د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتونخوا وايي شکيل اپریدی دې بل ځای بندي شي

میرویس
29.07.2013

اسلام علیکم
د پښتونخوا چارواکو له فدرالي حکومته رسمآ غوښتنه کړې چې د اسامه بن لادن په وژنه کې دې له امریکاییانو سره د مرستې په تور نیول شوی ډاکټر شکيل اپریدی له پېښوره زندانه وباسي او بل ځای دې یې بند کړي.
ډاکټر شکیل اپریدی له تېرو څو میاشتو د پېښور په مرکزي زندان کې د قید شپې ورځې تېروي.

خویندو وروڼو، اصلي خبره دا نده چې ډاکتر افریدئ دئ بل چيرې بندي شي، یلکه اصلې خبره داده چې هغه دې بالکل آزادشي ځکه چې، هغه د نړیوالې ټولنې او پاکستان د آرزو مطابق د تروریږم د سر غنه، اسامه بن لادن په ګرفتارولو کې مرسته کړیده، او خپل ملک او په تیره بیا پښتون قام ته یې د القاعدې د ترورستي ډلې نه د نجات ورکولو په لړ کې بې شانه خدمت کړيدئ.
ډاکتر افریدئ، د مسلمانانو، پاکستانیانو او ټولو پښتنو یو افتخار او قهرمان دئ.
ډاکتر افریدئ باید آزاد شي او د خپلې کورنۍ سره بیرته یو ځای شي.
پداسې حال کې چې ټولې نړۍ داسامه په وژل کیدو خوشحالې څرګنده کړه، ولې نړۍ د ډاکتر افریدي د خوشي کیدو په برخه کې مهر اولاک چوپه خوله ناسته ده؟ ډاکتر افریدي، تر ټلو نه پر خپل پښتون قوم دا حق لري چې د هغه د خوشي کیدو غوښتنه وکړي.
دا مضمون پبي بي سي خپور کړیدئ:
=====
پښتونخوا وايي شکيل اپریدی دې بل ځای بندي شي
د خپريدو وخت: 14:44 گرینویچ - دوشنبه 29 جولاې 2013 - 07 زمری 1

د پښتونخوا چارواکو له فدرالي حکومته رسمآ غوښتنه کړې چې د اسامه بن لادن په وژنه کې دې له امریکاییانو سره د مرستې په تور نیول شوی ډاکټر شکيل اپریدی له پېښوره زندانه وباسي او بل ځای دې یې بند کړي.
ډاکټر شکیل اپریدی له تېرو څو میاشتو د پېښور په مرکزي زندان کې د قید شپې ورځې تېروي.
د زندانونو په برخه کې د پښتونخوا د مشر وزیر سلاکار قاسم خان خټک بي بي سي ته وویل چې ډاکټر شکیل اپریدی د فدرالي حکومت زنداني دی نو هغوی دې یې سملاسي ورسره بوځي.
د پښتونخوا حکومت وايي د ډاکټر شکیل اپریدي پر امنیت یې ډېرې پیسې لګېږي او دا مالي تاوان دوی نه غواړي.
ښاغلی خټک وايي په پېښور مرکزي زندان کې پر ډاکټر اپريدي کېدی شي برید هم وشي، نو غوره دا ده چې له دې ځایه لیرې شي.
د مشر وزیر سلاکار وايي پخوا هم د پښتونخوا حکومت د دغه زنداني د لېږدولو غوښتنه کړې وه خو چا نه ده اورېدلې.
د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل سمیع الله اپریدي شکایت کړی چې له تېرو څو میاشتو د خپل موکل د لیدو غوښتنه کوي خو چارواکي يې اجازه نه ورکوي.
دی وايي له تېرو اتو میاشتو راهیسته له ډاکټر شکیل اپریدي سره نه د هغه مېرمن او ماشومانو او نه هم وکیل لیدلي دي.
پر ډاکټر شکیل اپریدي تور پورې دی چې په ایبټ اباد کې یې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د موندلو لپاره د هغه د ماشومانو د ډي این اې څرګندولو په نیت له اجازې پرته د ماشومانو واکسین کړی و.
ډاکټر شکیل اپریدی په ۳۰ کلن قید محکوم شوی دی.
ده د دغې سزا پر ضد اپیل کړی چې د اګست په ۲۹ مه نېټه به اورېدل کېږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more