مشران پخپل منځکی دومره بیل او حتی
په جنګ وي، بیا نو انتخابات مشکل نه شي حلولای بلکی نور
مشکلات پیدا کوي. که یو څوک خپل د نفوذ په ساحه کی انتخابات
وکړي او خپل رقیب ته ووایی چی نتیجه یی ته باید ومنې؛ زه رئیس
جمهور شوم او ته باید زما اطاعت وکړې. په دغه ډول کلستري
انتخاباتو مشکل نه حلیږي. داځکه هغه بل ددغه انتخاباتو نتیجه نه
مني. تصور وکړی چی انتخابات به په پنجشیر کی کیږي او نتیجه
یی باید د پکتیا خلک بیله دې چی رایه یې صندوق ته اچولې وي
ومني. د بامیان د انتخابات نتیجه باید د کندهار خلک په پټو سترګو
ومني. د جوزجان د انتخابات نتیجه دي د ننګرهار خلک ومني.
همداسي
نوري سیمي درواخله. دلته د پکتیا، کندهار، ننګرهار او ... خلکو ته
څوک دا حق نه ورکوي چی ووایی دولت دی امن تأمین کړي چی
موږ په انتخاباتو کی آزادانه برخه واخلو؛ بیا نو که هرچا وګټل.
بلکه ورته وایی چی دا ستا ګناه ده چی په سیمه کی دي جنګ دی؛
دولت ذمه واري نه لري چی امن تأمین او تاته د رایه ورکولو موقع
برابره کړي. ته باید ددغه جنګ سزا ووینې او زه باید زما د کلی په
رایه پر تا حاکم یم. دغسی انتخابات مشکل نه شي حلولای چی په
یوه کلی کی دي انتخابات وشي او نتیجه یې باید پر ټول هیواد وترپل
شي. دغسی انتخابات نه دموکراتک دي او نه کوم مشکل په حل
کیږي. تر کولو یی نه کول بهتر دي.
• پښتانه چی د هیواد اکثریت دي اوس رایه نه لري. د هیواد په شمال
کی پښتانه دومره تر فشار لاندي او لاس تړلي پراته دي چی د رایی
آزاد او شفاف استعمال ته یی څوک قطعا نه پریږدي. په تیرو
انتخاباتو کی هم چا آزادانه د رایی استعمال ته پرې نښوول.
په تیر ۱۲ کاله کی په شمال کی هیڅ یو پښتون والی مقرر نشو او
کندز کی چی ۷۰٪ خلک یی پښتانه دی، که پښتون والی پکي مقرر
شوی وی نو هغه به هم د جمعیت او شوری نظار وي. په جنوب،
غرب او شرق کی (له هرات تر نورستان) په پښتنو کی داسی څوک
چا نه دی پري ایښی چی د فیهم، عطاء، دوستم او محقق سره په
نظامی قوت کی انډول وي. که د امریکایانو سره د اقلیتونو
قوماندانان راغلل نو یو شمیر پښتانه قوماندانان هم راغلل. ولي
د هغوی دا تقویه شول او د پښتنو دا مړه او یا بیوسه شول؟ اوس
پښتني سیمی ټول د طالبانو تر مستقیم یا غیرمستقیم نفوذ او تهدید
لاندی دي او هغوی انتخابات نه مني. په دې ډول پښتنو ته په ټول
افغانستان کی د آزاد انتخابات موقع نشته. انتخابات به په پنجشیر،
مزارشریف، جوزجان او بامیان کی کیږی او نتیجه یی باید دا نوري
سیمی په زور ومني (لکه په غزنی کی چی وشوه). انتخابات به په
غیرپښتنی سیمو کی کیږي خو نتیجه یی باید پر پښتنو تطبیق شي.
حکومت به اقلیتونه جوړوی او پښتانه یی باید په پټو سترګو ومني.
اصلی قدرت به د اقلیتونو په لاس کی وي؛ داځکه هلته انتخابات
شویدي. خو ددی لپاره چی څوک ونه وایی چی دغه حکومت ملی او
د ټول هیواد په سطح نه دی نو یو ګوډاګی پښتون به پیدا کوي چی
په سر کی یې د خپلو ګټو د تأمین لپاره د جمهور رئیس په نوم
کښینوي څو هم د انتخابات نتایج ته مشروعیت په ورکړي او هم خپل
ضیق البنیاده حکومت ته ملی رنګ. دغسی درغل انتخابات او د هغه
په نتیجه کی دغسی یو غیر ملی حکومت به د هیواد مشکلات څه حل
کړي.
• له بلي خوا پر اقلیتونو هم لوی ظلم او بی عدالتی روانه ده او
دغه شریفې پرګنې د خپل قومی مشرانو په نوم د مافیایی کړیو په
منګلو کی راګیر دي. د هغوی آواز څوک نه اوري او مشروع حق
ته یی څوک نه دي قایل. هغوی تر پښتنو هم زیات د زړه سوي دي.
هغوی خپل رایه په سمه توګه نشی استعمالولای. هغوی په رایه
ورکولو کی آزاد نه دي؛ د هغوی په سیمو کی انتخابات شفاف نه
دي بلکی د زورواکانو د نفوذ په سیوري کی تر سره کیږي. هغوی
به هغه چا ته رایه ورکوي چی زورواک ورته وایی. فیض الله ذکی،
ساعی او اکبربای سره بده معامله ځکه وشوه چی هغوی په غلطه
فکر کاوه چی دلته دولت دی، رئیس جمهور دی، اساسی قانون دی؛
که دوی د دولت د قانون او مقرراتو مطابق کار وکړي نو د دولت
لخوا به حمایت شی. خو هغسی ونشوه او دولت د دوستم د
خودسریو مخ ونه نیولای شو. په دغسی مختنقه فضاء کی به
انتخابات په کوم منطق شفاف، عام او آزاد وي.
• د دولت ټول نظام د بون د کنفرانس راهیسی پر قومی تنفر اود
پښتون په سپکه جوړ شوی دی. دغه حالت د دولت پایی کمزوره
کړیدی، د قانون تطبیق یی مشکل کړیدی او د طالبانو بیا ظهور او
د هغوی ملاتړ ته یی موقع ورکړې ده. په شمال کی عطاء محمد نور
په داسی حال کی چی د بلخ والی دی خو د رئیس جمهور امر نه
مني او رئیس جمهور هم هیڅ نه شی ورته ویلای. هلته ددولت مامور
بی دده له موافقی نشی کار کولای. د انتخابات نظارت به دده د
مرضی خلاف څنګه وشي؟ دده د نفوذ په ساحه کی به انتخابات په
کوم منطق شفاف او آزاد وي.
• د دولت مهم اورګانونه د مافیا په کنترول کی دي. د دایکندی
څخه چی تر پرون پوري ولسوالی وه سږکال ۳۵۰۰ شاګردان
پوهنتون ته کامیاب شول چی ۸۲۰ تنه یی د کابل پوهنتون ته او هغه
هم اکثره د طب، انجنیری او کمپیوتر پوهنځیو ته بریالی اعلان
شویدي. په داسی حال کی چی له ټول کندهار څخه ۶۳۰ تنه کامیاب
او هغه هم د فاریاب او نورستان پوهنتونونو ته ورکول شویدي. په
دغه کانکور کی تر ۷۰۰ ډیرو شاګردانو له دایکندي څخه په پښتو
ژبه کی سل نمرې وړیدي. یو هلک چی د دایکندی په یو کلی کی پیدا
او لوی شوی وي او هیڅ پښتون یی نه وی لیدلی، څنګه سل نمرې
وړلای شي؛ هغه هم د یوې ولسوالۍ په سوو شاګردان. سوچ پښتانه
سل نمرې په مشکل وړلای شي. که همدا اوس د دایکندي له هغو
شاګردانو څخه چی په پښتو کی یی سل نمرې وړي دي امتحان
واخیستل شي، نتیجه به یې برعکس وي. خو ټول اوس په پوهنتون
کی ناست دي او د هیواد راتلونکی یې په لاس کی ورکول شویده.
دغه حالت چی واقعا یوه فاجه ده د یو سازمانی فراډ او فساد په
نتیجه کی منځته راغلی دی او دولت یی نسی کنترولولای؛ داځکه
د دولت هغه عالیرتبه مامورین چی قانون باید تطبیق کړي او د فساد
مخ باید ونیسي پخپله مفسدین دي. د دغو سازماني مفسدینو په لاس
شفاف انتخابات څنګه کیدای شي؟
د بانکونو د مدیرانو لخوا د بانکونه چوریدل، د دولت تصدیاني د
دولت د مهمو اراکینو لخوا لوټیدل او په وزارتونو کی د لوړ رتبه
مامورینو لخوا د رشوت او سوء استفادې پلانونه جوړیدل ټول
سازمانی فساد دی. رشوت او خیانت په ډیرو ځایو کی شته خو
سازمانی فساد ښایی یوازي زموږ په هیواد کی وي. ډیر کم موږ
اوریدلی دي چی بانکدارانو خپل بانک پخپله چور کړی وي او یا
دولت خپل تصدیانی پخپله لوټ کړي وي. ددغسی سازمانی فساد په
ماحول کی شفاف، آزاد او سرتاسري انتخابات خوب و خیال دی چی
مافیا به اعمال نفوذ پکي نه کوي.
• د دولت امنیتی اورګانونه ملی نه دي. په فوج، پولیس او
استخباراتو کی پښتانه ډیر کم دي. او نور هم په واسطه مقرر
شویدي. داخله وزیر مشرانو جرکی ته ویلی وه چی زموږ پولیس
او فوج ملی نه دی بلکی تنظیمی او قومی دی. نړیواله ټولنه هم همدا
شکایت کوي چی د هیواد امنیتی اورګانونه ملی صبغه نه لري. دغه
سبب دی چی په مزار، جوزجان، پنجشیر او دایکندي کی امنیتی
اورګانونه د والی امر مني خو د رئیس جمهور نه. په دې ډول به
انتخابات هم د والی لخوا څنګه چی یې زړه غواړی همهغسی تنظیم
کیږي، نه د دولت د مقرراتو لخوا.
ترڅو افغانستان کی سوله نه وی راغلی او پښتنو ته د رایی د
ورکولو موقع نه وي ورکړه شوې، غیرپښتانه هم د مافیا له منګلو
نه وي خلاص شوي، فساد نه وی کنترول شوی او ښه حکومتداري
نه وي منځته راغلې دغسی توپيري، سیمه ایز کلستري انتخابات په
حقیقت کی د ټول افغان ولس په خلاف یوه دسیسه ده.
د دولت موجوده فاسد ټیم به په ۲۰۱۴ کی انتخابات په داسی حال کی
رهبري کوي چی د ناټو حضور به کمرنګه وي او مافیایی کړی به د
ځان له ویری هرڅه (د انتخابات په شمول) پخپله ګټه کاروي.
افغانان به هیڅ دا هیله نه لري چې په انتخاباتو سره کولای شي
تغییراو بدلون راولي. که اوسني فاسد او ناتوان حکومت ته د
انتخاباتودترسره کولو واک پریښودل شي نو دا به په حقیقت کې
دلسو نوروکلونو لپاره د جنګ ادامه او د یوه فاسد نظام پر تقویې
د تائید مهرلګول وي.
اوس عاجله اړتیا دا ده چې یوه سرپرسته اداره رامنځته
شي او د افغانستان د اوسني حالت کنترول او واک په لاس کی
واخلی او په دې ډول موجوده ناخوالو ته د پای ټکی کښیږدي.


larghonay laraway
01.08.2013

ډاکټر صيب اعظم مهمو ټکو ته اشاره کړې ده!
پوخ سړی او پخې خبرې همداسې وي خو که د کرزي کڼه او ړنده اداره يې واوري!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more