د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عنوان

tandar
28.10.2010

وهاچ صاحب احترامونه٠
وروره که دټوکو دیره کی دوروڼوسره ټوکی وکړو ، محترم عبدالسلام واې دډیران شوده ګان دی٠
او که لنډیو ته راشو ، نو واې دا دبی سواده او نرښځی او دبل خراب ټکی په معنی ې ښه دی چه نه پوهیږم او داسی نور.......
خدای شاهد دی چه دالاندی جمله چه تاسو نوشته کړی ماځانته جرئت نه ورکولو،ځکه چه په معنی کی ډیره سخته جمله ده که څوک په پوه شی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دا خو د عبد السلام عادت جوړ دی، چې ځای ځايګې نه ګوري، او چېلک په کې وراچوي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ماپه خپله دجمعیت دملا لښتی خوړلی چه سبق ته به ناوخته او یارانغلم٠
تر ١٢ ټولګی پوری په تفسیرشریف کی می له ١٠ نمرو نه کمی نه دی اخیستی٠
اما زه حیران پاتی یم چه دا بعضی خلک د لنډیو ،شعرونو سیاسی بحثونه خو څه کوی د ټوکو په صفحه کی ،ایاتونه،حدیثونه او روایاتونه په لیکلو اخته دی ،داسلامی کلماتو ،جملو اومثالونو مخ جدا معلوم دی ٠
هر شی ځانته ځای لری ٠
مایوه لنډی نوشته کړی ،دی واې داسړی نرښځې دی ،داخبره دی په حقیقت کی ماته وکړه که په منطق سړی پوه شی ،عبدالسلام خانه زما ځلمیان ځامن ګرځی،ماته خندا راځی او زه تاته سخت ځواب نه درکوم ،دا دژوندیو خلکو مجلسونوکی څه غواړی ؟
خپل لمونځ او اودس دی وکړه ،نه به څوک درڅخه خفه شی او نه به تاسی خفه وی٠
زه خو د وروری په ژبه خبره کوم ، نور مو خوښه٠
وهاج صاحب دسپینی سینی دی یادونه کړیده نو واوره٠
سپینی سینی ته می راخیژه
..........................که چاپری مړکړی ځوانان تل په سینو مرینه
او په سینه یو لالی ځایږی
...........................حجره خونه ده چه غویمنډ پری جوړومه
او دپیغلی تګ دقوماندان دی
........................دا دواړه تی ې حاضر باش نیولی دینه
او خوله دی په خوله کی راته کیږده
........................ژبه می پریږده چه ګیلی درته کومه
او خوله می دڅنګ له لوری اخله
........................مور می میره ده بندپه بند می لټوینه
اوڅنګه نری ې لکه لښته
........................موردی بدبخته تابه چاته ورکوینه
او خدای دی زما په غیږ کی مړه کړه
......................چه ته سلګی کړی او زه دی شونډی ښکلومه
چه کابل ته ځی څادر دی پریږده
.........................روژه ګی راغله تراویح به پری کومه
تر بیاپوری٠


عنوان

spinkar
28.10.2010

دا چه دشپی سړی پټیو ته اوبه ورکوی او یوه یوه لنډی ورسره واې٠
دتاسو په لنډیو سره ماته وطن مخکی دریږی٠
سپوږمۍ داسمان په نیماې شوه
.................زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
مننه


عنوان

tandar
28.10.2010

پاس په سینه راته ځای جوړ کړه
.........................لکه لړم په دیوالو راغلی یمه
یاری دلوړی نجلۍ خوند کړی
.....................چه پلولاندی سړی غلی تیروینه
او یاری دسیال سړی مزه کړی
.....................ځان ته به ګوری ستابه ډیر عذت کوینه
او سیل خو پس له نیمو شپووی
.......................څوک چه بړستنی تودوی هغه دی ځینه
او پلار ې په لپو روپی غواړی
.....................دلور چپه پیوند ته نه ګوری مینه
او پګړی دی غټه په سر ایښی
.....................ددوسی نه دی زه څه خبره ومه
او طالبه خدایږو که ملا شی
.....................په کتاب پروت ې یادوی شینکی خالونه
او زما ارمان وتلی نه دی
....................ماته دخیټی په جنګ بیا راشه مینه
دا وروستی لنډی می دظاهری ملاډولو دپاره لیکلی ده حتمی خوند به ې ورکړی وی
مننه٠


و.افغان
28.10.2010

ګومان مې نه شي چې به جوړ شم - زه دکاږه وربل شمال وهلی يم

دا بله درواخلئ

مجلس د پېغلو ډک له وير دی - ځوانانو ګرو کړل په دنيا کې ايمانونه


عبد السلام
29.10.2010

سراج جان لیکلي :
[quote:50aa2de43c]ما ویل چې همدا خپل نظر ښکاره کړې،[/quote:50aa2de43c]
اوزما هم ستا دا روستی بدلون پکاروو . [quote:50aa2de43c]وروستی ځل بدلون وهاج ساپی په ٥ شنبه اکتوبر 28, 2010 5:55 pm ورکړی دی , د بدلون شمېره 1[/quote:50aa2de43c] ته چې په خپلو خبرو دومره معتقد وي ،ولې پرې پښیمانه شوې؟
[quote:50aa2de43c]چې په دې نوم دې څوک ونه غوليږي. خفه کېږه مه، هم ادب لرم، او هم يې په مراعات پوهېږم، خو مغرض غرضي ته تنبيه
عين ادب بولم.[/quote:50aa2de43c]

داپورتنۍ خبرې دې څه معنی ؟ زما دنظر ښکارکولو نه تا څه الهام واخیست چې زما نوم هم درته غولونکی ښکاره شو ، په څه ؟ اوولې ؟
دا حق چادرکړ چې نومونه هم ته کیږده ؟ ته خو ددې پاڼې په اصولو تر نورو باید ښه پوه وی ،چې شخصی تیری منع دی ! بیا نودا شخصی خبرې څه معنی ؟ اودا [color=darkblue:50aa2de43c]مغرض او غرضی[/color:50aa2de43c] به اوس په چا دلالت وکړي ؟

د(اوستا باوري اوکینډر) سره بحث نلرم ، دوي پوه شه او دیوبل هنډل غوړول ،او پنچری نیول !!!


و.افغان
29.10.2010

عبد السلام جانه!
تر کوره دې نه ځغلوم، پوهېږم چې زما په مطلب ښه پوره رسېدلی يې :)
د شهيد په اړه ستا خبره صحي ده، زه درسره موافق يم، زما موخه دا وه چې د هر شهيد لپاره د دغه حکم تعميم ناسم دی.

اوس يوه بله ټپه درواخله، او ګيلې مانې پرېږده:

سترګې مې وباسئ لايق يم ---- چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه

په درنښت


محمدزمان هوتک
29.10.2010

سلامونه یارانو راسی نن زما دا څلور ټپی هم ولولی اوخپل نظر راکړی

پرمابه هغه ورځ اختروی------چه وطن ته مهاجر راکډه شینه--
سلام سلام دی بیاسلام دی------پرهغوسلام دی چه مسافرله ملکه وینه--
افغانستانه پرماګرانه--خړی دری دی له غیرت نه ډکی دینه------
افغانستانه پرماګرانه--له تانه زارشه زمونګ غوښی اوهډونه


عنوانه

tandar
29.10.2010

عذتمنده وهاج صاحب سلامونه٠
دا خو لږ راته تشریح کړه چه ، چیلک ،جنګک ،حلقه، او کونډه یوه معنی لری او که څنګه؟
او کوم یو ې کومی ژبی پوری اړه لری؟
په وطن کی می لیدلی وه چه کورنی حیواناتو کی چه کوم یو به مست شو او کورواله به ې غوښتل نو بیادبه کیلی ټول حیوانات ورپسی شول٠
نو په دوی کی چه هر یو به بریالی شو ،بیابه ې چیلک یاچنګک ورواچلو او دا خبره په فارسی زبانو کی دشله سړی په مقابل کی زیات مثال راوړل کیږی.
سترګی دی وی وتلی نه وی
...............................چه په مالت دی لویدم نه دی لیدمه
خلکو پردی خلک راخپل کړل
............................مامی داخپل خلک په خوب کی ژړوینه
او په جنه کو کی پټه پټه کیږی
............................ ددله لوری زه دی پوندی پیژنمه
زړه می په زړه کی درنه بد دی
...........................هسی خبری دناکام درسره کړمه
راشه زما دباغچی ګل شه
............................چه هر سهر دی په دیدن تازه کومه
دغمازانو دی کور وران شی
...........................یار ې جداکړو زه یواځی پاتی شومه
دغمازانو دی لاس خلاص وی
..........................یار ې جدا کړو نور ې څه پروا لرمه
تربیا٠


عنوان

tandar
29.10.2010

هوتک صاصب سلام٠
په دی شکل سره چه غواړی نور وطنوال هم مهاجر شی٠

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پرمابه هغه ورځ اختروی------چه له وطنه مهاجر راکډه شینه--
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
او که نظر مو دی چه مهاجر وطن ته راشی؟ نو بیا.......
پرما به هغه ورځ اختر وی-------چه وطن ته مهاجر راکډه شینه
اویا....
پرمابه هغه ورځ اختر وی-------چه له پردی وطنه مهاجر راکډه شینه
مننه٠


عنوان

tandar
29.10.2010

عبدالسلام خانه یو متل دی چه واې٠
یوه ګوته چه بل ته نیسی نو ٣ ګوتی دی ځان ته نیولی نو دی الاندی لیکنی حق څنګه ځانته ورکوی؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ته خو ددې پاڼې په اصولو تر نورو باید ښه پوه وی ،چې شخصی تیری منع دی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
تا داصولو نه زیات تیری کړیدی چه دیاولو وړ نه دی او ته خپله ښه پوهیږی٠
او زه خپله چه خفه کیږی او که خوشحاله کیږی ،ستالیکنی نه لولم اونه کوم احترام درته قائل یم ځکه دبل احترام دځان احترام او په بل چا تعرض دځان تعرض ګڼم زما دخبری مثالونه اوستاتعرضونه په ټول افغان کی ژوندی پراته دی ،ته غواړی ځانته مضمون کړی او یاغواړی چه ځان ته شهرت پیدا کړی٠ نو ماته دغه مثال رایاد شی٠
کوم سړی په جمعیت کی مرداری کړی و٠
دکلی خلکو پس له ډبه ولو نه تری پوښتنه وکړه چه ولی دا کار کړیدی؟
سړی ورته وویل چه زه هیچانه پیژندمه او غوښتل می ځان مشهور کړم٠
زه فکر کوم چه ته هم ځان مشهوروی٠
سبابه په دا خپلو تیریو باندی داسی شهرت پیدا کړی چه ددوست نه به دی دشمن زیات وی ٠
نور دی خوښه٠


محمدزمان هوتک
29.10.2010

تندر صیب سلام ته دی وعلیکم سلام او ډیره مننه چه نیګړتیا مو راپه ګوته کړه


و.افغان
29.10.2010

تندر كاكا
له خندا دې مړ کړم، د تېرې پاڼې په سر کې مې ستا په ليکنې اوس سترګې ولګېدلې.
هو، بله دا چې چېلک خو به ډېرو ځايونو په کار وړل کیږي، خو زما موخه ترېنه د يوه
خاص چېلک وه، مونږ د مهاجرت په کمپ کې اوسېدلو، هغه وخت کوچنيان وو، دا
ګوډي پرانونه (باديوه) به مو پورته کول، قانون دا وو چې ګوډيپران به کله د جنګکان له وجهې يا خپله آزاد شو، نو هر چا چې به ونيوه؛ د هغه به وه، کله کله به ځينو شوخي کوله،
يو تار به يې پيدا کړ، دواړو سرونو ته به يې تيږې وتړلی، په بام به وختل، او په ګوډي
پران پسې به يې ورواچوه. دغه مونږ چېلک وايه.

اوس يو څو لنډۍ:

سترګې مې سرې په شوګیرو دي **** جانان په ما د شرابي ګمان کوینه
ده نیمې شپې راتله دې ورک شه»»»»سترګې مې ډکې ډکې کيږي خوب راځینه

په درنښت


عنوان

tandar
29.10.2010

وهاج صاحب سلامونه٠
دټوکو لیکلو نه می بس کړی ،دا دچیلک په هکله داسی یوه ټوکه رایاد شوه چه تر اخر دکاله بی دی خندل٠
مګر زه په دی ډاریږم چه دا سړی په چیله کی مشهور نه شی ،بیاې پوره کړه٠
اخر به ې نوم چیله کی وی او که نه ولا بد نوم خو هم نه دی،چیله کی ماما،٠
مګر افرین په تا، اول اصلاح له ځانه شروع کیږی ، زما زړه دی هم پری یخ کړیدی٠
هر سړی باید خپل چوکاټ وپیژنی٠
تیری ښه کار نه دی،دوست کموی اودشمن زیاتوی٠
راځه چه لنډی درته ووایم،نور غمونه کم دی اوس د چیله کی ورزیات شو٠
زمابنګړی به دی په کار شی
......................چه کټ غلت کړی زه به ې ورو،و رو شرنګومه
تربیاپوری٠


محمدزمان هوتک
29.10.2010

سلامونه ټولو ملګرو ته
وایې
‏>> تهمت پرهرچا ویل کیږی--- زلیخا ګوره پریوسف ع) وایې تهمتونه
‏>> خلکو له مانه ګیله مکړی--- دوطن مینه کی زه روغ لیونی شومه

‏ په مینه اومننه


عنوان

tandar
29.10.2010

دارمانونو ډک زړوړنه په لنډیو تشول دی٠
وهاج صاحب چه بیا څوک چیلک وروانچوی؟خدای دی خیر کړی٠
که ټوکه ولیکو او که لنډی ولیکو بس چلیکان راپسی دی٠
خیر داځلی به ې زه هم خوښ شم،ځکه حوصیله هم حد لری٠
څرخه دبام په څنډه کیږده
.........................چه ننداره دی دښچې ګوتی کومه
او راځه چه دواړه ټال ته خیژو
.........................ټال به بهانه کړو سینی مینځ به جنګونه
او لاس دی په لاس کی راته کړه
........................دلاس نیوی به دی تر ډیره یادومه
او ماې دورور له سترګو جار کړی
.........................ده به دخور سترګو ته ډیر کتلی وینه
سپیلنی ورته لوګی کړی
..........................ګودر ته تللی چابه ې مخ لیدلی وینه
او په تش لیدو دی نه مړیږم
.........................نامردی ټوله راپه شاه شه چه دی وړمه
راشه په همدی ځای کی به ې پریږدو
...........................دبختور سړی به چاغه ښځه وینه
وهاج صاحب په لنډیو کی هم لغمانی چل کوی٠
یوه لنډی ولیکی نور میدان بل وخت ته پریږدی٠
که زه یوه یوه لنډی ولیکم ٢٠٢٠ کاله پوری هم نه خلاصیږی٠
تربیا پوری٠


پښتون.
30.10.2010

تندر صیب!
یو څو دی نوری ورپسی وی
پدی لنډیو خپلی تندی ماتونه
ښه نو په لنډیو زړونه تشوی او ماته مو دا چل نه راښود.
...................................................................................................
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم
نجلۍ هوښياره کشمالوته نۀ راځينه
پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې
ګل لاله دې پۀ صحراوشرماونه
پۀ ليدومينه نۀ ماتېږي
څويې دسپينې سينې تاونۀ کړې لاسونه
پۀ سورپالنګ بۀ دې راخېژم
کۀ چاپرې مړکړم پۀ پالنګ بۀ شهيدشمه
پۀ مادې دوه فساده وکړل
يودې مين کړم بل دې ورک کړم لۀ وطنه
پۀ تېره توره مې حلال کړه
داسې خومه وايه چې نۀ درسره ځمه
...............................................................
ستاسی د نورو لنډیو په تمه.


عبد السلام
30.10.2010

[quote:f3c90f3098]دارمانونو ډک زړوړنه په لنډیو تشول دی٠
وهاج صاحب چه بیا څوک چیلک وروانچوی؟خدای دی خیر کړی٠
که ټوکه ولیکو او که لنډی ولیکو بس چلیکان راپسی دی٠
خیر داځلی به ې زه هم خوښ شم،ځکه حوصیله هم حد لری.[/quote:f3c90f3098]
باوری صاحب! هیڅ تشویش مه کوه ، اوښه په اخلاص دې زړه تشوه ! داستا اوږده تجربه او دوراره میکانیکی زدکړې چې سره یو ځای شي ، دبدبختۍ اوجهل ريښې به له بیخه راوباسئ ! زه به دلورونې دا در عرض کړم چې دوراره تخصص ته، ته بهتر کاندید ښکارې ، ځکه کومې وړ تیاوې ! چې په تاکې وینم په وراوه کې دې نشته ، اوخدای دې نه ورپه برخه کوي ! ځکه بیا هم که هر څه وي ، زه ورسره پرته له مینې بل څه نلرم ، خو... !


عادل عادل
30.10.2010

سلامونه

عبدالسلام وروره، تاته دې خدای انصاف درکړي ...... چې نوم یې شي لنډئ نو پدې کې به ژورې او اوږدې ماناوې له کومه شي، ..... لنډئ خبره .... هغې ته وایي چې سنجش پکې نه وي شوئ، .... لنډئ سړئ ..... هغه ته وایي چې وړاندې وروسته نه ګوري، ....مصرئ ... د مصر هیواد ته منسوبه یو ډول توره/خنجر دی چې په قوي احتمال څټ او مخ تیره وي، او ښورول یې د ټپ، زخم او جرح خطر په څنګ کې لري، ... ټپئ .... هم داسې درقیاس کړه چې د ژبې په خوځولو سره نه رغیدونکي ټپونه ایجادوي.

چې یې نوم ورته ټپئ مصرئ دی ایښئ
بې شاعره بې مانا لنډئ دي څه شئ

له دې وجه تسمیې یې مالومیژي
هم له ټولو چې یې اورو ثابتیژي

هسې فسق ته هڅول دي د ځوانانو
پاک خیالات خیرنول د ادیبانو

چې د پټو یارانو کړي صفتونه
دې ادب ته راځئ واچوو قفلونه

که شاعر لیکوال یې هر څو مالوم نه وي
په فاسق سره کتاب دي نومولي

یادونه:

حماسي، مفیدې، پندي او مثبتې لنډی/مصری/ټپی مثتثنی او د قدر وړ دي.


عنوان

tandar
30.10.2010

وهاج صاحب مرسته غواړمه، چه دعبدالسلام ځواب خپله ورکړی٠
یره دتا دچیلک خبره نوره په عمل کی ثابته شوه٠
داسړی مو په ارامه نه پریږدی،دده مداخله ماته دحاجی عاشق قیصه رایاده کړی٠ حاجی عاشق یو سپین ګیری سړی و او حج ې هم کړی و مګر دبواسیرو مرض ې لرو او ٢٠ ګلنو ځوانانو پسی ګرځیدلو٠
چه مسجد کی دلمانځه په قطار کی به ورسره کوم ځوان کښینستو نو ده به ورته په ورانه لاس وهلو ،چه وراره څنګه ې٠ ده خواصلی کوخک لرل او غوښتل ې چه ځانته څوک پیدا کړی٠
په مسجد کې هم ښکار کولو٠
دا خبره ټوکه او پروپاګند نه دی ،په ټوله منطقه کی مشهور و٠
عبدالسلام هم ځان نه حاجی عاشق جوړ کړیدی٠
خدای ته وګوره نور مو په ارامه پریږده،که دحاجی عاشق مطلب لری زمونږ نه څه په لاس نه درځی ٠
نور دی خدای نیکه لاره دروښې٠
خدایه همځولی راته راکړی
.........................په کار می نه دی دسپینږ یروبالښتونه
عبدالسلامه دا لنډی غلط ده او صحیح ده؟
د؟؟؟په خوله کی دی راکیښود
......................راتیر دی نه کړو پری سړه توده دی کړمه
زمونږ په لنډیو او ټوکو به دی اوس کوناټی هم کړی وی ځکه چه مفتی دی٠
ستادلیدو په ارمان٠
تندر،تندر،اوبیا هم تندر


و.افغان
30.10.2010

[quote:3541948583="عبد السلام"][quote:3541948583]دارمانونو ډک زړوړنه په لنډیو تشول دی٠
وهاج صاحب چه بیا څوک چیلک وروانچوی؟خدای دی خیر کړی٠
که ټوکه ولیکو او که لنډی ولیکو بس چلیکان راپسی دی٠
خیر داځلی به ې زه هم خوښ شم،ځکه حوصیله هم حد لری.[/quote:3541948583]
باوری صاحب! هیڅ تشویش مه کوه ، اوښه په اخلاص دې زړه تشوه ! داستا اوږده تجربه او دوراره میکانیکی زدکړې چې سره یو ځای شي ، دبدبختۍ اوجهل ريښې به له بیخه راوباسئ ! زه به دلورونې دا در عرض کړم چې دوراره تخصص ته، ته بهتر کاندید ښکارې ، ځکه کومې وړ تیاوې ! چې په تاکې وینم په وراوه کې دې نشته ، اوخدای دې نه ورپه برخه کوي ! ځکه بیا هم که هر څه وي ، زه ورسره پرته له مینې بل څه نلرم ، خو... ![/quote:3541948583]

عبد السلام خانه!
دبدبختۍ اوجهل د ريښو راويستل (؟) خو تاسو پيل کړي وو، چې له ټول ملت نه مو
په کې پوستکۍ وويست.
زه د شعر د نقد مخالف نه يم، بېله موضوع ورته پرانيزه، بحث پرې وکړه، دا چې
په موضوع بحث نشې کولی يا يې قصدا نه کوې، او په فورمونو کې اکثرو موضوعګانو ته د تخريب په موخه چېلک وراچوې، نو يواځې لوستل به درته ښه وي، تر څو دليکلو چل زده کړې، يا دې له سوء قصد څخه لاس په سر شې.
نه پوهېږم، چې تاسې ته څه تکليف در پېښ شوی دی، داسې حرکتونه ستاسې په
اصطلاح مغرضانه او د مغرض انسان وي.
عادل عادل صاحب، په دې تاسې تر ما ښه پوهېږئ، چې لنډۍ د پښتو ژبې یوه مهمه ادبي پانګه ده، لنډۍ لکه د نورو شعرونو په شان ښه او بد دواړه لري، که فسق او فجور
لري؛ نو نور غزلونه، او شعرونه هم له فسق او فجور څخه خالي نه دي.
د پښتو متلونو په شان يې قائل معلوم نه دی،په تاريخي لحاظ د يرغلګرو په وړاندې د ادبي مبارزې په سر کې راځي.
دا چې تاسې دا پانګه له يوې مخې له منځه وړل غواړئ؛نو نه پوهېږم چې دا به څومره
عادله غوښتنه وي؟
د شعر خواص دا دي، چې اعذبه اکذبه وي، تخيل په کې ډېر وي، زه نه پوهېږم چې په
دې ټپه کې څه ستونځه ده، چې د عبد السلام خان فضول يې را پارولي دي.
جانان مې سر په وطن کښېښود/ په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه

اوس واخلئ څو نورې جهادي لنډۍ:
خال به د یار له وینو کښېږدم
چې شینکي باغ کی ګل ګلاب و شرموینه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته د ي ساتینه
ټوټې ټوټې په تورو راشه
د بې ننګۍ اواز دې را مه شه مينه

په درنښت


عنوان

tandar
30.10.2010

ماته نور څوک باید ګوته ونه نیسی چه داڅه لیکی او زما ټولی لنډی یو شخص ته مخاطب دی هغه ښاغلی عبدالسلام دی،سر له ننه ورته لنډاو اوږد ورښکاره کوم .
راځه چه دواړه سره ځونه
.......................وروستی خبری به سپینږیری لنډوینه
ماته په لپه کی اوبه راکړه
.......................زه تږی نه یم دعبدالسلام نیت معلومه
عبدالسلام دی خدای له بامه را خطا کړی
.......................چه غونډاوپنډ ې زه په غیږ کی ونیسمه
تربیاپوری


عادل عادل
30.10.2010

سلامونه

محترم وهاج صیب

د فسق او فجور په ارتباط سره د لنډیو او نورو اشعارو تر منځ لوی فرق شته هغه داچې د لنډیو شعري صنعت ډیر ساده او اسانه دی او هر څوک یې ویلئ او جوړولای شي، خو نور اشعار هر څوک نشي ویلای، ځکه خو په فسق کې د لنډیو ونډه تر دا نورو اشعارو یو څه پر مخ ده. همدارنګه په نورو اشعارو کې فسق په عام فهمه او سپک سبک سره نه دی تصویر شوئ، خو د لنډیو فسق دومره بربڼد او سپک دی چې سړي ته یې په اوریدلو او لوستلو حیا ورځي.

په بل عبارت:

که مونږ او تاسو ته څوک بلنه راکړي چې د هرې بدې لنډئ په مقابل کې یوه ښه لنډئ ولیکو، نو په یقین سره چې د هرو سلو بدو لنډیو په مقابل کې به ایله یوه ښه لنډئ ورته وړاندې کړای شو.


عنوان

tandar
30.10.2010

زماپه نظر لنډی که لنډه هم ده دمعنی او دمفهوم له پلوه چه یو ساده او بی تعلیمه سړی هم وی ژر په مطلب رسوی او جوړول ې نظر شعر ته اسانه دی او په حفظ کی هم ډیر ژر ځای نیسی او دهمدی کبله په پوښتنو کی ډیر محبوبیت لری ،چه ښځی ورته ټکی واې، په ودونو کی به ټولولیدلی وی چه دښځو په بدلو کی د ټکیو څخه استفاده کیږی، مګر شعر په مشکله جوړیږی اوځانته یوانځور لری چه په عام ډول لکه لنډی تری استفاده نه کیږی٠
په صبر صبر پوره نه شوه
..........................سبامی نیت دی بی صبری ته ملا تړمه
او په دروازه کی دی ولاړ یم
.........................یادیدن راوړه یارخصت راکړه مینه
اوشمله دی جیګه په سر کیږده
........................زه پوښتنه یم ستاپه ننګ ولاړه یمه
عبدالسلامه ددی لاندی لنډی اصل ې څنګه دی؟
اوسپینه سینه درته پرته یم
........................ددوس ځویه اوس دی باسه ارمانونه
تربیا٠


پښتون.
30.10.2010

راځی د بحثونو نه لنډی ولیکو او یو بل ته ملاتړ او درناوی وکړو.

ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم ..... د شرم باز به مې په ولو ګرځونه
سترګې دې ولې واړولې ........... د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه
يا ر په يا ری کې دولت غواي .........ملنګ سړی يم زه دولت له کومه کړمه
لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي.......نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه
بلبلان ټول پۀ ژړاژاړي .......... بوراپۀ توره خولګۍ وخواړه ګلونه
زما ارمان ختلی نه دی.............لاسونه جگ کره غیگه بیا را کره مینه
خال يې په غونډه زنه کېده............بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه


عنوان

tandar
30.10.2010

پښتونه واوره٠
که توره یم تا به رنځور کړم
........................دیارانی اثر په سترګو کی لرمه
هلک چه تور وی ښه ښکاریږی
......................نجلۍ چه توره شی بنګړی دی خرڅوینه
که یار می تور دی څه پیغور دی
...................تور خو بورا دی سره ګلونه بویوینه
خال ې په غونډه زنه کیږده
....................بیامی ورپریږدی چه ې ښکلی کړم مینه
خالونه واړه دی خالونه
........................د زنی خاله لیونی دی کړم مینه
ورانه دکور کیلی یاری کړی
.....................دزنی خال می دیوالو وسولاونه٠
اوخدای دی په داسی ځای کی راکړه
......................چه له تنکی سینی دی وباسم ټکونه........یعنی ناراستی٠
خلک به واې چه وړه ده
.........................دسینی باغ ې غټ انار نیولی دینه
وروره تر بیا
مګر عبدالسلام خان بیا هم احترام لرم ،که دی نه وی نو دومره بحثونه به مو له چا سره کړیوی ؟
یواری داځلی پخلا شه
..................بیا می توبه ده جنګ به نه درسره کړمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more