د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اُمید او ماین!

Hashmat Kahn
29.07.2013

افغان ملي پوځیانو خپلي زده کړي د ماینونو او چاودیدونکو توکو په برخه کې مخکې له کال ۲۰۱۴ چې د لیږد بهیر به بشپړیږی او دوي به ټولي امنیتي چاري په غاړه نیسي چټکې کړي. امید چې د افغان ملي پوځ یوغړي دي د آیساف ځواکونو لخوا د ماین پاکولو او خنثی کولو په برخه کې روزل شوي او خپله کیسه داسي څرګندوي.
”زه اُمید د عبدالوحید زوي د باغ میري کلي، کندز ولایت څخه یم. دوه کاله کیږي چې ملي اردو سره سپیڅلۍ دنده ترسره کوم. خاصه مینه مې د وطن او ملي اردو سره وه او غوښتل مي چې خپل وطن ته خدمت وکړم نو له آیساف ځواکونو څخه مي د ماین د خُنثی کولو او پاکولو زده کړې وکړي. د ماین ښکلو پرمختللي سامان آلاتو په ذریعه مې تر دي دمه په لسګونه هغه ماینونه خنثی کړي او په سلګونو افغانان مې ژغورلي چې د افغانستان دښمنانو او ترهګرو ښخ کړي و. زه له خپلي دندي ډیر خوشحاله یم او په نورو افغانانو ورونو هم غږ کوم چې د افغان ملي اردو سره یو ځاي او خپل وطن ته خدمت وکړې. ترڅو چې یوه څاڅکه وینه مې په تن کې وي له خپلي خاوري نه به دفاع کوم.“
ستاسو نظرد دي ځوان په اړه څه دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروتیم
www.centcom.mil


طیب زابلی *
29.07.2013

چی استاذ دفاع ونه شوای کړای شاګرد یی هیڅ کله نشی کولی،
دامید امیدونه به دماین په لمبو کباب شی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more