د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

hotak
14.10.2005

يارانوبيامينه اوسلامونه!
هلكو خالده اواسده داتاسي څه فلسفه را اخستي ده ياره ؟؟؟
بس يى كړۍ دااوتي بوتي مو.سم دم مجلس وكړۍ.كه موجنګ ته زړه شوى وي ورسۍ منطقواوټولګړوته.دلته به سمه دمه دسړيتوب ګوزاره سره كوۍ.
هوريښتيادامو څه دملانصرالدين هاهاهاهاها جوړكړيدي؟؟؟
داستاسي ترهاهاهاپوري به درته دملانصرالدين يوه كيسه درته وليكم:
وايي دملانصرالدين صاحب يوملګرى يوكال له حج نه راستون شوى وو.يوه ورځ يى ملاصاحب پوښتني ته راغى اوډوډۍ خوړلوته هم له هغه سره تم شو.
ملګري هم ورته زبردسته ترخه شوروابرابره كړه.خوله بده مرغه څنګه چي هغه اقتصادي ستونزي لرلې نويى شوروا كمه وه.
ملاصاحب چي كله خپله سركشه لوږه اوداكمه شوروا او ورسره دحاجي صاحب لويي لويي ګولې وليدې نويى فكروكړچي كه له عقله كاروانخلي نودكورڅښتن به دشوروا ميرمن ورټنډه كړي. ملاصاحب ددې لپاره چي حاجي صاحب په خبرومصروف كړي اوپخپله دشورواتركاسه لاندي وزي نويى له حاجي نه وپوښتل چي دحج مفصله كيسه ورته تيره كړي.
حاجي چي پخپله هم په هګۍ كي چوڼيدلى وو دملاصاحب په شرارت پوه شو نويى خورا په سړو اعصابو ورغبرګه كړه:
ياره ملاصاحب بس څه سربه دي خوږوم خوبس ولاړو اوبيرته راغلو.دايي حج.
ملاصاحب بياورته وويل ښه نوكوم كوم كارونه موترسره كړل:
حاجي ورغبرګه كړه بس كونه وړه كونه راوړه ...دغه موكاروو.
اوس چي نوحاجي صاحب دملاصاحب ګولوته پام شو نويى پريكړه وكړه چي ياره راځه ملاپه خبرو كړه. له ملاصاحب نه يى وپوښتل چي ملاصاحب ښه ده چي راپه يادشو زه دقرآنكريم دوالشمس والضُحها په سورت كي دتجويد اودهاهاله پلوه ډيرغلطيږم.كه لطف وكړی اويوځيى راته له سره په تجويدتلاوت كړى.
ملاچي دحاجي په شيطانت پوه وو ورغبرګه كړه: هو ولي نه....
والشمس والضُحاها والقمراذاتلاها.يوڅو دغسي نوري پسي هاهاپسي هاهاپسي هاها...................................................
نواوس هم پسي هاهاپسي هاهاپسي هاهاهاهاهاهاها


hotak
14.10.2005

هوريښتياپه پاي كي يوه بله ناولده:
ماچي كله دكوزدې لپاره رويباران د(هغې)كره وروليږل نو خپل يودانه كاكه عكس مي هم ورسره وراستولى وو.خوكله چي هغې عكس ليدلى وو نوسكوټ انكاريى كړى وو.ويل يى وۍ خدايه داخو هغه دبورډ په بازاركي دنهرله غاړي سبزي پلورونكى دى........... دانودهوتك نصيب دى چي هرځاي ورته خنډجوړ وي.
غروال صيب كه ډيرمي ليدلوته ليواله يى نوزما لاندينى آدرس پخپل ياهوماسينجركي ايډ كړه.اوس خومي نوهسي هم دخُسرله كوره شوې...


م ن غروال
14.10.2005

خوږو دوستانو سلامونه!
هوتکه وروره ډيره مننه چې ځواب دې راکړو٠ ما ويل هسې نه چې خوست ته رسيدلۍ وي٠ ته چې دومره شله يې نو خداي دې په خير ارمان پوره کړه ځکه چې خپلوان به مې شي٠
يارانو!
خوشحاله يم چې څاروان ورور روغ رمټ دي او ليکنه يې ګورم ځکه هسې خو هم له مونږه مرور ؤ٠ :( دا چې نن يې شخصي پيغام هم راليږلۍ ډير ډير خوښ شوم٠ زمونږ ډير مسلمان خويندې او وروڼه په ډير بد حالت دي الله تعالی دې خير کړي٠
انګار بې چاره خو د ډاره څو شپې ندې ويده شوۍ٠ او ورځ ټوله په خوب تيره کړي چې روژه يې ښه تېره شي نو دا خو بيا نه وايي :lol:
او بله دا چې دا انځور ګر په نصواريانو ډير لګيږي خو خداي دې يې پرې اخته کړي چې د نشې پته ورته ولګيږي٠ :oops: که څه هم د اتو کالو عمر کي يې نصوار اچول ( ګوره انګار وايي) بس نوره روژه ده ليکل دومره نه کيږي٠
په الله مو سپارم
نادر



مجيب انګار
14.10.2005

اسلام عليکم ياورونو ! انته به خير؟
ياره خدای خبر چې دابه عربي وي که نه خو هوتک لالاهرځای عربي ليکي ما ویل چې راشه بچوتاخو هم دقنبرعلي مولوي صيب په مدرسه کې يوڅه عربي ويلې ده( هوتکه دغه مدرسه چې په شاه ډنډ کې وه کيدی شي تاليدلي وي)
ياره خالده! اوس دې دخوسرګنۍ له ويرې وايې چې نسواري نه يې کنه نو والله هغه پوخ نسواري وې چې هروخت به دې له خولې شنه نسوار راوتلي وه او سوختي به دې لکه دمېردل ککړ پکړ وو.
مسلمانه تاخو به چې په کورکې نسوار واچول نو ايله به دې په ښوونځي کې توکړل او چې دعبدالله احسان له دېرې به راووتلې او خوله به دې له نسوارو ډکه کړه نو دمحمديار دکورمخې ته به دې تو کړل چې دغه واټن ماغوندې ګوډ سړی په يوساعت کې هم نشي وهلی.
ياره مه وېرېږه اوس خو کارشوی ، ګوندې خوسرګنۍ به دې څه نه وايي او که درته برګ هم شول ورته وايه چې تېر په هېر ، اوس خو يې نه کوم...


انځورګر
15.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
15.10.2005

هوتکه!خدای مې دې پرده درسره وکړي ، تۀ خو ولاکه پر يوه خوا هم تړلی يې ، ( خوا مه بدوه )


انځورګر
15.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
15.10.2005

[color=yellow:21248a0f46]ګل مې انځورګره ![/color:21248a0f46] خدای دې همداسې ژوندی اوګړندی لره ، ياره لږ خو چې دې ورپرېيښی وای ،چې دبيالپاره يي دشپانۀ مړۍ نه خوړلای !!!

خو پۀ هر حال له تاسو ټولو مشرانو او وروڼو څخه پۀ ډېرې شرمندګۍ بښنه غواړم ، (سره له دې ،ولا که لا دبښنې وړيو )


hotak
15.10.2005

خالدجانه كوردي ودان!
څه چي دي په جمعه ګل جوړه وي هغه كوه.باچاسړى يى......
زه هم بښنه غواړم خوهغه كټوازى دي پوه شي چي دشګي ځواب ډبره هم كيداى شي.
خوداهرڅه ټوكي دي بايدچي خواسره بده نكړو.
غروال صيب به هم اوس معلوم شي چي كله پسه په چاړه وهي اوموږ ورباندي ميلمانه كوي..................؟؟؟


کټوازی
16.10.2005

کاشکې ، هوتکه ! وړاندې دې د طبيعت دا اصل منلای وای ، چې سر دپاسه سر سته !!! خو خير دېر ايد درست ايد پۀ مصداق ، چې اوس دې سر پرې خلاص سو هم ، د زوی زېری دی، تمه لرم،پۀ راتلونکې کې خلۀ پر اتمام وښوروې !!!

غروال صيب ، فکر نه کوم ، زموږ د شړتېدلو منځ ته راسي ، ځکه هغوئ پوهېږي ، چې له سپکو سره سړی سپکېږي ، زۀ خو ډارېږم ، هسې نه ،دتل لپاره مو پر خدای وسپاري ،



څاروان
16.10.2005

۱۶-۱۰-۲۰۰۵

يارانو ورسته له سلام څخه.

دا ورستي ليكني مي چې ولوستي الله دي خير كړي چې د ملګرو ماشينونه ولي دومره ګرم شوي او دا كوم ناځوانه د نظره كړه چې داسي يو بل ته سره ..... خالد جانه كه زما مني دي خلكو ته لږ سپيلني لوګې كړه.
خير به هر حال د [color=white:ca6326ef24]نسوارو او نسواريانو[/color:ca6326ef24] خبره خو ډيره ګرمه ده نو زه به درته د غلبيل مجلي څخه د نسواريانو په اړوند څو توري وليكم.
غلبيل په خپله دوهم چاڼ كې نسوار او نسواريان داسي چاڼ كړي:

نسوار
[color=darkred:ca6326ef24]نسوار د نس له وار څخه اخستل شوى خو نسواريان هغه په نس كې نه بلكه په خوله كې اچوي څرنګه چې د خولې لاره په نس ده نو ځكه نسوار ورته وايې.[/color:ca6326ef24]
[color=darkblue:ca6326ef24]نسوار ډير ګټې لري چې ځينې دادي:[/color:ca6326ef24]

[color=darkred:ca6326ef24]1. نسوار د غاښونو باندينۍ برخې ته ډېر كلك كانګريټي دېوالونه جوړوي. ځكه چې د چونې اندازه يې له تمباكونه زياته ده.
2. په خوله كې بنديوان غاوښونه مخكې له دې چې زاړه شي د خولې له پنجرې ازادوي او په دې كې ورسره مرسته كوي.
3. د پيسو له باطله كاغذو د سړي جيبونه پاكوي.
4. او له دې ټولو زيات د خولې د مشكو د كان د بوي په زياتوالى كې ډېره مرسته كوي ، ځكه يوه معشوقه خپل محبوب ته وايې.[/color:ca6326ef24]
[color=blue:ca6326ef24]نسوار دې توكه چې خوله دركړم
كه خوله درنه كړم مرور به شې مينه[/color:ca6326ef24]

ياروانو نوره مو خپله خوښه چې دا مفيد شي استعمالوي او كنه.

په مينه او مننه

يوسف څاروان



څاروان
16.10.2005

۱۶-۱۰-۲۰۰۵
ورسته له سلامونو څخه.

[color=darkred:22e582ce61]كټوازى صيب[/color:22e582ce61] داسي ښكاري چې زلزلي ډير زغلي ولي يي خير اوس خو د الله رحم دي چې په پيښور كې يي ټكانونه نه محسوسيږي خو الله پاك دي د بالاكوټ له حاله مه خبره وي چې زلزله ، باران او يخني دري واله سره درته يو شي نو بيا ورته د ټينګيدو خبره ډيره ګرانه ده.

[color=darkblue:22e582ce61]غروال صيب [/color:22e582ce61]ستاسي له ليك څخه هم مننه. او زه مرور نه يم بلكي په خپل پيغام كې د ذكر شوي اسبابو په وجه اوس ډيري ليكني نه كوم.
او پاتي شوه دا ذكر شوي بيتونه ياره هغه وخت مې چې تاسي ته پيغام ليكلو نو د شعرونو په څانګه كې مي هم څه شعرونه واچول نو زما بيلكل دي بيتونو ته خيال نه وه چې د هغه ځاي څخه يي راځغاستلي دي او د خالد جان په هجره كې يي پناه اخيستي ده. او ما هم په هغه ورځ ډير په تلوار سره څو شعرونه د شعرونو په فورم كې اچول ځكه چې روژماتي ته ايله لس دقيقي وخت پاتي وه او غوښتل مي چې روژماتي كور ته ورسوم.

د اوس لپاره هم دومره بس دي نور بيا

په مينه او مننه

يوسف څاروان


کټوازی
16.10.2005

څاوان لالا ! ښۀ دی چې پر وخت راورسېدې ، ولا د ملګرو ماشينونه خو تصادفا ګرم سول هيچا هم نه يوله نظره کړي ،خو د احتياط له نظره که يو تاويز وکاږئ ، ښه به وي ، تاسې ته مې د تاويز وړانديز ځکه وکړ ، هغه د پنجابيانو پر ژبه د ( مولڼو) له ډلې مو پېژنم ،


کټوازی
16.10.2005

ولا څاوان لالا ، رښتيا هم زلزلې ډېر وزغلولو ، ستاسې تردې خبرو پورې يو ه کيسه را پر زړۀ سوه ،

پرون سهار تر لمانځۀ وروسته ، چې کله يو توره تيارۀ ،راخپره سوه او ږلۍ او باران سره يوځای بريد وکړ ، نو هغه د دوو لېونو کيسه مې مخ ته ودرېده ، وايي ، پۀ يوۀ کلي يوه ورځ پۀ خرت واوره ولوېدله ده ، دوه لېوني ، چې دا حال يې څارۀ ، يوۀ وويل : خدايه پاکه ! د واورې خو پروا نسته ،خو پۀ دې حال کې دې زلزلې ته مه سه ورپام ، که دې ورپام سو پۀ کومه خوا به منډې وهو !!؟؟

دوهم لېوني ، چې دخپل ملګري داخبرې واورېدې ،نو پرې ورتلوار يې سو اوورته ويي ويل : مه دووسه ،خو اوس دې ورپام کړ !!!



څاروان
16.10.2005

كټوازى صيب يوځل بيا مي سلامونه درواخله

روره كه د خالد جان سپيلنو كوم كار ونه كړو نو بيا به مو زه دم كړم د هغه ورسته بيا د تاويز نمبر دي خو ګوره صميم جانه د اسلام په فورم كې به دي چيرته له سترګو دا خبره نه وي تيره شوي چې بعض وروڼه په ما د وهابي شك كوي؟

او پاتي شوه د زلزلي خبره نو وروره د همدي كال په اتم د اكتوبر د سهار په وخت كې چې كومه زلزله په پاكستان كې راغلي وه زه پري نه يم پوه شوي ځكه چې په دغه وخت كې زه په خپل موټر كې ناست وم او د فتر پر لوري روان وم. خو د هغه ورسته چې كومي جټكي وي نو زه يي هم څوځلي پرسرك درولي يم. او اوس خو په پيښور كې هم دا دوه شپي اسمان تلتك پرځان راكش كړي او سپوږمي له ځان سره پټه كړي خو خواركي همداسي ډك زړه پاتي سي.
الله پاك دي زمونږ د ګناهونو مونږ ته مغفرت وكړي . آمين.
صميم جانه په بالاكوټ كې چې دي زلزلي كوم وراني كړي د هغه مناظرو په كتلو سره راته د عزات الله ځواب د يو شعر دغه دوه بيته راياد شول:

زمونږ د كلي پېلغې چغې وهي
---------------------- زمونږ شلېدلي امېلونه ټول كړئ
دا پراته مړي لږ په خاورو پټ كړئ
----------------------- لارو كوڅو ځنې سرونه ټول كړئ

هغه بله ورځ مې په يوه ورځپاڼه كې د افغاني ډاكټرانو انځور وه كتلو چې د زلزله زپلو د كومك لپاره د افغانستان څخه پاكستان ته راځي خو متاسفانه چې هغوي هم د خپلو پوښتنو وروڼو څخه پښه واړوله او ځانونه يي كشمير ته رسولي چې كيمپ ئي په مظفر آباد كې جوړ كړي.

[color=blue:acbc485ee8]وچكالي مې د ګريوان په چم كې نه شته
جوړ پرې هر وختې د سرو اوښكو باران دى[/color:acbc485ee8]

يارانو د اوس لپاره همدومره بس دي بيا سره خبري كوو ځكه چې ملګري مي د څه خوراكي موادو او خيمو د تقسيم پر ترتيب سره مشهوره كوي او ماته ناري وهي او انشاء الله كې نن بيا د بالاكوټ پر لوري ونه خوځيدم نو بيا به سره وه غږيږو.

په مينه او مننه

يوسف څاروان


کټوازی
17.10.2005

څاروان لالا سلامونه مې ومنئ !

څاروان لالا دخالد جان سپانده سپېلني خو ولاکه کار وکړي ، خو داچې ستاسو دم او تاويز راته د نوي منګي اوبۀ ښکارېږي ،ځکه يي خوږې بولم ، خو ګورئ اوس به پکې هغه زموږ دپاکستانيانو پر ژبه له لېم لېټ څخه کار نه اخلئ ،تر دې پورې مو د يوۀ طالب او ملا کيسه راپۀ ياد سوه ، :
خو ګوره ! وړاندې تر دې چې هغه کيسه درته وکړم ، که دې دهوتک لالا غوندې دجمعه ګل پر سر بېرته راو سرووله ، بيا به مو دغه وروستی وار وي سره !! ځکه چې زما لاس تش پۀ توره تورې پشۍ ( پيشو ) څټلي دي !!!
وايي يوۀ ملا يوه ورځ خپل طالب ( طالب العلم ) ته وويل ، ګوره طالبه ! پو هېږې ،راباندې ګران يې ځکه دې کور ته هم راسره راولم ،داځکه چې عزت مې هم د نورو طالبانو پرتله ډېر کوې ،لائق هم يې ،پۀ کلي کې دې خلک هم ښۀ يادوي ،تر اوسه مې بېکاره خبر هم نه ده درڅخه اورېدلې او بې ځايه مې هم چيرې نه يې ليدلی ، خو برسېره پردې امتياز ( چې کور ته دې راسره کله ،کله راولم ) نن يو ه بله خبر هم درته کوم ، هغه دا چې [color=indigo:f5378b04fc]( کله چې مې دغه پۀ ؤرڼي کې لور لويه سي ، قول مې دی درسره تاته به يي درکوم !!!) [/color:f5378b04fc]
طالب چې کله دخپل استاز له خلې داخبرې واورېدې ،نو يي ورته وويل :
( مولوي صيب ،کوردې ودان ،ډېره ښه خبر دې وکړه پرته له دې دې هم ډېر احترام کوم ، د يوۀ استاز پۀ توګه مې دپلار پرځای هم يې راباندې ګران هم يې ،شرمېږم هم درڅخه ،ولا که مې لا پۀ خپل ژوند کې تراوسه چاته ويلي هم وي ، دا اول وار دی چې تاته وايم ،[color=white:f5378b04fc] ډېر سخت پۀ عذاب يم ،اوس به دې له لاسه نه وسي !!؟؟[/color:f5378b04fc]
نو اوس څاروان لالا هغه دطالب پۀ دود ،اوس به دې له لا سه نه وسي !!؟؟ ځکه چې دخالد جان پۀ سپېلنو ولا که زموږ ښه وسي !!!

پاته سوه دزلزلې خبره ، او بيا پۀ زلزله کې دبالاکوټ خبره ، نو خدای سته ،چې د عزت الله جان ځواب دغو شعرونو دې ډېر اغېزمن کړم ،
[quote:f5378b04fc]زمونږ د كلي پېغلې چغې وهي
---------------------- زمونږ شلېدلي امېلونه ټول كړئ
دا پراته مړي لږ په خاورو پټ كړئ
----------------------- لارو كوڅو ځنې سرونه ټول كړئ [/quote:f5378b04fc]

محترم څاروان لالا ! د اورېدلو نه ده چې درته ويي کړم ، زما پخپله داسې زړۀ دی ، چې يتيمانو پۀ ليدو پر اورلوېږي ، بيا پۀ يتيمانو کې مې د ماشومانو ( هلکانو ) پرتله ماشومانې ( انجونې ) ډېر ژړوي ، او بيا پۀ انجونو کې مې د وړو پرتله پيغلې هر ه ګړۍ زړۀ پر اور اچوي ځکه چې د پيغلتوب ځوانې ارزوګانې يي لا پۀ هماغه ورځ د ارمانونو قاتلان دخپل هوس او حرس پۀ کفنونو کې ، ونغاړي ،پۀ کومه ورځ چې يي له سر څخه دپلار د شفقت او محبت سيوری پنا سي !! اوبس
داخبرې مې پۀ بالاکوټ کې د دوولسو کليوالو تر مړينې وروسته د هغه دردونکې او بوږنونکې صحنې له مخې درته وکړې ، چې پۀ دوو کورنيو کې مې وښنده پيغلي د غم او ماتم پر غولي پۀ داسې حال کې وليدلې چې ، له هرې خوا د محرومۍ له د رده ما او تاته را ترغاړې وتلې !!! پۀ دې هيله ، که دلاسه راکړي ، او ښکې مو وچې کړې ، او پر سر مو لاسه راوکاږي !!! اوبس


انځورګر
17.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


کټوازی
18.10.2005

ګا مې انځور ګره :: رښتيا هم پۀ هر کار کې دخدای ( ج) يو ځانګړی حکمت وي ،چې موږ ورباندې پۀ بشپړ ډول نۀ سو رسېدلای !!! خو خدای( ج ) دې ټول هغه مسلمانانو ته چې پۀ دې زلزلو کې مړۀسوي دي ، دشهادت لوړه مرتبه ور پۀ برخه کړي ، او پاته د کورنيو ټولو لويو او وړو غړيو ته دې يي جميل صبر ورکړي !!! امين ثم امين

خو داراته ووايه ، چې پۀ هوتک لالا خو ډېر نه سوم ګرم ؟ ياره هغه ستا له خوا غروال صيب ته د پسۀ د حلالې وړانديز هم ولاکه چندان ځای نيولی وي ، خير دا ورته ووايه ،چې څرمن يې ماته پرېږده هغه به که خدای کول زۀ وکاږم ، بس تۀ يي هسې را حلال کړه ، خو ګورئ اوس يې لا درپۀ يادوم ، سر به يي هوتک لالا ته ږدئ ، ځکه چې زموږ پۀ کټواز کې کې پۀ داسې مراسمو کې د مېلمستيا پۀ ورځ د پسۀسرد هغۀ سړي مخې ته خلک ږدي ، دچا پۀ درناوي کې چې ددې مېلمستيا تابيا سوې وي ، خوداچې پکتياوال او پۀ تېره بيا احمدزي پۀ داسې موقعه د پسۀ سر پۀ کلي کې دکوم مشهور کس مخې ته ږدي ، هغه زۀ نه سم ويلای ، هيله لرم ، چې غروال صيب به يي تاسې ته در وښيي ، او ښايي تاسې هم پردې تړاؤ تر څۀ بريده مالومات ولرئ ، خو بيا هم دابه درته غروال صيب وايي او که اړتيا وليدل سوه نو بيا به يي زۀ درته ووايم


خوستی
18.10.2005

درنو دوستانو تاوده سلامونه او نېکې هيلې

والله خالده ګله خوشاله شوم چې ستا د نسوارو د پرېښودو خبر شوم، بس دا هم د روژې له برکته، کاش دا روژه ٦ مياشتې وای :lol:

اسد الله خانه که د هوتک د پسه څرمن د خرڅه کړه نو دا وګڼه چې د هوتک لا لا څرمن به زه خرڅوم :lol:

څاروانه ګله وروسته له ډېرې مودې مو سر را ښکاره کړ، په هر حال هيله هند يم چې روغ او خوشاله ویۍ٠
ښاغلي څاروان ليکلي دي

[quote:56dca433e5]صميم جانه د اسلام په فورم كې به دي چيرته له سترګو دا خبره نه وي تيره شوي چې بعض وروڼه په ما د وهابي شك كوي؟[/quote:56dca433e5]

ګرانه وروره څاروانه، څوک چې د اسلام، افغانستان، افغانانو او خصوصا د پښتو، پښتنو او د پښتنو د کلتور دښمن وي، هغه به تا هر وخت د تروريست، وهابي په نامه يادوي، ډېر نور نومونه به هم درت پيدا کړي٠ خو څوک چې د اسلام، د اسلام په چوکات کې د ولسواکۍ شرعي حکومت او ازادۍ طرفدار وي، د هغوی په زړونو کې ته خاص ځای لرې٠ نور خبره ډېره نه وږدوم٠ قلم د ې بريالی او د رنګ څخه ډک اوسه!


م ن غروال
22.10.2005

وروڼو سلام!
روژه مو قبوله شه٠ تراويح لمونځونه او تلاوت هم ٠ دا هوتک ورک دي خداي دې خير کړي بيا چيرته په سفر تللۍ دي او که روژې پسي اخيستۍ دي او يا خو به اوس شرميږي چې کوزده يې نده شوي٠ دۍ دې خداي خوار کړي چې په پنځوس کلنۍ کي کوزده کوي٠
څاروانه وروره ښه يې چې مرور نه يې خو دومره بحثو کي هيڅ ونډه نه اخلي٠ داسي مه کوه که نه دا خو هم يو مسئوليت دي چې څوک څه ناجايزه د اسلام په مورد وليکي هغه به خامخا ځوابوؤ٠
خبر شوم چې هوتک ته يې د کوزدې رد ځواب ورکړۍ دي نو دۍ خوارکۍ ډير خپه دي نو مشر زوي يې ورته وويل چې بابا جانه خوست ته زما عکس وليږه بيا به يې درسره ومني :D
انځورګر ورور ورته ويلي دي چې زه به دې ځوان انځور وکاږم مه خپه کيږه نو اوس هغې ته منتظر دي چې څه به کيږي٠ ګوره ياره انځورګره چې دا کار ونکړې چې وبال لري بيا خو روژه هم ده که نه! نوره دې خوښه!
انګار خو روژې وارخطا کړۍ دي ولا که به د چا پوښتنه هم کوي او يا خو به يې نصوار پري ايښي وي :D
ګوره انګاره د روژې به يې وروسته پريږدو اوس نه کيږي ښه که نه !
نور نو عزيزانو روژه ده وخت نشته پخداي ج مو سپارم٠
ستاسو د دعا په تمه!
په درناوې



مجيب انګار
23.10.2005

اسلام عليکم حضرات (خواتين خوهسې هم نشته)
ياره نن ماخوستن هم زلزلې منډې راکړي، الله دې خير کوي.
غرول صاحب داڅه وايئ نصوارمې چې پرېښودل نوبياڅه راپاتې شول، بیاخوبه هسې تش ... پاتې شم.
زه خوهره ورځ حجره ګورم خوستاسې دليکنوپه هيله يم چې تاسې يوڅه وليکئ نوبيابه زه هم اوتې بوتی سريښ کړم،دا انځورګر ګوره نن يې څويمه ورځ ده چې تری تم دی خوستاسې خبره به په ځای وي اوهغه داچې دهوتک لالا په انځور جوړولوبه بوخت وي.
اوګوره هوتک لالاداڅه کوې ياره والله دغروال صاحب خبرو زه هم په شش او پنج کې اچولی يم لکه چې رښتيابوډايې اوهغه کراچي وال ياردې راته ... ويلي و.
خوزه ،چې هرڅه يې پاک مولا دې کوژده درکړي ، اول تاته اوبياماته.
ټول ووايئ چې آمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــين


م ن غروال
23.10.2005

انګاره ياره په خير!
سلامونه مې ومنه او بيا دې خداي پاک خير درپيښ کړي دا زلزله دې خداي کور وران کړي چې لاس نه در نه اخلي٠
نه پوهيږم چې ولې دومره اوږده شوه٠ مړه بس توبې وباسئ او خيراتونه وکړئ او الله ج دربار ډير لوئ دي انشأالله خپل د رحمت دروازې به نه بندوي٠
الله تعالی دې تاسو ټول مؤمنين او مؤمنات په خپل امن او حفظ کي وساتي٠
د بنده به پرته له دعا نور څه په وس وي هغه هم دلته او په دا ګناه کاره څېره!
خو که زه ګناه کار يم مالک مې رحمان دي
که زه تورمخۍ يم خو رب مې کريم او ستار دي
بس الله جل جلاله دې رحم وکړي او بس! آمين*
دا نور خو ورک ځکه دي چې روژې پسي اخيستي دي که نه زلزلې په انګار خوارکي او په څاروان دي او لادرکه هوتک خان او انځورګر ګله دي بس چې روژه تېره شي بيا به ګورو٠
ځه الله ج دې مل شه!
په درناوې
خاورې نادر



څاروان
24.10.2005

يارانو ورسته له سلامونو څخه

صميم جانه او انځورګره وروره حقيقتاَ د روژي په مياشت كې وفات كيدل د مسلمان نيك بختي بولم خو ناڅاپي مرګ د نيك عمله لپاره ښه دي چې د مرګ د سخطيو څخه زر خلاص شي خو د بد عمله لپاره ډير بد دي ځكه چې د توبي ايستلو وخت ورته په لاس ورنه شي.
انځورګره وروره تاسي ته نه خو صميم جان ته به معلومه وي چې په كوم سهار زلزله وشوه د شپي هغه ناظمانو چې انتخاباتو كې بريالي شوي وه څه غوبل يي كولو او په خپلو ګنهګارو سترګو مي چې د هوټلونو څخه د مړو د را ايستل كيدو په وخت څه ليدل او كومي قيصي چې راته نورو يارانو كړي الله پاك مو ترينه مه خبروه او نه غواړم چې بيان يي كړم. بس اسماني اپتونه وچ او لانده دواړي له منځه وړي او بيګناهو ته به په ورځ د قيامت بدل وركولي شي. به هر حال الله پاك دي اوس په دي زلزله كې مړو شو ته جنت وركړي او زخميانو ته دي الله پاك شفا وركړي او مونږ ته دي د نيك عمل طرف ته توجو او په تيرو ګناهو د توبي ايستلو توفيق راكړي. آمين.



څاروان
24.10.2005

[color=darkred:ee52d2a2ba]خوستي[/color:ee52d2a2ba] وروره غوړ او نرم سلامونه مي قبول كړه.

ستاسي د نظر څرګندوني څخه مننه.

[quote:ee52d2a2ba]کاش دا روژه ٦ مياشتې وای[/quote:ee52d2a2ba]
ياره پام دي وي چې په دي خبره دي د منطق د خوني فلسفيان خبر نه شي، كنه نو داسي د توغنديو باران به درباندي جوړ كړي چې .... ، هغوي ناري وهي چې ولي دا روژه يوه هفته يا ۱۵ ورځي نه ده ، هغوي يوي مياشت ته ځان نه شي ټينګه ولي كه دا شپږ مياشتي وايي نو څه به يي حال وي.
ښاغلي خوستي ليكي:

[quote:ee52d2a2ba]اسد الله خانه که د هوتک د پسه څرمن د خرڅه کړه نو دا وګڼه چې د هوتک لا لا څرمن به زه خرڅوم [/quote:ee52d2a2ba]
فكر كوم چې صميم جان اختر ته د شيانو په اخيستلو بوخت دې ځكه دي خواته يي فكر نه دي او خوستي ياره د هوتك لالا څرمن ته دي څنګه خيټه اوبو كې ايښي ګوره كه درخبر شو نو ....

[color=brown:ee52d2a2ba]غروال صيب [/color:ee52d2a2ba]په خير راغلي
اختر ته خو ډيري شپي پاتي دي خير كه كوربه نشته مونږ او تاسي به دا هجره په مجلس باندي اباده ساتو ،
او[color=darkred:ee52d2a2ba] انګار [/color:ee52d2a2ba]لالا دا نسوار ولاكه هيڅ شي هم وي تير شه ترينه د نسوارو په پريښودو كې د خالد جان په قدم داسي قدم كيږده لكه څنګه چې د كوژدي په مسله كې د هوتك پر قدم د قدم ايښودولو اراده دي كړي.

يارانو د زلزلي ټكانونه دومره زيات شول چې اوس خلك ورسره بلد شوي همدا بيګا د شپي په ۸:۱۱ د قيقو هم زلزله وه چې څه كورنه يي بيا ړنګ كړي ، الله دي خير كړي چې په صميم كټوازي اشنا څه نه وي شوي ځكه هغه خو په ابيټ اباد كې اوسيږي او هلته د زلزلي ټكانونه ډير زيات دي .

په مينه او مننه

يوسف څاروان


hotak
24.10.2005

هلكو روژه ده هوتك دسړيتوب ليكني پيل كړي. دم ګړۍ يى دپنجابي استعمارپرضدقلم اوچت كړى. دغه دنه سړيتوت ليكني ځكه رانه داسي سړې سړې پاتي دي.
پاتي شوه زما دعُمرمسئله نوكه دغه كرمى لطف الله مشعل ژوندى وو نووالله چي دلمسيانو عكسونه به مي هم په ټول افغان كي خپاره كړي.........مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more