ادبي ټوکې ټکالې
کټوازی
24.10.2005
هاهاهاهاها
څاروان لالا ښۀ راغلاست ، ژوندي او ګړندي اوسئ ، ولا لا ژوندی يم ، د کندهاريانو پۀ ژبه ولا برايي زلزلې بيا يو څو وارې راباندې توبې و ايستلې ، خود خدای پاک پۀ فضل تردې دمه خير خيريت دی ، همدا اوس يې هم نيم ساعت وړاندې ټکانونه محسوس سول ، خير به ستاسو پۀ ګډون د ټولو انسانانو غواړو ، امين ثم امين
[quote:8da91e3e09] انځورګره وروره تاسي ته نه خو صميم جان ته به معلومه وي چې په كوم سهار زلزله وشوه د شپي هغه ناظمانو چې انتخاباتو كې بريالي شوي وه څه غوبل يي كولو او په خپلو ګنهګارو سترګو مي چې د هوټلونو څخه د مړو د را ايستل كيدو په وخت څه ليدل او كومي قيصي چې راته نورو يارانو كړي الله پاك مو ترينه مه خبروه او نه غواړم چې بيان يي كړم. بس اسماني اپتونه وچ او لانده دواړي له منځه وړي [/quote:8da91e3e09]
څاروان لالا دغودخدای (ج) او رسول (ص) سرکښو ته دې هادي او بې نيازه ذات هدايت وکړي ، هغه غوبل چې دوئ د خپل دروغجن برياليتوب پۀ وياړ جوړ کړی وو ولا که يي رښتياهم سړی بيانولای شي ، خو خدای پاک (ج) ټولې نړۍ ته رسوا او شرمنده کړل ا و له وچو سره يي لاندۀ هم وسول خو وايي پۀ شرم دې هغه و شرمېږي چې پرې پوهېږي ! ځکه برسېره پردې هم و لا که لا له خدايه ډارېږه او که لا شرمېږي ، دغه زلزلې خو لا يو بل در هم ورته پرانيست او د زلزلې ځپلو خلکو لپاره راتلونکو مرستو د دوئ ګودامونو ته لار پيدا کړه .
زۀ به د دې لپاره ،چې نور وروڼه هم تر څۀ بريده له واقعيت څخه خبر شي ، چې دهغه غوبل يوه ډېره مامولي بېلګه را واخلم :
د ايبټ اباد نوي د اعلی نظامت مقام ( د ښاروالۍ مقام ) ته رسېدلي ضلعي ناظم يا ښاروال با با حيدر زمان ، چې ږيره يي تر پښو تېره ده يا پۀ بله ژبه د ږيرې پۀ لحاظ تيار زموږ حيدري [color=white:8da91e3e09]( سترګور او زړه ور ليکوال محترم پير حيدري )[/color:8da91e3e09] دی پۀ دغه شپه يي د خپل دروغجن برياليتوب پۀ وياړ د تخت هزاره پۀ نامۀ پۀ يوۀ سالون يا مېريج هال کې پۀ داسې حال کې غوبل يا د دوئ پۀ ژبه رنګ رېليا مناؤکولې ( لمانځلې يي ) چې پۀ عين حال کې پۀ ټولو شا وخوا جوماتونو کې تراوې کېدلې !!!
خو داچې دوئ تر سهار مخکې خپل پروګرام پای ته رسولی وو ، نوځکه هغه د چا خبره وايي څۀ شی ..................... وکړل او سوکان څټ وخوړل !([color=indigo:8da91e3e09]ستاسې مخې ته دې دحيا لوی دېوال وي )[/color:8da91e3e09]پۀ مصداق کاروسو او هغه سالون پۀ مځکه ننؤت ،
پۀ دغه ورځ چې مې کله يوه سيمه ييزه اردو ورځپاڼه راواخيستله، نوددې سالون پۀ باب مې داسې پکې ولوستل :
[color=white:8da91e3e09]وهان هين اب تباهيان، جهان تهي کبهي رونقېن !!![/color:8da91e3e09]
کټوازی
24.10.2005
څاروان لالا ،يو ځل مو بيا ژوندي او ګړندي غواړم ،سره له ټولو مرورواو پخلا يارانو !
[quote:254681f4b7] فكر كوم چې صميم جان اختر ته د شيانو په اخيستلو بوخت دې ځكه دي خواته يي فكر نه دي[/quote:254681f4b7]
خدای سته ،چې هر وخت دټول افغان پۀ دروازه راننوتی يم لمړی مې دېخوا سر راښکاره کړی او بيا بلې خوا ته تللی يم خو داچې غروال صيب ته منتظر وم ،چې هغه زما او دهوتک ترمنځ څرنګه روغه کوي ،ځکه مې ږغ نه کاوۀ او پټه خلۀ به بېرته تلم ،خو داچې غروال صيب زما له نامۀ سره خدایزده څۀ او ولې حساسيت لري ،ځکه يي هغه د چا خبره ځان هسي وهم نه ښوراوۀ !
سره له دې چې ما ته ډېر محترم دی او له همدې امله يي پۀ نورو فورمونو کې هم ليکنې پۀ پوره غور سره لولم او حتا تردې چې کله ،کله خو يي ډېرې ليکنې چې زۀ ورسره متفق هم نه يم و زغمم چې د لايق صيب پۀ باب يې افراطي ليکنه[color=white:254681f4b7] ( که خوا را څخه بده نۀ کړي ) [/color:254681f4b7]زما دغه پاس ادعا د اثبات پر ګدۍ کېنوي !!!
[quote:254681f4b7] ياره پام دي وي چې په دي خبره دي د منطق د خوني فلسفيان خبر نه شي، كنه نو داسي د توغنديو باران به درباندي جوړ كړي چې .... ، هغوي ناري وهي چې ولي دا روژه يوه هفته يا ۱۵ ورځي نه ده ، هغوي يوي مياشت ته ځان نه شي ټينګه ولي كه دا شپږ مياشتي وايي نو څه به يي حال وي. [/quote:254681f4b7]
:ولا دغو فلسفيانو رښتيا هم ځانونه ډېر له لارې ايستلي ،خو که خدای کول ډېر ژر به يي پۀ خلۀ کې دغه د لادينيت او الحادخبرې ور وچې کړم !!!
[quote:254681f4b7]هلكو روژه ده هوتك دسړيتوب ليكني پيل كړي. دم ګړۍ يى دپنجابي استعمارپرضدقلم اوچت كړى. دغه دنه سړيتوت ليكني ځكه رانه داسي سړې سړې پاتي دي.
پاتي شوه زما دعُمرمسئله نوكه دغه كرمى لطف الله مشعل ژوندى وو نووالله چي دلمسيانو عكسونه به مي هم په ټول افغان كي خپاره كړي.........مينه[/quote:254681f4b7]
ګوره هوتکه ! له ياده يې و نه باسې ،زۀ هم درپسې يم که دې بېځايه قدم کېښوو ولا که دې بيا پۀ سوکه پرېږدم ،ځکه چې دلته دم او قدم دواړه پۀ حساب دي ، نور دې نو د پنجابي اسټيبلېشمنټ پر وړاندې قلم بريالی او توريالی غواړم
کټوازی
24.10.2005
ښاغلی څاروان لالا او نورو ښاغليو ،
داچې پۀ ټول افغان کې پۀ لمړي ځل راته د يوۀ مېلمانۀ له خوا دمعصوم ماشوم خطاب وسو ، او که رښتيا راباندې واياست نو خدای سته دا د معصوم نوم ډېر خوند هم راکوي ، نو ځکه نن پخپله معصومه ژبه کې تاسې ټولو درنو او ښاغلو مشرانو ته خپل د مينې او درناوي تاودۀ سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم !!!
[quote:b4b9ffb052]
فكر كوم چې صميم جان اختر ته د شيانو په اخيستلو بوخت دې ځكه دي خواته يي فكر نه دي[/quote:b4b9ffb052]
ولا څاروان لالا داد اختر شيانو ته رښتيا هم پۀ ډېر هوس او حرس ځان تياروم ، خو سږکال نه ،دې پوښتنې ته مو ځواب نسم ويلای چې ولې ؟ ځکه دا مې پۀ شخصي ژوندانۀ کې ځای لري يا پۀ اصطلاح Too Personal معامله ده ! خو دا بايد درڅخه پټه نه کړم ، که خدای کول لاسونه او وېښتان به خامخا سرۀ کوم [color=indigo:b4b9ffb052]( ګورئ ،د درېيم ټولګئ پۀ خلکو کې مې و نه ګڼئ )[/color:b4b9ffb052] ځکه چې له نکريزو سره مې مينه او علاقه فطري او پيدائشي ده ، ځکه يي بايد بله مانا وا نخلئ ، خو خير پۀ دې نکريزو پسې يوه کيسه را پۀ زړۀ سوه :
زموږ دوه کليوال پروسږ ؤ او که هغه بل کال وو ، تر لوی اختر وروسته پېښور ته تللي وو، داچې دوئ له وړاندې څخه خبر وو ، د پېښور پوليس پښتانۀ پۀ عذابوې او کله ،کله خو لا د تورخم چکر هم ورباندې و لګوي ، نو پېښور ته پۀ رسېدو سره يي پۀ داسې منډه ،منډه کار خلاصوۀ ،چې د چا خبره پۀ لوی لاس يې د پوليسو پام د ځان پۀ خوا راګرځولی وو ، اوځانونه يې پرې نيولي وو ، خو دا چې پو ليسو هم کومه پلمه ورته پۀ لاس کې نه لرله ، نو پۀ دې جرم يې يوې ګوښې ته کړي وو ،چې لاسونه مو ولې سرۀ کړي دي ؟
د دوئ پۀ ژبه دې يي خدای رښتيا کوي ،وايي راته ويل يې ،[color=white:b4b9ffb052]((( تاسو له شرم نه درځي چې پۀ دې غټو ،غټو ګيرو مو نکريزې پۀ لاسونو لګولې او له ځانونو مو راته کسراګان ( نرښځيان ) جوړ کړي !!؟؟ )))[/color:b4b9ffb052] نو پۀ دې جرم يې ددې لپاره چې فشار ورباندې راوړي يو څو چپلاخي هم وهلي وو او درې ،درې سوه روپۍ يې هم جرمانه کړي وو
[quote:b4b9ffb052]هلكو روژه ده هوتك دسړيتوب ليكني پيل كړي. دم ګړۍ يى دپنجابي استعمارپرضدقلم اوچت كړى. دغه دنه سړيتوت ليكني ځكه رانه داسي سړې سړې پاتي دي.
پاتي شوه زما دعُمرمسئله نوكه دغه كرمى لطف الله مشعل ژوندى وو نووالله چي دلمسيانو عكسونه به مي هم په ټول افغان كي خپاره كړي[/quote:b4b9ffb052]
هوتکه ! داسې مالومېږي ، لکه چې بيا دې لکه زوړ کوچي پردۍ ښوورا ته پياز پۀ ګنډه کې ايښی وي ،ګنئ ستايي له دې معاملو سره څوومه ؟
ياره ، که نه درته خاندم هم،اخېر به درته وخاندم ، داد کرمي نوم دې څرنګه ذهن ته راغی ؟
خو دا راته ووايه ، دا هغه کرمی دی چې ما اورېدلی وو او که لا بله بلا ده ؟ وايي :
کر ميه ! غم به نۀ وي ، غم به راوړې
...........................................کرميه ! پر سرتورو سپرو واوړې
انځورګر
25.10.2005
سلامونه ګرانو وړونو او خوندو
کټوازی
25.10.2005
خوږمې انځور ګره : صميمانه او معصومانه سلامونه مې ومنه !
و مې ليدې ژوندی او ګړندی اوسې ، ياره ما خو هغه د پېښوريانو پۀ ژبه تۀ هسې يو فضول غوندې شی ګڼلې ،پۀ تا کې خو ډېر لوی چل راووت ! ما خو ويل پۀ تا ولاکه چندان ورکه ويرانه وي ، ځکه چې پۀ نورو فورمونو کې مې کورټ لږ ليدلی يې ،تۀ خو ټول څارې ، خو ګوره د پسرلي صيب پۀ باب پۀ پاڼې کې چې تاسې يي د ړنګولو غوښتنه کړې هورې ما هم لږ لړل تپل کړي دي ، له خپلې خبرې به وا نه وړم اليکنه مې دې ولوستله ،د موافقې ډهول درسره غاړې ته اچوم ،اما پۀ جزياتو کې يي لږ سره تېر بېر يو ، در روان يم چې دا وطنمل صيب پۀ ګډه سره ، سره برابر کړو ، نور نو د ځان خير هم رانه غواړه ،ځکه چې تا هم تر بړستن پښې ډېرې اوږدې کړې دي ، خو ګوره هوتک را خبر نه کړې هسې يې هم زړۀ راته ډک دی !
نور دې نو پۀ الله پاچا سپارم
م ن غروال
25.10.2005
کټوازيه وروره سلام او سلامونه!
ډيره بخښنه غواړم چې ته مې په ريښتيا له ياده وتلۍ يې٠ ګوره که نه روژه ده ٠ ستړۍ وم کار کوم ولا که به د انترنيت لپاره وخت لرم٠
او بل دا چې ستا په مطلب خو بلکل پوه نشوم چې مطلب مو څه ؤ٠ خو د انځورګر سره د يوه خبره وه چې هغه ستا کومه ليکنه لکه چې نه وه خپره کړې نور نو په څه نه يم خبر٠ او يا دا چې څه مې تر سترګو ندي تير شوي٠
خو خير ما بخښنه وغوښته او ته به هم خامخا معافي کوي٠ نور چې څه خدمت وي ولې نه په دواړو سترګو!
او دا چې ماته احترام لرئ دا خو ستا يو نيک احساس دي ډيره مننه٠ او ستا ليکنې زما هم خوښې دي ښې اسلامي او وطنپاله دي٠
د سليمان لايق خبرې به هلته کوؤ ځکه بيا مو بنډار خرابيږي٠ د دوئ له لاسه تباه او برباد شوؤ لاتراوسه مو آرامه شپه ونه ليده شعرونه يې هم ولا که چنداني شعرونه وي ټول يې په ملايانو پسي ويلي دي او بيا شعرونه يې څه کوؤ چې دطن په ديکتاتور ګوند کي يو د رهبرۍ غړۍ او په ټولو ناخوالو چپ ؤ خو په هر حال!
نور ګرانه تاسو هم د زلزلو په درشل کي ياست خداي ج مو پخپل امانت کي وساته الله تعالی دې خير کوي او الله تعالی دې د بې چاره ګانو دعا او استغفار قبول وفرمايي٠ آمين*
نو ګرانه زما زړه کله کله دومره تنګ شي چې عصبي تکليف راته پيدا شي او کوم خواشينۍ خبر عکس او يا فلم وګورم په شپو شپو مې خوب له سترګو تللۍ وي ولا ډاکتر وويل چې افغانستان هېر کړه او يا هم واپس لاړ شه ستا تکليف يوازې بې وطني ده او بس!
خو خير نو لدې امله پدې بنډار کي مې ځان شريک کړ او هوتک ته مې ډير تبيت خړ پړ شي چې په سپينه ګيره اوس واده کوي ګوره خپله يې هم ويلي دي کخ مشعل ورور ته موقع په لاس ورغله نو د لمسيانو عکسونه به يې خپاره کړي٠ اوبل دا چې دلته ټول داسي کسان دي باور وکړه چې دميني صفا لري که څه هم قلمي ټوکي او خبرې مې ندي زده خو بيا هم هوتک دې خداي کور د غنمو ډک کړي کله کله داسي ټوکه وليکي چې د خندا مې مړ کړي او دده هره ليکنه زما خوښه ده خو کله کله ٠٠٠٠٠٠٠ خو هغه هم وطنمل صاحب ګلماله پرې راکش کړي ځکه افغاني مېرمنو ته يې لوستل ٠٠٠٠٠ څه به ووايم٠
ټول افغان هم اوس ماته داسي شوۍ دي لکه زما يو مسئوليت! بدرنګې او نارواه خبرې نشم زغملائ اوس بيا راپيدا شويدي او غواړي د چپيانو ديموکراسي رامنځ ته کړي او ترې دفاع وشي او يا هم په شکل د اشکالو غواړې په اسلام مسخرې وکړي او بيا بعضې ډير افراطي وي او نور بيا جګړه غواړي خو څه وکړو د ټولو درد د وطن آبادول دي او وروري او قانوني حکومت غواړي خو خير!
نور به څه ووايم کله کله د انګار او څاروان وروڼو خبر اخله زلزلې دي چې خداي مکړه څه تاوان سره مخامخ نشي٠
انځورګر خو داسي اشنا دۍ چې ښه پوره بې وفا! له ده سره خو زما شخړه هم شته که وخت يې راغلو بيا به سره ګورو!
نور دې الله مل شه
ښه روژه درته غواړم٠
په درناوې
ورور دې نادر
خوستی
26.10.2005
درنو مشرانو سلامونه او ښې چارې٠
[quote:1c328e3d49]ياره نن ماخوستن هم زلزلې منډې راکړي، الله دې خير کوي[/quote:1c328e3d49]
ياره انګار لالا خدای دې ستا سر ته خېر کړې، ولا په د موږک باندې خو د پښتو ليکل ډېر سخت دې او ډېر وخت نيسي، بس انګاره يو ښايسته پښتو ګليدر واخله، د خپل سر څخه يې صدقه کړه او خاورې خوستي ته يې راوليږه، د هغې نه وروست بيا د زلزلې نه مه يرېږه :lol:
ښاغلي څاروان ليکلي دي
[quote:1c328e3d49]ياره پام دي وي چې په دي خبره دي د منطق د خوني فلسفيان خبر نه شي، كنه نو داسي د توغنديو باران به درباندي جوړ كړي چې .... ، هغوي ناري وهي چې ولي دا روژه يوه هفته يا ۱۵ ورځي نه ده ، هغوي يوي مياشت ته ځان نه شي ټينګه ولي كه دا شپږ مياشتي وايي نو څه به يي حال وي.[/quote:1c328e3d49]
څاروان صيب خبره دې د چا خبره چې د کاڼي کرښه ده، ولا چې دا څه وخت کيږي چې د منطق دخونې خوند اوبو وړی دی :!:
ښاغلي څاروان ليکلي
[quote:1c328e3d49]خوستي ياره د هوتك لالا څرمن ته دي څنګه خيټه اوبو كې ايښي ګوره كه درخبر شو نو.......[/quote:1c328e3d49]
څاروان صيب که هوتک خبر شو نو نو...... خپله څرمن زر تر زره راليږي، ځکه ما د ه سره د ١٨ کلن ځوان د څرمنې وعده کړيده٠
قدرمنو فعلا مو په لوی الله (ج) سپارم
کټوازی
26.10.2005
ها ها هاها
دروند غروال صيب سلامونو ته مو وعليکم سلام وايم او پۀ څنګ کې يي خپل د درناوي ډک سلامونه او نېکې هيلې درته وړاندې کوم !
يه ،يه بښنه خو بايد زۀ وغواړم ،چې تاسې خبر هم نه واست او ما درڅخه ګيله کوله ، چې ولې مو منځ ته نه راځئ؟ او بله داچې بايد در پۀ ياد يې کړم زما شخړه له هوتک سره وه ،نه له انځورګر سره ،ځکه د انځورګر او زما پۀ شخړه خو دچا خبره پېړۍ واوښتې !!!
او بيازما او د هوتک خپګان هم ولاکه پۀ هيڅ شي هم ارزي ، ولا که لا پۀ هوتک چنداني ورکه ويرانه وي ،که لا پۀ ما !
خو ددې لپاره چې درنې پښتنې ليکنې ته مو ځواب ووايم او بې جوابه راڅخه پا ته نۀ شي ،خبرې به را لنډې کړم ،ځکه ډېر نا وخته دی زياتي د خوب ښا پېرۍ هم راباندې خپلې وزرې غوړوي ،بيا پړشمي ته هم نه شم پاڅېدای
داچې تاسو ويلي ::
[quote:1e5da1742a]
نو ګرانه زما زړه کله کله دومره تنګ شي چې عصبي تکليف راته پيدا شي او کوم خواشينۍ خبر عکس او يا فلم وګورم په شپو شپو مې خوب له سترګو تللۍ وي ولا ډاکتر وويل چې افغانستان هېر کړه او يا هم واپس لاړ شه ستا تکليف يوازې بې وطني ده او بس! [/quote:1e5da1742a]
خدای پاک دې وکړي له ټولو له ټولو هيوادوالو سره پۀ نېک ساعت او يوه داسې ورځ خپل ګران ټاټوبي ته ستانه شئ چې پۀ عمل کې د ګران هيواد ټولې پرګنۍ او ملتونه پۀ خپل سياسي او ملي ژوندانۀ کې يوه مينه او يوه وينه ووينو ! امين ثم امين
او بل داچې دا ستاسو پۀ ليکنو کې هم د يوۀ واقعيت پۀ توګه جوت دی ،چې رښتيا هم تاسو [quote:1e5da1742a]رټول افغان هم اوس ماته داسي شوۍ دي لکه زما يو مسئوليت! بدرنګې او نارواه خبرې نشم زغملائ [/quote:1e5da1742a]
زياتي د بښنې پۀ غوښتلو سره اجازه درنه غواړم ، ځکه و مې نه سوای کولای ستاسې درنې او پښتنې ليکنې ته لکه څرنګه چې ښايي هماغسې دروند ځواب ووايم ،خو پۀ هر حال رښتيا هم د ا سلېمان لايق صيب او نور صيبان به بل ځای لمانځو دلته يي يادونه او لمانځنه پۀ لوی لاس د خلې خوند بدول دي ،زياتي مې سترګې له خوبه ډېرې درنې سوې ، نور نو پۀ پړشمي دپلار لغتو ته ځان بايدلا اوس تيار کړم
پۀ لوی خدای مو سپارم
څاروان
27.10.2005
ټولويارانوسلامونه می قبول کړی
له ياد مي نه يي وتلي دا په Mous ليکل ګران کار دي انشاالله دري ورځي ورسته خپل ځاي ته راځم بيابه شه اږده ليکنه درته وکړم . ښه روژه درته غواړم
انځورګر
29.10.2005
ګرانو يارنو خدای موژوندي لره .
ما خو خپله استعفا په ټولګړي بحثونو کي وړاندي کړه که ېې قبلوي که ئې نه زما ئې د خدای پامان .
تاسي راته بخښه کوي زه خو کشر ومه که کومه بر احترامي رانه شوې وي ما وبخښې .
هوتکه چپ چپ مه راته ګوره چي ژړا راځي د ريشتېا ځمه خپلي ټوله ليکني مي په خپله ړنګي کړلې _ په هره ليکنه کي مي يوه يوه خاطره نغښتې وه قسم د هري ليکني سره مي له سترګو اوښکي راتلې . خو .....
که څوک زما سره تماس ساتي زه نور ستاسي ليکني نه شم کتلای زه بريښناليک د ټول افغان په انځورونو کښي شته پر هغه دي ونيسي .
نور نو زما ېې د خدای پامان او دا تاسي او وطنمل او زما استعفا .
________________________________________________
د ټول افغان د فورم محترمو مسولينو او قدرمنو غړو !
اسلام عليکم ورحمت الله وربرکاته
څه زيات و کم دوه نيم کاله وړاندي مي په لومړي ځل د ټول افغان په فورم کښي ځان راجيستر کړ . خو دا په دې معنا نه چي دا وخت زما او د ټول افغان اشنايي شروع شول نه د دې څه مخکي هم ما د ټول افغان پاڼي سره هکاري کوله : خو خبره مي يواځي پر فورم ده .
په دې اوږدو کښي مي د فورم دډيرو غړو سره وپيژندل يو د بله مو په متقابل درناوي خواله سره کوله ځينو خو بيخي له ډيري ميني ان په جدائې وژړولو او د تل لپاره به ئې د دوستۍ داغ پر زړه راته پرېښود. هو غښتلی ( ارواښاد بارګامي ) دريادومه چي په همدې فورم کښي مو ورسره دوستي شروع شول خو اوس هم د هغه ځوانمرګ يادونه ما ځوروي .
هيواد ، انګار ، غروال ، زرکه ، فرشته يادمه چي بيخي لکه زما تيروني دوستان داسي شوله ډير مي ورسره خندلي او د مساپری زخمونه او دردونه مي همدا د دوی په ټوکو ټکوروله .
نقاد ( پاڅون وال ) ، حليمي ، طالب جان ،غاټول . ليلوما ، نيلوفر يادومه چي کله کله به مي په خبرو کښي ورسره شخړه شوه خو بېرته به مي د وړونو يا خوندو په څير بخښنه ترې غوښته - که جنګ و که خبري وې که بانډار و ټوله کي افغاني درنښت او په تمامه معنا مينه او ورورولي نغښتې وه .
کله چي به د يو ليکوال يا شاعر سره په خبرو مخامخ شوم د فورم دعوت مي ورکاوه : چي مړه راشه اصلي مينه او پښتو دلته ده . نو. . . .
-----------------------------------------
له څه وخت راهسي د فورم فضا هغسي نه ښکاري هغه مينه هغه اجتماعي خواله هغه درناوی اوس په فورم کښي کم شوی دی . او وينمه په فورم کښي هغه ياران هم يو په يو پسي کم شوي دي . کله چي به هغه خپل تير د ميني ډک دوران را ياديده او د فورم اوسني حالت ته به مي کتل ، يو ډول کمي مي احساسوله
فکر جن به شوم . چي په دې يارانو او ملګرو کي ولي اوس هغه مينه نسته کوم چي پخوا وه . ځان ته مي جواب ومونده چي ښايي پر يو لړ سياسي خبرو به ئې خوا خړه شوې وي .
نو له سياست او ټولنيزو بحثونو څخه مي ورو ورو ځان راټول کړ او د ټوکو ټکالو په فورم کي مي يوه حجره خلاصه کړه چي هم ټوکي وي هم د يو بل سره د زړه خواله وي چي د ملګرو غم دي نه وي تر اوسه ئې بانډارونه هم هغسي تاوده روان دي .
خو له څو ورځو راهسي په فورم کي يو لړ داسي څه خپريږي چي خدايږو زړه مي په خوږيږي او دغه مسله هغه وخت راته جدي شول چي د افغانستان ځينو مشهورو ليکوالو رانه ګيلې وکړې چي خالده ياره په دا فورم کښي څه غوبل روان دی . دا صحيح ده چي د يو شي يا موضوع څيړل او يا پر هغه کره کتنه يو نيک کار دی خو څيړل يا پر يو شي نقد کول بايد هغه څوک وکړي چي پر هغه موضؤع پوره علم ولري . خو اوس په ټول افغان فورم کي . . . .
-----------------------------------------
د همدغو ليکوالو نظرونه وه چي زه ئې دې ته مجبوره کړم چي د فورم مسولينو ته ووايم چي په فورم کي دې ځينو موضوعګانو ته متوجه شي .
له يوې خوا د فورم مسولينو پر هغو خبرو سر ونه ګراوه له بلي خوا د ليکوالو د يو ډول خفګان سره مخ شوم . نن راته يويو چا د جرمني څخه د ټيلفون پر کرښه وول : چي خالده يو وخت دي ماته د فورم دعوت راکاوه او ته هم هره ورځ په همدې فورم کي ليکني کوې _ ته خبر ئې په هغه فورم کي څه خلګو ليکلي دي ، ايا تادا ځيني موضوعګاني لږ په دقت کتلي دي ؟
ايا تحقيق او څيړل دغه ته وايي چي دخلګو علم ، هنر او کمال ته په ټيټه سترګو وکتل شي او يا دي ملنډي په ووهل شي دا خو. . . . .
-----------------------------------------------
خدايزده : چي سخت ئې خجالت کړمه
نو ورسته مي د ځان سره فيصله وکړه چي نور به نه په فورم کار لرمه او نه به ورته راځمه خدای دي وکړي چي ان په ماکي به نه غورځي دا د هرچا خپل کار دی چي خپل نظر څنګه ښکاره کوي .
په فورم کي مي زياتو کم 220 ليکني ( post ) وې چي دا دوه نيم کاله مي وختونه وختونه پر تير کړي ول __ ټوله مي په خپله ړنګي کړلې .
زه پوهيږي چي ما د خپل ځان سره ډير ظلم وکړ خو تر هغه څه چي زما په فورم کښي زړه په خوږشوی دا راته هيڅ ښکاره شو .
بل تردې چي خپل د ملګرو، مشرانواو ليکوالو چي ماته تر هرڅه مهم دي زړه ور خفه کړمه : د فورم څخه به په تمامه معنا لاس واخلم نور خوبه ېې خوله ماته نه را اوړي چي خالده ته هم هلته ليکني کوې دا ولي داسي کيږي او دا ولي داسي ... ؟
زه د فورم د مسولينو څخه په ډير دنښت هيله لرمه چي چيري شوني وي زما ټوله ليکني چي يواځي په هره ليکنه کي يو کرښه ئې پاته ده د فورم څخه له لويه سري ړنګي کړي او بل که د ټوکو ټکالو د فورم مسوليت چي تر ننه زما پر غاړه و انګار ورور يا بله چاته وسپاري زيات به خوښ شم ،
د فورم د ټولو غړو څخه هم يو خواست لرمه که چيري زما څخه څه بې اخترامي شوې وي اويا د چا په ليکنو کي مي بېځايه ګستاخي کړي وي ماته بخښه وکړي ، زه به د ټول افغان ويب پاڼي سره خپله همکاري چي څنګه در مخه وه هم هغسي ساتمه خو فورم ته به مي همدا وروستې راتګ وي .
په مينه او افغاني درنښت . ورور مو خالد
[color=blue:d0b086ae31]مادي نيالګئ دزړه په وينو رالوی کړی و _ته چي ګل ګلاب شوې نواغزي ماته راکرله [/color:d0b086ae31][size=10:d0b086ae31]حيدري[/size:d0b086ae31]
hotak
29.10.2005
ُيارانو مينه اوسلامونه مي غبرگ درواخلۍ په تیره بياخالدجانه ته خومي دزړه له کومي سلامونه ومنه!
ياره که رښتياراباندي وايې نو دټول افغان کرميانوته مي همدومره زړه ډک دی لکه چي ستاورته ډک دی. هغه دچاخبره :
«««««««««««««««««««««««««««دلیونۍ ارمان پوره شو««««««««««««««««««««
«««««««««««««««««««««««««««««««««په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه««««««««
دوطنمل اوکامه وال ارمان پوره شو. فورم یی دخالد, هوتک,طالب,خاټول,فرشته,زرکه په لیکنو بریالی شو اوپه ټوله نړۍ کي يی نوم يوړ. خو اوس چي نور دويته اړتياپاتي نشوه نويی ښه په مزه د دین ,وطن اوملي وحدت پاليسۍ ته غ.........ڼ اړم کړ. که څوک خدای جل جلاله ښکنځي,که څوک محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ته بدرد وايي,که څوک دامام اعظم ابوحنیفة رحمة الله علیه اجتهادي نقش ته دنفي اونقد ګوته نيسي,که څوک خوشال اورشادپه کاڼو ولي اوکه چااٌستادصميم ته غ.......ڼ ترپايڅه راايستلی وي نو دوطنمل اوشيرزاد يی ورباندي څه؟؟؟
هغوي خودډيموکراتیکو آرونو له مخي هرچاته دهرڅه ويلوحق ورکړی که څه هم هغه دين اومذهب وي. که څه هم هغه چا دايمان په بیه هم وي.
سمه ده موږمنو ډيموکراسي اودبيان آزادي منو اوغواړو يی خوداحقیقت بايد له ياده ونه ايستل شي چي موږترهرڅه وړاندي مسلمانان يو بيا ډيموکراتان او نورنورڅه..........................
يوڅوک که په فورم کي خداي,رسول,اسلام اوڅلور واړه امامان ښکنځي,يوڅوک که خوشال اورشاد,رشتین اوصميم ته سپک وايي نوخداي شته چي له مانيولي بيرته ترماپوري والله که هیڅوک هم فورم ته سرراښکاره کړي.
يوه ورځ که ګوری له درناوي ډک فورمونه به وي اوبله ورځ چي يی ګوری نو له سپکاوي ډک به وي. يوه ورځ به دمنطقو له لاري په اسلام بريد وي اوبله ورځ به دغيرمذهبي فورم له لاري.آخرداهرڅه ولي اودڅه لپاره؟؟؟
آيا دافورم مو دهمدې لپاره جوړکړی چي دخلکو عقدې، کرکي اونفرتونه نور هم وغوړوۍ اوکنه دافورم مو ددې لپاره جوړکړی وو چي دسولي او ورورۍ ديوه سمبول کارورکړي او مرور او سره ورک افغانان څو شيبې سره راټول شي او غم سره غلط کړي. دورکي،پردیسۍ اودربدرۍ په دغه حالت کي دوطن ياد سر تازه کړي.
خوله بده مرغه اوس نو فورم ددې پرځاي چي دروکو افغانانو ديوځای کولو کار ورکړي هغوي لاسره شيندي......................
هغه ورځي دلايق صیب په شعرونو باندي دتبصرې په ترڅ کي چاهغه ته خورا سپغي ستوري ويلي وی خوزه سره له دې چي دلايق صیب له فکر اونظرسره سخت ترين مخالفت لرم,دهغه په وړاندي ددغه ډول سپک آندود خپلول هم له افغانيته لري بولم.
سمه ده هغه پخپل وخت کي دجنايتکارانو اوحرفه يي قاتلانو دبانډ ډنډورچي وو.....خونن هغه يو مهاجر،ورک،دربدره،بی اسرې اوبيکسه انسان دی.
زه پوهیږم چي په سپينه ږيره له مهاجرته وروسته هغه اوس دهغو مهاجرينو په درد نورهم ښه پوه شوی چي دده دجنايتکاره بانډ له لوري له هیواده تيښتي ته اړايستل شوي وو............. هغه به اوس دخپل زوی اولمسي دبی سروسامانه حالت په ليدلو سره دناصرباغ اوکچه ګړۍ په پنډغالوکي دميشت افغان يتيم حالت درک کړی وي.
اوس به نوهغه لايق نه وي. اوس به له څيلمي ترحم اوعاطفه ګرزیدلی وي........
خيرخبري اوږدې دي او وخت کم دی.............................
ماغوښتل چي دفورم وسله والو ته یوسرپرانستی ليک وليکم خوخالدجان مي کارآسانه کړ اوڅه مي چي ويل هاغه دی ومي ويل..........
اوس نودوطنمل اوشيرزادکامه وال کاردی چي دفورم غمه څنګه خوري؟
زه خوبه پخپل ځای دټوکوټکالو شيريني ويشم خوچي خالد نه وي نوبياکوشان پدې څه ارزي اوکه نقاد؟؟؟؟
زماوروستۍ خبره داده چي وطنمل دي ځان سړی کړي کنه نوزه هم دخالد ملګری يم...
پوهيږم چي زماپه تګ سره والله که دچا په ملا اوبه ولاړي شي خوهغه دکوچيانو خبره يوه کډه دبلي زړه باسي. چي خالد لاړ هوتک هم لاړ اوچي هوتک لاړشي بيانوانګار،خاټول،غروال،طالب خان هم والله که دلته شيبه تيره کړي.....مينه......
کټوازی
30.10.2005
درنو مشرانو اوګرانو وروڼو،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
داچې د ټول افغان دمسؤلينو او زما پۀ څېر د ټول افغان دکاروونکو ،پۀ خپلو مسؤليتونو او ليکونو کې بې غورۍ نن موږ وروسته تر هغه د جدايي پر لغړ غولي کېنوي ،چې ګران خالد جان راڅخه پۀ داسې حال کې رخصت اخلي چې زموږ له خوايي د بې قدرۍ نا اميده کونکې ژړامو ژړوي ،او د پېښمانۍ منګولې موښو ( مروړو يي)
[color=indigo:b5b4118ec4]له خپله لاسه مې رخصت کړ،
......................... د پېښمانۍ اوښکې مې اوس پر مخ راځينه [/color:b5b4118ec4]
هو ! زمو ږ ليکنو او پۀ ځانګړي ډول زما وروستۍ ليکنې خالد جان دې ته اړويست ،چې د ټول افغان هغې پاڼې ته نور د تل لپاره خدای پۀ اماني ووايي ،چې دعمر ترپايه يي پکې د در پر دره ،غمجنو ،دردمنو او خوږمنو افغانانو د بې کوري ،بې وطني او بې ګا نګي د زړۀ چوونکي زخمي احساس د ټکور او مرهم لپاره د [color=white:b5b4118ec4]د پر دېسۍ د حجرې ياران پۀ تاودۀ مجلس کې[/color:b5b4118ec4] تر سرليک لاندې يو داسې بنډارجوړکړی وو چې پۀ ليدو به يي له سړي څخه د بې وطني او بې ګانګي دځوروونکي احساس نه ليدونکي اور خپلې لمبې ،را ټولې کړې !!!
کا ش ! نن خو چې مې لاشعور د الفاظو پر خزانې د سر بدالۍ ماران نه وای مسلط کړي ، او توانېدلی وای د وروستي ځل لپاره مې پۀ ټول افغان کې د ګران خالد جان د جدايۍ او رخصتۍ تر عنوان لاندې يوه داسې ليکنه کړې وای ،چې بيا مې پۀ ارما نونو کې يو ډېر لوی ارما ن نه وای پا ته !!!
خو افسوس ،چې د تل پۀ څېرنن هم پۀ ما د خپل يزيدي لاشعور له خوا د الفاظو سيند ته لار تړله کېږي ،نسم کولای چې يو غړپ (ګوټ) اوبۀ هم تر لاسه ،او بې وسه او بې کسه حسيني قلم ته يي واچوم !!!
خوبيا هم د دې بې وسۍ ،بې کسۍ او مايوسۍ پۀ عالم کې به دومره ووايم چې ،
د ګران خالد جانه له خلې د جدايي دې وروستيو کلماتو او د نامېندۍ دې ژړغونو جملاتو ،
[quote:b5b4118ec4]ګرانو يارنو خدای موژوندي لره .
ما خو خپله استعفا په ټولګړي بحثونو کي وړاندي کړه که ېې قبلوي که ئې نه زما ئې د خدای پامان .
تاسي راته بخښه کوي زه خو کشر ومه که کومه بر احترامي رانه شوې وي ما وبخښې .
[color=indigo:b5b4118ec4]هوتکه چپ چپ مه راته ګوره چي ژړا راځي د ريشتېا ځمه[/color:b5b4118ec4] خپلي ټوله ليکني مي په خپله ړنګي کړلې _ په هره ليکنه کي مي يوه يوه خاطره نغښتې وه[color=white:b5b4118ec4] قسم د هري ليکني سره مي له سترګو اوښکي راتلې . خو ..... [/color:b5b4118ec4][/quote:b5b4118ec4]
چې زما زړۀ ته کوم درد راکړ ،او کو داغ يې پرې پرېښوو ،له ما څخه يي هغه درد هېر کړ ،چې زۀ يي لمړی تر بېنوا او بيا تر ټول افغان پورې رار سولی وم ، او ښايي چې دغه د يوۀ ناليدلي خوږمن اوزړۀسواندي ملګري د جدايي درد مې د ژوندترپا يه د زړۀ سترګې اوښلنې وساتي !!!
هو ! ما خالد جان نه پېژاند ،او له نژدې مې نۀ دی ليدلی ،تردې چې نوم مې هم نه وو اورېدلی ، خو داچې د ژوند پۀ با غيچه کې د يوۀ ناپېژندلي دردپر اغزنو څوکو د شعر پر سکون نړۍ ته ننوتم ،او د مينې د پېغمبرانو د جادو ګر او کوډګر ږغونو فطري څپو د هوسۍ پۀ ښکرو کې د بېنوا پا ڼې پۀ دروازه را ننويستم ،نو هورې مې پۀ يوۀ جادوګر کتار کې خالد جان و ليد،او پۀ دې بهير کې مې وکولای سول چې ويي پېژنم ،او پۀ پای کې له همدې لارې د ټول افغان پۀ دروازه راننوځم ،او د بحث پۀ فورمونو کې د پردېسۍ د حجرې د يارانو پۀ تاودۀ او خواږۀ مجلس کې ورسره مخا مخ و ږغېږم ،او له خوږو خبرو ،ښکلو ټوکو او خندوونکو هائيکوګا نو څخه يي چې زما د ژوند له خوږو خاطرو څخه دي، خوند واخلم ، خو داچې او س راڅخه پۀ داسې حال کې جلا کېږي ، چې له سترګو يي د خپلو مشرانو د بې قدرۍ او بې احترامۍ د ژړا او ښکې څڅېږي ،او پۀ ډېر معصوميت سره وايي ،
[quote:b5b4118ec4]...........................................هوتکه چپ چپ مه راته ګوره [color=indigo:b5b4118ec4]چي ژړا راځي د ريشتېا ځمه [/color:b5b4118ec4][color=indigo:b5b4118ec4]خپلي ټوله ليکني مي په خپله ړنګي کړلې[/color:b5b4118ec4] _ په هره ليکنه کي مي يوه يوه خاطره نغښتې وه [color=white:b5b4118ec4]قسم د هري ليکني سره مي له سترګو اوښکي راتلې . خو[/color:b5b4118ec4] .....[/quote:b5b4118ec4] نو قسم مې دې پر ذات اقدس وي ،چې پخپل نولس کلن طبيعي يون کې که تر اوسه هم يوې خبرې دومره زور راکړی وي ، نو ځکه به مې دا د ژوند تر ټولودر دؤنکې خاطره وي ، او دا خا طره به هغه وخت لا ژوند و مومي ،چې پۀ خالد جان پسې زۀ هم له ټول افغان څخه ولاړ شم !!! او بس
وړاندې تر دې چې تاسو ته خدای پۀ اماني ووايم ، يا ني خپله ليکنه پای ته ورسوم ، له ګران ورور خالد جان څخه پۀ بيا ،بيا بښنه غوا ړم ،چې پۀ بېلا بېلو ليکنو کې يي راڅخه خوا بده سوې ،،خدای دې وکړي ،چې د ټول افغان چلوونکي او ټول ليکونکي ،خپلو اشتبا هاتو ته متوجه شي ،او د غوڅ دريڅ پۀ خپلولو سره ټولې هغه ناوړه ليکنې چې شتوالی يې د ټول افغان تګلاره تر جدي پو ښتنې لاندې نيسي ، ړنګې کړي ، او پۀ راتلونکي کې ، زيار و باسي ، د ټول افغان نور درانۀ چلوونکي او ليکونکي ،هر يو محترم حليمي صيب ، محترم مولوي صيب طالب جان ، محترم محمد نادر غروال صيب ، محترم نقاد صيب ،محترم غيرت صيب ، محترم يوسف څاروان صيب ، ګران ورور نصير احمد هوتک ، او پتمنه خور اغلې عفت غاټول ، او داسې نور ښا غلي مشران ،ګران وروڼه او پتمنې خو ېندې[ دې ته اړ نۀ کړي، چې هر يو و خپل افغاني او اسلامي غيرت او حميت ته د خسارې له ويرې لکه د ښا غلي ورور ګران خالد جان غو ندې پۀ احتيجاجي ډول خپلې ليکنې پخپله ړنګې کړې !!! او بس
پۀ پای کې ګران خالد جان ته ،
جانانه ! ولاړې اسماني شوې ،
............................... اسمان څه مځکې ته راځې قيا مت به شينه
ځکه ،چې د خپلو ټولو قېمتي او ادبي ليکنو پۀ احتيجاجي ډول ړنګولو سره يي ،له موږ سره ،د تل لپاره دخپلې خدای پۀ اماني او جدايي اصالت پۀ اثبات ور ساوۀ ، خو ښايي دۀ ته احساس وي او کنه ؟ چې د دۀ پۀ تګ پسې زموږ تګ هم او س ضروري او يقيني شو ، ځکه چې ،
[color=indigo:b5b4118ec4]
............................... چې تۀ ترې ولاړې عندليبه دزړۀ باغ څۀ کوم ،
...................................................................... که هره ونه شي شمشاد پاڼې ګلونه ياره !!![/color:b5b4118ec4]
[color=indigo:b5b4118ec4] پۀ ټوله افغاني او پښتني درنښت :: کټوازی[/color:b5b4118ec4]
کټوازی
30.10.2005
ګرانو مشرانو او وروڼو،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
ما خو د ازادو سيکولر بحثونو پۀ فورم کې پۀ لاندينې ډول خپل دريځ وښوو ، ،له تاسو هم هيله لرم ،چې راسره هم غږي به شئ ،، زياتي مو پۀ لوی او توانا خدای (ج) سپارم ، که پۀ تېرو درېيو مياشتو کې مو خاطر راڅخه دروند سوی وي ، پۀ بيا ،بيا د رڅخه بښنه غواړم[color=indigo:9872b40d11] ( ځکه ،چې ښايي تر بلې ليکنې پورې پاته نسم )[/color:9872b40d11]
..................................................................................................................................................................
د ټول افغان د بحث پۀ فورمونو کې د خالد هادي له خوا د خپلو ټولو ليکنو پۀ احتيجاجي ډول ړنګول او د مسؤلينو مضحکه خېزه خاموښۍ !!!
د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې درنو او ښاغلو چلوونکو ،
اسلام عليکم ور حمت الله وبرکاتۀ !
پۀ بيا ،بيا يي يادولو او تکرارولو ته اړتيا نه ليدل کېږي، چې د ټول افغان د بحث ،مباحثې او مکالمې پۀ فورمونو کې پخپله د انځورګر يا ني خالد هادي له خوا خپلې بېلا بېلې قېمتي او ادبي ليکنې چې شمېر يې تر ٢٢٠ پورې رسېږي ،ولې اود کومو لاملونو له مخې ړنګې شوې ؟؟؟
ځکه چې څرګنده ده ،وروسته ترهغه ،چې د ټول افغان د دبحث دفورمونو دمسؤل چلوونکي ښا غلي وطنمل صيب د بې غورۍ له امله پۀ بېلا بېلو فورمونو کې دځينو لا ابالي اشخاصو له خوا پۀ مستعارو ،قلمي او يا پخپلو نومونو پۀ دومر بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره پۀ غير مسؤلانه ليکنو لاس پورې شو ،چې نور خو پرېږده ،د هيواد د لويو او سترو پېژندلو ادبي او علمي څېرو پۀ علمي، قلمي مقام ،ادبي قد وقامت ،استناد ،حيثيت او شخصيت پسې د خندا ،توهين ،تذليل او تضحيک پايڅې را پورته سوې ،نو خالد جان د خپل حساس طبيعت ،دروند خوی ، ويښ احساس او ژوندي ضمير دحساسيت له مخې دې ته اړسو چې د فورم مسؤلين پۀ کلکه سره دغو ليکنو ته متو جه کړي ،تر څو له دې لارې د يوۀ نر پښتون بچي پۀ توګه وکولای شي ،له يوې خوا دفورم د مسؤل چلوونکي پۀ ملتيا د ټول افغان د بحث مباحثې د فورمونو پر متقابل افغاني درناوي ، ولاړه ازاده ملي ، علمي او ادبي فضا له ګډوډۍ څخه وژغورې ،او د مليتوب ،علميت ،اود افغانانو ترمنځ د ورورګلوۍ ،ملي وحدت او ملي روغې جوړې ستر او سپېڅلی ارمان يې د ځينو لا ابالي اشخاصو چې پۀ واقعيت کې پۀ هيڅ يوۀ اند ،پۀ هيڅ يوۀ نظر هم نۀ دي ، دناوړه او شومو اهدافو قرباني نۀ کړي ، او له بلې خوا د خپلو مشرانو د سپکاوي ، د ناوړه او ناکامه کو ښښونو مخه ونيسي ا و بس
خو داچې د فورم د مسؤل چلوونکي له خوا ، د ټول افغان د يوۀ خواخوږي، ليکوال او همکار نېک او سپېڅلي جذبات او احساسات پۀ هيڅ نه ارزول کېږي ، او پټ خلۀ پرې کېږي ،نو بيا د د ټول افغان هغه ليکوال چې د زړۀ پۀ وينو يي دنوموړي سايټ د بحث پۀ فورمونو کې پۀ سلهاؤ ليکنې کړې ، خپلې ټولې ليکنې پۀ احتيجاجي ډول ړنګوي ،او پۀ دې ډول د خپل افغاني او اسلامي غيرت او حميت څخه دفاع کوي ،!!!
موږ پۀ داسې حال کې چې د خالد جان له خوا د دفورم د مسؤل چلوونکي له خوا پخپلو ژور ناليستيکي او قلمي مسؤليتونو کې د بې کفايتۍ او بې غورۍ پۀ مقابل کې د خپلو ټولو ليکنو پۀ احتيجاجي ډول د ړنګولو زړور غبر ګون پۀ وياړليو او ښکلو ټکيو کې ستايو او ورځينې د ننګې پۀ کولو، پر دې پښتون اقدام سره ورته افرين وايو ،د فورم له مسؤلينو څخه هيله لرو ،چې
١ ... ددې لپاره چې د ټول افغان پۀ هکله د کوم ناوړه تاثر او تاثير مخه ونيوله سي ، اود ملي مطبوعاتو پۀ مطبو عاتي او ژورناليستيکي ميدان کې يي ازاده واقعي ملي او افغاني مطبو عاتي تګلاره له ګواښ او پوښتنې سره مخ نۀ شي ، د بحث ،مباحثې پۀ فورمونو کې د علمي ،منطقي او ادبي انډول د ساتلو اصل ته پۀ پام را ګرځولو سره ټولې هغه ناوړه ليکنې ، که د هر چا له خوا ليکلې سوې وي ، له يوې مخې يي ړنګې کړئ ، چې د ټول افغان د بحث د فورمونو له سر ليکونو سره پۀ تضاد کې مو قعيت لري .اوپۀ راتلونکې کې يي پۀ کلکه مخه ونيسي !!!
٢ ....... د خپلې سترې اخلاقي ،افغاني او قلمي و جيبې له مخې د ګران خالد جان ټولې ليکنې چې د ځينو خلکو له خوا د پو هانو ،عالمانو او اديبانو د سپکاوي ،او ستاسو له خوا پۀ دې ناوړه روش د سترګو پټولو يا پۀ اصطلاح د مضحکه خېزې خاموښۍ پۀ عکس العمل کې يي احتيجاجا پخپل لاس ړنګې کړې ،دټولو و بېرته څپراوي ته اقدام وکړئ ، او د واقعي پخلاينې پۀ توګه يي پۀ بشپړ افغاني درناوي ،د ټول افغان د بحث فورمونو ته را وبولئ !!! او بس
او که مو ددې لوړ اخلاقي ،افغاني او ژورناليستيکي رسالت او مسؤليت پۀ تر سره کولو کې بيا هم ځانونه و سپمول ،نو بيا موږ هم دخالد جان پر لار تللي و بولئ ، او ښايي دا مو وروستۍ ليکنه وي ، هو ! سمه ده ،چې بې چرګه به هم سبا شي، خو وايي يوه کډه د بلې زړۀ کاږي يا پۀ بل عبارت پۀ خالد جان پسې له فورم څخه زموږ تګ به د ټول افغان پۀ هکله ديوۀ ناوړه تاثر د منځته راتلو مخه خلاصه کړي !!!
پۀ ټوله افغاني او پښتني درناوي : ورور مو کټوازی
چې تۀ ترې ولاړې عندليبه د زړۀ باغ څۀ کوم ؟
............................................................ که هره ونه شي شمشاد پاڼې ګلونه ياره !!؟؟
م ن غروال
30.10.2005
يارانو سلام!
دا څه حال دي؟ يو چې رخصت اخلي نو غوره خو دا ده چې راستون يې کړو نه دا چې نور يې هم وهڅوو٠
کټوازۍ او هوتک يادوم! خداي مو کور د غنمو ډک کړه داسي هم څوک کوي؟
ولې ټؤل افغان خو کامه وال صاحب د ځان لپاره ندې جوړ؟ خو همدا پاڼه وه چې سره ومو پيژندل او دا دې لګيا يو د وطن او اسلام او سولې او پښتو ژبې ته خورا لوئ غنيمت او خدمت دي که نه!
ما هم څو څو ځلې داسي تصميم نيولۍ دي چې مخه ښه وکړم خو د يوڅو ورځو وروسته مي ويلي دي چې د ګټې پر ځاي تاوان ډير دي٠ بس نورو ته به ورپاتې وي چې څه يې خوښه وه هغه به ليکي او مونږ به نور ويده شو٠
ګورئ لږ له حوصلې کار اخلۍ او شيطلن ته ولا حول ووياست٠
ما ويل چې هوتک به يو څه ټوکې وليکي او حالد جان راپخلا کړي ، هغه ده هم کوتک راخيستۍ دي٠
وطنمل بې چاره نور څه وکړي خو يوه ګلماله لري چې د هغې هم نفس نور په پاکولو ووتو٠ مونږه بايد خپله مبارزه جاري وساتو او ډګر نبايد پريږدو٠
ريښيا خبره خو داده چې له خالد جان خو ما دومره د کمزورۍ تمه نه لرله٠
او بل هوتکه دا دپنجابي انځور دي لرې کړه پدې مونږه نه غوليږو چې يره داسي ځوان يې چې ټول ويښته دې تور دي٠ بوډآ سړۍ يې لږ خالد جان راپخلا کړه او کوتک دې ډير لرې درڅخه واچوه٠
او مننه م کوم چې د په دا بل لست کي دې زه نه يم راوستۍ که نه څومره به دې په غوصه کړۍ وم! خداي دې خير کړي چې ايله لږه غوندي د ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
بس روژې ټول وارخطا کړي ياست او زه باور لرم چې خداي ج به دا ټولې نيمګړتياوې سمې کړي٠
انګاره او څاروانه!
تاسو باندي غږ کوم چې دې هوتک او کټوازې ته لږه ښينه وکړئ چې د خالد جان په تلو کي هڅولو ته کوښښ کړۍ دي نو تاسو ته په تمه يم٠
الله تعالی مو آباد لره آمين*
په درناوې
ع کريم حليمي
31.10.2005
د بانډار د کوټې يارانو سلام
دا هرڅه د هوتک د لاسه بولۍ ٠ يو وار عادل وطنمل سو ، بيا چيشي سوو ، او ګمان
کوم چه بيا هوتک ځوان د ميلمه په نامه څه ليکلي ٠ او خالد جان خو ډير ځوان دي
هوښياري ئې تر عمر ډيره او تجربه ئې کمه ده ٠
ټوله ګناه د هوتک ده ٠ يارانو پر راواچوۍ ٠ وهۍ او ټکوۍ يي ٠
زما د خاله زامن دي تر هوتک اويا واره بتره دي ٠ هغه هم د ميرويس نيکه اولاد
ګوره هوتکه که دي خالد جان رانه وستۍ بيرته ٠ نو ټکيټ کوم درځم کيالفوړنيا ته
او يوايزي د موتر د تيلو په ټانکۍ کښي بوره در اچوم چه د موټر انجن دي درجام (jam ) کړم ٠ نور نو ستاخوښه ده ٠ چه راولې ئې يا ؟؟؟ مصرف ته مي اړ نه باسې
او ګوره هوتکه چه تر خولې تېره و نه کې ٠ :)
چه د هاليوډ څخه به دي باليوډ درجوړ کم ٠
غرواله وروره ٠ که هوتک په بدو خوله وښوره وله نو که هر څه مي پر خوله ورته راغله ګيله به نه کوې ٠
او دې د بانډار کوټې ته ولاکه د هوتک د لاسه سر درښکاره کولې سم ٠
ولي چه قلم ئې ٧ نوکان لري ٠ الله و مي ساتې ستا په ساتنه ٠
دغه ئې سلامونه دي چه : ُيارانو مينه اوسلامونه مي غبرگ درواخلۍ
داچه په کندهار کي چاته ووايي ٠ تر شاجوۍ به دي هيسته تېر کي
مجيب انګار
31.10.2005
غروال لالا سلامونه!
داچې خالدولې پښې سپکې او خپلې ټولې ليکنې ړنګې کړې زه تريو حده په اصل حقيقت خبريم.
وروره داکارونه ديولوی سازش له مخې کېږي او خالدخوارکی خو ساده دی اصل لوبغاړي په اروپاکې ناست څوتنه..... دي ، ټوله کيسه به درته ليکم خو چې يوڅه مې ماغزه په کرارشي که اوس يې وليکم نو لکه دهوتک هرڅه به مې ع -غ ليکلي وي...
خو دومره به درته ووايم چې دغو خدای وهلو دټول افغان پرخلاف يو لوی سازش پیل کړی خو مونږبه هڅه کووچې دغه شرمښان تورمخي شي.
ګرانه هوتکه! له دغې ډلې ځان لرې ساته هسې نه چې له ځانه سره دې بدنام کړی...
کټوازی
01.11.2005
درنو مشرانو او ګرانو وروڼو،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبر کاتۀ!
ښاغلی غروال صيب تاسو مې پۀ ځانګړي ډول سلامونه ومنئ !
داچې د ازادو سيکولر بحثونو پۀ فورم کې مې دې ليکنې ته ولې ځواب ونه وايۀ ؟ لامل يې له ځينو وروڼو سره،له بې ځايه او بې پته ناندريو څخه د ځان او ټول افغان دواړو ژغورنه او ساتنه وه ،ځکه چې ځينو وروڼو چې له تاسو وروسته يي خپلې ليکنې ثبت کړې ،غوښتل يې چې دا موضوع هم پۀ يوۀ بې پته غوبل سره بدرګه کړي ،خو د وطنمل صيب دې کور ودان وي ،چې له همدې امله يي ديوۀ ملګري پۀ ليکنه کې يي دلغتو پۀ ور و وهلو سره نوموړې موضوع نوره و تړله !!!
رښتيا هم چې ټول افغان کاموال د ځان او وطنوال (وطنمل) لپاره نه دی جوړ کړی ،خو پۀ ياد به يي لرو چې هادي ورور له قلمي او فرهنګي مبارزې څخه دستړياله مخې نه ،د ځينو خلکو له خوايي د ټول افغان د ازادې ملي علمي او ادبي فضا پۀ يوۀ بې پته غوبل او شخصي ناندريو د بدلولو پۀ مقابل کې د مسؤلو مقاماتو د خاموښۍ پر وړاندې د يوۀ اصولي احتيجاج له مخې خپلې ټولې ليکنې پخپله ړنګې کړې !!!
نور نو پۀ تمه يم چې د وطنمل صيب پۀ راس کې به موږ وکولای سو چې دخالد جان پۀ بېرته راستنولو کې بريالي شو ،خو پردې تړاؤ فکر کوم چې د کاموال صيب او وطنوال صيب رول به ډېر اغېزمن او ارزښتمن وي ،ځکه يو وارې بيا ورڅخه لطفا هيله لرم چې خپل اثر ورسوخ پۀ کار واچوي ،او موږ ته موقع راکړي چې د ټول افغان د مطبو عاتي سنګر څخه خپلې فرهنګي او قلمي مبارزې او مجا هدې ته پۀ دوام ورکولو سره ،د خپلې ټولنې د د ذهني تنوير ،اخلاقي تعمير او تطهير پۀ برخه کې د يوسف د خريدارانو پۀ کتارکې د درېدا وياړ تر لاسه کړو !!!
خو ګوره غروال صيب ،کله ،کله خو مې خوا هم درڅخه بده شي ،داځکه چې پۀ تانيثي کلمې کې مې مخاطبوې ،که يي نه منې نو خپلې ليکنې دې وګوره ،چې د کټوازي پر ځای راته پۀ [color=white:2256a19f09]( کټوازۍ )[/color:2256a19f09] سره مخا طب کېږې ، دا ولې ؟
پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت :: د حجرې کشری خدمت ګار مو ، کټوازی
م ن غروال
01.11.2005
ګران ورور کټؤازۍ!
سلامونه ومنه! ګوره دلته د ټوکو او يارانو بنډار دي ماته غرواله او يا نادره که ووايي خوا به مې هيڅ کله هم بده نشي٠
او تا ته خو ګوره د زړه سره کتوازي او کټوازۍ دواړه استعماليدۍ شي ځکه دا د ژبې دستور دي٠
د مثال په ډول : ښاغلي [color=blue:2ee75297eb]کټوازي[/color:2ee75297eb] وويل : ٠٠٠٠٠٠
ښاغلۍ [color=blue:2ee75297eb]کټوازۍ[/color:2ee75297eb] له سفر څخه راستون شو٠٠٠٠٠٠٠٠
ښاغلي [color=blue:2ee75297eb]کټوازي [/color:2ee75297eb]داسي خبره نده کړې ٠٠٠٠٠
ښاغلۍ [color=blue:2ee75297eb]کټوازۍ[/color:2ee75297eb] به داسي خبره چيرې هم ونکړي٠٠٠٠٠
نو کټوازۍ او کټوازي هر يو ځان ته د استعمال ځاي لري٠
که ووايم چې :
د مثال په ډول : ښاغلي کټوازۍ وويل : ٠٠٠٠٠٠ او دلته ښاغلي نه، بلکه بايد ښاغلۍ وليکل شي ځکه ته کټوازۍ خطاب شوي يې او لاندې هم ښاغلۍ او ښاغلي بايد دنوم او يا د جملې د ويلو په اساس وليکل شي٠
(ښاغلي)ښاغلۍ کټوازي له سفر څخه راستون شو٠٠٠٠٠٠٠٠
(ښاغلۍ)ښاغلي کټوازۍ داسي خبره نده کړې ٠٠٠٠٠
ښاغلۍ کټوازي به داسي خبره چيرې هم ونکړي٠٠٠٠٠
دا به د پښتو له ګرامر سره په ټکر کي وي٠[color=#444444:2ee75297eb][/color:2ee75297eb][color=#444444:2ee75297eb][/color:2ee75297eb][color=#444444:2ee75297eb][/color:2ee75297eb][color=#444444:2ee75297eb][/color:2ee75297eb]
هيلمن يم چې مطلب مې روښانه کړۍ وي٠
را به شو اصلي خبرې ته !
خالد جان خو هسې هم مونږه په ټول افغان کي د ډيرې مودې راهيسي پرېښودې ؤ يوازې په ټوکو او ټکالو کي به يې ونډه اخيسته پداسي حال کي چې ډير بحثونه چې دده اند او ليکلو ته هم ډيره اړتيا وه خو ده يو ټکۍ هم په ټول افغان کي په مونږه را ونه لورېده٠ او بحثو کي سړۍ بايد چپ پاتې نشي او تر څو چې وس لري بايد سړۍ وليکي چې موضوع په پوره وضاحت روښانه او دلايل يې غښتلي شي تر څو تل مثبته نتيجه ورکړي٠
خو اوس چې خالد جان په ټوله معنی له ټول افغان سره مخه ښه کوي دا يې سم کار ندي نور باقي دده خوښه!
البته امکان لري چې کامه وال او وطنمل وروڼو هم خپل زيار پدې هکله کړۍ وي٠
او بل دا چې زه نور څه نه ليکم د انګار ورور معلومات ته منتظر يم وګورم چې اصلي لامل يې په څه کي دي٠
او بل دا چې دا هوتک هم ورک دي ٠ دۍ دې خداي خوار کړي تمامه ورځ بس په ډالرو پسې ورک وي چې کوزدې ته يو څه غنيمت ټول کړي ځکه چې خوست کي کوزده ډيره ګرانه ده٠ نو په هسې په مفتو کي ولا که د زړه ارمان پوره کړي٠
او حليمي صاحب هم خپله بمباري پرې کړې ده خداي دې خير کړي چې هوتک به اوس څه ليکي٠ او زه ګومان کوم چې د حليمي صاحب ته به اوس په چورتو کي غرق وي چې څه ورته وليکي٠ له يوه طرفه مشر دي او له بله طرفه هم وطندار، او له بله پلوه طرفه د هوتک خوله او قلم دواړه يوشۍ دي٠ بس خداي دې سړۍ تري ساتي٠
په درناوې او الله دې مل شه
hotak
05.11.2005
ترهرڅه له مخه یارانو ته بیابیا سلام اومينه غبرگ غبرگ :lol: :wink:
[quote:f98963fe3f]او ګوره هوتکه چه تر خولې تېره و نه کې ٠
چه د هاليوډ څخه به دي باليوډ درجوړ کم ٠
غرواله وروره ٠ که هوتک په بدو خوله وښوره وله نو که هر څه مي پر خوله ورته راغله ګيله به نه کوې ٠[/quote:f98963fe3f]
زمادپلارنه هم مشرحليمي صيب مينه اوقلبي احترامات درته بياډالۍ کوم.
خداي جل جلاله دي وکړي چي اختربه موپخيرتېرکړ ی وي.
سترګي مي دي ووزي چي ستاسي په شان کي به دگستاخۍ تصورهم کوم. البته دادټوکوټکالوفورم نولکه حمام داسي دی ټوله پکشې کي لوڅ لغړدي. که کله ناکله موکونه سره جنګيدله گيله به نه کوو............... :lol: :lol: :lol:
راغله خبره زماپه گرمه کي والله که به زه گرم يم اويابه مي هم په لوی لاس څوک هڅولي وي چي فورم پريږده. ماخوهاغه دی استعفا ورکړي وه خو بيالکه سپی راغلم.....هادي ښايي دټول افغان اوياهم په اروپاکي دميشتوپښتنوځان غوښتونکو دانشمندانو دځانځانيوقرباني شوی وي.تاسي پام وکړۍ چي يوه پښتانه هم دويب پاڼي دجوړيداتکل کړی وي نوپه سبايی يوه بل پښتانه مخالفت پيل کړي وي.ته خو هغه دافغان لایف.کام حال وگوره. اوس چي په ادرس بارکي کوس مادر ډاټ کام ولیکۍ نوپه اتومات ډول به افغان لایو درته راواوړي .يوه افغاني ويب پاڼه جوړه کړه اوبل يی په مخالفت کي دکوس مادرپه نامه دهغه پرضدپاڼه پرانستله.......
خيرداهرڅه زموږبدبختي ده.....................................
پاتي شوه له هالِيوډ نه دبالیوډجوړولوخبره نوکه داسي دي ليکلي وای چي له باليوډنه به دي هاليوډجوړکړم ايله به يی خوندکړی وای.............
اوهغه ستاترغبرگ پوري يوه په زړه پوري کيسه راياده شوه چي که خدای کول سبابه یی درته وليکم..........................................
اوغروال صیب ته دي معلومه وي چي هغه خبره راته وکړه کنه نوگوزارونو ته ځان جوړکړه....اوس خومي هسي هم لږلږپيژندلی يی.......................مينه مننه نصيراحمدهوتک...........................
هيواد شېرزاد
06.11.2005
سلامونه!
زه فکر کوم چې غروال صاحب د پښتو "ی" ګانې سمې ندي کارولي. لکۍ داره " ۍ" زياتره وخت مونث نومونو ته استعماليږي.
غروال صاحب ليکلي:
[quote:aa8e77ee30]ښاغلۍ [color=blue:aa8e77ee30]کټوازۍ[/color:aa8e77ee30] له سفر څخه راستون شو٠٠٠٠٠٠٠٠[/quote:aa8e77ee30]
دا بايد داسې وليکل شي:
ښاغلی کټوازی له سفر څخه .....
په پښتو کې د "ی" ګانو سم استعمال ډېر مهم دی، کنه ، نو ډېرې ستونزې پېښيږي. پدې هکله د ښاغلي يون بشپړه ليکنه چې يوازې د پښتو د "ی" ګانو په هکله ده په لاندې پيوند لوستلای شئ.
http://www.hewad.com/pashto/pakhto-ye-gane.htm
[quote:aa8e77ee30="غروال"]ګران ورور کټؤازۍ!
سلامونه ومنه! ګوره دلته د ټوکو او يارانو بنډار دي ماته غرواله او يا نادره که ووايي خوا به مې هيڅ کله هم بده نشي٠
او تا ته خو ګوره د زړه سره کتوازي او کټوازۍ دواړه استعماليدۍ شي ځکه دا د ژبې دستور دي٠
د مثال په ډول : ښاغلي [color=blue:aa8e77ee30]کټوازي[/color:aa8e77ee30] وويل : ٠٠٠٠٠٠
ښاغلۍ [color=blue:aa8e77ee30]کټوازۍ[/color:aa8e77ee30] له سفر څخه راستون شو٠٠٠٠٠٠٠٠
ښاغلي [color=blue:aa8e77ee30]کټوازي [/color:aa8e77ee30]داسي خبره نده کړې ٠٠٠٠٠
ښاغلۍ [color=blue:aa8e77ee30]کټوازۍ[/color:aa8e77ee30] به داسي خبره چيرې هم ونکړي٠٠٠٠٠
نو کټوازۍ او کټوازي هر يو ځان ته د استعمال ځاي لري٠
[/quote:aa8e77ee30]
څاروان
06.11.2005
د هجري د ملجس يارانو سلامونه سره د تيرشوي كوچني اختر مباركي قبول كړي.
د روژي په ورستي شپو كې افغانستان ته تللي وم چې د اختر په شپه رارسيدلي يم او په مټه مي نن وخت پيدا كړو چې ټول افغان وه ګورم نو د ټولو څخه مي زيات تكل د هجري مجلس ته وه خو [color=darkred:e5d8584489]افسوس چې د خوشحالي د قاليني پرځاي پكي د غم تغر غوړيدلي [/color:e5d8584489]. د خالد جان په تګ او د ليكنو په ړنګولو وروڼو كافي خبري كړي زه پري څه ليكل نه غواړم خو خالد جان ته دومره ويل غواړم چې ياره اخر دي هم د رقيب واوريدل او د ټول افغان ويب پاڼي د خرابيدو لپاره چې د څه وخت راهيسي سيتميانو كوم كار شروع كړي وه د هغوي سره د مقابلي په ميدان كې دي ياران يواځي پريښودل او په دي كار سره ستاسي مسئوليت نه ختميږي.
به هر حال زه هم ګورم چې له څه وخت راهيسي په ټول افغان كې ډير بد شيان ليكل كيږي او مسئولين يي سترګې پري پټوي د غربي ګوډاګيانو په اړوند بد لفظ استعمالو باندي خلك تهديدوي خو د سترو ديني او علمي شخصيتونو او د اسلامي احكامو او شعائرو باندي ملنډي وهونكو پر ليكنو سترګې پټوي او زه هم نه پوهيږم چې دداسي ليكنو په ليدو كې د مسئولينو د سترګو دوربينونو ولي كارپريښي دي.
خالد جانه ورستي خبره درته دا ليكم چې په ټول افغان كې بيرته ليكني شروع كړه او كنه نو دي هجري ته دي هم يو غټ كلف واچوه چې ترڅو مونږ هم ترينه څادر په اوږه كړو.
بېلتون د كور كلي ملك شو
عاشقان كډې باروي ژړا كوينه
بېلتون ښامار په لار كې پورت دى
دپاړوګر اشنا مې هېر شول منترونه
څاروان
مجيب انګار
06.11.2005
يارانو سلامونه مې ومنئ ، هيله ده اختربه موپه خيرتېرشوی وي...
اوس چې خالد دکوڅه ډبو... په خوله له موږلاړ ... نو دا فورم خو يومسوول ته اړتيالري چې بايد يو مسوول او یو چلوونکی ولري . زه ددغې دندې له پاره دهوتک صاحب نوم وړاندې کوم که مو خوښه وي او هغه ته رايه ورکوئ نو رادانګئ .
بيابه يې کامه وال ته وړاندې کړو،انشاء الله چې اوکې به يې کړي
mahboob
06.11.2005
ټولو دو ستانو ته شې چاري ، سلامونه او اختر مبارکیوي .
یاره انگار ه زما دزړه خبره دی ولیکله هوتک شه دی ، خو هوتک به هم ژمنه کوي چي لژ به له خبرو سره پام کوي .
هغه انځورگر ته دي خدای هدایت وکړی یاره څه بی وفا انسان وختو داسی یی په نیمه لاره کی پریشوو چی هک حیران یی کړو یاره زما خو خوش وو خدای دي بیا راولي دا شاعران لکه چي ټول ډیر بې وفا او د نیمي لاری خلک وي .
شاعر خو باید غټ او سوزوونکی زړه ولري خو خالد جان د زړه په ځای تیژه په سینه کی ایشي ده . خدای دې راولې .
م ن غروال
06.11.2005
تر سلامونو وروسته!
ګران هېواد ورور ډيره مننه چې زما پام مو (ۍ) استعمال ته راواړولو انشأالله بيا به پام کوم او هغه ليکنه مې ښه په غور سره ولوستله ډيره مننه!
او انګاره ياره هوتک د فورم مسئول ځکه نشي کيدای چې وړوکۍ هلک دی لاتر اوسه يې کوزده هم نده کړې او بله دا چې خوله او قلم يې يوشئ دي٠ دده ليکنې به بيا څوک ړنګوي؟
او زما خو داسي خيال دي چې که ته پخپله دا مسئوليت په غاړه واخلي ښه به وي٠
که څنګه؟
په درناوې
hotak
09.11.2005
یارانو مینه اوسلامونه می یوځل بیاومنۍ!
مجیب جانه له لطف نه دي دغره هومره مننه. زه اريان په دې يم چي تاسي ته زه څنګه دومره شريف انسان ښکاره شوم چي دفورم دمسؤولیت لپاره مي دوطنمل مخي ته لکه دفقیرډانگ نیغ نیغ کوۍ؟؟؟
په ماباندی خپله والله که ودانه وي تاسي راته نوري شرشتې هم په غاړه کی رااچوۍ. اوبيايوڅوک چي دفورم مسؤليت ته ورپيژندل کيږي البته هغه به يی استعداد او وړتیا لري. زماپه سرکي نوله کومه دومره شوروا وه چي دفورم مشرتابه ته مي معرفي کوۍ. پرې مي ږدۍ هلکو چي خپلي سپږي وژنم.همداسي بې مسؤليته ښه يم. ماته به مي پلار(خدای جل جلاله دی دجنتونو سردار کړي...آمين) ويل نصيرجان نور ډيرښه انسان دی خو ارمان چي په خوله کي سپی نه وای تړلی. اوهغه ځکه چي ماته یو واري خبره خولې ته راشي ترڅوچي مي را ايستلي نه وي دخارښ ناروغۍ راباندي لګيږي..........................
زه دفورم له مسؤلیته بيزاره يم............... هسي غريب ښه يم....سباچي مي لکه خالدجان داسي شړۍ ترهغه مي همداغريب حالت ښه دی.................... البته دخالدجان له تګ نه مي وروسته اوس فورم ته هیڅ زړه نه راځي......هسي نه همدا مي وروستۍ ليکنه وي.....................البته که مي بيانه پريږدۍ نوزماشرط دادی چي خالدجان به له سره فورم ته راځي... داهسي مرورتيانوڅه مانا....په خدای چي خالدنه وي راغلی که زه هم قلم کش کړم انشاالله...................... مينه مننه