وطن پال او نور ګټور شعرونه
      کټوازی
      06.04.2006
    
[color=blue:96ab002508] 
 مخ راسره نه وهي پۀ غم مې ځان شريک ګڼي ،
 پوه نه يم داڅوک دی زما کوم يوۀ خپل ته ورته دی [/color:96ab002508]
 {هميم جلالزی }
________________________
 ګرانه وروره  عابد جانه !
 سلامونو ته مو وعليکم سلام وايم ، زما له خوا يي هم ومنئ !
 د طرحي مشاعرې له وړانديز څخه مو مننه ،خو که طرحه يي تاسې کېږدي ډېره به ښه وي ، او بل دا هم بايد وايم چې ګران ملګري عبدالهادي حيران ترتاسې پخوا دا وړانديزکړی ، خو داچې سبک اوفورم يې ډېر  کلاسيک او د مطلب د ځايو لو ګنجايش يې بېخي کم دی  ، ځکه له مانيولې بېرته ترماپورې چا ورته ځان ټينګ نه کړ !
 http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2024
      بصير سليمانخي
      06.04.2006
    
ګرانه صميم جانه  او درنو وروڼو سلامونه
كه څه هم زه شاعر نه يم خو دا ستا سو تاودو او خوږو ځوابونو او شعرونو زه هم په شعر راوستم هيله ده چې دا لاندنۍ يو بيت مو ستاسو د خوښۍ وړ وګرځي.
لكه پاڼي د ګلاب چې نسيم توى كړي
تا هم زه داسې له ژوند يم غورځولى
      عصمت الله
      07.04.2006
    
زه هم ټولو ورونوته سلامونه وایم هیله ده چې ټول سره روغ او خوشاله اوسې
په تیره بیا عابد صاحب ته .
عابد صاحب دي بیت بازی مشاعری ته ښه راغلې .
ډیره بښنه درنه غواړم چې ما دخپل په هغه بله لیکنه کې سلام نه وه درکړي
دا  چې د تاسو له خوا  دطرحی مشاعری وړاندیز اوشو   زه هم خوشاله شوم چې ځینو ورونو خو  هم  خپل شعرونه ولیکل ټولو ته  لا بریالیتوبونه غواړم
ته خوبه  کمــڅې دزلفو جوړې کړې
زه به په داشلیدلی ګریوان څه وکړم 
 نو عابد صاحب ستاسو له وړاندیز   نه ډیره مننه کوم خو دلته ځینی ورونه شته چې شاعران نه دي لکه هیواد  ،
اوزه  هم شاعر نه یم  په و الله  که تر لسو کالو یو بیت هم جوړ کړای سم
نور له تاسو ټولو نه هیله کوم چې دا بیت بازی  مشاعره پر ځای پریږدې .
او دطرحی مشا عره تر بل نوی   عنوان لاندې شروع کړی
زه د هیواد شیرزاد ورور له وړاندیز نه مننه کوم بیخی پر خای خبره یې کړې ده
په دي هیله چې دبیت بازی مشاعره پر خپل پخواني حالت باندی بیا دوران پیدا کړې
      پاچاخوستي
      07.04.2006
    
سلام اوښې چارې !
ټولومحترموليدونکودلوي خداي څخه درته دښه ژوندون په هيله 
زمالمړي ځل دي چې بيت بازی مشاعره کې ګډون کوم .
ډيرڅه به نه ليکم خويوشعردرته ليکم خوچې شعربه وي اوکنه ؟
خودبه نه وي چې هيوادشيرزاده دومره ښکلی شعرچې ده ليکلی وه هغې ته کمزوری
وايي نوزماشعرخوهتمن کمزوری دي .
هيريي   نه   کړې   خپل   ګلان دريادکړه 
اي  پښتونه  وروڼه  افغانان  دريادکړه
چې نه يي کنغان  نه يي  فرغون اوريده
هغه    ګلونه      مسلمانان       درياد   کړه
      بصير كټوازى	<
      08.04.2006
    
صميم جانه وروره په سلامونو دې ستايم
بيت بازې دې ډيره ښه شروع كړي ، كه څه هم زه شاعر نه يم خو دا ستاسو ګرمو ولولو او دغو څپاندو هڅو زه هم په كم كم په شعر ور ټېله كړم هيله ده چې خوښ مو شي.
لكه پاڼي د ګلاب چې نسيم توى كړي
زه همداسې تا له ژوند يم غورځولئ 
        
        
      هيواد شېرزاد
      08.04.2006
    
سلامونه!
طرحي مشاعره مو په همدې فورم کې تر بل عنوان لاندې [url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2051][color=blue:5de07011bf]د ټول افغان طرحي مشاعره ...[/color:5de07011bf][/url] پيل کړه . دلته به د بيت بازۍ مشاعرې ته ادامه ورکړو.
      کټوازی
      10.04.2006
    
[color=blue:7e4b4f6b28]يوه  ده  دا کېميا خوچې يي څرنګ کاروې
 ملهم هم وي خو زهرو نه بد تر وي دچالاس[/color:7e4b4f6b28]
 { محمد حسن حقيار }
___________________
 بصير جانه !
 سلامونه مو ومنه ، 
يو وارې بيا د ټول افغان پاڼې ته او پۀ ځانګړي ډول ،د بيت بازۍ مشاعرې ته ښۀ راغلاست ، هيله من يم چې يوازې به مو نه پرېږدې ،
 ياران دې خدای ژوندي لري غم دې يي نۀ وي ، خدايزده چې ولې يي د خاموښۍ بړستنې واغوستلې ، پۀ تېره بيا ګران ملګری ،عبدالهادي حيران او زموږ کليوال دوست محمد جان ، خدايزده چې ولې رانه پټ سول ،د هادي جان پر خپګان خو خبر يم او  محسوسوم يې  ، خو مګر د دوست پر بې درکي مې سر نه خلاصېږي ، خدای دې وکړي ، چې پر کومه خبره رانه خپه نۀ وي !
      ليلا
      11.04.2006
    
[color=blue:288c60f978] سترګې دې ډکې شي چې وګورې دې حال ته زما ،
ساده  آ شنا دغم دپاسه ولې غم راکوې [/color:288c60f978]
 ( حمزه بابا )
ټولو وروڼو ته سلامونه او نېکې هيلې !
      پاچاخوستي
      11.04.2006
    
سلام خداي دې وکړي چې ټول پښتانه خوشحال وي بيت بازي مشاعره ډيرپه زړه پورې ده
ياراکړه وزرې چې دهرڅه په هواګرځم 
يامې کړه دلاندې چې دهيڅ نه خبريږم نه 
              [ میراحمدشاه پښتون ]
      عصمت الله
      11.04.2006
    
سلامونه ټولو لیدونکو ته  بیا دی بیت بازی ټولو یارانوته وړاندې کوم
پاچا جانه وروره ښه راغلاست درته وایم
هر ساقـــــي مې دپیالې ملــــګری بولې
خو چې وخت دپیمانې شي نوپردی شم 
  خیال محمد کټوازی
        
        
      هيواد شېرزاد
      11.04.2006
    
سلامونه دې ټولو ته ورسيږي .
ملنګان يې د دوهۍ په غاړه مومي
کوم تودوالی چې مالدار مومي سمور کې
[size=17:08edae30e2]اروښاد ګل پاچا الفت[/size:08edae30e2]
      پاچاخوستي
      12.04.2006
    
سلام ګرانوپښتانوورونو
خداي دوکړي چې ټول دښه صحت څښتانان وي
ګرانه وروره عصمت لله خانه دښه راغلاست ديوه نړۍ مننه 
يوه غشي په کمان کې ځان راښکلی
په هواکې په مستۍ ځي يوه زاڼه
      (پیرمحمدکاروان )
      ليلا
      13.04.2006
    
[color=blue:b876d070a2]هغه شېبه هغه مستي نشته اوس 
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه[/color:b876d070a2]
{ هيواد شېرزاد }
_______
 سلامونه او ښې چارې ، وټولو وروڼو ته  !
 بريالي اوسئ !
      Dost
      13.04.2006
    
سلامونه مې ومنئ!
[color=yellow:d439233810]هغه هنداره يم چې څوك راكې څېرې لټوي
....................................................بدرنګي ډېره شوه اشنا په ما تېدو يمه زه
[/color:d439233810]
..
((عبدالباري حيرت))
      عصمت الله
      13.04.2006
    
سلامونه ټولو یارانو ته وړاندی کوم
ټولو ته خوشاله ژوند له خدایه غواړم او ښه صحت
هره پیښه مې چې لارې ته یو خنډ شي
زه دعشــــق ډیوه کــړم بـــله بریالــی شم 
خیال محمد کټوازی
      پاچاخوستي
      13.04.2006
    
ښې چارې پښتانووروڼو
مه بدوه زړه دياردکاڼي کاڼي زړه نه
دغلته صنم هم شته خوکورپکې پيداکړه
               (رحمت شاه سائل)
      کټوازی
      18.04.2006
    
[color=blue:b1e7407146]هغه خاوره مې دارو ده که چا راوړه ،
 چې پرکومه مځکه ايښی يې قدم دی[/color:b1e7407146] 
 
{خاطر اپريدی }
_______________
 يارانو ، سلامونه مو ومنئ  ! دا پرتاسو څۀ وشو چې هيڅ درک مو نه لګي ، پۀ تېره بيا عصمت الله جانه وروره له  تا او دوست  څخه خو مو تر اخېره د ملګرتيا تمه وه !
      پاچاخوستي
      18.04.2006
    
يمه زخمې دزړه په سرعالمه
له کومې لورې نه هجران راغي
{عاشق الله فرياد}
ګرانوورونوسلام اوښې چارې صميم کټوازی!
پرموږهڅ ندي شوي دغه دي تراوسه خوژوندې يو
      عصمت الله
      18.04.2006
    
ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا مـــــــــــــــــــــــــــــــونه
 بیا هم له ډیره  ورځو  وروسته ټولو يارانو ته سلامونه او  نیکې هیلې له خدایه غواړم صمیم جانه وروره تاسو ته  هم له خدایه ډیر عمر له ښه صحت سره غواړم 
امشاءالله زه به کوشش وکړم چې تل دی بیت بازی په مشاعره کې کډون ولرم .
بس  ما تر یو وخت صبر وکړ چې له ما نه وروسته یو دوه  ورورنه نور هم  پیدا شی  بیا به زه  د خپل  له طرف یو بیت لیکم خو دا ښه شوله چې تاسو را پیدا شولۍ خدای دي دا نور یاران هم  راولئ ،
یا خـــو زه ورته نـــــــــظر کولای نشـــم
یا خو دي ډیر په لیمو کې زورور دي 
خاطر افریدی[size=18:82041ac7bf][/size:82041ac7bf][size=24:82041ac7bf][/size:82041ac7bf]
      زرملوال
      18.04.2006
    
يارانوداسى بريښى لكه تاسو ټول چى ښه سره پيژنئ
هيله كوم ددى ناپيژندوى په ګډون مو خاطر درانه نه شى 
او سلامونه مى ومنئ
[color=indigo:fbb1d484cc]ياره ښكلا به دى زوال شى كه تندى مى شو ټيټ
تا  مى   پر سر د  پښتنى    مينى   دستار    تړلى [/color:fbb1d484cc]
په مينه
      کټوازی
      19.04.2006
    
[color=blue:c64c693fde]
یو سوی فریاد وم  له دردمن زړه نه را پورته شوم
 دود د  اسوېلو شومه پر مخ د رڼا پرېوتم[/color:c64c693fde]
{ اسدالله زمری }
_______________________________
 ګرانو وروڼو ، سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
 پاچا صيب  ژوندی او ګړندی اوسې  ، چې پر وخت مو ځان را ورساوۀ ،  
عصمت الله جانه وروره !
 له نېکو هيلو مو مننه ،خدای مو خوښاله لره ، خوښ سوم چې راغلاست مشاعره به مو توده وي او ياران به راځي ورته ، دادی زرملوال صيب هم راورسېد ، خو بايد ورته وويل  شي  چې تاسو مو هم خپل ياست ، لکه څرنګه چې تاسو پېژنو ، ټول همداسې سره پېژنو، دا بېله خبره ده چې د سر پۀ سترګو مو يو بل نۀ دي ليدلي ، خو مګر د زړونو پۀ سترګو د يو بل لارې څارو او ځانګړتياوې يي تشخيصوو ،   او بيا نن سبا چې د انفارمېشن ټکنالوژۍ دور دی Physical Status  ته هيڅ اړتيا نه احساسېږي  ، خپل اهميت يې  تقريباً له لاسه ورکړی دی  او هر شی د  سيګنل له لارې کېږي ، پۀ همدې اساس موږ ه م د يو بل څېرې د خپل فطري سينګل پۀ وسيله  تشخيصوو
      زرملوال
      19.04.2006
    
[color=brown:5d5cec3ae0]مرګه  وژلى خومو نه  وى   چى   تا 
له مونږنه داسى انتقام واخيست[/color:5d5cec3ae0]
                                 (كاروان)
[color=black:5d5cec3ae0]شاغلى كټوازى صيب او نورو ټولووروڼوسلام 
داستاسو له يوه بل سره خوږو خبرو اونازكوشعرونوزه هم درته راوستم 
څومره خوږ مجلس !!!
څومره خواږه ياران !!!
او څومره خواږه شعرونه  !!!
اوڅومره ښه كوربه !!!
او.....او......او......!!!!!!!!!!
پښتوډيره خوږه ژبه ده خولوى څښتن دى ددى خوږى ژبي ويونكى 
هم په خپلو كى سره خواږه كړی  تاسو دى ته پام وكړئ چى ددى مجلس 
ملګری څومره په مينه او صميميت خپل خوږ بحث مخ پروړاندى ولى 
او هغه دسياست په بحث كى ولى وضعه خرابه او كړكيچنه وى ؟؟؟؟
زه فكر كوم چى موږ په كمو شيانو پوهيږو او په ډيرو لا نه پوهيږو 
او انشاءالله پوهه به شو لوى څښتن مودى پوهه كړى 
تاسو واياست امين ![/color:5d5cec3ae0]
      عصمت الله
      19.04.2006
    
تور باڼه  دیار  دغــشو په مثال دي
چې  ويشتلی یې زما  دزړګی سر دی 
 خا طر افریدی
 ټولو یارانو ته سلامونه وړاندې کوم
لقمان زرملواله وروره ډیر  ښه  راغلاست درته وایم  دې بیت بازی مشاعرې ته ، ستاسو په راتک زه ډیر خوشحاله شوم .هیله ده چې تل  له موږ سره  کډون ولرې .
زرملواله وروره دا لنډۍ زما لخوا په مینه اومنه 
 بیرته واپس په تیښته نه ځي 
څوک چې یوې ابۍ دادا راوړي وینه
        
        
      هيواد شېرزاد
      19.04.2006
    
عصمت الله خان او نورو ورونو ته سلامونه . هيله ده چې ښه صحت ولرئ .
يو ځلې نېغ  په دې لار تېر شه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شي
خاطر اپريدی
      وقار
      20.04.2006
    
وړاندې تر هر څه خپلې نېکې هيلې او پېرزوينې هر يو شېرزاد صېب, صميم صېب, محترم زرملوال صېب, عصمت جان او نورو درنو او محترمو دوستانو ته وړاندې کوم . ستاسو د سوکالۍ, ارامۍ او کاميابۍ په هيله.
صميم صېب ډېره ښه خبره کړی ده چې د زړه په سترګو سره يو بل پېژنو حال دا چې سره مو ليدل نه دي شوي.
زرملوال صېب ته په دې فورم کې د ګډون هرکلی وايم.
زه هم په تېر پسې يو شعر ډالۍ کوم.
يوغم دی چې زما غريب تر کوره ځي راځي
بېلتون دی دې جونګړې ته په زوره ځي راځي
(محمدافضل ټکور)
____
وقار