د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو-د-دیره-اسماعیل-خان-د-بندي-خانې-څخه-مهم-مشران-خلاص-کړي !

pattang
30.07.2013

د پام وړ خبره داده چې هم کوز او هم بر طالبان يو بيرغ لري...

[img:5f573971b0]http://www.nunn.asia/images/asia/pakistan/taliban_pakistan.jpg[/img:5f573971b0]

نن ټکی آسیا: پاکستاني طالبان وايي چي د ډیره اسماعیل خان د بندي
خانې څخه یې مهم مشران خلاص کړي، چي په هغو کي د جنوب
وزیرستان مهم قومندان عبد الحکیم ، د سوات د طالبانو مشر صوفي
محمد، او د عبد الرشید په نامه یو بل قومندان شامل دی.

د عبد الحکیم په اړه یې ویلي، چي امریکا ته هم مطلوب دی، او
امریکا یې پر سر 5 ملیونه ډالره انعام ایښی.

او زیاته کړې چي دوی د ډیره اسماعیل خان پر ښار باندي مکمل
کنټرول لري، او چیري چي وغواړي هلته پر فوځ باندي بریدونه
کوي.

ددې تر مخه د شاهد الله شاهد په نامه د طالبانو نوي ویاند ویلي وه
چي دوی د ډیره اسماعیل خان پر بندي خانه باندي برید وکړ، او
خپل هدف یې تر لاسه کړ، او اوس د بندیانو خوندي کولو او
انتقالولو باندي اخته دی.

ځايي اوسیدونکي وايي چي بندي خانې باندي اورونه بل دي، او د
بندي خانې اکثره حصه تخریب شوی، او ډزي لا هم دوام لري.

د جیو تلویزون وايي چي په ډیره اسماعیل خان په برید کي 60
چاودني وشولې.

یوه مهم فوځي چارواکي ویلي چي جګړه ځکه هم ورته سخته شول،
کله چي د ډیر اسماعیل د ټوله ښار برق ولاړ او ښار په تاریکیو کي
ډوب شو.

طالبان ادعا کوي چي دوی د برید تر مخه د پلان له مخي د ښار برق
قطعه کړ، او بیايې برید پيل کړ.


larghonay laraway
30.07.2013

سياست هر څوک کوي خو طالبان په سياست کې د څارويو په څېر استعمالېږي!
کله يې نيسي، کله يې خوشې کوي، کله يې وژني، کله يې پر سر انعامونه ټاکي او کله ورته په قطر کې دفتر جوړوي!
دا ټولې د امريکا، انګلیس دسيسې دي چې په پاکستان او افغانستان کې پلې کېږي.
له زندانه د طالبانو د خوشې کولو دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې د کندهار، کابل، بنو او اوس د ډيره اسماعيل خان د زندانونو د پېښو کيسې بېخي يو ډول دي او دا د يوه ګډ پلان له مخې خوشې بنديان کېږي او خوشې کېږي!


میرویس
30.07.2013

قدر منو وروڼو، اسلام علیکم
د طالبان جنګ هسې درمسال ته خټې دي. دا جنګ نه کامیابیږي او نه هم کومه ثمره لري. طالبان نه کوم مشخص هدف لري، نه هم کومه تګ لاره. دې ته وایي عقل عالم بچه هرکس.
طالبانو چې تر پرون پورې یې په اکثره ملک د پردیو په زور قبضه لکولې وه، د شریعت، امر بالمعروف نهي عن المنکر نغاری يې ډنګولې، نن سبا وایي چې د خپل امارت په وخت کې یې ډیرې غلطۍ کړې وي، بیا به یې نه تکراروی.

دوی کله د القاعدې په پیسو او افراطي غیر اسلامي عقایدو ځان او ملک خرڅ کړي، او کله هم د افغانستان په نورو قسم خوړلو دښمنانو. طالبان د یوه اسلامي ملک په توګه دافغانستان دپاره نه کومه دورنما لری، او نه هم کوم مشخص پلان چې عملي کیدل یې ممکن وي. طالبان بدوی خلک دې او په خلکو بدوي ژوند تحمیلوي او پخپله د خارج تجملي ژوند خوښوي.

پخپله په تخنیک، ساینس او نورو متداولو علومو ایمان نلری، د اسلامي علومو نه پرته نور متداول علوم کسب بولي، نه علوم. یوازې ځان عالم ګڼي، او نور هسې سوډران. دطالبانو نه هیڅ نه جوړیږي، او نه هم بیا د افغانستان د چارو واګې په لاس کې اخیستئ شي. هسې نا حق مسلمانان وژني او د ملک پرمحتګ شا ته اچوي او بس.
آلله دې دوی ته د نیکو هدایت وکړي


pattang
30.07.2013

که کښته ځې او که پورته طالب به منې بله چاره د نشته !
هغوی چې ځانته بدوي نه وايې لوڅې سينې او لوڅې پښې ګرځي
څه يې وکړه ؟ نوروته خدمت وطن او اولس ته خيانت !
د بدوي په کلمه زه وياړکوم زما پلار ،نيکه … ټول بدوي وو
نو زه نه پوهېږم چې داسې د پاريس شهزادګان لکه ميرويس جان
له کومه نسله څخه راځي ؟؟
مورې مورې زوی د په مريخو کې ګرزي او ته د ميږې
او بوزې فرق نشې کولی !!!

[quote:1bac1aba55="میرویس"]قدر منو وروڼو، اسلام علیکم
د طالبان جنګ هسې درمسال ته خټې دي. دا جنګ نه کامیابیږي او نه هم کومه ثمره لري. طالبان نه کوم مشخص هدف لري، نه هم کومه تګ لاره. دې ته وایي عقل عالم بچه هرکس.
طالبانو چې تر پرون پورې یې په اکثره ملک د پردیو په زور قبضه لکولې وه، د شریعت، امر بالمعروف نهي عن المنکر نغاری يې ډنګولې، نن سبا وایي چې د خپل امارت په وخت کې یې ډیرې غلطۍ کړې وي، بیا به یې نه تکراروی.

دوی کله د القاعدې په پیسو او افراطي غیر اسلامي عقایدو ځان او ملک خرڅ کړي، او کله هم د افغانستان په نورو قسم خوړلو دښمنانو. طالبان د یوه اسلامي ملک په توګه دافغانستان دپاره نه کومه دورنما لری، او نه هم کوم مشخص پلان چې عملي کیدل یې ممکن وي. طالبان بدوی خلک دې او په خلکو بدوي ژوند تحمیلوي او پخپله د خارج تجملي ژوند خوښوي.

پخپله په تخنیک، ساینس او نورو متداولو علومو ایمان نلری، د اسلامي علومو نه پرته نور متداول علوم کسب بولي، نه علوم. یوازې ځان عالم ګڼي، او نور هسې سوډران. دطالبانو نه هیڅ نه جوړیږي، او نه هم بیا د افغانستان د چارو واګې په لاس کې اخیستئ شي. هسې نا حق مسلمانان وژني او د ملک پرمحتګ شا ته اچوي او بس.
آلله دې دوی ته د نیکو هدایت وکړي[/quote:1bac1aba55]


میرویس
01.08.2013

پتنګ صاحبه، سلامونه او احترامونه
ته ځنګه د بدوي په ټکې ویاړې چې په جرمني پروت یې او خپل پلار او نیکه بدوې بولې؟ ته خو نه بدوي یې، او نه پرې ویاړې، که ته بدوي وای، اوس به د طالبانو سره څنګ پر څنګ د تمدن پر خلاف جنګیدلې. ته نه پخپل ګفتار کې صادق یې او نه هم پر خپل کردارکې. ټه په غرب کې پروت يې مزې چړچې کوي، او طالبان د مسلمان ولس پر خلاف جنګوي، او بې ګناه خلک ورباندې وژنې.

زه، ته، او زما او ستا پلرونه بدوي ندې، او نه وو. زموږ د ژوند وسایل به بدوي وو او دي، خو زموږ افکار د متداولو علومو سره نقاضت نلري. خود طالبانو افکار بدوي دي، ملک قهقرا ته په څټ بیایي، مګر د متمدنې دنیا په ټوپک، باروتو، بمونو، راکټونو، هاوانونو او نورو وسلو د ییګانه ګانو په امرخپل مسلمان وروڼه وژني. تجملي ساعتونه، رادیو ګانې اونو غربي وسایل یې خوښیږي.
طالبانو د خپل حکومت په وخت کې، نه یوه شنه شتن جوړه، نه یې کومه ودانۍ جوړه کړه، او نه یې علمیت او اهلیت لري، خو ډیرې آبادۍ یې ونړولې او د ملک د کرنې، معارف، صحت عامې، اوبه خور، سرکنو جوړولو، بند او انهار او نور بنیادونه یې ونړول.
د بدوي کلمه د ژوند د وسایلو او ابزار بدوی توب اصلاح کیدای شي، خو د مذهبي تعصب بدوی توب اصالح نا پذیر دې. موږ ملک آبادولئ شو، خو طالب ته سړیتوب نشو ورزده کولی.
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more